(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له نويو سپېدو سره راټوکېدلی ((سحر))

پوهاند دوکتور م.ا. زيار
اکسفورډ،۹-۱۲-۲۰۱۳
له خپلو شاعرانه پلوشو سره
څه پاسه درې لسيزې وړاندې زموږ د پوهې، فر هنگ او بيا شعروادب په خزانزموللي نار نجيستان کې دا سې يو څو اوراورکي وزمه لنډې گنډې شېبې را وټوکېدې چې د پېړيو پېړيو ناغوړېدلې  مرورې گلغوټۍ يې پر خندا راوستې.  نارنجيستان په يو وا ريز ډول د رنگارنگو گلانوکوربه شو او بې شمېره خوږ غاړي چوڼي يې پر ځان رامات کړل.
که هغه لنډې تنگې شېبې، لکه برېښنا، له يوې پړکا سره زموږ له هسکه پوپنا شوې، د تورتمونو ښامار په يوه ساراکښنه ونغرلې او بيا يې د تل لپاره تورې ټکو تندرونو ځای ونيوه، خو بيا يې هم و نه شو کړ ای، هغو شېبو را رازېږولي خوږ غاړي خاچو ڼي يو مخيز له خپل وربويه وشړي او يايې هم له راپيل شوي غورځنگ سره د تاريخ له سم سهي او رغنده بهيره بېرته د پېړيو پېړيو شاتگ و شاگرځ ته اړ با سي او بيا له سره پرخولو با ندې وسپنيز مهرو نه ولگوي.
 
پر هېوادني کچ د((شمالي لږه کيو)) او پر جهاني کچ د ((شمالي اتلانتيک)) د ناسپېڅلې ټلوالې له ټولو پښتني- افغاني، او بيا د گاونډيو تورو لښکرو له مرگاني ضد ناخوالو او بخولو سره سره، نه يوازې لربر((پښتو ادبي بهير))، بلکې بې شمېره لويې وړې سيمه ييزې ادبي ټولنې پرلپسې راوټوکېدې او د اوسني مړژواندي((تنظيمي انجمن)) پر وړاندې يې د يوې رغنده سيالۍ رپي  رپانده کړل.
 
علم گل سحر  د پوهې فرهنگ او شعرو ادب له هماغه ړومبني غورځنگ سره د راټوکېدلي ځوان پښت او بيا يې يو تاندوتنکی غورځاوڼ وو چې نو ښتگرانه سياليو دېته راوڅکاوه، له ښوونځي او پوهنځي را نښلولي شاعرانه کړاوونه( مشقونه) نور په کتا بچوکې پرېږدي او په ټوله مانا نوې لارولېله پرمخ واخلي.
 
له نورو همزولواوهملارو سره  د سيالۍ له لارې د ده چټک او پرلپسې پر مخيون، نه يوازې په لوړ استعداد او ډېر کارو زيار، بلکې تر هرڅه له مخه په دې کې هم نغښتی چې ترڅانگيزو زده کړوراروسته يې داسې کارو دندې ته مخه نه ده کړې چې کتاب و قلم يې له لاسه پرېوځي، ياپه نورو ټکو، د  ادب و فرهنگ له اوېجې کورټ وسکوټ ووځي.
 
د ښوونې روزنې وزارت له خپرني اورگان(عرفانه) رانيولې، تر بې بې سي رادېو او بيا د هېوادمشرۍ تر دوتره پورې رسنوالي او ليکوالي هغه څه دي چې له شعر وادب سره يو ټينگ اړاو تړاو لري. همدا چې يې له رسمي ليک ليکانۍ څخه يوه ارامه سا هومره  اخېستې، خپلو هستونو ته يې مخه کړې، هرو مرو يې يوڅه پېيلي او نا پېيلي دکاغذ او ياسولگر پر مخ کښلي او له مينه والو سره يې برخه کړي دي.
په ترځ ترځ کې يې شعري او داستاني پنځونې او اد بي ژباړې اوولسو(۱۷) نښيرونو ته رسولي اوچاپ په پساله پسوللي دي.  
 
د ليکوالۍ او رسنوالۍ په ترڅ کې دېته هم پوره ځير شوی چې څنگه خپله خوږه او پسته زرملواله پښتو د(( يوې کره - ليکنۍ پښتو)) له کره کاڼي سره ښه تراکره کړي، او په  ځانگړې توگه ، پر يوه چا ڼلې او کېښکلې شعري- ادبي ژبه بشپړ لا سبری پيدا کا ندې. که نه څنگه کېدای شوه، هر ښکلی انځور و سېمبول د زړه له پاڼې څخه، له  ټول راکښون سره د ژبې ليکپاڼې ته راولېږدوي او تر سترگو، خولو او غوږو يې راورسولای شي!
 
ليکوال د  ژبپوهنې او ادبپوهنې د يوه اوږد مهالي ښوو نکي په توگه تل دېته اړوتی چې د خپلو لوست توکو د برابرولو په لړ کې پښتو شعر له لويه سره تر څېړنې اوشنې لاندې ونيسي.
له ۱۳۶۸- ۱۳۶۹ل.پورې چې له ماستري مهالو ېش سره سم د ژبپوهنې ترڅنگ د پېيلو(منظومو) متونو ښوونه هم راترغاړې شوې وه، نوترزاړه (کلا سيک) پېره راته د نوي پېر او پښت  شعري بېلگې غوره واېسېدې. خو د بد سياسي اکربکر له لامله د ليکو الو ټولنې له (ژوندون) مهالنۍ او څو چاپو ټولگو پرته بل کوم اخځ پر لاس رانغی.
 
له ښه مرغه دوه درې کاله وړاندې مې چې د ((پښتو بدلمېچ يا پښتو شعرڅنگه جوړېږي؟)) په نامه د هغه مهال  چاپ شوی نيم نيمگوری کتاب له يو مخيزې نوې کتنې او غځونې سره دويم چاپ ته چمتو کاوه، دا کابو پرلاس را غله، د نورو نويو او نوښگرانه، هغه هم د ذهني انځورونو، سېمبولونو، اسطورو... په لړ کې د علم گل سحر يوه  بېلگه ورسره هم  له (پاس سپوږمۍ) ټو لگې را واخلم:
 
يو غمی د سيند په تل کې رانه ورک شو
نه پوهېږم، په څه چل کې رانه ورک شو
اننگو کې دې زما د کتو فصل
ټوکېدلی وو، په گل کې رانه ورک شو ...(بدلمېج۱۹۰).
 
خو دادی، تازه ناچاپه بېلگې يې چې د بشپړتيايي بهير يو لا غوړېدلی پرمخيون پکې سترگکونه وهي
او تر هرڅه غوره يې بيا داچې تر ډېره يې شعر د قا فيو له باستيله راېستلی او د اندو واند پښې يې نورې هاغومره د پښېلو په پښوندونوکې ښکېللې پرېښلې نه دي.
 
دی نور هغه دېرش کاله پخوا پښېلې پېيونکی ناظم نه دی پاتې شوی چې خپل ټولنيزارمان وپيغام همدا سې لوڅ بربنډ همبنډارو ته  وړاندې کاندې.که  بيا يې د انځورنې هڅه نيمه هم کړې، تر څوگوتشمېرو سو لېدليو تشبيهو استعارو ورهاخوا يې پسې دو مره سر نه دی گرځو لی.
 
خو راروسته روسته يې تر هڅې وسې  له تازه تازه ذهني انځورونو، تلميحونو او سېمبولو نو او بيا ولوليز(عاطفي) پرداز سره لازيات انساني ارمان و پيغام سرتر پايه په چاندي زروگا ڼلي، سينگارلي اود نو مها لي  نوښگرانه او زړه راکښونکي نږه او ژمندويه شعر له مينانو سره يې شريک کړي دي.
 
دادی دلته يې سم له لاسه  پر دوه درو غزليزو اوازادو انځوريزو بېلگو بس راوړو :
غزليزې بېلگې:::
 
(۱)
زړه مې له تا څخه راټول کړم، تاته بېرته راشي 
لکه پتنګ د رڼايۍ ځلا ته بېرته راشي... .
د يتيم سر باندې لاس تېرکړه، پرتندي يې ښکل کړه
که دغه ګل له چا خپه شي، چاته بېرته راشي... ؛
 
(۲)
توره شپه خوره کړي، شمعه پټه له پتنګه شي
کرکه زما زياته نوره هم له دغه جنګه شي
زه يې پر زړه لاس کېږدم، د زړه درزا يې واورمه
هغه چې په ناز زما په غېږه کې راړنګه شي
ته به هم زاهده زور د مينې ته لاس پورته کړې
تاته په خندا که چېرې ښکلې غنمرنګه شي... .
 
ازادې بېلگې:
 
(۱)
له زړه مې ټولې کرکې واېستلې
اوس مې له ښکار ځنې توبه کړې ده
اوس له کريزه بغدادۍ کوترې نه کټوم
او بس تمامه ورځ لګيا يم
په دامونو کې مرۍ پېيمه
سپينو کوترو ته پايزېب جوړوم
او د بې موره وري له اوښکو نه شراب جوړوم
او پر سختزړو يې ارزانه پلورم
چې يې له زړونو کينې کډه وکړي.
 
(۲)
ستا لپاره
اوس مې ټوپک پراوږه نشته
او له ميل نه يې شپېلۍ جوړه ده
پکې د مينې ترانې غږوم
دا ټول د(ا) ستا لپاره
ځکه دوی وايي چې جنت کې
حورې ستا غوندې دي!
 

 

 

- بېرته شاته