(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو پنځم مذهب

لیکاکبر سیال 

پښتو پښتون ولي د ژوند د تیرولو ضابطه او که سکنجه؟

دا حقیقت دی ،چې پښتانه په نړۍ کې د ټولو نه وروسته ،پاتې او پسمانده خلک دي ـــ د چین ،تاجکستان،ازبکستان،ایران پنجاب(پاکستان)په منیځ کې دغه قام د ژوند هر نعمت ، سهولت او ترقۍ نه محرومه خلک دي ـــ چین دا وخت په ټوله دنیا د یو لوی اقتصادي او ساینسي دیو په شکل کې منلی دی ــ ازبکستان او تاجکستان د مینې ،امن او د ترقۍ په لور روان هېوادونه دي ـــ ایران ،چې د خپلو وګړو بنیادي ،سیاسي،سماجي او اقتصادي ستونزې یې سمې کړې دي، د یو متحده قوم په شکل کې موجود دی ـــ پنجاب (پاکستان)چې د ترقۍ په میدان کې د پښتنو نه درې سوه کاله مخکې دی ـــ ان تر دې چې په افغانستان کې موجود د شمالي سیمو خلک /افغانان(دري ژبي خلک) هم تر ډېره حده یو سیاسي،قامي او متمدن فکر لري ـــ
ولې په دغه چاپیریال لکه چین،ازبکستان،تاجکستان ،ایران او پنجاب کې دننه موجود پښتانه د یو بدرنګه او مرګوني
ژوند سره مخامخ دي ــ د عالمي نړۍ د لویو طاقتونو د امریکې او یورپي هیوادونو زیکر ځکه خو به نه کوو ،چې دغه هیوادونه د نورې ټولې دنیا نه څلور او پنځه کاله مخکې دي ـ هم د ساینس په میدان کې ،او هم په سیاسي،سماجي،اقتصادي او هم په تعلیمي میدان کې ــ پښتانه باید خپله سیالي د خپلو ګاونډیو هېوادونو سره وکړي ــ سیالي مناسب توری نه دی باید دوی د ګاونډیو هېوادونو سره ځان په تله کې واچوي ـــ نو معلومه به شي ،چې یو اړخ ته د ګاونډیو هيوادونو غرونه غرونه وزن او بل طرف ته هیڅ هم نه ـــ
د پښتنو ددې تاریخي پسماندګۍ وجوهات او اسباب
څه دي؟ ستونزه چرته ده؟ د دغه قام د غوټۍ غوټۍ ژوند زمه وار څوک دي؟
په روان دوه دیرش کلن افغان جنګ کې دیرش لکه خلک د منځه لاړل ــ دا ولې؟ دا څنګه او دا چا د لاسه؟ ــ چې ورځ تیریږي ــ د نړۍ قامونه مخ په وړاندې تګ کوي ــ او پښتانه مخ په شا روان دي ـ
د غر او د غار د دور ژوند ته ــ د ارتقا د قانون په ضد روان دغه خلک چرته ځي؟ د دوی د ژوند مرام څه دی؟ هر اړخ ته فکري انتشار دی ــ ځان ځاني ده ــ د ژوند د تیرولو فن او هنر مرګونی شوی دی ــ دخپل وجود په وینو روږدي شوي خلک به د وحشت او بربریت د کومو کومو مرحلو نه تیریږي؟ انساني ژوند بس همسې یوه ټوقه / ملنډه ده -ـــ پښتانه من حیث القوم ولې او څنګه د جهالت،غربت او ذلت سره مخ دي؟
دغه پورته ذکر کړې شوي ستونزې او سوالونه چیړل او څیړل غواړي ــ بغیر د څه یرې ترهې ښه په جار او ډاګیزه ،تنقیدي اواصلاحي کره کتنه کول غواړي ـــ
ستر ساینس پوه البرټ اینسټاین وايي:ـ 
د پښتون قومیت د تصور بانی مفکر خوشحال خان خټک وايي :ـ
که اسمان دې د زمري په خوله کې ورکړه
د زمري په خوله کې مه پرېږده همت
لکه څنګه چې پورته اویلی شول ،چیرته چې پښتو ژبه ویلی او کولی شي ــ هم په دغو سیمو کې حالات کړکېچن،مرګوني او خراب دي ــ د حېرانۍ خبره دا هم ده ـــ چې په ټوله دنیا کې ژبې ویلی،لېکلی او لوستلی شي ـــ خو پښتو یوازینۍ ژبه ده ،چې دا ویلې،لیکلې او لوستلی هم شي او کولی هم شي ـــ پښتو د ژبې په حیثیت او پښتو د ایین ،قانون او دستو ر په شکل کې خپل کوټلی ارزښت لري ــــ
سوال دادی چې پښتو پښتونولي د ژوند د تېرولو ضابطه ده که سکنجه ؟
پښتو د مینې ، امن ، ترقۍ او د تمدن اساس دی او که د کرکې ،اړې ګړې،زوال او پسماندګۍ ازلي او ابدي د غلامۍ جغ؟
د پښتو پښتنولۍ په موجودګۍ کې ژوند په زوال دی که مخ په ترقۍ؟
د تاریخ کوم هغه پړاو دی چې پښتانه پرې ناز او ویاړ کولی شي؟ ایا پښتو په رښتیا د دوزخ ژبه ده؟ ایا پښتو پښتونولي د یوویشتمې صدۍ د فطري او سماجي علومو، په تیره تیره د ساینسي تجربو او ایجاداتو په موجودګۍ کې څه ارزښت لري هم او که نه؟ پښتو پښتون ولی تر کومه حده د پښتنو خانداني او قبایلي جوړښت ، د پښتو په قامي وحدت یا قومي جوړښت کې څنګه او څومره کردار لوبولی دی؟ ایا پښتانه یو قام دی او که نه دی؟ د پښتو پښتونولۍ د پښتنو په قومي منډیانو(مارکیټونو)څه اثر شته او که نشته؟ حجره او جومات چې د پښتون کلتور دوه بنیادي ستنې ګڼلې شی، د پښتنو په اجتماعي قومي نفسیاتو منفي که مثبت اثرات غورزولي دي؟ دحجرې او جومات په مینځ کې چې د جدیدي سرمايه دارۍ ،کوم بازار را ننوتی دی ،چې یو اړخ ته یې حجره او بل اړخ ته یې په جومات خپل تهذیبي اثرات غورزولي دي ــ ایا ممکنه ده چې اوس هم حجره او جومات د کلتور د بنیادي ستنو هومره اهمیت لری او که نه؟ پښتانه چې د زرګونو کالونو نه د خاورو،خټو او کاڼو په تهذیبي او تمدني پنجره کې تاست دي ــ د موجوده دور د انساني تمدن د خپلولو او جوړولو څه فکر کوي هم او که نه دغره غار.سمستي ،بانډې او خاورو خټو په کورونو او کچه تنګو لارو هم هغه شان قانع دي لکه چې وو؟ جرګه چې د پښتو پښتونولۍ بنیادي ستنه او اساس بللی شي ــ خالص د سړیو نه جوړه اداره وه او ده ـــ ایا په دغه جرګه کې د پښتنو ۵۰ فیصده ابادۍ یعنې ښځو موجوده ګي وه او که نه وه؟ او که په جرګه کې د ښځو شرکت او موجودګي نشته ــ نو ددې دا مطلب نه شو، چې د هیواد نیمه ابادي په شعوري ډول غیرسماجي مخلوق ګرځولې شوې دې؟ د پښتو پښتولۍ نور مروجه او غیرمروجه اقدار یا رسمونه،دودونه او دوستورونه ددې جوګه وو یا دې چې د ترقۍ نوې نوې لارې پرانیزي؟ ایا پښتو او پښتونوالۍ د ښځو او ماشومانو د رسمي تعلیم په لار کې خنډان اچولي دي که نه څه بله وجه هم کېدای شي؟ جومات چې د مذهب او حجره چې د خان ،ملک یا جاګیردارپه ولقه کې وو او دي ـــ
د نن دور عالمي ،جمهوري ،فلاحي ریاستي حقیقتونه مني او که نه؟ لنډا دا چې پښتو او پښتونوالۍ د پښتنو په نفسیاتي،سماجي،اقتصادي ،سیاسي او تعلیمي ترقۍ کې څه کردار ادا کړی هم دی او که نه؟
دا او دغسې نور ډیر سوالونه څیړل او چیړل
او ددې ځوابونو لټول په کار دي ـــــ د یو لیکوال په هیس ما په دعو سوالونو ډېر فکر کړی دی ــــ خپله ټولنه مې لېدلې،کتلې او لوستلې ده ـــ او په دې نتېجه رسېدلی یم ،چې د پښتنو د پسماندګۍ دوه بنیادي وجوهات دي ــــ یوه بېروني او بله اندروني ـــ پښتنو ټول عمر د خپلو ستونزو ذماوار بهرني یرغلګر ګرځولي دي ــ خو چېرته یې هم په دې غور او فکر نه دی کړی،چې پښتانه په خپله د خپلو ستونزو زمه وار دي او که نه دي ؟ خپل بد د ولو منځ وي ــــ هیچاته نه ښکاري ـــــ زما شعوري کوشش دا دی ،چې هغه اندروني عوامل په ګوته کړم ــــ کوم چې په حقیقت کې زمونږ د قومي اجتماعي ژوند د پرمختګ په لارو کې خنډان دي ــــ البته په دې کې هیڅ شک نشته ،چې په تاریخ کې د پښتنو کور د بهرنیو یرغلګرو د یرغلونو اودرز غوبل مرکز پاتې شوی دی ــ خو کومه ګوته چې مونږ بهرنیو یرغلګرو ته نیسوــ په حقیقت کې دغه کردار په دې سیمه کې پښتنو هم لوبولی دی ــ- پنجاب،هندوستان،بنګال،کشمیر،ثمرقند او بخارا کې د پښتنو حکمرانۍ لاسوهنې د هغوی چیړل او ځورول هم د تاریخ په پاڼو کې خوندي دي ــ ددغو حکمرانانو لاسوهنو،چیړلو او ځورولو پښتون قام او ریاست ته په اجتماعي ډول څه فایدې رسیدلي هم دي او که نه؟ دغه لوبه ټوقه د خپل ‌ذات خاندان یا د خپلې قبېلې پورې محدوده پاتې شوې ده؟ د حیرانۍ خبره خو داده ،چې پښتنو په پېړیو پېړیو په پورته سیمو کې حکومتونه کړي دي ــ خو د دغه تخت او تاج مېوې نه خو د پښتو ژبې په روزانه او پالنه اوخوړې شوې او نه ترې د پښتنو بچي مستفید شوـــ
نه پکې ریاست او ریاستي ادارو وده وکړه او نه پکې پښتنه ټولنه ښاده او اباده شوه ــ ان تر دې چې پښتو پکې نه د دربار ژبه وه ــ نه د دفتر او نه د تعلیم ژبه ــ د پښتو تهذیبي او تمدني ارتقا په ځای اودرېده ــ ولې بل طرف ته چې مغلو،پیرنګیانو،روسیانو او امریکایانو په دنیا قبضی او حکمرانې اوکړې ــ هغوی خپل ریاستونه،خپل قامونه او خپلې ټولنې مخ په وړاندې بوتلې ،په خپلو خپلو هيوادونو کې یې کوټلي نظامونه جوړ کړل ـ او خپل ولسونه یې د تهذیب ،تمدن،او ساینس ایجادونو په خوږو ماړه کړل ـــ داسې ښکاري چې په دغو سیمو کې ددغو سیموپه وسایلو قبضې او حکمرانۍ د پښتنو حکمرانانو ذاتي دهندې وې ــ دغه سلسله تر ننه جاري او ساري ده ــ یو قومي اجتماعي قیادت نه و او نه شته ــ او تر څو چې د قومي مزاج په جوړښت او پرمختګ ایمان لرونکی قیادت نه وي جوړ ــ دا سلسله به هم دغسې جاري وي ــ پښتانه یو ځل بیا د کاڼي دور ته واپس روان دي ــ او دغه بدرنګه حقیقت د ارتقا د قانون په مخ یوه ناروا سپېړه ده ــ په اوسني وخت کې چې پښتنه سیمه د هر رنګه قدرتي دولت نه ډکه ده ــ واورې،اوبه ،غرونه غرونه ځنګلونه،تیل ګیسونه،سنګ مرمر،سره زر،اوسپنه،زمرد او غمي ــ څه دي چې په دې وطن کې نشته؟ خو څوک دي چې دغه دولتونه راوسپړي او د خپل غریب او بې وزله ولس په کار يې راولي؟ دغه دولتونه لټول خو ساینس غواړي ـ ټکنالوجي غواړي ــ علم او هنر غواړي ــ او په تېره تېره یو مخلص ،په قام او وطن مین قیادت غواړي ــ د تاریخ پاڼې ګواه دي ،چې پښتنې خاورې په تېرو پنځه زرو کالونو کې په خپل وجود بلها انقلابونه ولېدل ــ خو هغه انقلاب چی د دوی د قومی وجود زخمونه او پرهارونه اوګنډی لا پوری نه دی راغلی _زردشت ،بدهمت، هندومت،د یونانیانو امد،داسلام راتګ،د مغلو حکمراني،د سکانو دور،د پیرنګیانو دوري حکومتونه،په افغانستان کې د ثور انقلاب ، د مجاهدینو دور ، د طالبانو دورې حکومت او د ناټو او امریکې مداخلت پورې پښتون وطن د هر قسمه حالاتو نه تېر شو او تېریږي . 
مذهب او پښتو پښتونوالۍ دپښتنې ټولنې (سماج)
دوه غټې روحاني او فکري وسلې دي ــ په دغو وسلو که دوی د نورو خلکو سینې غلبیل کړې دي ، نو خپل وجودونه یې پرې هم تار په تار کړي دي ــ ځیني ټولنپوهان خو دا هم وايي ،چې مذهب او پښتو پښتونوالی یو شی دی ـــ او د ځینو په نظر کې د خپل هیت ،ماهیت او سخت ګېرې رویې په وجه پښتو پنځم مذهب دی_پښتو ټول په ټوله اسلام دی ؟ پښتو نیم کفر دی؟ پښتو د دوزخ ژبه ده؟ پښتو د ټوپک ژبه ده؟ پښتو ننګ پت غیرت او ناموس دی؟ پښتو حیا ده؟ او که ډیره پښتو ډیر خرتوب دی؟ د دی سوالونو جواب دپاره ضروری ده چی د پښتو پښتونولی او د پښتنو د ستونځو وضاحت او تشریح وکړی شی _ 
د پښتو پښتونولۍ اساسی او بنیادی اقدار او د پښتنو ستونځی_ 

۱ حجره ۲ جومات ۳ جرګه ۴ ننواتې ۵ سوره ۶ بدل ۷ غږ ۸ برامته ۹ تورغل ۱۰تیګه(تیږه) ۱۱ پیغور

12ستر ۱۳ تربور تربورولي ۱۴ ولور ۱۵ د ښځو د ملکیت حقوق ۱۶ د ښځو او هلکانو د تعلیم حقوق ۱۷ د ښځو د روزګار او د تګ راتګ ستونزې ۱۸ ګودر ۱۹ دمدرود،ساختونه ،کوډۍ او تعویزونه ۲۱ ننګ پت غیرت او ناموس ۲۲ توره ،مټیزه ۲۳هم جنس پرستی ۲۴ باغیانه رویې ۲۵ د ساینس او جدیدیت مخالفت او مزاحمت ۲۶ د خاورو او خټو تمدن ۲۷غم ښادي ۲۸مېلمه پالنه ۲۹ لوخی ۳۰ سود ۳۱قبایل اوایف سي ار ۳۲ولسي ادبیات ۳۳ کلتوري او هنري فنون ۳۳ د قامي تاریخی شناخت او تضادات ۳۵ جعرافیایي تقسیم ۳۶ غربت او جهالت ۳۷اقتصادي منډی (مارکیټونه) ۳۸ بهرني یرغلونه ۳۹ قدرتي وسایل ۴۰مشترک خانداني نظام ۴۱د پښتنو یرغلونه ۴۲ د پښتنو ملي وحدت ۴۳ فکري غلامی ۴۴ د ادبي ټولنو اهمیت او کار
(د ستونزو د حل کولو لاری چاری

 

- بېرته شاته