(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داولې اوداڅنګه ؟

ته په خپل لاس اوخپله اراده داهرڅه نه کوي .
ته خبر هم نه یې ، په سلو ارواوو کې دې هم نه راګرځي ، سترګې !
بس سترګې وې واوړې ، پکار خوداوي چې دوی له اوښتو سره سم هر څه چې ویني اوهره اخستنه ترې کوي ، ښه ، بد ، ښکلی ، بدرنګ ، تور ، سپین، غنم رنګ ، لونګین، لوړ، ټیټ ، سراهي غاړی، لمر مخی ، پی مخی اوداسې نور اونور او نور اونور ،ماغزو ته یې ولیږدوي بیا ورته هغوی قومنده ورکړي مګر داسې نه کیږي . 
بس ته په درزا شې ، په تا څه وشي ؟ په دې ګوګل کې نه ځاییږي ، ټوپونه وهې درز اودرب دې خیژِ ي ، دمغز کارونو ته، ته لاس واچوي مغز هم حیران کړي ، کله یې په خندا ، سمدستي یې له خوشحالۍ له سترګو اوښکې وبهوي ، وارخطا شي ، خولې پرې راوروانې شي ، سترګې یې ډنډ شي ، په ژبه بند بند ، ستونی یې ډک ، غریو نیولی ، کټ کټ وخاندي چې داولې اوداڅنګه ؟
ته په خپل لاس او خپله اراده داهرڅه نه کوي . 
اوس دلته ته یوازې شې بل هیڅوک درسره نه وي ، هیڅوک هم تاته نه راځي اوور دې نه درټکوي چې مرستې اوښې مشورې ته اړتیا لرې؟ بلکه دلته چې ته په هر لورې لاړې ، یو له جفا ډک مخلوق دې خوښ شو ، یو دنورونو اورڼاګانو دمحراق مرکز دې خوښ شو ، یو دبحر دتل قیمتي کاڼۍ دې خوښ شو خپل هرڅه تالا کیدو ته ورته تیار یې ، رواج ، عنعنات ، پولې ، بندونه هرڅه ورته ګز اوګام کړې له داره ترسنګساره ، له قضاوته تر بغاوته لکه دصفا اومروا ورته په منډو شاربې بس بل هیڅوک نه وي دلته یو وار موسکی شې ، وخاندې ، خوښ شې ، بیا ښکته وګورې ته به وایې دعر ش له ټولو پرښتو حیا درغله ، له ځان سره مسک شي ، غوړې څڼې دې په اوږو پرتې وي ، بس اورمیږ تاو کړې داسې تاوول چې ته به وایې دڅڼو له تاوولو سره دې ټول کاینات په بله تاویږي اودومره خوند ترې واخلې لکه دقاف پریانې چې ټولې ستا دڅڼو خرپ ته غوږ اوسترګي وي ، منډه واخلې له خوشحالی لکه وړکی ماشوم چیغې ووهې ، منډې واخلې له هیچا نه شرمیږي له خوشحالۍ لکه مست دقطغن آس لیرې وتښتي ستړی شي بیا هلته کینې .
چې داولې اوداڅنګه ؟
ته په خپل لاس اوخپله اراده هرڅه نه کوې .
بس له دې وروسته که ته هرڅه کوې ، پښه ښوروې ، سترګې اړوې ، خوله ښوروې ، ګورې راګورې، په لاره کې دریږي ، پښتو ، راوجونه ، سپین پګړي ، ځوانان ، پیغلې ، ملایان اوټول کاینات به تا کې غږیږي وایې به هغه دا کوي ، هغه ، هغه کوي ، داولي کوي ؟ دوالي نه کوي ؟ داخو شرم ، بې حیایي ، داخو پښتو نه ده ، خبرې خبرې ، بغاوت اوشقاوت ته به مجبورشې ددار په پوله به دې ودروي ، ستا مینې ته به دهوس ، ستا رحماني ته به دشیطاني ، ستا اروا ته به خبیثه اروا نوم ورکړي اومرګ به دې راو وګڼي اوسرې غاړې به دې واچوي ، ځکه چې تا مینه کړې اومینه دلته ناروا ده بیا به وایې داخو بې ګنا ه وو مینه یې کړې وه ، ددوی له قبرونو خو رڼا ګانې پورته کیږي ، ددوی له قبرونو خو لمبې پورته کیږي ، ددوی دقبرونو له خاورو لکه دپاریس دعطرو بویونه راځي دوی لکه چې بې ګناه وو.دوی ټول ستا په کار کې څه کار لري داپریکړه خوتا یوازې کړې وه دوی ولې تاته مشورې ته نه راتلل دادومره ستره لاسوهنه .
داولې اوداڅنګه ؟
ته په خپل لاس اوخپله اراده هرڅه نه کوې 
ځکه چې ته له اوله ازاد نه یې .
ته به دبل په خوښه دریږي دبل په خوښه ژوندی شوی یې ، دبل په خوښه دریزیږې ، ته به دبل په خوښه ژوندی یې ، ته به دبل په خوښه مرې، ته په به دې دنیا مرې ، بیا به په هغه دنیا دتل لپاره ژوند یې. ددې دنیا حرام به تاته په هغه دنیا حلال وي اودهغې دنیا حلال تاته په دې دنیا حرام دي . 
نو ای زړګیه بیا ولې ما ضعیف مخکښ ته دومره زور راکوې اوله ماڅخه ددومره ستر اومغلق کار (مینې) غوښتنه کوي . زه ازاد نه یم ، زه نه شم کولی ، زه ضعیف یم ، زه ناقص یم ، زه انسان یم . مګر ته نه پوهیږي چې داولې اوداڅنګه ؟
ته په خپل لاس اوخپله اراده هرڅه نه کوې 

Sawabdin Makhkash

- بېرته شاته