(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

استاد ګلزار عالم سره مرکه

استاد ګلزار عالم د مير افسر خان زوى او د محمد حسين خان لمسى دى په قوم پښتون او د مياګانو په ټبر پورې اړه لري. د استاد ګلزار نيكه محمد حسين خان د صوابۍ د سيمې اوسېدونكى و، ددغه ځاى نه ده مټه مغل خېل ته هجرت وكړ، چې ډېره شبقدر ته يو شپږ ميله نژدې كلى دى. دغلته دده نيكه وفات شوى دى. نيا يې د پلار او يوې ترور سره پېښور ته راغلل. دغلته د استاد پلار اباد شو اوواده يې هم وكړ. استاد پر 1959ع كال كې په پېښور كې دې نړۍ ته راغلى دى. استاد ګلزار عالم پېنځه وروڼه لري، چې درې يې سكه او دوه يې ناسكه دي او پېنځه خوېندې لري، چې دوه يې سكه او درې يې ناسكه دي د پلار تر ټولو مشر زوى دى. دده دواده څه ناڅه لس كاله كېږي (۱۹۹۲ع کال)او درې زامن لري، چې مشر يې د اتو كلونو او كشر يې د دوو كلونو دى.

د استاد ګلزار عالم د فن پيل:

دى د خپل فن په هلكه وايي: زما له دې فن سره تړون د شوق په بنياد دى، زه چې ماشوم وم ما به د دوو سندرغاړو اوازونه اورېدل، چې يو يې استاد مهدي حسن و، چې هغه په اردو ژبه سندرې وايي او بل استاد خيال محمد و. دغه دوه اوازونه به په ما ډېر ښه لګېدل. كله چې به زه خپل كلې ته لاړم، نو د دوى سندرې به ما په پټو كې ويلې. دغه شان زما شوق او يا فن سره مينه پيدا شوه. زموږ كورنۍ يوه مذهبي كورنۍ وه، خو بيا هم زما له موسيقۍ سره شوق وو، نو ما پټ پټ ورسره تړون لرو. زه را لوى شوم او په كالج كې مې داخله واخيسته. په كالج كې زه په دولسم (12) ټولګي كې وم. هلته به يو پيريډ كېدلو، چې ريسس به يې ورته ويلو، چې هلكانو به مختلف شيان ويل بعضوبه تقريرونه كول، چا به شعرونه ويل او ما به سندرې ويلې. هلكانو به ماته ويل، چې ستا خو ښه اواز دى، نو بايد موسيقي زده كړې. د كالج په وخت كې زموږ يو ډېر ښه استاد و، چې ماسټر عنايت سلطاني نومېده. له هغه سره ما داخله واخيسته او لږه لږه باجه مې ورسره شروع كړه. بيا زه پوهنتون ته لاړم او د هنر په څانګه كې په پوهنه بوخت شوم. د ژوند لومړى پروګرام ما په پوهنتون كې وركړ. يوه ميله جوړه شوې وه، چې ما دغلته سندره وويله، چې ملګرو او خلكو زما ستاينه وكړه او زما حوصله نوره هم اوچته شوه بيا ما په عوامي محفلونو كې شركت وكړ، نو دغسې په مزه مزه زما پروګرامونه زياتېدل. استاد ګلزار عالم د هنر په څانګه كې خپله لوړه زده كړه د B.A په سويه پر 1986 كال بشپړه كړې ده.

استاد ګلزار عالم او د مارشل لا دور:

د استاد ګلزار عالم سندرې د ځوانانو ډېرې خوښېږي او پكې ملي او د انقلاب پېغام پروت دى.

را واخلئ بيا د انقلاب سره نشانونه لېونو زلمو دا خــاوره انـــقــلاب غــواړي، د ازادۍ انـقلاب

چې په سوات كې يې د خپل يوه ملګري په واده كې ويلې وه او ريكارډ شوې وه، د پوځيانو پام ځانته راواړوه او په مختلفو طريقو سره يې دى وځوراوه. دى په نښتون كې وايي. مارشال لا د منځه تللو كې چې څومره كار سياستمدارانو كړى دى، دومره برخه پكې موږ هنرمندانو هم اخيستې ده.

په راډيو كې همكاري:

استاد ګلزار عالم ته د خپل ولسي مجوبيت له كبله د ريډيو له خوا د همكارۍ وړانديز شوى و او په 1989 كال يې د كوېټې د راډيو نه لومړى هنري پروګرام وړاندې كړى او نشر شوى دى او په ريډيو كې صرف شپږ مياشتې وروسته د لومړيو درجه سندرغاړو په كتار كې ونيول شو. نن ورځ استاد ګلزار عالم د پاكستان د ډېر شمېر ريډيو او تلويزيون له مركزونو سره كار كوي او هم يې يو شمېر فلمونو ته سندرې ويلي دي. د كوېټې او پېښور د راډيوګانو څخه يې (144) او د كوېټې او پېښور د تلويزيونونو له مركز څخه يې (733) سندرې نشر شوي دي.

جاېزې او مډالونه:

د پاچا خان د امن جاېزه. د ټول پاكستان د ځوانانو د تنظيم جاېزه. د كلتور وزارت د پښتونخوا د صوبی د څانګې له خوا جاېزه. د پښتون سټوډنټ فېډرېشن له خوا د باچا خان جاېزه. د پښتو عالمي كانفرنس كوېټې له خوا طلايي مډال. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP له اړخه ورته هم دباچا خان جایزه او د استاد درجه ورکړل شوی ده.

استاد ګلزار عالم پښتون ولس ته داسې پېغام لري.

زه ټولو پښتنو ته يوه خبره كول غواړم، چې پښتانه موسيقي په ډېر شوق اوري، د هر پښتون په كور كې ريډيو، تلويزيون او ويډيو شته، خو سندرغاړي ته هغه عزت هغه قدر نه وركوي، كوم چې د هغه حق دى. نو زه خپلو پښتنو ته وايم، چې خپلو هنرمندانو ته د قدر په سترګه وګوري. نصير ستوری - بېرته شاته