(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

گډه خوتعليم نۀ مني

ځلمی کوچی وايي "گډه خو تعليم نۀ مني

په پښتنه ټولنه کې د کوچيانو نوم نوى نۀ دى، لويې واړۀ ټول ورسره بلد دي خو د کوچيانو ژوند څنگه وي؟ ددغه ځواب سره به ډير کم خلک بلد وي.
مونږ اؤ تاسو اکثر په دښتو،ميرو اؤ د سړکونو په غاړه  د کوچيانو خيمې اؤ د گډو یا اوزو رمې وينو اؤ کله کله خو چې د مصنوعيت نه دپاک سوچه، سپيڅلي اؤ لانجو کونجو نه د بې غمه ژوند دخواهش  څخه تصوير جوړوؤ نو د کوچيانو خيمې مو تصور ته راشي.
خو د کوچيانو ژوند څنگه تيريږي ،دوئ په خپل ژوند کې څومره مطمئين دي، څۀ خواهشات اؤ څۀ ستونزې لري ؟ ددغه پوښتنو معلومو دپاره د وائس اف امريکا ډيوه راډيو خبريال  د خيبرپښتونخوا دسر ښار پيښور سره نزدې د چارسدې د خيالي سيند په غاړه د ميشته کوچيانو په خيمو کى څو شيبې تيري کړي اؤ د هغوئ څخه يې د هغوئ د ژوند احوال پوښتلى دى.
په نهه خيمو مشتمل د کوچيانو دغه کلى کې لږ ترلږه اووۀ کورنۍ اوسيږي چې ټول سره پخپلو کې عزيزان يا خپلوان دي اؤ د غړو شميره يې  د65ؤ څخه بره ده.
ددغو خيمو داوسيدونکو يو مشر چې ځلمى نوميږي د نهو اولادونو پلار دى .
د ځلمي په خيمه کې مو چې کله د شنو چائيو دگټ اخستو په ترڅ کې د هغه څخه وپوښتل چې ستا په خيال ژوند څه دى نو دهغه ځواب ؤنور خو به پرې تاسو پوهيږئ خو زمونږ دپاره خو دغه گډي څرؤل اؤددې خيال ساتل ژوند دى. “
ځلمى وايي نيکۀ يې گډې څرؤلې چې دهغه څخه دغه گډې ددۀ پلار ته پاتې شوې اؤ اوس به ددۀ څخه دغه گډې خپلو اولادونو ته پاتې کيږي.
ځلمى وايي کله چې د نورو خلکو ماشومان اوويني چې سحر د کتابونو بسته په شا راواړوي اؤ مکتبونو ته روان شي نو ددۀ زړۀ کې هم د خپلو ماشومانو دپاره دښه ژوند خواهش غځونې وکړي خو نۀ شي کولى چې خپلو ماشومانو ته د گډو څخه د بيليدو اجازه ورکړي.
دهغه په ويناڅوک نه غواړي چې بچيان يې ارامه ژوند وکړي خو موږ نو مجبورۍ رانيولي يو.“
او چې کله ترې د خپلې مجبورۍ په هکله وپوښتل شول نو وئ ويلياره چې په بچو تعليم کى نو دې گډو سره څه کى؟ گډه خو تعليم نۀ مني
ځلمى وايي هغوئ د ژمې يخې شپې، د اوړي سرې غرمې ،باد،باران اؤ طوفان هم په دغو خيمو کې تيروي
د ځلمي په وينا د باران په مهال تر ټولو زيات پريشانه کيږي ځکه چې يو يې خيمو ته د زمکې څخه اوبۀ ورننوځي اؤ بل د گډؤ سمبالول هم ورته گران.
خو د ژمي يخنۍ ته هغه کله هم نه پريشانه کيږي وايي کرارې ځانته اورونه بل کو،بړستن راکاږو اؤ بې غمه اودۀ شو
هغه وايي کومې بړستنې چې په ځان اچوي هغې کې يې د مالوچو په ځايې د گډو وړۍ اچولي وي اؤ دگډو وړۍ دومره گرمه وي چې يخني پرې هډو اثر نۀ کوي.
کله چې د هغه څخه پوښتنه وشوه چې غم ښادي مو څنگه وي نو وئ ويل هلک چې ورکره ځلمى شي نو هم په دغو خيمو کې ورته کومه پيغله جينۍ په نکاح کړي.
دهغه په وينا په وادۀ يې لږ ترلږه يو لک روپۍ مصرف کيږي ځکه چې خپل خپلوان راغواړي گډ ورته حلالوي اؤ جينۍ ته سامان کوي.
د ځلمي په وينا د وادۀ په دغه سامان کې يوه يا دوه جوړې جامې دناوې اؤ ناوک دپاره کيږي.
ددې ترڅنگ يوه بړستنه ،يوه تولايي ،چائنک،پيالۍ ،کاسې ،پتيله اؤ بالټى د وادۀ ټول سامان وي.
ځلمى وايي د چا چې وس کيږي هغه ناوې ته کالي پتري هم کوي خو دغه کالي د سرو زرو نۀ بلکې د سپينو زرو وي.
هغه وويل په وادۀ کې يې ځلمي اؤ پيغلې اتڼونه اچوي اؤ خوشحالۍ کوي.
هغه وويل چې کله ورکره ماشوم مړشي نو چې کوم ځايې کې يې خيمې لگولي وي هم هلته يې ښخوي خو چې لويې بنيادم ورکره وفات شي نو خپلې مخصوصې هاديرې ته يې وړي چې دغه اديره د صوابۍ ضلعې په غازي سيمه کې ده.
ځلمى چې ځان ورته ترټولو زيات غريب ښکاري  دا مهال د څليريشت نيمو لکو پاکستاني روپو مالک دى اؤ هغه داسې چې د ځلمي په وينا 70 گډې لري اؤ د يوې گډې يې لږ ترلږه قيمت 35000 روپۍ دى ]چې ددغو ټولو گډو ماليت يې څليريشت نيم لکه روپۍ جوړيږي.
دهغه نه چې کله پوښتنه وشوه چې په دغه لويې رقم چرته بل کار ولې نۀ شروع کوې نو هغه وويل زمونږ ژوند اؤ مرگ ددغه گډو سره وي.د بل کار نۀ يو.
ځلمي ته خپل پلار په ميراث کې 12گډې پريښې وې خو اوس هغه ددغو گډو شميره 70 ته رسؤلې ده اؤ وايي چې کۀ گډې يې ترې نۀ خرڅولى نو اوس به د زرگونو گډو د رمې خاوند وى.
هغه وايي هر کال د اوړي په موسم کې د گډو نه نران بچي خرڅوي اؤ په دغو پيسو دخپل ژوند ضروريات پوره کوي.
ځلمى وايي ښځې ورسره هم په گټه وټه کې پوره کمک کوي اؤ هم دومره محنت کوي څومره چې د کوچيانو سړي پخپله کوي .
د هغه په وينا ښځې د خيمې د اخلي پخلي ترڅنگ د خشاکو راټولولو اؤ په وخت د ضرورت د گډو د څرؤلو وظيفه هم لري.
هر څو کۀ کوچيان پخپلو زنانه ؤ ستر نۀ کوي خو ځلمي بيا هم نه غوښتل چې د خيمې زنانه يې دخپل ژوند احوال تيرکړي يا عکس ورکولو ته چمتو شي.
هغه وايي د خپلو گډو د حفاظت دپاره يې ځان سره په خيمه کې وسله هم ساتلي وي خو ددې نه زيات په خپلو ساتل شوؤ سپو ډاډه وى ځکه چې ټوله شپه يې ساتلي سپي د خيمو څوکۍ کوي.
ځلمى وايي کله چې ورته په خيمه کې څوک بيمار شي نو بيا هسپتال يا روغتون ته د ناروغ په رسؤلو کې د سختو ستونزو سره مخ کيږي ځکه چې په ښارونو کې يې  پوليس هم تنگوي اؤ په هسپتالونو کې ورسره د ډاکټرانو رويه هم ښه نۀ وي د ځناورو په سترگه ورته گوري .
هغه وايي د کوچيانو ژوند په يو ځايې نۀ تيريږي بلکې د موسم په بليدو سره به د خپلې استوگنې ځايې هم بدلوي.
هغه وايي کله چې ديوې سيمې څخه بلې سيمې ته خيمې وړي نو په سوؤنو کلو ميټره مزل پياده کوي اؤ په دغه سفر کې ورسره ښځې اؤ ماشومان هم ملگري وي.
ځلمى وايي خيمه اؤ سامانونه په خرو وتړي ښځې،ماشومان اؤ سړي يې پياده د گډو په رمه پسې روان شي اؤ په شپوشپو پياده مزلې کوي .
دکوچيانو دغه کډه چې کله په لاره تيريږي نو دابادۍ خلک ترې خوند اخلي اؤ دپښتو په کلاسيک ادب کې هم دغه منظرکشي په ډير خوند سره داسې شوې ده چې
مايې تماشه کړه خفه کيږي مورې څله
کډه د کوچيانو وه په لار تيريدله
او یا دا
ما د کوچي له عمره ځار کړي
د سبايي اور يې بليږي دى ترې ځينه

- بېرته شاته