(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سيمه به تركله داورپه لمبوكي سوځي

محمد نعيم كاكړ 

      نه يواځي دافغانستان ولس بلكى دپاكستان ولس د اوږ دو جګړو څخه تنګ راغلي دي او دادواړه ولسونه غواړي چي دهغه بىموخى جګړه وپائى ته ورسيږي او داټوله سيمه دسولي او سوكالي زيري واوري كه څه هم د پاكستان په پرتله افغانستان دتيرو پنځه ديش كلو څخه په دهغه جګړه سوځل كيږي چي په لكاؤ وګړي په كښې شهيدان شوي او تر دي زياته ژوبل شوي دي او بشپړه هيواد په ګډون د كابل كنډوالي كړل شو اقتصاد يې وران شو او په لكاؤ  وګړي دتيرو پنځه ديش كلو څخه د نړۍ په ګوټ ګوټ كښې دكډوالى ژوند تيروي په دوي څه تيرسيږي خو په دي ليك موږ څه نه  باندي ليكوولي چي ددهغه اوږدي جګړي يو نوي پړاؤ رسيدلي دي چي رسني او ميډيا دلوبى پائى(END GAME) په خولى كښې را وړي.

          تيره ورځ دامريكا ولسمشر باراك اوباما په خپل كليزه وينا كښى وويل چي په افغانستان كښى به روانه جګړه په ۲۰۱۴ء كښى وپائي ته ورسيږي په دي كال كښي به څلور ديش امريكائي پوځي ځواكونه به دافغانستان څخه را واستل شې او پاته نيمائي ځواكونه به په ۲۰۱۴ء كښې وامريكا ته د افغانستان څخه راستانه شي خو دا اوس څرګنده چي امريكائي ځواكونه به بيا هم پاته وي او كيدي شي چي دناټو دنورو ملكو هم څه ناڅه ځواكونه پاته شې لنډه دا چي امريكا خپل شتون په افغانستان كښې لرل غواړي خوبلي خواته طالبان اوس هم د اغوښتنه لرلي چي تر هغه وخته دجګړي څخه نه شې لاس په سركيدي تر كله چي باندني ځواكونه دافغانستان څخه نه وي وتلي ددي سره سره چي دوي دسولي خبري يواځي دامريكا سره خبري غواړي او دوي دمخه دامريكا سره وخبرو ته كښينستي دي بلى خواته ولسمشر حامدكرزئي د خپل امريكائي سيال دوينا هر كلى كړي دي چي دافغانستان څخه به ۳۴زره عسكر باسي او يو ګام يې وړاندي پورته كړي دي چي باندي ځواكونه دي دافغانستان څخه ژر ستانه ولي چي افغان پوځي ځواكونه داتوان لري چي دخپل هيواد ځغورنه وكړي داسي هم دڅو مياشتو څخه خپله خاوره پخپله ځغوري يواځي افغانستان  دهوائى ځواكو څخه بى برخي دي كه امريكااو نور ملكونه هوائى ځواكو ته ورورغوي بيا هيڅ ګرانه نه ده چي دوي د خپل هيواد ځغورنه وكړي خو بيرته  داسي انديښنه دوي ويني چي داسي نه وي چي دوي تر بريد لاندي راولي او په تيرو كلو كښې ځيني داسي پيښى و شوي خو دامريكا څه ايجنډا په افغانستان كښې لري هغه اوس څرګنده شوي ده ولي زورور چي وغواړي هغه كوي شي كه دامريكا پوځي ځواكونه په لوئى شېمر كښې يا په لږ شمېر پاته وي خو هغه به په خپلوا ډو كښې پاته وي كه ګرځيدو هم به په هوائي كښې ګرځي لنډه دا چي دشطرنج لويه ده چي ځموږ په سيمه روانه ده چي څه پايلى به ولري؟

          كه دامريكا په ګډون ټوله يو په بل باور ولري او دسولي ليواله وي نو هيڅ ګرانه نه ده چي دهراړخيزه ستونځي به اواري نه شې دټولو زياته ويره د ۲۰۱۴ء وروسته دافغانستان په امنيت په اړه كيږي چي وتيرو ۳۵كلو څخه په خو نړۍ جګړه كښې راګير دي چي دهغه جګړه دتيرو څو كلو څخه وپاكستان ته اوښتي ده په زياته بياو پښتون ميشته سيمو ته خو دبده مرغه ونړۍ ته پښتون داسي ښوول شوي دي ډېر وحشي دي دېر جنګونه كوي آن دا چي اوس خو په تهره ګرهم نومول شوي دي او دبده مرغه نه خپل ګاوڼديان نور ليري پراته ملكونه دوست په سترګه نه ورته ګوري چي دا يو بيل بحث دي خو پښتون افغان چي سولي سوكالي او امنيت ته څومره ليواله دي هغه ددي څخه څرګنده ده چي كله دامريكا په مشري كښى په ۲۰۰۱ء كښى باندني ځواكونه راغلو افغانانو د دوي هر كلي وكړي ولي چي د دوي هيله شوه چي اوس  به په هيواد كښې دباندنيانو په مرسته سوله او امنيت راشي كله چي طالبان په ۱۹۹۵ء كښى وژيژ ول يواځي افغانانو په دي هر كلي وكړي چي اوس به سوله او امنيت راشې خو دبده مرغه حالات په دواړو وارو تر پخوا خراب شول  امريكا په افغانانو كښي ولي بى باور شول په دي امريكا هم پوه ده او افغان هم نړۍ والو چي وافغانستان ته څومره ډالر را وړو هغه هم په سمه لاره او ځائي و نه لګيدو ولي چي يوه خواته ګډوډي په كښې وشوه وبلي خواته رغونه بيرته په وراتي بدله شوه او جګړي هم دوام وكړي بلكي دباندنيانو په بريدولو كښى وژنى او په لويه كچه و شو او ډېرو هغه هيلي دلاسه وركړي چي دباندنيو ځواكو څخه دوي لرلۍ آن دا چي پخپله ولسمشر حامدكرزئي په وارو وارو خپل خفګان او خوابدي ښكاره كړه خو دوي د خپله هوډ څخه ونه وښتو آن دا چي د نن ورځى پوري ډېر افغان پښتون داسي اټكل كوي چي چيري خو دا د دوي عام وژنه او نسل كشي خو نه ده چي دتيرو پنځه ديش  كلو څخه نړۍ وال دهغه ملت په يو اوبل نامه وژني.

     اوس چي دامريكا دولسمشر په نوي تګ لاره كښې چي څه ښكاره كيږي او ډېر خلګه د اوائي چي نوموړي په خپله نوي پاليسي كښې د ۱۸۰درجى بدلون راوستي دي نو داپوښتنه كيږي چي آيا نړۍ والو ته دا څرګنده شوه چي پښتانه افغان تهره ګر وران كار او بيځايه جنګيالي نه دي بلكي د جوړ جاړي او سولي غوښتونكي دي كه  دوي وخپلى خوښي ته پريښودل شې او باندني لاسونه د دوي دګريوان څخه واستل شې پښتون افغان دنورو وياړونو دڅنګه بىوفا هم نه دي وعده خلاف او دخپلولوز وو نو څخه اوښتونكي دي په ملګري هم څوك باور كوي شې او په د ښمني يې هم خوكه د دوي د دوي دسپيژندلو هڅه وشې خو ددي دڅنګه پښتون افغان دچابرلاسي نه منې نه دچاغلامي ځماپه انددا به دانګريزانو وارو ودوي ته په دي وار ښه ورڅرګنده شوي وي د هر قام او ملت خپل مزاج وي و پښتون افغان ته هم دهغه مزاج  لوئي څښتن وركړي ځكه چي جغرافيه يې هم داسي ده خو په سلو كښي به پنځه داسي دپښتانه نامه  وي چي هغه خپل ټاټو بى پلوري خو هغو ته موږ  پښتانه  نه شو ويلي ولي چي د دوي مزاج دپښتانه نه وي.

     په دي لس يو ولس كلو كښې چي د نړۍ ټول زورور په افغانستان كښې تر پايه ولاړو خو دوي ونه كړل شول چي په  افغانستان كښې سوله او سوكالي رانه وسته كه باندنى ځواكو د زور او تشدد په ځائي دسولي او جوړ جاړي لاره خپله كړي وي نوكيدي شوي چي نه دومره افغانان پښتانه شهيدان شوي نه دومره باندنيان او نه دومره مالي زيان و نړۍ والو ته رسيدلي وي نه دومره كركه د دوي څخه شوي وي ولي چي د زمني سره سم دوي په افغانستان دبشپړه سولي او بيار غوني كارو نه كړي وي او هغه وراني چي دنورو په  لمسون كيدي به بشپړه مخ نوي كړي وي نن به داصورت حال نه وي نن چي دولس كاله دوي دسولي خبري كوي كيدي شوي چي ودي نه وي اړ شوي او هغه لګښتونه چي په جګړو باندي وشو هغه د افغانستان په بيارغونه شوي وي نن به هر افغان په كار لګياوي او بله خواته به پام نه اوښتي.

        اوس چي يو وار دسولي او جوړ جاړي خبري تودي شوي دي ددي په څه پايله وي خو داخبره چي كيږي چي په ۲۰۱۴ء كښې چي باندني ځواكونه ووځي يو وار به بيا پخواني ناخوالي راغبرګي شي كه داسي بيا كيږي نو داخبره به رښتيا شي چي امريكا او ملګر ويې  په افغانستان كښې ماته خوړلي ده كه د ۱۹۹۰ء دلسيځي حالات راغيرګيږي نو به نه يواځي په افغانستان كښې ګډوډي وي بلكي ټوله سيمه به دګډوډيو او تشدد سره مخامخ كيږي چي تر ټولو دمخه به پاكستان دتشدد سره مخامخ كيږي چي داوسه څخه دتشدد سره مخامخ دي بيا هند او نور دافغانستان ګاونډيان چي بيابه ټوله سيمه او نړۍ خو ددي ناخوالو د مخ نوي يوه لاره ده چي لومړي په افغانستان كښي سوله راشې په پاكستان كښې به هم سوله او جوړ جاړي راشي نو ددي دپاره اړينه ده چي لومړي وافغانستان ته پاملرنه وشې بيا وپاكستان ته خو داهغه وخت راتلي شي چي دولس خبره ته ارزښت وركول شي نن په افغانستان كښى يو دولس لخوا ټاكل شوي ولسمشر او پارليمان موجود او داسي په پاكستان كښې هم خو ددي دڅنګه دافغان طالبان په نامه او دتحريك طالبان پاكستان په نامه دوي ډلي موجوده دي چي هر دواړي ډلي دخپلو خپلو حكومتو په ضد دي او ددي دڅنګه افغان طالبان دباندنيو په افغانستان كښې دشتون په ضد هم دي خو د دوي دريځ په دي كمزوري كيږي چي يو خو دباندنيانو دوتلو اعلان شوي دي دويمه دا چي طالبان دامريكا سره دخبرواترو خبره كوي دريمه دا چي په افغانستان كښې دولس لخوا ټاكل شوي استاځي موجود دي چي يو كال وروسته به بيا بشپړه ټولټا كني كيږي او داسي افغانان هم شته چي دوي غواړي چي باندنى ځواكونه دي په څه شېمر په افغانستان كښې پاته وي چي هغه پخواني  صورت حال بيا جوړنه شي.

  كه امريكا او نور باندنيان په رښتيا هم غواړي چي نه يواځي په افغانستان كښې دي جوړ جاړي او سوله راشي بلكې په ټوله سيمه او نړۍ كښې هم نو به دوي ته خپله پخواني تګ لاري ته بدلون وركول وي د دكركي او نفرت په ځائي به دملګري لاس وافغانانو ته  وركول وي او دوژنو بمبار يو اودافغانانو د بندي كيدو څخه په لاس په سر كيږي دافغانستان واقتصاد ته به او پوځي ځواكو د پياوړتيا او كومي لاس وهني چي كيږي هغه لاس په قطع كول وي 

- بېرته شاته