(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ((ارماني)) ليکوال مرگ

 

 

 

د ((ارماني)) ليکوال انجنير زرملوال مرگ

  پوهاند دوکتور م. ا. زيار: اکسفورډ، جنوري ۲۰۱۳   

 سخ پرهغه چا چې خپل ټول اندوژوند يوه سپېڅلی انساني ارمان ته ځانگړی کړي او په همدې ارمان کې سا ورکړي. دا جلا خبره ده چې دغه ارمان يې ترکوم بريده رسولی او څومره بري او برياوې يې په برخه شوي دي.

ارواښاد غلام محمد زرملوال په غلام محمد فرهاد پسې دويم پښتون انجنير وو چې يوه لسيزه راروسته له ورته ولسپالې ليد توگې، يا په سمه سهي مانا،((افغاني- نېشنلېستي)) اندتوگې،سره له اروپا  نه هېواد ته راستون شوی وو.

هرگوره، که ولسپالنه(نېشنلېزم) په پانگواکي نړۍ کې له نژادي کرکې ((فاشېزم)) سره هممانيز دی ، په روسته پاتې کړ شوې((درېيمه نړۍ)) او بيا زموږ د افغان ولس په تړاو له يوموټي ((ملت رغاونې nation buil -  ding)) پرته بل جاج ومانا درلودای نه شي. نو په دې ډول، ددواړو پښتنو ولسپا لو انجنيرانو موخه او ارمان همداوو چې د سړک يا نورو ودانيزو دندواوکارونو ترڅنگ دملت رغاونې انجنيرۍ ته هم پښې رالوڅې کا ندې.

کله به چې موږ زرملوال ته له نازه د خپل همنومي انجنير ستاينوم(( پاپا)) وا خېست، له کمينۍ، يا ناباندۍ به يې راغبرگه کړه: ((پام مو اوسه چې زه هېڅکله( پاپا) کېدای نه شم)). له دې غبرگونه يې موږ  زيات دا جاج اخېست چې که هغه د (ميوندواټ)  يا شېرشاه مېنې په رغاونه کابل ښار ته نومهالې جوله وروبښله او بيايې د(افغان ملت) بنسټ کښېښووه، دی به يې تر هرڅه له مخه د (کولنگ) پرځای په(قلم) لاره ور هواروي!

 

په هماغو لومړيو کې يې  د فلسطينۍ(ليلا خالد) او بياد (پاچاخان زما مبارزه) نومی کتاب له انگرېزۍ نه پښتو ته راواړاوه. د داود خان د هېواد مشرۍ پر مهال يې د (بگرامي نساجۍ) له سروالۍ سره سره خپلې ليکنې او ژباړنې  پرمخ بېولې. له دوستانو سره يې خپله ناسته ولاړه او له مهالنيو سره قلمي همکاري هغسې ټينگه او ترينگه ساتله.

 راروسته چې په هېواد کې ((ملي فاشېزم)) او بيا(سووېتېزم) پسې زور واخېست، چارناچار دقلمي جهاد مورچل ته ورولېږدېد. داچې هلته يې د خپل ټاکلي ارمان د خړوبونې لپاره څومره منډې ترنډې وهلي او څومره ټکرې خوړلي، گڼې ليکنې او کتابونه يې څرگندويي کوي. په تېره له هغه راهيسې  يې چې دسرولښکرو پرځای تورې جهادي لښکرې پر تاريخي ټاټوبی رادا نگلي او پېنځزرکلنې پېژندنښې يې د خپل لوټ و ولجو يوه برخه گر ځولې دي!

انگلستان ته يې تر زده کړوکلونه کلونه روسته بيا راتگ يو په زړه پورې تشيال ور برابرکړ، يوخوايې د بي بي سي پښتو خپرونې  له لارې رسنيزو کارندوييو  ته پرلغښتې بڼه وروبښله او ورپسې يې په ټوله مانا، د يوه ډېرکاري ازاد ليکوال ( freelance writer) په توگه تر روستۍ سلگۍ پورې هغه گردې ناخوالې او بخولې تر  څېړنې او ځيرنې لاندې ونيولې چې بشپړ ډېری چوپه خوله ولس يې لا هغسې گالي. که نه، د هېواد دننه يې خپلو اوپردو بلوسگرو دا دومره رښتيا رښتيا شننې او ځيرنې  لا کلونه کلونه پخوا له مرگه پاتې کولې!

د ارواښاد ((ارماني)) انجنير زرملوال ياد دې يې تلژوندی اوسي!

Prof. Dr. Majawer Ahmad Zyar

- بېرته شاته