(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بى وسه افغان حکومت

لیک : رحيم الله يوسفزى
جنرال دوستم دهرچالپاره ديوې الي په څير کارترې اخيستل شوى مګر د رپوټ پربنسټ دهغى په مخالف لوري جنرال عطا محمد نور کوم چې د ارواښاد پروفيسور برهان الدين ربانى په جمعيت کې يو مشر ؤ او اوسمهال د بلخ ولايت والى دى هم په ياده ټول وژنه کې تورن دى ،اوتريوه بريده دخلکو د منفي رايو څخه هم پاتى شوى اود رپوټ په اساس دهغې پرادارې باندى توردى چې هغه د ډله ييزو قبرونود پټولو لپاره پرهغه ځايونوکې د ودانيو د جوړيدو پروسه پيل کړى لدې سربيره دهغې پرادارې باندې د انسانى قصابخانودرلودلو تورهم شتون لري ، ياد ځايونه په لومړى ځل د طالبانو د واکمنۍ پرمهال راڅرګندشول اوپه رپوټ کې داهم ويل شوې چې وروسته طالبانو هم له يادو ځايونو څخه استفاده وکړه .
دغه راز پدې خبره کې هم کومه حيريت نشته چې پخوانى وزيردفاع او تاجک جګړه مار مشر احمدشاه مسعود کوم چې د کرزي په حکومت کې ورته يو اتل هم ويل کيږى نوم هم په يادو پنځو سوه جنايت کارانوکې شميرل کيږې  ، کوم چې په په ټول وژنه کې ترټولو وړاندې ؤ په حيثيت ديو قومندان ، او ورسته وزيردفاع ، دچارو واک دخپلې ولکى لاندې ساتلو اودهغې د دوام لپاره د خپلو مخالفينو سره جنګونه ، د جنګ په وخت کې دهغوى د طرفداران مخالفين شميرل او د هغوى بى له کومې ويرې وژل په ياد رپوټ کې يې يادونه شوى .
دغه راز پخوانى د مجاهدينو مشر ګل بدين حکمتيار کوم چې د مسعود مخالف هم ؤ په لويه کچه وژنو ، کړنوپه کوونکوکې شميرل کيږې اوهم پدې ډول د طالبانو قومندان ملا فاضل او ملاخيرالله خيرخواه کوم چې دمګړۍ د کيوبا په ګوانتاناموبى په منځ کې بند دى په قطرهيواد کې د طالبانو سره د خبرو اترو د وروستوالى اود امريکايانود بنديانو د بدلون څخه هم وروسته  د دواړو طالب مشرانو د خلاصيدو امکانات شته دى
، داخبره هم حيرانه وونکى نه ده چې جګړه مارو مشرانوپه کومو کې چې پروفيسور عبدالرب رسول سياف ، اسماعيل خان ، جنرال عبدالمالک اوملادادالله نومونه هم په ياد نوم لړکې ځاى لرى اوپرې تور دى چې دوى خپله په يادو عام وژنو کې لاسونه درلودل ، ډيرى ډله ييزلوى قبرونه په شمالى افغانستان کې پيداشوى کوم چې ددې خبرې ښکارندوى کوې چې ترسره کوونکويې په ډيره منظمه توګه او پلان سره يادې ټول ټول وژنې ترسره کړيدي .
چې له هغې د جملې څخه څو لوى قبرونه يې د دوستم په پلرنى ټاټوبي جوزجان په دشت ليلاکې هلته دوه زره طالبان بنديان په يو لوې قبرکې دفن شويدى چې د پټولو لپاره يې لا  له وړاندې څخه نيول شوې ؤ ترڅو هغه نښې له منځه يوسي کوم چې ياد قبر په نښه نه کړي اوداهم يو څرګند حقيقت دى چې عامو افغانانو څخه ډيرى يې پوهي ته پدې اړه اړتيا نه لري هغوې پوهيږې چې په لويه کچه عام وژنې ترسره شويدې او قاتلان تراوسه پورې د قانون له منګلوڅخه ازاد ګرځې هغوې قاتلان اود ددغو قاتلانو مشران هم پيژني مګر حکومت رپوټ وړاندې کولاى نه شي دچا نومونه چې په ياد رپوټ کې شامل دى دهغوې پرخلاف څوک کړنه نه شي ترسره کولاى ولى چې په هغوې کې څو تنه يې په مرکزې څوکيوناست دى .
 دخبريال ويب پاڼې څخه په مننې سره Masihullah Asam

 

- بېرته شاته