(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داجګړه دچاده؟

نورالبشر نويد
دا جنګ په موږ چا شروع کړی دی؟؟ سوال کېږي ايا دا جنګ زموږ دی او که نه؟؟؟
چیغې، کريکې، شور، اور، لوګى او د خلکو منډې دی، هېڅ په نظر نه راځي، د چانه ماشومه لور ورکه ده، د چانه زوی، هر څوک اوتر دى، د قيامت يوه علامه ده.
نفسي نفسي ده، هر څوک ځان د اور نه بچ کوي، يو سوزى فرياد کوي، بل منډه وهي ځان له اوره لرې وباسي.
څه وخت لږ شېبه وړاندې دلته ژوند په منډه مستۍ خرچکو ترپکو روان وو، اوس ويرانه ويراني ده.
تۀ به وايې چې بمبار پرې وشو او په لږ ساعت کې يې د مينې دا جهان تباه برباد کړ.!!
دا پورته څو کرې د فلم يا ډرامې د پرتشدده سين سکرين پلی نۀ ده، بلکې دا زموږ د پېښور پښتونخوا کوټې کراچۍ، د رنګونو په بازار کې د ترهګرۍ د هرې پېښې هغه ميدان دی چې د وينو بارودو بمونو او لوګو داسې تصوير وړاندې کوي لکه څوک چې مسخ شوى لاش ته حيران ولاړ وي او دا نۀ شي ویلی چې ګنې لږ لحظه وړاندې دا هم څوک انسان و.
دا د انسانيت په وړاندې يو سواليه نشان دی، چې دا چا؟؟؟؟ دا ولې؟؟ دا په څۀ ؟؟ دا سوال تر اوسه پورې هېچا جواب نۀ کړ، چې د وېرېدلى ترهېدلي مرګ دا قاصد له کومې راشي. څوک يې راولېږي او د خلکو د مينې جهان ولې تالا والا کړي.
موږ د اتو لسو کالو په دغه خونړو واقعاتو کې دا ټول پښتون افغان وطن په وينو سور وليد دا سلسله اوس هم روانه ده دوام لري، او دا پته نۀ لګي چې ددې جنګ حد په څۀ تمام دي؟؟
له بده مرغه د نړیوالې جګړې پرستو د جنګ ميدان د پښتون افغان خاوره شوه، هغه وخت باچا خان ویلي وو چې دا زموږ جنګ نۀ دی.
دا جنګ په موږ چا شروع کړی دی؟؟ سوال کېږي ايا دا جنګ زموږ دی او که نه؟؟؟
د لویو طاقتونو ښکر
د افغانستان د دريو لسيزو په اوږدو کې چې د امو په سيند د روسيې پوځونه راغلل او دوو لويو طاقتونو د جنګ ښکرونه يو بل ته اړم شو او د لويو طاقتونو جنګ ته په افغان خاوره د مذهب نوم ورکړی شو، نو د نړیوالې جګړې پرستو بازار ګرم شو.
له بده مرغه د نړیوالې جګړې پرستو د جنګ ميدان د پښتون افغان خاوره شوه، هغه وخت باچا خان ویلي وو چې دا زموږ جنګ نۀ دی.
وروستیو ټول جنګ پرستو حتى چې جهادي قوتونو هم دا ومنله چې دا جنګ زموږ نۀ دی.
هغوى دا هم غوښتنه وکړه چې ټول نړیوال قوتونه دې د افغانستان نه ووځي او موږ ته دې د خپلو مخالفتونو هوارولو پخپله واک اختيار راکړی شي چې موږ دا فيصله ځان له پخپلو کې وکړو خو دا هغه وخت ؤ چې اوبۀ له ورخه تېرې وې.
د عربو ناخوښه خلک د جهاد په نوم افغانستان ته راغلي وو او د يو داسې قوت شکل يې جوړولو چې د افغان په خاوره کې يې ځان فعالاوه، حتى چې د عربو چيچنيو ازبکو وغيره رشتې په افغانستان کې وشوې او دافغانستان نسل کې داسې خلک راګډ شول چې نۀ زموږ په قام نۀ په ژبه نۀ په دود دستور او رواياتو زموږ وو.
زهٴ به د پُل خشتي په جومات کې سجده لګوم.
د ١١٩ نه پس د غه سلسله پاکستان پورې وغځېده او تردې ځايه دا اوږده سلسله راورسېده چې نن د سيف الرحمن سليم ددې شعر په مصداق دا شکل لري!!
د جومات استاد عرب دی، په مکتب کې ډيلي وال دی
يو استاذ را له پيدا کړئ خو پښتون را له پيدا کړئ
موږ چې نن په موجوده صورت حال کې د پښتونخوا د اطرافو نه را روان شو او ځان سره د دهشت ګردۍ واقعات راؤړو نو دا جنګ په ټول پښتون افغان وطن کې داسې وغځېد لکه چې څنګه د افغان ثور انقلاب په ضد او اوس هم فقط پښتنو علاقه کې جنګ وهٴ او دی!!
حتى چې د پېښور دنګ دنګ عمارتونه د شګو د بوجو په حصار کې راپټ شو او اوس ټول پېښور د شګو ديوالونو کې بند دی.
هغه پېښور اوس د جنازې د کټ په مثال دی د کوم پېښور په هکله چې به ویل کېدل!!
لاړ شه پېښور ته کمیس تور ماله راوړه
تازه تازه ګلونه درې څلور ماله راوړه
لوی طاقتونه جنګ ځکه غواړي چې هغوى د وسلو او بارودو کاروبار کوي. جنګ د هغوى روزګار دی کاروبار دی. دغه سوداګر په جنګ پايي، وسله د هغوى او سر زموږ.!!
د ترهګرۍ حصار
اوس حالات تقاضا کوي چې موږ د دهشت ګردۍ له حصاره ووځو، جوماتونه، حجرې، مزارونه هر څۀ محفوظ کړو حتى چې اوس خلک د روغ قلار او په ارام سالم وجود د مرګ او په قلاره د جنازې په ارمان دي، خو دلته تعجب دا دی چې د جنازې امام هم الله اکبر وايي او په جنازه کې ځانوژونکې بریدور هم الله اکبر وايي او ځان الوځوي.
زموږ قامي، تاريخي او مذهبي دښمن په دريو لسيزو کې مرحله وار په خپل مقصد کې کامياب شو چې د افغانستان نه راواخله تر دې ښکته پښتونخوا پورې يې زموږ قومي، ملي، تاريخي ارزښتونه او مذهبي روايات بيخي بدنام کړل.
د پخواني افغان جنګ او جهاد د اصطلاح نه راواخله تر موجوده خودکش حملو پورې چې موږ دا هر څۀ وسپړو نو د هغه دور نه موجوده دور زيات مشکوک او پراسراره دی.
هغه وخت دښمن ښکاره و. جهاديانو به روسي ته کمونېست دهريه او کافر ویل، اوس چې د جومات په محراب کې هم د الله اکبر اوچت اواز راځي او د جمعې د لمانځه په صف کې هم خودکش حمله ور الله اکبر اواز سره په سوونو خلک غورځوي نو دلته زموږ مذهب هم د نورو مذهبونو لپاره يو سواليه نشان شو. او دلته موږ هم په تعجب او حيرت کې پراتۀ!!!
هم مړ او هم پړ
زموږ بله بدبختي دا ده چې هم مړ او هم پړ!! د پاکستان په سطح د پښتون طالب او د پنجابي طالب خبره کېږي، خو ورسره دا تاکيداً ویل کېږي چې پنجابی طالب به نۀ وايئ فقط پښتون طالب دی.
... موږ د خپلې ځمکې د حصې د اسمان نه پردۍ الوتکه هم او ډرون هم نۀ شو رامنع کولی.
پښتانۀ د هر مکتب فکر خلک مختلف سماجي او سياسي تنظيمونه او ډلې، دا نشوره طبقه حتى چې مذهبي ډلې او مشران د قلم او دانش طبقه ټول په شريکه يو اواز کې دا وايي چې پښتون طالب او دهشت ګرد نۀ دے په جار وايي زموږ جنګ نشته، دا زموږ جنګ نۀ دی، موږ دجنګ په پوزيشن کې نۀ يُو موږ د پردي جنګ مزاحمت هم نۀ شو کولی موږ د خپلې ځمکې د حصې د اسمان نه پردۍ الوتکه هم او ډرون هم نۀ شو رامنع کولی.
موږ اعتراف کوو چې موږ د جنګ په پوزيشن کښې نۀ يُو. فقط هغه دعوه هم نۀ شو کولی چې د مرحوم مشرقي پاکستان پر ځمکه مو د بنګالي قام د چقولو لپاره په غړانګور اواز ويل!!
یم ہزاروں سال تک لڑ سکتے ہیں
يا د پنجابي جرنيلى غږ کې دا جارح غږ ضياء الحق کاوه!! ''زهٴ به د پُل خشتي په جومات کې سجده لګوم''.
نن موږ يو لحظه يو ورځ يو ساعت هم د جنګ تصور نۀ شو کولی بايد چې موږ اعتراف وکړو موږ د جګړې نۀ يُو او موږ دې پردی جنګ ولې وکړو نۀ زموږ جنګ مذهبی دی او نۀ زموږ د جنګ بل شکل شته، بلکې زموږ جنګ طبقاتي دی، دا بېله خبره ده چې د طبقاتو جنګ په يو خطرناک شکل کې بل خوا لاړو.
د نړیوالې سروې او تجزياتي رپورټ په رڼا کې دا خبره واضحه کېږي چې دهشت ګرد خودکش بمبار او د انتها پسندۍ بنيادي وجه غربت بې روزګاري او کم علمي او پسماندګي ده.
بدبختانه د طبقاتي جنګ نظرياتي استاذ بل خوا لاړ او د هغۀ وږي تږي سپايان يوه داسې لوري داسې محاذ ته ولاړل چې هغوى ته د جنت تر ټولو لنډه لاره ده!!!
 میا شتینۍ ليکوال

- بېرته شاته