(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستان د پښتنو په وینه د ترهګرۍ ضد جګړه کوي

ژباړه: بوریوال کاکړ، مشال راډیو

لیکواله: فرحت تاج

سرچینه: ډېلي ټایمز

د پاکستان د انګریزي ژبې ډېلي ټایمز د پښتنې لیکوالې او د قبایلي چارو د کار پوهې فرحت تاج لیکنه خپره کړېده.
نوموړې په دې مقاله کې لیکي، د ترهګرۍ پر ضد جګړه د پښتنو په وینه تر سره کېږي او په پاکستان کې پښتانه د دې لپاره وژل کېږي چې نړۍ ته وښودل شي چې ګواکې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې څومره قربانۍ ورکوي.

​​د قبایلي سیمو د چارو کارپوهه فرحت تاج د دې مقالې په پیل کې لیکي چې د رپورټونو تر مخې، په امریکا کې د پاکستان سفیرې شیري رحمان د فبرورۍ پر ۱۶مه د کارپوهانو یوې ډلې ته په وینا کې ویلي چې په امریکا کې به د پاکستان سفارتخانه په هره اوونۍ کې یو داسې رپورټ وړاندې کوي چې په هغه کې به د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې د پاکستان د ورکړو قربانیو تفصیل وي.

تر هغه وخته چې په دې سیمه کې د امنیت چارې د ځايي شیعه ګانو په لاس کې وې نو د ترهګرۍ هیڅ پېښه و نه شوه خو چې کله درې میاشتې وړاندې د ایف سي ځواکونو او د پاکستان پوځ هلته د امنیت چارې په خپل لاس کې واخیستې نو دا برید تر سره شو.

فرحت تاج

فرحت تاج لیکي چې دا تر ټولو وېرونکې خبره ده ، هغه ځکه چې اوس به په هره اوونۍ کې د دې رپورټ لپاره عام پښتانه او د ایف سي سر تېري وژل کېږي.
نوموړې لیکي، د شیري رحمان تر دې خبرو وروسته په لومړۍ  اوونۍ یانې د فبرورۍ له ۱۶مې تر ۲۲مې پورې ۵۲پښتانه ووژل شول.
په دوی کې یو په پېښور کې په بمې چاودنه کې ، اته طالب ضد رضاکاران په خیبر کې د وسله والو پر ضد په جګړه کې او ۴۳ (کره شمېر یې ۲۷دی) په پاړه چینار کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو.

اوس به په هره اوونۍ کې د دې رپورټ لپاره عام پښتانه او د ایف سي سر تېري وژل کېږي.

فرحت تاج

د ډېلي ټایمز په دې لیکنه کې راغلي، د دې رپورټ لپاره په دویمه اوونۍ یانې د فبرورۍ له ۲۳مې بیا تر ۲۹مې هم د پښتنو وژنه دوام لري.
یانې درې عام کسان په خیبر کې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو ، د پېښور په ښار کې د کواټ د بسونو پر اډه بمي چاودنېلږ تر لږه ۲۱ (کره شمېر یې ۱۵دی) تنه ووژل او ۳۲تنه یې ټپیان کړل.
د فرحت تاج په خبره، تمه کېږي د دې اوونۍ تر پای وړاندې به د دې رپورټ د لا اغېزمنولو لپاره نور پښتانه هم ووژل شي.  او دا به تر هغې دوام لري چې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د قربانیو  د ښکاره کولو لپاره د دې رپورټ ضرورت وي.

​​د لیکوالې فرحت تاج په وینا د ترهګرۍ پر ضد جګړه د پښتنو په وینه تر سره کېږي. دا د کورمۍ په پاړه چینار کې د هغه ځانمرګې برید په اړه چې ۴۳پښتانه یې ووژل ،  لیکي چې دا یو عجبه برید وو. ځکه چې تر هغه وخته چې په دې سیمه کې د امنیت چارې د ځايي شیعه ګانو په لاس کې وې نو د ترهګرۍ هیڅ پېښه و نه شوه خو چې کله درې میاشتې وړاندې د ایف سي ځواکونو او د پاکستان پوځ هلته د امنیت چارې په خپل لاس کې واخیستې نو دا برید تر سره شو.
فرحت تاج په دې اړه یوه پوښتنه کوي چې ولې عامو رضاکارانو په دې سیمه کې د ترهګرۍ د پېښو مخه نیولې وه خو د پاکستان پوځ او د ایف سي ځواکونو یې مخه ونه نیوه؟
نوموړې لیکي، ایا امنیتي ځواکونو ته په سمه توګه روزنه نه ده ورکړل شوې؟
خو نوموړې بیا دا هم لیکي چې په پاړه چینار کې هیڅ کس هم پر دې باور نه کوي چې ګواکې د پاکستان ځواکونه دې په ښه توګه نه وي روزل شوي.
لیکواله لیکي ، زیاتره خلک داسې فکر کوي چې آی ایس آی قصداً د طالبانو د قومندان فضل سعید په وسیله پر پاړه چینار برید وکړ چې په کې شیعه ګان په اکثریت کې ژوند کوي. او د فضل سعید په اړه فکر کېږي چې نېغ په نېغه د آی ایس آی په لار ښوونه عملیات کوي او د پاړه چينار د دې برید پړه یې هم پر غاړه واخیسته.
د فرحت تاج په خبره، د فضل سعید کور ورنړولد دې لپاره کافي نه دي چې پر ریاست (یا دولت) دې د شیعه قبایلو باور پر ځای کړل شي. خو له آیس ایس آی سره اوس یوه داسې موقع شته چې د قبایلي سیمو د اوسني قانون تر مخې د فضل سعید له نیولو سره په عامو خلکو کې موجود دا فکر غلط ثابت کړي چې ګوندې په پاړه چينار کې برید آی ایس آی قصداً کړی وو.

زیاتره خلک داسې فکر کوي چې آی ایس آی قصداً د طالبانو د قومندان فضل سعید په وسیله پر پاړه چینار برید وکړ چې په کې شیعه ګان په اکثریت کې ژوند کوي.
د لیکوالې په لیکنه، دا به دېره ګرانه وي چې په کورمه کې دې یو کس هم داسې فکر وکړي. هلته عام خلک دا فکر کوي چې آی ایس آی په لوړه یا بره کورمه کې امن نه غواړي چې کابل ته د تګ لپاره تر ټولو اسانه لاره ده.
او دا د زیاتره شیعه قبایلو لپاره د دې سزا ده چې هغوی وسله والو طالبانو ته د دې اجازه نه ورکوي چې د دې سیمې له لارې دې په افغانستان کې بریدونه وکړي.
فرحت تاج پر مخ لیکي ، دا هېرول نه دي په کار چې د کورمې خلکو تر پاکستان وړاندې د هغه وخت له افغان حکومت سره د اختلافاتو له کبله برتانوي ځواکونو ته بلنه ورکړې وه او هغوی په ۱۸۹۰کې د دې سیمې انتظامي واک تر لاسه کړی وو.

​​فرحت تاج وايي هیڅ یوه چا ته دي دا یوه عجبه خبره نه وي که چېرې شیعه ګانو خپل هغه تاریخ بیا تکرار کړ. ځکه چې نن د شیعه ګانو  حالات تر هغه وخت ډېر زیات جدي دي ، دولت او ټولنه د دوی وینو او کړاونو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي
لیکواله په پای کې لیکي هغه کسان دې تاریخ په یاد ولري چې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د قربانیو د ښکاره کولو لپاره په امریکا کې د پاکستان له سفارتخانې څخه خپرېدونکی  اوونیز رپورټ تیاروي

http://www.mashaalradio.org/content/article/24495859.html.

- بېرته شاته