(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نړۍ وال كلى ژبى كلتور سپيڅلي اسلام او تعليم

 ليكونكى:عبدالجباركاكړ

دا تاريخ خبره ده كه يو قام او ملت (NATION)د مينځ څخه وړل وي نو د هغه ژبه كلتور او دود او تاريخ د مينځ څخه وباسه تاريخ څخه دا څرګنده شوى ده چې قامونه او قومونه د چا ژبه او دود چي د مينځ څخه تللې دي هغه هر څه دلاسه وركړي دي آن دا چي د خپلي خاوري او مځكي څخه هم بى برخى شوى دى نو ځكه د نړۍ هر قام دا هڅه كوى چې خپله ژبه خپل دود او كلتور خوندي وساتى او ددي د څنګه ودي ته وده هم وركړي هم داخبره ده چي د نړۍ پر مخ تللې ملكو كه يوه خواته په اقتصاد كښې ډېر مخ په وړاندى تللې دي ددي د څنګه د دوي ژبى دود او كلتور هم ډېر مخ په وړاندى روان دى دا ځكه چې د داسې ملكو حكومتونه كه يوه خواته ډېر څه ورته كوى خو د بلې خو ولس هم د خپل ټول وس او توان سره شپه او ورځ په دې چوپړ بوخت وى چې دوي خپلې ژبى ته د مور ارزښت وركوي نو هر وګړى دا اټكل كولى شى چى په عام حالاتو كښې هر وګړى چې هوښ او جواس يې بحال وي د خپلې مور څوني درناوى او قدر كوي هم دا ډول په مخ تللې قامونه كښې هر وګړى د خپلې مورنى ژبى دومره خيال ساتى چې موږ پښتانه ددي اټكل نه شو كولي چي دهغه بيلګى په اوسېنو وختو كښې موږ او تاسي ليدلي دي نن چي ۲۱م فرورى ورځ د مورنى ژبى د ورځى په حيث په نړۍ واله كچه لمانځل كيږى دا د هغه بنګياليانو سرشبندنه وه چي د خپلې مورنى ژبى د ځغورلو په خاطر خپل ټټرونه ومرمي ته ونيول چي د ډهاكا په ښار كښې چې هغه وخت مشرقى پاكستان وو او اوس بنګله ديش دي هم د هغه شهيدان وو او د دوي تودي ويني وي چي ختيځ پاكستان يې په بنګله ديش بدل كړى.
     د بده مرغه په وروسته پاته ملكو كښې نه و مورنيو ژبو او نه د دوي ودودو ته دومره پاملرنه نه پخوا شوي ده نه اوس كيږى چي ژوندى بيلګه يې پاكستان دي چي د پاكستان لوئى قامى ژبو ته يو ډول پاملرنه نه پخوا شوي نه اوس كيږى بلكى كه دا وويل شې چي دلته لوئى قامى ژبى لكه پنجابى، پښتو،بلوڅى او سرائيكى د مينځ څخه د وړولو هڅي روانى دى څوك نه شې ويلي چي د پاكستان چارواكى او سياست مداران ولى د خپل تاريخ ژبو د دود كلتور او درواجونو سره داسې ناوړه چلن كوى آيا دوي د نړۍ ملټى نيشنل كمپنې چي د خپلو مالونو د پلورلو دپاره زموږ د هغه هر څه ګډول غواړى چې ګډه ګډو له جوړه كړى چې د دوى يو ډر او سرخي په لويه كچه په دهغه وروسته پاته ولسونو وپلوري خو او دا هغه وخت دوي كولى شى چې زموږ هر څه د مينځ څخه وباسى چې موږ هم د دوى په جامو او د دوى په بڼه شو.
     اوس د پاكستان د چارواكواو د سياست مدارانو څخه دا پوښتنه كيدي شې چې دوى په دى ملك د ولسونو پيژندنه لكه مورنى ژبه د دوى دود د ستور او كلتور سره ولى داسې كوى دوى داسې چلن زموږ ددې وياړونو سره كوى لكه دښمن چې د چا سره كوى زموږ حكمرانان چي دا ناوړه عمل كوي دا د لويديځ يا غرب يا د ملټى نيشنل شراكتو د خوشحاله كولو دپاره كوى كه د خپلې ژبى كلتور او دود سره د خپلې خوا دښمنى لرى خو د دوى په دى نه پوهيږى چي زموږ په دى سيمه كښې د تېرو څو لسځو څخه كوم ناورين روان دي ددي يو علت هم دادي چي پورته بيان شو زور ځواكو دا څو كاله هم د هغه څه د زور د لارې كول غوښتو خوز د دوي په خوښه داسې ونه شو ولي چي په نړۍ كښې يو څوك هم داسي نشته چي هغه خپله ژبه خپل دود دستور كلتور دين او دنيا څخه لاس په سرشې ولي چي دا هر څه ددوي پيژندګلوي وراثت تاريخ او هر څه دي او دايې دنيا ده په دي كښې شك نشته چي نړۍ د سوه كلى بڼه د نيولو په حال كښې ده او نړۍ واله آئى.ټى يا ټيكنالوجى په دي كښې لوئى رول او كردار لرى او د هغه ملكو كلتورونه او دودو به ډېرى اغيزي كوي څوك چي په آئى.ټى سنهبال وي يا به په هغه قامو باندى بدي اغيزي كوى د چادود او كلتور او ژبى يې وروسته پاته وي او داسې خلګ د لمر ګشت وارو د نورو په دودو او كلتورو ګشت كوي او دوي په دي خبر نه وي چي ژبه څه وي دود او كلتور څه وى..؟
     داسي نه ده چي د قامونو ژبى دود كلتور او رواج په يوه كال لس كاله يا په يوه پيړى كښې د هغه اوسنې بڼه خپله كړى ده بلكى دا هر څه د زراو زراو كلو وروسته دادتقاء د لارې ودي ځائى ته را رسيدلي دي چي په دي كښې د جغرافيه هوا موسم هم ډېره لويه ونډه ده ولي چي د سړي سيمى اوسيدونكى د تودو سيمو د خلګو وارو په يوه قيمص اولنګ كښې ژوندى وكړى نه د سړو سيمو ښځى او ميرمني كولى شى چى بيله د تاده پړوني او ټكرى په چپه ژوند وكړى چي په لنډه موږ ويلي شو چي زموږ هر څه د هوا موسم او جغرافيه تر اغيزو لاندي دي هم دا ډول زموږ د تودو سيمو او د سړو سيمو په خوراك كښې د هوا او موسم د كبله توپير شته زموږ دسړو سيمو خلګ په غوښه كښې د پسه (مږه) غوښه خوښوي ددي په پرتله د تودو سيمو اوسيدونكى دوزيې (مرغونى)غوښي خوري او سبزى زياته خورى.
     اسلام چي د ژوند يوه بى ساري او سپيڅلي لاره ده او ډېره آسانه لار ده كه موږ عمل  ورباندى وكړو نو زموږ ژوند به ډېر آسانه وي خو د بده مرغه د هغه سپيڅلي دين اوس يواځي د نعرو تر حده پاته دي اسلام ګډ او ټوله ايزه ژوند خوښوي خو موږ انفرادي او يواځني ژوند تېر وو بلكي اسلام اوس په دوو انتهاو باندى ولاړدي يو خوا توپك ته لاس اچولي دي چي په زوره دهغه لاره خپله كړي او بلې خوا ځان د اسلام څخه دومره ليرى كړي دي چي د لويديځ يا د غرب تر اغيزو لاندي راغلي دي او دا هر څه هم د دهغه آئى.ټى د لارې د پاكستان وارو ولسونو پاشل كيږى داسي نه چي د لويديځ دود او كلتور دومره د ستايني وړدي چي زموږ دودونه او كلتور و دوي ته هيڅ نه دي يوه نيمه دوي پيړى د مخه كه د دوي تاريخ ولوستل شې نو زموږ د اوسينو حالاتو څخه هم په بدو حالاتو كښې وو چې د فرانس اوښتون يې (انقلاب) يې ښه بلګه ده خو دوي په دهغه يوي يوه نيمه و زده كړو ته مخه وكړه چي موږ وشاته واچول او نن د دوي د كلتوري او دود ايزه اغيزو لاندي موږ ژوند كوو چي زموږ په هر اړخيزه چارو يې بدي اغيزي كړى او كوي يې.
     ددې ټول ليك مطلب هم دادي چي لوستونكي په دي نه يواځي غور وكړي چي دوي خپلې هر څه دلاسه وركول غواړي يا كه دوي غواړي چي د نړۍ وال كلي ته د خپلې ژبى د خپل دود كلتور او سپيڅلې اسلام سره ورګډ او برخه وال شې خو كه موږ غواړو چي دا دويمه لاره خپله كړو او موږ ته پاته هم دا دويمه لارده نو ددي دپاره په موږ هم د زده كړو او د علم لاره خپله وو خپلې ژبى خپل دود او كلتور ته به وده وركوو د اسلام سپيڅلې دين چي د دوو انتهاو په لاس كښې دي د دوى د لاسو څخه به باسو او هغه رښتني اسلام چي خبره او عمل يې سره ورته وي او د ځان او ډلو و ګټو ته به نه ايله كوو نه به چاته ددي وروسته د داسې نماوړه عمل اجازه وركوو چي دوى دا سپيڅلې دين زموږ ژبى او دود كلتور دومره سپك كړى چى اسلام او زموږ قام د تهره ګرو او وران كارو او تشدد او ځنګليانو په حيث وپيژندل شې بلكى اسلام د نړۍ د سولى د پيغمبر په حيث وړاندي شې او ودهغه د پرمختيا دعوه دارانو ته وروښوول شې چې زموږ تاريخ زموږ دود او كلتور تر دوي ډېر لرغوني او زموږ دين اسلام په رښتيا هم سپيڅلي او رښتني دي او هر هغه څوك چي زموږ د ژبو زموږ د دود كلتور او تاريخ د پرمختيا په مينځ كښې ځنډ اچوي دهغه و مخ ته ټول و دريږى او دهغه څوك چې خنډ اچوي هغه د لويديځ لاسو پوځى او ايجنسټان و ولسونو ته وپيژندل شې د دهغه سيلاب چې د آئى.ټى د لارې را روان دي ددي مخ نوي هم دهغه لار ده كنې بيا به موږ د خپل هر څه څخه لاس په سركيږو.
ځه به خپل ليك د قرآن شريف د سوت بقره۲۵۶ په دي آيات مبارك پائى ته ورسوم......
لااكرءفى الدين قددتبين الرشدمن الغنى
ژباړه:.. په دين كښې يو ډول زور او جبر نه شته او لارښودنه او هدايت د ګمراهى څخه څرګنددى..
- بېرته شاته