(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبانوډیپلوماسي برسیره کړه

طالبانوډیپلوماسي برسیره کړه،اوس پاکستان دملاعمرڅخه ویږي
د فرانکفورتر روندشوو ویپاڼه
لیکوال  :  ویلي ګرموند
ژباړڼ   :   سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
بڼسټپال  وسله وال طالبان په قطر کې  دفتر خلاصوي او خبرو اترو ته چمتو شوي دي . سره له دې تر اوسه په افغانستان کې د جګړې پا ی څرګند شوي نه دی .
دولسمشر کرزي  د ملي  امنیت مشاور  رنګین دادفرسپنتا وايي ،دا ورستي هیله ده .  د تیرکال د نوامبر میاشتي په پیل کې د برلین او واشنګټن  مرکچیانو له خوا  د طیب اغا سره برسیرنې اړیکې  ټینګې شولي . طیب اغا ځان د ملا عمر شخصي لیږل شوي استازي معرفي کوي .د لومړنیو شکونو څخه ورسته لویدیځوال مرکچیان اوس ډاډه شوي دي ،چې دې په ریښتیا سره د طالبانو مشر  په استازيتوب خبري کوي .له همدې  ارتباطي سړی سره  اوس  د افغانستان په کورني پیچلي کړکیچ کې بدلون  را څرګند شو.
د طالبانو مشرانوپه رسمي ډول  منلي،چې دوی د دې میاشتي په پای کې د خلیچ په عربي دولت قطر کې خپل استازي ولري . په لومړۍ ځل اسلامي بنسټپالو غیر مستقیم او په رسمي  ډول ومنل چې له مخالفینو سره خبرو اترو ته کیني .
د واشنګټن څخه تر برلین اوبیا تر کابله  پوري حکومتونه  په دې  توانیدلي، چې پرته د پاکستان  له اوږدې لارې ،دخپلواستخباراتي کړیو او پرته له شکمنو منځګړي  مرکچانو څخه  د  وسله والو طالبانوسره اړیکې ونیسي . په  ورستيو جزیاتو باندې باید خبري اترې  وشي ،لکه د ګونتنامو په محبس  کې دافغان طالب بندیانو په اړه  څه وشي .ددوی خلاصون اویا افغانستان ته ولیږدول په اړه پریکړه وشي ،دغه مسله د خبرو اترو لپاره یومهم شرط دي .اوس داسي انګیرل کیږي ،چې دوی به قطر ته انتقال شي . دغه ارتباتي دفتر به دطالبانو په لاس کې  د دوو کالونو څخه را په دېخوا د یوامریکایي سرتیري   برخلیک هم وټاکې .
تر اوسه د افغانستان د سولې  په اړه  کوم  اسان او جوت لرلید راڅرګندشوي نه دی . افغان دولت به په قطر کې د ټولو اړیکو او خبرو اترې څارنه له لري  څخه په ډیر ځیر سره کوي . د امنیت مشاور سپنتا دلایل راوړي ، وايي ، موږ  غواړو د دې مخه ونیسو، چې نور دولتونه زموږ به نامه خبري  اترې ونه کړي . دي یواځي  د المان ډیپلوماسي تر یوحده پوري  د خپلو موخو لپاره نږدي ګني  .
د المان دبهرنیو چارو په دفتر کې مامورین په دې انددي ،چې د سولې رواني هڅي هغه مهال بریالي  شوني  او مثبتې  پایلې لرلي شي، چې د طالبانو مشرانو  د پاکستان له سیاسي ولکې څخه ځان وباسي او طالبان  د اسلام اباد سیاست په وړاندې خپل سیاسي  موقف او دریځ  جګ  او جوت وساتي .
 پاکستان دملاعمرڅخه په ویره کې شوي
په قطر کې دفتر خلاصول په دغه لاره کې لومړنۍ ګام دی . وسله وال طالبان مجبور نه دي ، چې د افغانستان په اوږده پوله کې خپل د ژوند مهم پټانځایونه له لاسه ورکړي .  کله چې د طالبانو دارتباتي دفتر  خبر په ډلیزورسنیو کې خپور شو،د پاکستاني مشرانو جسارت  او حراست  یوځل بیا  راویښ شوي دی . د اې اس اې مشر احمد شجاع پشه په  ډیره بیړه سره د قطر پلازمینې دوحې ته  ورسید، چې د جزیاتو په اړه مالومات راټول کړي .
پاکستان غواړي په قطر کې د خبرو اترو د پیلیدو مخه ونیسي . دخبرو اترو پایلې به د پاکستان  ګټي او انترس  زیانمن  او له ګواښ سره مخامخ کړي .
په دې ورستیو کې ملا عمر  په قبایلی سیمه  کې یوکوچني بم وچادوو. ده په لیکل شویو پاڼوکې اعلان وکړ ، چې ملا عمر  پس له دې د ټولو  لراوبر طالبانو لوی مشر دی . ملا عمر په نویموکالونو کې د افغان طالبان بڼسټ کیښود، دی اوس د پاکستاني طالبانو مشر هم دی .
د طالبانوله اسرار ډک مشرد خپلي  فتوا سره ،دې  اوس د پاکستان په کورني سیاست کې  ورورو د یو مهم فکتور په څیر  وده کوي . د یوې بل اعلان پورې اړه لري ،چې طالبان  نه یواځي خپل پام افغانستان ته  وراړوي  بلکې  دوی خپل ستر ګاوندي ته هم پام ورواړوي اوپه نښه کړي  .
پای
ژباړڼ : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
- بېرته شاته