(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ثور کمونيستي غوبل او د ...

د ثور کمونيستي غوبل او د افغانستان تلپاتې غميزه
لومړۍ برخه
ډاکتر لمر
د کمونيستي او اسلامي غوبل بهير دا دی له دېرشو کلونو واوښت، خو افغان ولس لا تر اوسه په وينو کې لمبېږي، افغانستان د بهرني ښکېلاک د سياليو ډګر دی او افغانان په يو او بل نوم وژل کېږي. درنو هېوادوالود دغه څو کرښو په ليکلو سره غواړم ستاسو پام ځينو هغو غير افغاني هلو ځلو ته راواړوم، چې په افغانستان کې د افغانستاني نومي وګړو، بې تفاوتوپښتنو او بهرنيو يرغلګرو لخوا تر سره کېږي، چې کمونيستيګوندونه،اسلامي تنظيمونه او امريکايي لاسپوڅيتکنوکراتان يې بنسټيز لوبغاړي ول او دي.
 که موږ د افغانستان وروستۍ نېمې پېړۍ ته ځير شو، نو په دغه هېواد کې د تش په نامه د ديموکراسي په دوره کې (وروسته له ۱۹۶۰کلونو څخه) ځيني ګوندونه جوړ شول، چې ځينو کمونيستي او ځينو يې اسلامي شعارونه درلودل، خو دغه ګوندونه نه کمونيستي ول او نه يې هم اسلامي څرک درلود، ځکه چې په دغه ګوندونو کې يو شمېر غړي له ايران سره د لېوالتيا پر بنسټ راټول شول، چې د پان-ايرانيزم ولولې يې ژوندۍ ساتلې دي ، چې موخه يې د خپلو جوبونه ډکول او د خلکو او ټولنې بربادول دي او يا هم تش په نامه پښتني ګوندونه را منځ ته شول، چې د پښتو او افغانيت هېڅ څرک هم پکې نه لېدل کېده او پښتانه يې د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ کړل.
افغاني ديموکراسي په ۱۹۷۸کال کې خپل لوړ پوړ ته ورسېده، چې پايله يې د هېواد بربادي او د هېوادوالو بدمرغي شوه. په ۱۹۷۸م کال کې يو شمېر کمونيستي ګوندونو وکولی شوای، چې د يوې له وينو ډکې نظامي کودتا په ترڅ کې واک تر ﻻسه کړي، چې د شهيد سردار محمد داود خان او د هغه د کورنۍ لږ تر لږه اوياوو غړو په وژنه تر سره شوه او د افغاني ټولنيز ژوند د بربادۍ لومړۍ پېلامې يې رامنځ ته کړې، نو درنو لوستونکو موږ هم کولی شوچې د افغانستان د وروستيو دېرشو کلنو د ناخوالولاملونه د کمونيستيګوندونواو اسلامي تنظيمونو او امريکايي تکنوکراتانوپه فعاليت کې راوسپړو، د هغوی غير افغاني هلې ځلې وڅېړو او د واکمنو لېوالتيا يوه او بل اړخ ته څرګند کړو.
کـمـونـيـســتـــي اوښـتــون
د ۱۳۵۷کال د غويي اوښتون کومهناڅاپي پېښهنه وه، د خلک ديموکراتيک ګوند د روسانو په سپارښت اوملاتړخپلې هلې ځلې د ۱۳۴۳لمريز لېږديز کال د جديې له ۱۱څخه پيل کړې وې، چې د رفيق ببرک کارمل او ملګري نورمحمد ترهکي د خپلمنځيو شخړو په ترڅ کې ديموکراتيک ګوند په دوو څانګو (خلقي او پرچمي) ووېشل شو او د غويي د غميزې په درشل کې رفيقان او ملګري په کمونيستي او انترنسيوناليستي دسيسو کې ښه پاخه شول، چې خپل مهارت يې وروسته له خلقي کودتا خلکو او نړۍ ته څرګند کړ.
په دې اړه د ګڼشمېر ليکوالو لېکنې هم خپرې شوې دي، چې هر يو ليکوال د خپل ليد په ورېځ کې د افغانستان غميزې سپړي او يو شمېر کمونيست ډوله ليکوالد کمونيستانو په واکمني کې ډېرو پېښو ته يو ځانګړی تحليل ورکوي، چې لوستل يې زما په ګومان اړين برېښي، د يو شمېر ليکنو تحليلونه  ډېر د پام وړ دي، لکه چې يو ليکوال ليکي:(پرچميان او کارملي ډوله خلقيان د KGBاجنټان ول، خو بيا ليکي چې د ۱۳۵۶کال د جوزا په مياشت کې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سفارت د هڅو او ټينګار له امله نوموړې دوې ډلې«خلقيان او پرچميان»يو ځای شوې)، نو درنو لوستونکو له دغو کرښو څرګندېږي، چې خلقيانو او پرچميانو لا له سرې غميزې مخکې د روسيې ډول ته نڅېدل! د پښتو متل دی چی وايي: خړ سپی د لېوه ورور دی!
په يوه  ليکنه کې  د ديموکراتيک ګوند د جوړښت وړانديز په ځانګړي ډول کېږي، خو ما ته د ښاغلي ليکوال فکري بهير ډېر په زړه پورې دیاو دا لاندې کرښې مې ولوستې (يو سياسي ګوند سياسي موخو ته د رسېدلو وسيله ده. که ولس خپله دا وسيله ولري او په شاوخوا يې راټو ل شي، نو بيا کولای شي نه يواځې له واقعيتونونه خبر شي، بلکې واقعيتونو ته په خپله ګټه تغير ورکړي!). درنو هېوادوالو په دې اړه زه نور څه نه وايم، مګر تاسوته سپارښت کوم، چې د سورمخو يا سورلنډيو ليکنې تل ولولی، چې په څه ډول دغه بدمرغي سره ليکوال د سرې غميزې محرکه قوه د خلکو ذهنونه مغشوشوي او واقعيتونو ته په خپله ګټه سور شال وراغوندي.
 مخکې له کودتا څخه د کمونيستانو يو مشر (مير اکبر خيبر) ووژل شو د هغه مړينه د سرې غمېزې د رامنځ ته کېدو پلمه وګرځېده. د مير اکبر خيبر مړينه ډېره مرموزه وه، خو قدوس غوربندي په خپل يو کتاب کې (نګاهې په تاريخ حزب ديموکرتيک خلق افغانستان) د هغه په مړينه کې د ببرک کارمل او د نور احمد نور د لاس لرلو يادون کړی، خو ځيني نور بيا د ګلبدين حکمتيار اسلامي ګوند د هغه په مړينه کې ښکېل ګڼي.
 داسې څرګندونې هم کېږي، چې مخکې له سرې غميزې سردار محمد داود خان ځينو ټولنيزو نوښتونو ته ملا تړلې وه، چې د بهرنيو هېوادونو له سفر څخه د راستنېدو سره يې سم په دولتي چارو کې د بدلونونو ګواښ وکړ او ځينو لوړپوړو چارواکو ته يې دنده وروسپارله چې د دولت په پياوړولو کې خپلې هلې ځلې چمتو کړي. د دغه پروګرام يوه برخه له کمونيستي ځناورانو د ټولنې پاکول ول، نو د داود خان د دفاع وزير (غلام حيدر رسولي) په نوښت د مېر اکبر خيبر او نورو کمونيستانو د ورکولو پلان جوړ شو.
يو ولي محمد نومی منصبدار، چې د ۸فرقې د ۳۲غونډ قوماندان ؤ او مخکې له دې دندې د سردار محمد داود خان د صدارت په موده کې د کابل د ګارنيزيون صاحب منصب ؤ، دغه ولي محمد هم د مير اکبر خيبر په مړينه کې تورن ګڼل کېږي. د ځينو نظامي چارواکو په نغوته داسې جوتېږي، چې ولي محمد ۱۵دقيقې مخکې له دې چې خيبر مړ شي له خپلو محافظينو سره يو ځای له ټولي وتلی ؤ او د مير اکبر خيبر د وژنې په سيمه کې ليدل شوی ؤ، چې وروسته د مير اکبر خيبر له مړينې بيرته ټولي ته راستون شوی ؤ. داسې ويل کېږي، چې ولي محمد د مېر اکبر خيبر په مړينه کې لاس درلود او داسې څرګندونې کېږي چې ولي محمد د رسولي (د سردار داود خان د دفاع وزير) ځانګړی نفر ؤ، چې د داود په واکمني کې يې د رسولي په ښوونه د ځينو اشخاصو په وژلو يا ترور کې لاس درلود.
د مرحوم مير اکبر خيبر د مړينې پېښه لا نه ده څېړل شوې او د افغانستان د تاريخ د روښانېدلو لپاره يوه اړينه موضوع ده، ځکه چې کمونيستانو هم دغه پېښه د ۱۹۷۸کال له اوښتون څخه وروسته ونه څېړله او د هېرېدو کندې ته يې ورواچوله. داسې څرګندونې هم کېږي چې ګواکې د مير اکبر خيبر په مړينه کې روسانو او KGBلاس درلود، نو ځکه افغاني کمونيستانو دغه پېښه تر ننه پټه وساتله او هېچا او هېڅ کومې بلېډلې هم دغه پېښه ونه څېړله او ټولو غوږونه کاڼه پرې واچول، مګر د افغانستان د راتلونکي نسل لپاره دغه پېښه يو تاريخي ارزښت لري.
د افغانستان د پېښووروستي دېرش کلونه د دغه پېژندل شوې سياسي څېرې له مړينې سره راپيل شول، خو زما په ګومان مرحوم مير اکبر خيبر د افغانستان يواځينۍ سياسي څېره ده، چې لاسونه يې د افغان ولس پر وينو نه دي لړل شوي او د دغه شخصيت د تلپاتي کېدو لپاره بايد افغاني چارواکي د دې هڅه وکړي چې د دغه افغاني شخصيت سياسي هويت وسپړل شي او د افغانستان د تاريخ پاڼو ته وروسپارل شي.
 ډېرو کمونيستانو هڅه کړې چې د ځان د سپيناوي لپاره يو څه وليکي، خو ټولې پېښې په منحرفه بڼه ليکل کېږي او دا څرګنده خبره ده چې د وروستيو دېرشو کلونو د غمېزې مسؤلين افغاني کمونيستان،افغاني اسلاميستان او افغاني تکنوکراتان د افغانستان په فکر کې نه دي، مګر د خپلو جنايتونو په پټولو او ورکولوبوخت دي او هڅه کوي د وروستيو ۳۰کلونوافغاني ناورين پړه په يو او بل واچوي، چې د افغانستان د وګړو ذهنيتونه مغشوش کړي.
ګڼشمېر ليکوال په خپلو ليکنوکې د غويي د اوښتون په اړه ډېرې په زړه پورې څرګندونې کوي، چې د غويي د غميزې په سياسي برخه کې يو ليکوال داسې ليکي: (په سياسي ډګر کې د ثور انقلاب د دولتي قدرت واګي له سلطنتي کورنۍ نه د ټولنی د عامو خلکو استازو، خلقيانو ته ولېږدېدې او د شهزادګانو ميراثي رژيم يې داسې دړې وړې کړ، چې بيا هېڅکله په پښو ونه درېد. دا چې اوس هم د شاهي نظام پر ځای جمهوري نظام دی دا هم د هغه ژور بدلون نتيجه ده، چې د ۱۳۵۷کال د ثور په ۷نېټه منځ ته راغی)، خو زه پوه نه شوم چې خلقيانو د سردار محمد داود خان جمهوري نظام له منځه يووړ او که د مرحوم اعليحضرت محمد ظاهر شاه پادشاهي يې ختمه کړه؟ درنو وروڼو څومره چې ما ته د افغانستان تاريخ مالوم دی، نو سردار محمد داود خان د افغانستان د لومړني جمهوريت بنسټ اېښودونکی دی، خو داسې ښکاري چې يو شمېر ليکوال خپل سياسي شعار ته (د سياسي ګوند په مرسته نه يواځې له واقعيتونونه خبر شی، بلکې واقعيتونو ته په خپله ګټه تغير ورکړی!) وفا دار پاتې شويدي، سترګو ته خاورې شنياو زه هم د قلم بری ورته له لويه خدايه تمه کوم، ځکه په ليکنو کې د ريښتيا څرک موندل کېدی شي.
 د يادونې وړ ګڼم چې کمونيستانو د سردار محمد داود د کورنۍ لږ تر لږه اويا تنه غړي ووژل او د هغه د کورنۍ واړه ماشومان يې هم له تېغه تېر کړل.په دې اړه مې په برېښنا پاڼو کېيوه ليکنه ولوستله، چې ګواکی دستګير پنجشېري د هغه د مړينې امر ورکړی ؤ، خو بايد ياده شي چې دستګير پنجشېری هغه ګېدړ ؤ، چې د امين او تره کي د شخړو په وخت کې په مسکو کې ناست ؤ او په خپل فرکسيوني ګوند کې يې پرته له خپل زويه او ورور څخه بل څوک نه درلودل او لکه د ترؤمچ په هره کټوه کې به لاهو ؤ. کله چې د پنجشېري اپرتې واورې، نو يوه ټوکه دې په ياد شي: وايي چې يوه ورځ ګڼشمېر ماران په مزل تلل، خو د دوی په منځ کې يو چومجی (چنجی) هم ؤ، خو کله به چې ماران يو څو مترهوڅخېدل، نو چومجي به سر پورته کړ او ناره به يې کړه، چې موږ ماران چېرې ځو! نو درنو هېوادوالو دغه پنجشېري چومجی هم اوس د مارانو کانې کوي، خو دا هغه بدمرغه ليونغرتی ؤ، چې زور يې په بې وزله خلکو رسېدلی ؤ او ګڼشمېر معلمين او متعلمين يې د خپلې کمونيستي واکمني په موده کې له تېغه تېر کړل. شک هم نشته چې دغه ځناور د سردار محمد داود او د هغه د کورنۍ د وژلو امر هم ورکړی وي، چې خپلو بادارانو ته يې کمونيستي انترناسيوناليستي غوړه مالي کړې وې.
 د شهيد داود خان د مړينې په برخه کې داسې ويل کېږي، چې د امام الدين نومي منصبدار لخوا وژل شوی دی او يو روسي جنرال په خپل يو کتاب کې ليکي، چې د مرحوم ډاکتر نجيب الله څخه يې اورېدلي ؤ، چې د سرې غمېزې د کودتا په ورځ د خلکو د ديموکراتيک ګوند مرکزي کومېټې لا پرېکړه نه وه کړې، چې امام الدين غونډې ته ننوت او وېې ويل چې د سردار محمد داود ټوله کورنۍ يې وژلې ده او د ګوند پرېکړې ته اړتيا پيدا نه شوه.
درنو هېوادوالو! له نېکه مرغه وروسته له دريو لسيزو د سردار محمد داود قبر هم وموندل شو، د سردار محمد داود سپېڅلی نوم بيا د افغانستان په تاريخ کې په نيکه ياد شو او خلکو خپل متدين، په هېواد مين واکمن او زړه سوانده لارښود په درنښت په کابل کې خاورو ته وسپاره او د افغانستان د تاريخ زرينې پاڼې يې بشپړې کړې، ځکه چې سردار داود په افغانانو د دې حق لري، چې په حرمت سره ياد شي او مقبره يې د هر افغان لپاره د تاريخ يادښت دی، راتلونکي نسل ته د مېړانېڅلی او د هېوادپالنې مشالدي.
 خـلقــــي تــره کـــــي واکـمـنـــــي
داسې ويل کېږي، چې د دغه ګوند ګڼشمېر غړي او د کودتا لوبغاړي پښتانه ول، خو کله يې چې د غويي له غميزې سره سم واک تر ﻻسه کړ، نو د پښتو او پښتنو پر ځای يې سوسياليستي انترناسيوناليزم غوره وګاڼه، چې د دغه دريځ پايله د زرهاوو ملي خلکو وژنه وه، چې په ځينو خپرونو او د صديق فرهنګ په کتاب کې (افغانستان در پنج قرن اخير) کې داسې څرګندونې کېږي، چې د خلقيانو د لومړي کال د واکمني په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰۰۰۰انسانان وژل شوي او په زرهاوو خلک بنديان او تريتام شوي دي، خو کمونيستان بيا وايي، چې په افغانانو هېڅ ظلم نه دی شوی، نو ښه ويل شوي چې ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي!.
د سرې غميزې د مسؤلينو د دغه غير انساني او غير افغاني دريځ په ترڅ کې د واکمنو او وګړو تر منځ واټن رامنځ ته شو او غير افغاني يانې افغانستانيانو ته يې ﻻره هواره کړه، چې خپل ګوندونه او غير افغاني هلې ځلې د بهرنيو يرغلګرو په سپارښتونو پياوړي کي، چې په افغانستان کې ټولنيز انارشيزم رامنځ ته کړي.
د خلقيانو د يوه کال د واکمني په بهير کی د هرات پاڅون، د ننګرهار او جلال آباد پاڅون، چې د جنرال سيد عبدالغني وردګ په لارښوونه تر سره شوی ؤ، د کونړ (کيرالي) پاڅون چې د هېوادپالو پښتنو لخوا سمبال شوی ؤ چې د سيمې ټول مشران لږترلږه ۴۰۰تنه يې په خلقي بمباري کې ووژل شول، د کابل د بالاحصار او ريشخور پاڅون چې د هېوادپالو منصبدارانو لخوا سمبال شوی ؤ، د دولت آباد پاڅون چې عظيم بېګ يې مشري کوله، د باميان پاڅون چې د خلقي والي سید احسان الله په وژنه پای ته ورسېد او په ټول هېواد کې د مجاهدينو پاڅون د افغانستان د تاريخ د آزادي پاڼې رنګينې کړې دي.
 د خلقيانو په واکمني کې، نه دا چې خلک له خلقيانو په عذاب ول، خو خلقيانو په خپل وار سره په خپلو کې هم شخړو ته مخه کړه، چې پښتو او پښتانه يې د خپلو سياسي هوسونو په سيلابونو کې ﻻهو کړل او افغانستانيانو د خپلو بهرنيو مشاورينو په مرسته خلقيان لکه چرګان وجنګول، چې پايله يې د مرحوم نورمحمد تره کي وژنه او د هغه د سيال مرحوم حفيظ الله امين واک ته رسېدل ول. د دغه (برادرکوشي) په ترڅ کې نور پېژندل شوي خلقيان لکه سيد محمد ګلاب زوی، اسلم وطنجار، سروري او داسې نور د روسيې سفارت ته وتښتېدل او دستيګر پنجشېری په مسکو کې مورچل شو، په روسي ښوروا او بورش روږدی شو او له روسانو سره يې د روسي يرغل لپاره د زړه له کومې چوپړ وکړ.
داسې ويل کېږي، چې د حفيظ الله امين د واکمني په موده کې ځيني خلقيان په تابوتونو کې روسيې ته لېږدول شوي ول، خو داسې څرګندونې هم کېږي، چې ګواکې سيد محمد ګلاب زوی ټينګار کوي، چې هغوی په افغانستان کې ول او دا خبره درواغ ګڼي، په هر ډول چې وي، که دوی د روسيې په سفارت کې ساتل شوي ول او يا مسکوکې بيا هم د روسانو په ولکه کې ول. بايد ياده شي چې د روسيې سفارت هم د روسانو د واکمني ټاټوبی ؤ، چې ګڼشمېر خلقي کمونيستان د حفيظ الله امين د واکمني په موده کې د روسيې په سفارت کې ساتل شوي ول.
خـلقـــــي امـيـنــــي واکـمـــنـي
 مخکې له دې چې د مرحوم حفيظ الله امين د واک ته رسېدلو په اړه څه وليکل شي، نو اړين برېښي، چې ځينې پېښې يادې شي. د انقلاب په پيل کې د پرچميانو او خلقيانو دوښمني او سيالي د دې سبب وګرځېده، چې خلقيانو د لومړي کال په بهير کې خپل سيال پرچميان له افغانستانه په يو او بل نامه وشړل. مرحوم ډاکترنجيب الله پاکستان ته واواښت او بيا روسانو ته ورغی او ببرک کارمل، فدا محمد دهنشين، اناهيتا راتبزاد او داسې نور لومړی په چکوسلواکيا کې او بيا په مسکو کې مېشت شول او په افغانستان کې به خلقيانو داسې شعارونه ورکول (مرګ بر کارمل اجنت حلقه به ګوش امپرياليږم او د اناهيتا په اړه به يې ويل مرګ بر اناهيتا رقاصه غرب او داسې نور)، خو سلطانعلي ګوسفند د حفيظ الله امين په کام- کمېته امنيت ملي (کشتارګاه امين مر...) کې مېلمه پاتې شو او د سروري په هلو ځلو يې د کوکاکولا او فانتا بوتلونه نوشجان کول، په دې اړه يوه ټوکه هم جوړه شوې وه، وايي چې کله روسانو په افغانستان يرغل وکړ او د خلقيانو د دويم پړاو (د حفيظ الله امين) واکمني ته يې د پای ټکی کېښود، نو وروسته له دې کشتمند صيب د افغانستان صدراعظم شو، نو د کوکاکوﻻ فابرېکې (د کام شرکت) د ګوند مرکزي کومېټې ته يو بېړنی ليک ورواستاوه چې کشتمند يو کېرېټ د کوکاکوﻻ بوتل پوروړی دی او د بوتلونو بيرته وروړلو چارې دې وسنجول شي! طبيعي خبره ده چې سوسياليستي اېمالې ته اړتيا پيدا شوه.
 وروسته د پرچميانو له ځپلو څخه د خلقيانو په منځ کې هم شخړې رامنځ ته شوې، ښه ويل شوي، چې کله د مېږي مرګ نيژدې شي، نو وزر وباسي! نو د خلقيانو د واکمنو پروازونه هم د ۱۹۷۹کال په بهير کې پيل شول. د ۱۹۷۹م کال د سپتامبر په مياشتې کې ملګري نور محمد تره کي د کيوبا هوانا ته سفر کړی ؤ، چې په کمونيستي دريمانترناسيونال کې ګډون وکړي، خو کله چې بيرته افغانستان ته راستنېدو، نو د بيرته راتګ په ترڅ کې يې د مسکو او د خپل پير (برنج لوک-بريژنف) زيارت يې وکړ او هلته يې د مسکو په ټينګار د کارمل بيرته راتګ او د حفيظ الله امين د شړلو، وژلو او يا هم ورکولو پلان جوړ کړ، خو کله چې کابل ته راستون شو، نو له نورو ګواښونو سره مخامخ شو.
 د امين د وژلو لومړی پلان دا ؤ چې له بهر څخه د ملګري نور محمد تره کي د بيرته راتګ په وخت کې د هوايي ډګر په ﻻره او يا هم په هوايي ډګر کې له منځه يووړل شي يانې ووژل شي، خو حفيظ الله امين مخکې له خپلو ملګرو مالومات تر ﻻسه کړی ؤ، چې په مسکو کې څه خبرې دي او څه پلانونه، خو د مرحوم نور محمد تره کي د ستنېدو په بهير کې حفيظ الله امين د تره کي مخې ته د درنښت لپاره ورنغی او نور خلقي لوړ پوړي چارواکي يې ورولېږل. په هوايي ډګر کې ۱۰دقيقې مخکې له دې چې ملګری نور محمد تره کی له الوتکې راښکته شي، نو د حفيظ الله امين په امر د هوايي ډګر ټولې نظامي برخې او امنيتي څانګېتبديلې شوې او نوي نظامي ځواکونه د هغوی پر ځای وګومارلشولاو ملګری نور محمد تره کی يې ډېر په درنښت ارګ ته راوست.
بايد ياده شي، چې د نور محمد تره کي د سفر په الوتکه کې هم کراري نه وه، ځکه چې هغوی ته هم احوال ورکړ شوی ؤ، چې حفيظ الله امين د هغه يانې نور محمد تره کي د مرګ پلان جوړ کړی (چې غل نه وې له پاچا مه وېرېږه!)، خو د تره کي الوتکه يو وار را ښکته کېدله، نو چا ورته ويلي ؤ چې له ښکېيه مو په توغندي ولي!، نو الوتکه بيا بيرته والوتله او نيمه ګړۍ پر کابل تاوېدهراتاوېده، خو د تره کي مړينه په دې ډول په نړېوال کمونيستي سيستم کې ډېرې پوښتنې رامنځ ته کولې او د مسکو ﻻسوهنه په کې راڅرګندېدله، نو ځکه د مسکو په منځګړوي د نور محمد تره کي الوتکه په کابل کې راښکته شوه او تره کی د خپلې سياسي کودتا او روسي سپارښتونو قرباني شو او د ملګري حفيظ الله امين (شاګرد وفا دار) توپ ته لاس تړلی راولېږل شو.
کله چې نور محمد تره کی ارګ (خانه خلق- د خلکو کور) ته راورسېد، نو حفيظ الله امين يې د خبرو اترو په پلمه ارګ ته وروغوښت، چې منځګړوي او ډاډګېرنه ېې پوزانوف (Puzanof) د روسيې سفير په افغانستان کې پر غاړه اخيستې وه، خو کله چې حفيظ الله امين ارګ ته راځي، نو لومړی له تړون سره خبرې کوي او هغه پوښتي چې دلته څوک دي او داود تړون حفيظ الله امين ته ډاډ ورکوي، چې خيريت دی، خو امين باور نه کوي. داود تړون له حفيظ الله امين څخه مخکې کېږي چې د ملاقات کوټې ته ننوځي، خو کله چې تړون ور پرانيزي، نو سملاسي ډزې پرې کېږي او په دې ترڅ کې داود تړون وژل کېږي او حفيظالله امين منډه کوي او په بنز موټر کې تښتي او له دغه پېښې سره سم د شادروان ملګري نور محمد تره کي د مرګ شېبې هم رانيژدې کېږي او حفيظ الله امين له ارګه لرې د نوې کودتا د پلان په پلی کولو لاس پورې کوي.
وروسته له دغه پېښې کله چې ډاکتر زرغون چې د ۴۰۰کټيز روغتون (چهارصد بستر) ريس ؤ، خبرېږي، نو مخکې له دې چې ونيول شي، له وېرې ځان وژني. مرحوم نور محمد تره کی هم په ارګ کې نيول کېږي او بيا يې سا د وفادار شاګرد په امر د بالښت په مرسته ايستل کېږي او د نابعه شرق واکمني پای ته رسېږي او ستاره شرق ټولواک کېږي، خو د ستاره شرق واکمني له ۱۰۰ورځو شپو نه اوړي.
د امين په کودتا کې ځينې پېښې په زړه پورې او د پام وړ دي. څو ورځي وروسته د نور محمد تره کي له مړينې څخه ملګری حفيظ الله امين د جلال آباد ښار د داود تړون په نامه کوي او تړون-ښار يې نوموي او په راډيو کې د تړون په نامه حماسي سندرې هم جوړېږي، چې ولې په دومره خلقيانو کې يواځې مرحوم داود تړون دغه مرتبې ته ورسېد، زه هم نه پوهيږم! خو داسې ويل کېږي، چې د کودتا په ورځ حفيظ الله امين داود تړون ته دنده سپارلې وه، چې ارګ ته د امين تر راتګه پورې بايد نورمحمد تره کی او د هغه نورچوکړه ګان له منځه يوسي، نو کله چې حفيظ الله امين ارګ ته راځي، چې ګوري تړون لا په ارګ کې هورې دورې ګرځي او امين داسې ګومان کوي،چې ګواکې تړون هم له نور محمد تره کي سره لاس يو کړی تو د ده په ضد ورسره يو ځای شویدی، نو په ارګ کې په داود تړون ډزې کوي چې خپلې کودتا ته لاره پرانيزي،له سيمې تښتي او په کودتا لاس پورې کوي، خو وروسته بيا هغه بله پورتنی کيسه رامنځ ته کېږي چې د داود تړون وفاداري حفيظ الله امين ته په ګوته کوي او د ټولو ستونزو عامل تره کی او د هغه ډله وښودل شي.
د روسانو د حفيظ الله امين خپلسري نه خوښېدله، نو د مرحوم حفيظ الله امين د مړينې بل نوی پلان هم د روسانو لخوا جوړ شوی ؤ، ځکه چې مخکې له مخکې يې ټول امکانات ورته جوړ کړي ول. لومړی خو يې په دې پلمه چې ارګ د خلکو کور دی او د موزيم په څېر بايد ورنه ګټه واخيستل شي، نو حفيظ الله امين يې دې ته وهڅو چې د دارالامان ماڼۍ ته کډه وکړي او هلته مېشت شي، ځکه چې هغه ځای له مرکزه لرې دی او چاپېريال کې يې خلک هم نه اوسېدل او يا لږ کورونه ول (يانې کلابنده سيمه نه وه!)، خو ارګ د کابل په منځ کې ؤ، نو کېدای شوای چې په ارګ کې له روسانو سره ډېر مقاومت شوی وای او د ښار په منځ کې د ډېرو خلکو د وژلو ګواښ هم موجود ؤ، چې د روسانو د ژر بري د مخنيوي سبب ګرځيده، نو ځکه روسانو د خپل سوسياليستي او انترناسيوناليستي چلند لپاره د دارالامان ماڼۍ د يرغل لپاره يو مناسب ځای غوره کړی ؤ.
په روسي خپرونو کې ليکل کېږي، چې د شوروي اتحاد رهبري د ۱۹۷۹ ميلادي کال د دېسامبر په ۱۲ نېټه پرېکړه وکړه، چې په افغانستان کې له کمونيستي واکمنو سره مرسته وشي، يانې د سروپوځونو يرغل تر سره شي، د شوروي اتحاد د کمونيستي ګوند د مرکزي کومېټې د کمېسيون «комиссия Политбюро ЦК КПСС»، چې غړي يې (يوري اندروپوف، اندريې ګروميکو، ديميتري اوستينوف او بوريس پاناموريوف «Юрий Андропов, Андрей Громыко, Дмитрий Устинов и Борис Пономарев») ول، چې د سياسي بيرو د مشر ليونيد ايليچ برژېنيف تر څارنې او لارښوونې لاندې يې د ۱۹۷۹ ميلادي کال د دېسامبر په ۲۵ نېټه د روسيې د سره پوځ څلوېښتمې قول اوردو په افغانستان نظامي تېری وکړ او د ۳۳۳ – تیري په نامه يانې د «Шторм-333» تر نامه لاندې يې د افغانستان واکمني نسکوره کړه، چې د افغانستان قانوني واکمن حفيظ الله امين يې په شهادت ورساوه او رفيق کارمل يې د واک په ګدۍ کېناوو.
د ۱۹۷۹ م کال د دېسامبر په مياشت کې روسانو پر افغانستان بربنډه يرغل وکړ او د افغانستان قانوني واکمني يې له منځه يووړه او خپل ګوډاګی دولت يې رامنځ ته کړ. د دېسامبر په ۲۷د روسانو د يرغل په بهير کې له حفيظ الله امين سره د اړيکو ټينګول نا ممکن ؤ او نظامي خلکو هغه ته د ستاره شرق لقب ورکړی ؤ، خو ټولو به په مخابرو کې ويل چې ستاره شرق يا د ختيز ستوری ورک دی، خو کله چې د دارالامان د ماڼۍ د اخو ډب ولولې پورته شوې، نو ځينو نظامي ځواکونو هم ځانونه چمتو کړل، چې يو څه وکړي، خو ستاره شرق نه موندل کېده، چې امر ترې واخلي.
په دې برخه کې د اتمې (۸) فرقې چارواکو هم لږو ډېرې هلې ځلې کړې وې، چې ما له يوه منصبداره واورېدل، چې قاسم خان د ۸فرقې د ۷۲غونډ قوماندان په قرغه کې، سيد محمد عارف د ميکانيزه کنډک قوماندان او عزيز خان د فرقې قوماندان ځانونه مقاومت ته تيار کړل، خو ستاره شرق ورک ؤ او دوښمن نا مالوم ؤ. کله چې دوی وليدل چې نا پېژندل شوي ټانکونه د فرقې په لوري ورروان ول، نو د راکټو د چمتو کولو امر يې ورکړ او راکټونه چمتو شول، خو عزيز خان د اوربل امر په برخه کې کاوړتيا وکړه او د سيد محمد عارف او قاسم خان مخه يې ونيوله چې په روسانو بريد وکړي، چې پايله يې د فرقې تسليمېدل شول او د هېواد مري توب.

د مرحوم حفيظ الله امين د واکمني په ترڅ کې د (مرحله نوين انقلاب ثور) لپاره ﻻره هواره شوه او د خلقيانو د انتر ناسيوناليږم پايله دا وه، چې روسانو پر افغانستان تېری وکړاو د خلقيانو د واکمني د وروستۍ سټې حفيظ الله امين په وژلو يې خلقي واکمني پای ته ورسوله. د مرحوم حفيظ الله امين په وژنه کې د روسيې (ά) الفا ګروپ برخه اخيستې وه. داسې ويل کېږي چې روسانو د حفيظ الله امين له نسکورېدو وروسته يې سليمان لايق، نور احمد نور، دستګير پنجشېري او ببرک کارمل ته د ټولواکي ژمنه کړې وه، خو کله چې د روسانو يرغل تر سره شو، نو ببرک کارمل يې د واک په ګدۍ کېناوۀ، چې د دريو نور د کونجاړو خوبونه يې په اوبو کې لاهو کړل.
پنجشېری د شمال سيمو د محافظت رئيس شو او د شمالي هېوادپاله افغانان يې وځپل. دستګير پنجشېری هغه اپورچونېست ؤ، چې ټولو استخباراتي سازمانونو ته يې شيطاني کوله، چې خپل موقف وساتي او خلک برباد کړي، چې په خلکو کې داسې پوښتنې کېدلې: هغه څه چې سپک او په اوبو کې نه ډوبېږي څه دي؟ نو خلکو به ويل چې پرېشنه دييا خوشايهاو که دا نه وي، نو هرومرودستګير پنجشېری، ځکه نه په ابو کې ډوبېږي او نه هم په سرو لمبو کې سوځېږي. دغه غوړه مال پنجشېری په ټولو واکمنيو کې خپل مضريت د يوې او بلې ډلې په ګټه تر سره کاوه او دغه دواتشه لنينيست او يا هم ستالينيست خلقی اوسمهال امپرياليږم ته پناه وړې او د (Washington DC)په ښار کې مېشت دی او د ستميانو جنده يې پورته نيولې. هغه نور دوه مارکسيستان يا لنينيستان هم هلته او دلته وګومارل شول، چې اوسمهال نوراحمد نور په هالند يا نيدرلند کې د نامطلوبه شخص(Persona non grata) په نامه يادېږي او نوريو شمېر په کمپونو کې شپې سبا کوياو سليمان لايق هم د اروپاييامپرياليستانو په سوسيال مرستو شخوند وهي.
 په پورته نومولشويو کې د روسانو لپاره تر ټولو وفادار ملګری دستګير پنجشېری ؤ، چې د دستګير پنجشېري رول د روسانو په يرغل او د حفيظ الله په مسمومولو کې ډېر غوره ګڼل کېږي. د روسيې يو نامتو ژورنالېست( Yevgeni Kiselev) په خپل يو مستند فلم کې وايي چې د دېسامبر په ۲۷نېټه د حفيظ الله امين په کور کې مېلمستيا وه، چې په مېلمستيا کې ګڼشمېر لوړ پوړي چارواکي راټول شوي ول او پلمه يې د دستګير پنجشيري راستنېدل له مسکو څخه کابل ته ؤ، ځکه چې له مسکو به يې ډېرې د سوسياليستي چلولونو کيسې راوړې وي.
 کله چې ماښامنۍ ډوډۍ ته ټول د مېز تر شا کېناستل، نو لومړی ښوروا يا سوپ راوړل کېږي او حفيظ الله امين ټولو ته بلنه ورکوي چې ښوروا وڅښي، خو دستګير پنجشېری په دې پلمه چې د ګېډې تکليف لري، نو نه شي کولی چې ښوروا وڅښي او له ځينو شيانو څخه پرهېز دی! او حفيظ الله امين په ځواب کې ورته وايي چې په مسکو کې يې په خوندورو خوړو آمخته کړی يې او زموږ په سپوره ښوروا دې خيال نه راځي! او ټول ملګري خاندي. ملګری امين خبرې اوږدوي او له دستګير پنجشېري پوښتي، چې: په مسکو کې د افغانستان د بدلونونو «د تره کي وژنه»په اړه نظرونه څنګه ول؟ ملګری پنجشېري ورته وايي، چې «په مسکو کې ټول ډېر خوښ دي او د افغانستان د ديموکراتيک ګوند په ننګه به هرکله مرستې ته راودانګي». ملګری امين په ځواب کې وايي، چې «ما خو ويل چې مسکو موږ په مبارزه کې يواځي نه پرېږدي!!»، چې د دغه خبرو په پاې کی لومړی خرپله سيمې څخه پورته کېږي.
کله چې حفيظ الله امين او نور مېلمانه ښوروا څښي نو سمدلاسه يې په ګېډه کې خوږ راپيدا کېږي، خوبجن کېږي او حفيظ الله امين چې له ځايه پورته کېږي، نو بيرته لوېږي او وايي چې په ډوډۍ کې چا زهر اچولي دي او دا هم يادوي چې (دا کار چا کړی او هغه هم زما په کور کې!!) په دې وخت کې ۴۰۰کټيز روغتون ته او د روسيې سفارت ته تليفون کېږي، چې امين ته چا زهر ورکړي او بايد ژر د هغه روغتيايي چارې وسنجول شي. وروسته له دغه پېښې ټول تښتي او هر څوک خپل کور ته ځان رسوي، هماغه د پاړسو خبره ده چې وايي (موش از ترس پشک غار مېپاليد!). داسې ويل کېږي، چې د حفيظ الله امين ګېډه د روسيې د سفارت د ډاکتر او د چهارصد بستر روغتون د (ډاکترانو) لخوا پريول کېږي، چې وروسته له يو څو شېبو څخه د سيمې او د دارالامان د ماڼۍ بمباري پيل شوه او د امين د خوب پر کوټه بمونه ونښتل او امين ټپي شو او نور يا ووژل شول او يا هم وتښتېدل.
د الفا ګروپ يو غړی وايي چې ده ته دنده سپارل شوې وه چې حفيظ الله امين بايد مړ کړي. هغه وايي چې دی د مرحوم حفيظ الله امين کوټې ته ننوتلی ؤ او حفيظ الله امين په بمبارۍ کې وژل شوی ؤ او پړمخې پروت ؤ، نو ما يې مړی راواړوه، ورته مې وکتل او د امين انځور مې له جوبه راوايست او چې ومې ليدل چې دغه مړی د حفيظ الله امين دی، نو تومانچه مې راوايسته او څو ګولۍ مې نور هم وويشت، چې ډاډه شم، چې امين مړ دی.
 د دغه ناورين په ترڅ کې ډېر خلک ووژل شول او په روسي خپرونو کې داسې څرګندونې کېږي، چې د حفيظ الله امين يو ۱۴کلن زوی، چې د روسانو د يرغل په ترڅ کې ژوندی پاتې شوی ؤ، په ډېرمرموز حالت کې ووژل شو او (YevgeniKiselev) هم په خپل يو فلم (Tainai Afghanskai Wainai- د افغاني جګړې پټ رازونه) کې داسې څرګندونې کوي، چې ګواکې د حفيظ الله امين د زوی په وژنه کې ګلاب زوی ﻻس درلود، خو زما په ګومان په دې اړه باید هر اړخيزه پلټنه تر سره شي، چې دغه پېښه روښانه شي. 
په زړه پورې خبره خو دا ده، چې له حفيظ الله امين سره هغه ماښام ډېر لوړ پوړي چارواکي ول او نن سبا ټول په غربي نړۍ کې ژوند کوي، مګر د افغانستان د پېښو په اړه څه نه ليکي او که يو څه ليکي هم، نو هڅه کوي چې خلقي رنګ ورکړي او واقعيتونو ته په خپله ګټه تغير ورکړي!!! راتلونکی نسل اوس هم غولوي او په سوسيساليستي درواغويې روږدي کوي.
 د يادونې وړ ده چې د خلقي کمونيزم د مودې سوسياليستي انترناسيوناليزم هېواد او هېوادوال له ډېرو ناخوالو سره مخامخ کړل، چې د يوه خلقي فرمان په ترڅ کې په سلهاوو نجونې له کورونو څخه وتښتېدلې، چې په پټه يې ودونه وکړل او يا هم تریتام شوې او د بل فرمان په پلي کولو يې د خلکو ځمکې په وچ زور ترې واخيستي او هغوې يې غرونو ته وتښتول، چې پايله يې د مجاهيدينو رامنځ ته کېدل او په بهر کې د اسلامي ګوندونو پياوړي کېدل ول، مګر پوښتنه دا ده چې آيا د افغانستان نورې ځمکې د آبادولو او کرلو لپاره کمې وې، چې دوی د خلکو جوړې ځمکې په زور ووېشلې او د وخت په تېرېدو يې په شاړو ځمکو واړولې، چې په پای کې نه د دوی شوې او نه هم د مخکني څښتن!
د خلقي بنسټپالي په ترڅ کې ټول هېواد په سره رنګ سمبال شوی ؤ، چې د وينو بوی ترې راته او پر دېوالونو او دوکانونو د شعارونو د ليکلو لړۍ هم پيل شوې وه او خلک يې دې ته اړ ايستل چې پر خپلو دوکانونو انقلابي شعارونه راوځړوي. زما د يو ملګري پر دوکان هم داسې يوه سرليکنه راځړېدلې وه (جاويدان باد صلح)، خو دوکان لوی ؤ او سرليکنه لنډه وه، نو هغه دې ته اړ ايستل شو، چې يوه بله سرليکنه هم وځړوي او دويمه سرليکنه باندې دا شعار ؤ (زنده باد افغانستان) او دا ډول سرليکنې د ښارونو په ټولو دوکانونو راځړېدلې وې او په سره (انقلابي) رنګ سينګار شوې وې او داسې ګنګوسې وې، چې د دوکانونو د مخې دړې او ورونه هم بايد په سره انقلابي رنګ رنګ شي، خو د نابغه شرق او ستاره شرق د خپلمنځيو شخړو په ترڅ کې خلقي واکمني له منځه ﻻړه او د (مرحله نوين انقلاب ثور) په ترڅ کې د خلکو دوکانونه سره نه شول اود دوکانونو انقلابي سر ليکنې هم ورو ورو ليرې شوې.
 په کابل کې هم په ګڼشمېر دېوالونو شعارونه ليکل شوي ول او د حبيبيې لېسې په دېوالونو او په تشنابونو کې هم د (خلق) وراشه په هر ديوال ليکل شوې وه، خو خلکو له دغه کلمې سره دومره کرکه لرله، چې د (خلق) د کلمې (خ) يې په (ج) اړولې وه، نو دا وه د بېځايه خلقي کمونيستي-بنسټپالي پايله. بايد ياده شي، چې د خلقي نومي ګوند ډېر غړي به پښتانه ول، خو دغه ګوند پښتنو او پښتو ته ډېر تاوان ورورساوه او د افغاني واکمني بنسټ يې له منځه يووړ.
مرحلــــه نــويـن انقـــلاب ثـــور
پرچمي کارملي واکمني : پرچميانو د کمونيستي واکمني په پيل کې له خلقيانو سره ګډ واک ته ورسېدل او دولتي پوستونه يې سم له يو او بل سره نيم ووېشل. دغو ډلو د انقلاب له لومړۍ ورځې د هېوادوالو په وژنه او د هېواد په بربادي لاس پورې کړ، چې د انقلاب په لومړۍ ورځ يې سردار داود خان د افغانستان قانوني واکمن او د هغه د کورنۍ ټول غړي يې ووژل او د ثور په درېيمه يې مولوي عبدالرب د حبيبېې لېسې او بيا د شرعياتو د استاد په وژلو لاس پورې کړ، چې په دې ډول د انقلاب په لومړي کال لږ تر لږه ۲۰۰۰۰انسانان ووژل شول، په زرهاوو نور تريتام شول او په لکهاوو خلک بهر ته کډوال شول.
د (۱۹۷۹) کال د دېسامبر مياشتې پر (۲۷) نېټه روسانو پر افغانستان تېری وکړ، په افغانستان کې يې بل قانوني دولت له منځه يووړ، مرحوم حفيظ الله امين د افغانستان قانوني واکمن يې وواژه او د خلقيانو واکمني ته يې د پای ټکی کېښود، خو ځينو خلقيانو لکه صالح محمد زېری، سيد محمد ګلابزوی، اسلم وطنجار، شانواز تڼی، سروري او داسې نورو د روسانو يرغل ته، لکه پرچميانو هرکلی ووېلاو له پرچميان او روسانو سره يې ګډ د هېواد په ښکېلاک ﻻس پورې کړ.
 
 دا څرګنده خبره ده، چې رفيق ببرک کارمل د روسانو پر ټانګ سپور کابل ته راورسېد او خپله لومړنۍ وينا يې هم له تاشکند څخه وکړه او کله چې د افغانستان د راډيو تاﻻر ته راورسېد، نو رفيق سليمان ﻻيق يې هر کلي ته ورمخته شو، خو کارمل ورته ګواښ وکړ، چې ورنيژدې نشي او په خپل ځای ودرېږي، ځکه چې پرچمي سليمان ﻻيق له خلقي واکمنو سره همکاري کړې وه، نو کارمل هم ځان غچ اخيستنې ته تيار کړی ؤ، خو د روسانو له وېرې يې له سليمان ﻻيقه غچ وانشوای اخيستلی، د فارسيوانانو خبره (رفيق کارمل غوره به دل ماند!). کارمل غوښتل له سروري څخه هم غچ واخلي، ځکه چې هغه ډېر پرچميان بنديان کړي ول او ځورولې يې ول، خو ملګري سروري هم له روسانو سره نيژدې اړيکې درلودې او د روسانو په راتګ کې يې وفاداري ښودلې وه، چې وروسته د روسانو له يرغله په بهر کې سفير شو او د مرحوم نجيب الله د واکمني له نسکورېدو سره سم د احمد شاه مسعود لاس ته ورغی او نن سبا په پلچرخي کې شپې سبا کوي.
 د پرچميانو په ګوند کې هم ډېر پښتانه ول او ګڼشمېر يې لوړپوړي چارواکي هم ول.د پرچمي سياسي بېرو ډېرګړيغړي يې پښتانه ول او ډېر غړي يې هغه (انقلابي دو آتشه) پښتانه ول، چې تر ننه پورې د پرچميانو او روسانو ملاتړ کوي او خپل پښتانه ځپي. په زړه پورې خبره خو دا ده چې د پرچمي ګوند د سوسياليستي انترناسيوناليزم تر سيوري لاندې هم د پښتنو او پښتو بېخ وايستل شو. پرچميانو په رسمي ادارو کې د پښتو ليکلو د مخنيوي هلې ځلې پيل کړې، د دوکانونو، پوهنتونونو، ښوونځيو او رسمي ودانيو سر ليکنې يې په فارسي واړوې. په ښوونځيو کې له پښتو سره تربګني پيل شوه او نور ټبرونه يې د پښتنو پر ضد ولمسول، چې د مرحوم رفيق ډاکتر نجيب الله د واکمني په ترڅ کې د قومي ملېشوو د نظامي فرقو جوړولو ته يې ﻻره پرانيزه، چې د بېلګې په توګه کولی شو د دوستم پهلوان فرقه (جوزجان)، د غفار پهلوان فرقه (سرپل)، رسول پهلوان فرقه (فارياب)، د نادري پهلوان فرقه (بغلان) او داسې نورې، يادې کړو، خو د پرچميانو په واکمني کې يې هم پښتون په پښتون له منځه يووړ.
د روسانو له راتګ سره پرچميانو ته خدای ورکړه او له پښتنو څخه يې د خلقيانو په نامه غچ اخيستنه پيل کړه او د بانديت او اميني په نامه يې ډېر بې ګناه پښتانه ووژل. د کارمل په واکمني کې د کابل په پولتخنيک کې يوه پرچمي ډله فعاله وه، چې پښتني ځوانان به يې په يوه او بله پلمه وهل، ډبول، بنديان کول او ځيني دې ته اړ ايستل شول، چې وروسته له ډېرې ځورېدنې انستيتوت پرېږدي او بهر ته وتښتي. په پولتخنيک کې يو وار يو پښتون هلک دومره وهل شوی و، چې سهار يې مخ دوبودو کړی وو او په پوهنځي کې چا نشوای پېژندلی چې څوک دی او هغه ځوان ويل چې زما کورنۍ ته احوال ورکړۍ، چې ما دلته وژني، وروسته له څه مودې څخه دغه ځوان تریتام شو، ځينې نور خاد بوتلل او چا چې واسطه نه لرله له ډېرو شکنجو سره مخامخ شول او يو شمېر ځوانان په روحي او رواني ناروغيو اخته شول او انستيتوت يې پرېښود، خو له نيکمرغه بايد ياده کړم، چې له هغه دورې څخه ګڼشمېر پوهنپالان او انجينيران اوس هم ژوندي دي، خو له بده مرغه د کارمليانو له هغوسياسي جنايتونو څخه پرده نه پورته کوي، نه پوهېږم چې ولې؟.
 په دې وروستيو کې د جليل پرشور په نامه يو پرچمی هم په آريايي يا نورو ملي ضد برېښنا پاڼوکې ليکنېکوي او د تش په نامه (روشنفکران مترقي-مترقي رونډ اندو) تر نامه لاندې يې مداريګري پيل کړې ده. درنو هېوادوالو رفيق جليل پر شور خپله سوسياليستي روزنه په بغلان کې د رفيق سليمان ﻻيق د پلار په ژرنده کې تر لاسه کړې، چې جليل پر شور ګومان کاوه چې ګواکې د دغه ژرندې د ګټې پيسې د نړيوال سوسياليزم او پرولتارياد ودې لپاره کارول کېږي، خو وروسته به پوه شوی وي، چې رفيق سليمان لايق هسې غولولی ؤ او سوسياليستي چلند يې ورسره کړی ؤ.
رفيق جليل پرشور د روسانو له راتګ سره سم د سرپل ولايت په جبهه کې ګڼشمېر پښتانه د اشرار په نامه وځپل او يو څه موده د سمنګان والي هم ؤ، د ښاغلي جليل پر شور کړنې په سمنګان کې ټولو ته مالومې دي او پښتنو لا له هېره نه دي ايستلې. کله به چې ښاغلی جليل پرشور د خپل کاره راستنېدو، نو د ماښام لخوا به لومړی د سمنګان بنديخانې ته تلا او هلته به يې هغه بېچاره پښتانه چې د اشرار او يا بانديت په نامه نيول شوي ول، وهل او ډبول، خو کله به چې له مرکزه يانې کابله هم کوم پرچمي رفيق مېلمه ورغی، نو هغه به يې هرو مرو د پښتنو وهلو او ډبولو ته ورباله او ويل به يې (بريم که يک چند تا بانديت خلقي ره سبق بتېم!!).
وروسته له سمنګانه ښاغلی جليل پر شور د شمال زون رئيس شو او په همدغه کال يې له يوې ارغنديوالې پېغلې سره واده هم وکړ او ډېر په کش او فش کې ؤ، خو يو کال لا نه و تېر چې له دغه دندې لرې شو، چې په مزار شريف کې د يو بل کمونيست-ګوندي په وژلو تورن ګڼل شوی ؤ او يو شمېر نور د ولايت لوړپوړي چارواکي هم په دغه جرم کې شريک ول او وروسته له دغه پېښې له دندې لرې شول او په خاد کې په نورو کارونو وګومارل شول، چې له سترګو پناه شي.د هغه وژل شوي ګوندي په تور يو بل پرچمی ته د اعدام سزا ورکړل شوه. داسې ويل کېږي چې کله هغه پرچمی په پلچرخي کې اعدام کېده، نو نارې به يې وهلې چې دوی له مرکزه امر اخيستی ؤ چې هغه ګوندي بايد ووژل شي او د بېرويي سياسي د پلاني غړي په امر ووژل شو. وروسته له دغو پېښو ښاغلی جليل پر شور په صدارت کې د خاد په څانګه کې وګومارل شو او له سترګو پناه شو، خو په ګوند کې لا مقتدر پاتې شوی ؤ، ځکه چې ډېر خلک يې د سوسياليستي ارمانونو قرباني کړي ول او اوس يې غربي امپرياليزم ته پناه وړېاو په سوسياليستي انترناسيونال شخوند وهي.
د خلقيانو په موده کې د کام په نامه يو استخباراتي اورګانؤ،چې د خلکو به يې دنامه په آورېدو پښې رېږدېدې، وهم به اخيستل او د زړه وېنې به يې وچېدلې، خو د رفيق کارمل په موه کې بيا خاد رامنځ ته شو، چې په هېواد کې يې د خلکو په ځپلو، بندي کولو او وژلو لاس پورې کړ. هغه څوک چې په افغانستان کې يا بندي شوي او يا هم د خاد لخوا پوښتل شوي، نو ټول په روحي او جسمي ناروغيو اخته دي. د خاد په اړه هم په افغانستان کې يوه ټوکه جوړه شوې وه: وايي چې يوه ورځ د CIA, KGBاو د افغانستان د خاد استازيو له يو او بل سره خبرې کولې، نو هر يو به ټينګار کاوه، چې د هغوی استخباراتي موسسه تر نورو پياوړې ده، نو درېواړه د سيالي ډګر ته ورودانګل، چې نر او ښځه سره مالوم کي. د سيالي شرط دا و چې د استخباراتي هيئت لخوا يوه ګېدړه په يو ځنګل کې خوشې کېږي او د استخباراتي سازمان د غړي دنده دا وه چې ګېدړه ژر تر ژره ونيسي او د سيالي کومېټې ته يې راوړي.
يوه برګه ګېدړه په ځنګل کې خوشې شوه او د CIAاستازی د ګېدړې په موندلو او نيولو پيل وکړ، نو امريکايی وروسته له 24 ګړيو په دې وتوانېد، چې ګیدړه سلامته راولي. په دويم وار يې بيا ګيدړه په ځنګله کې خوشې کړه، نو دا وار د KGBاستازي ورپسې ودانګل، خو د KGBغړي وکولای شوای چې وروسته له ۴۸ساعتونو ستړې ستومانه او له بښو لوېدلې ګېدړه راوړي او ګيدړه يې سمه شنه منه اړولې وه. وروسته له CIAاو KGBد افغانستان د خاد استازي د سيالي ډګر ته ورودانګل، خوکله چې ګيدړه په ځنګله کې خوشې شوه، نو افغان خاديست هم ورپسې خې شو. سړی ورک شو، يوه ورځ تېره شوه، د افغان خاديست درک نشته، دويمه ورځ تېره شوه، بيا هم د خاديست احوال مالوم نه شو، خو همدا ډول پوره يوه اونۍ تېره شوه، خو خاديست ورک دی، نو هيئت دا پرېکړه وکړه، چې افغان خاديست راپيدا کړي، نو ټول د خاديست په لټه کې شول. وروسته له څه مودې ګوري چې افغان خاديست يو خر راڅملولی او سوټی يې ورته بند کړیاو ورته وايي: ووايه چې خر نه يي، مګر ګيدړه يې... نو درنو هېوادوالو دا هم ؤ د افغاني ټولنې غبرګون د خاديستانو د ظلم په اړه.
د ببرک کارمل په موده کې د روسي ځواکونو په مرسته ټول مسلمان افغانان د اشرار په نامه او پښتانه مسلمانان د بانديت په نامه وځپل شول او د افغان ولس بېخ او بنياد يې وايست، خو بايد ياده شي، چې له کارمل سره ګڼشمېر پښتانه هم د افغانانو په ښکېلاک لاس پورې کړ او سوسياليستي انترناسيوناليږم يې پياوړی کړ او د هېواد په ويجاړولو کې يې د زړه له کومې برخه واخيسته او اوسمهال د غربي نړۍ په امپرياليستي-سوسيال شخوند وهي.
 مرحله تکاملـــي و نجــات بخــش انقـــلاب ثــور
 په ۱۹۸۵م کال په روسيه کې ميخايل سرګېيويچ ګوربچوف واک ته ورسېد، چې په خپلو خبرو کې يې په زغرده څرګنده کړه، چې روسي ځواکونه به له افغانستانه وځي او لومړي شپږ غونډونه يې د ۱۹۸۶کال په بهير کې له افغانستانه وايستل او د ګورباچوف د واکمني له پيل سره د کارمل پر ځای د ډاکتر نجيب د ګومارلو ولولې هم رامنځ ته شوې او په ۱۹۸۶کال د مسکو په ټينګار مرحوم ډاکتر نجيب واک ته ورسېد او روسان د ۱۹۸۹ ميلادي کال د فبروري په ۱۵ نېټه پايپاکه له افغانستانه ووتل او افغانستان يې له خپلو پرهارونو سره له وينو ډک په ټولنيزه انارشي کې پرېښود
<img src="file:///C:/Users/Pohyal/AppData/Local/Temp/msohtmlclip1/01/clip_image008.jpg" data-cke-saved-src="file:///C:/Users/Pohyal/AppData/Local/Temp/msohtmlclip1/01/clip_image008.jpg" rtl"="" width="576 <div dir=" height="115"> هغه مهال په کابل کې د ډاکتر نجيب الله ملاتړ د هغه وخت واکمنو خلقيانو وکړ، که څه هم ډاکتر نجيب په خټه پښتون ؤ، مګر هغه هم ځان افغانستاني ستميانو ته سپارلی ؤ او خپل خلقي ملاتړي يې د وخت په تېرېدو سره يو په بل پسې وځپل او افغانستانيان يې ونازول او د دې امکانات يې رامنځ ته کړل، چې يو شمېر افغانستانيان نظامي او اقتصادي مرسته تر ﻻسه کړي او خپلې نظامي فرقې او ګوندونه جوړ کړي، په امن کې غونډې وکي او له يو او بل سره اتحاد وکي، چې د بېلنتوب (سيپاراتيزم) څپې يې وخوځولې او نن سبا هره ډله ټپله د فدراسيون او کونفدراسيون رمباړې وهي </span></div><div style="text-align: right;" dir="RTL"><span dir="LTR"></span></div><div dir="RTL"><span dir="LTR"><div style="text-align: right;" dir="RTL"> مرحوم نجيب الله هم په خپلو پښتنو پسې رااخيستې وه، ځيني وايي چې شانواز تڼي په ډاکتر نجيب الله کودتا وکړه، خو د تڼي په کودتا کې يو شمېر پېښې ډېرې په زړه پورې دي. زه کوم نظامي څانګپوه نه يم، مګر کله چې د دفاع وزارت له مرکزي قول اوردو څخه د جمهوري رياست ګارد او مرکزي ګارنيزون بېل کړې، نو په دفاع وزارت کې څه پاتې شول؟ او بل دا چې د کورنيو چارو له وزارت څخه د کابل ښار قومانداني د ګارنيزون تر واکمني ﻻندې راولې، نو کورنيو چارو وزارت ته د هېواد په پلازمينه کابل کې څه پاتې شول؟ له بل پلوه د خاد رياست په وزارت واوښت او د پرسونل شمېر يې د دفاع وزارت او د کورنيو چارو وزارت په پرتله څو ځله ډېر او اقتصادي سټه يې د مرکز په مرسته او روسانو په سپارښت سمبالې ده، نو دا کودتا د چا وه؟ د مرحوم نجيب او که د ملګري شانوازتڼي! په پښتو کې ويل شوي، چې: په خپل سوري کې ګېدړه هم خوله اچوي! نو خلقيان داسې کونج ته شوي ول، چې بل څه نه ؤ ورته پاتې او دې ته اړ ايستل شول، چی د مرحوم ډاکتر نجيب پر ضد پر کودتا ﻻس پورې کړي، چې د خلقيانو په ناکامي سر ته ورسېده او پايله يې دا وه، چې د کابل يوه سيمه ړنګه شوه او د کودتا په نامه ګڼشمېر پښتني نظامي او غير نظامي کدرونه د پرچميانو لخوا له تېغه تېر شول، چې د دغه غچ اخيستنې په ترڅ کې ارکانحرب آصف شور او نور تکړه افغاني کدرونه هم ووژل شول. د دغه غميزې يو مسؤل کس، چې نبي عظيمي نومي او د ډاکتر نجيب الله په واکمني کې لويدرستيز ؤ، پخپل کتاب (اردوی افغانستان در سه دهه اخير) کې د دغه کودتا په ترڅ کې د انسان وژنې په اړه د جنرال بابه جان بنسټيز رول په ګوته کوي او ليکي چې بابه جان له سلو ډېر پښتانه نظامي کدرونه ووژل، چې د ملا کرزي په واکمني کې د شمال سيمې د ۳۰۳ فرقې قوماندان دی.</div> <div dir="RTL"><div style="text-align: right;">د دغه کودتا په اړه د افغاني ټولنې غبرګون د يوې ټوکې په ترڅ کې داسې راڅرګند شوی دی: وايي چې د کودتا پر مهالځينو لوړپوړو افغاني چارواکو د چين له سفارته پناهندګي غوښتې وه، ځکه چې دغه سفارت د ارګ تر شاه وو او نيژدې هم وو، نو دغه سفارت ته وردانګل سخت نه ول. په پناه غوښتونکوکې نجيب الله، کارمل که کارغل او سلطانعلي ګوسفند هم ول، خو د چين سفارت له مقراراتو سره سم هر پناهنده بايد چينايي نوم ولري، نو ځکه اړ شول، چې دغه لوړپوړو چارواکو ته چينايي نومونه وټاکي، نو ځکه يې د هغوي له ځانګړتياوو سره سم نومونه غوره کړل. نو د لومړي په اړه وپوښتل شول، چې مشخصات يې څه دي، نو د کمونيستانو استازي ووېل، چې هغه په ونه جګ، غولپيکره او پلن کونی دی، نو چينايانو ورته د (کون چون ټانګ) نوم وټاکه، د دويم په اړه يې ووېل، چې مخ يې تور، پزه يې کږه او ټيټه ونه لري، نو د چين سفارت ورته (قد چون ک..) نوم غوره وګاڼه او د درېيم ځانګړتياوې يې په لاندې ډول په ګوته کړې: غټ سر، لنډه پېرړه غاړه، ګرد مخ او ځړېدلي غومبوريلري، نو چينايانو ورته د (روی چون کون) نوم وټاکه، خو د تڼي کودتا ناکامه شوه، دغه بګېل واکمن هم پر ځای پاتې شولاو بدمرغي يې پښتنو ته پرېښودله</div><div dir="RTL"><div style="text-align: right;"> درنو لوستونکو! پښتني ضد هلې ځلې وروسته د تڼي له کودتا څخه نورې هم پياوړې شوې او د ګلمجمانو (دوستـم پهلوان، رسول پهلوان، غفار پهلوان)، ياغيانو (عصمت مسلم، رسول بېخدا، سېد داود، سيد احمد)، باغيانو (علي مزاري، اکبري،نادري)او د نورو ډلو تپلولنډغران کابل ته راورسېدل او په کابل کې يې ټولنيز امنيت له منځه يووړ او ګلمجمانو په پښتني سيمو (کندهار، پکتيا، وردګ او داسې نورو...) د يرغل او بريدونو واک د ډاکترنجيب الله له ملاتړ سره تر ﻻسه کړ او دا يې شعار ؤ (مال يې ستا سر يې زما!) او د دغو لنډغرانو د برېدونو پايله د افغانانو تباهي وه او د هېواد بربادي، ګڼشمېر خلک د ټوپکسالارانو قرباني شول او د خلکو په مال او عزت تېری وشو.</div><div dir="RTL"><div style="text-align: right;">په ۱۹۹۰م کال په کابل کې د ګلمجمانو غوبل روان ؤ او د هزاره ګانو په موټرو د خميني انځورونه ځړېدل او په تکيه خانو کې د ايران په پلوي غونډې جوړېدې او د کابل ښار د بېلابېلو ډلو د سيالي او جګړو ډګر ګرځېدلی ؤ. خلکو داسې څرګندونې کولې، چې ګواکې د کابل په پوستو کې ګلمجمان خلک ځوروي او حتی دا چې د خلکو په ښځو تېری کوي، نو د کابل چاپېريال د پښتني سيمو ځيني خلک ډاکتر نجيب ته ورغلي ول، چې په دې اړه مرسته تر ﻻسه کړي، خو د مرحوم ډاکتر نجيب ځواب دا ؤ: ګلمجم (قومندان نجم الدين) او دوستم ما ساتي، تاسو پښتنو زما سره څه کړي! عسکر مو راکړي؟ نه!، له دولت سره مو مرسته کړې؟ نه! او کافر هم راته وايی، تڼي مو کودتا راباندې وکړه، مګر اوزبکان، هزاره ګان او تاجکان مې ساتي!، نو بيا تاسو څه را څخه غواړی! ځی په مخه مو ښه!، نو دا خبرې خلکو په کابل کې کولې او له ډاکتر نجيبه ډېر خواشيني ول</div><div dir="RTL"><div style="text-align: right;">کارمليانوهم په خپل وار هڅه کوله چې د مرحوم ډاکتر نجيب پر ضد کودتا وکړي او په يوه غونډه کې ببرک کارمل ښاغلي مجيد سربلند ته ويلي ؤ، چې: مه ای بچی اختر آخر جزا مېتم!! دېګ کی برای ما جوش نيمخوره دراو ګوه بجوشد!!، نو درنو لوستونکو د قدرت خوند د دغو کمونيستانوسترګې لنډې او زړونه يې مردار کړي ول. ډاکتر نجيب هم د واک په خمار کی لاهو ؤ او د نجيب په واکمني کې په پښتني سيمو د سکاډ، اورګان او لونا راکټونو غوبل جوړ ؤ، خو دې ته يې پام نه ؤ چې خپل خلک بربادوي. د نجيب الله واکمني هم د ده د دوستانو لخوا نسکوره شوه، چې د نجيب الله د واکمني په نسکورېدو کې د دوستم ملیشو بنسټيز رول درلود او ګوندي کودتا بيا کارمليانو (نجم الدين کاوياني، وکيل، مزدک، عظيمي، دلاور خان او داسې نورو) پرې وکړه، چې له واکه د لرې کېدو زېری يې د رفيق سليمان ﻻيق له خولې په سپکو الفاظو واورېد، چې بيا ملګري اسلم وطنجار ورته ويلي ؤ چې: رفيق لايق در بحث تان از فيصله حزب کنار نروید!.</div><div dir="RTL"><div style="text-align: right;">وروسته له دې پېښې ډاکتر نجيب هم پښې سپکې کړې او د هوايي ډګر په لاره د تېښتې په ترڅ کې د ګلمجم لنډغرانو ونيو او له هوايي ډګره د بيرته راستنېدو پر مهال د ملل متحد دفتر ته ننوت او هلته يې پناه وغوښته. د ډاکتر نجيب د واکمني د نسکورېدو په بهير کې ځيني لوړ پوړي چارواکي هم په مرموز ډول ووژل شول، چې د خاد وزير يعقوبي هم د وري په ۲۷نېټه ووژل شو، چې د هغه په وژنه کې يار محمد مزدک او باقر فرئين ګرم ګڼل کېږي، ډېره په زړه پورې ده، چې يعقوبي په هغه شپه د شپې په ۱بجه له مرحوم ډاکتر نجيب الله سره د هېواد د ستونزو په اړه خبرې کړې وې، خو د وري په ۲۷نېټه د ورځې د ۷او ۸بجو په ترڅ کې په کيڼه شقيقه ويشتل شوی ؤ، د مرحوم يعقوبي مړی د عدلي طب د کمیسیون لخوا وليدل شو، چې په دغه کميسيون کې د يعقوبي ورور (د صحت عامې معين)، ډاکتر موسی وردګ، ډاکتر سهيلا (جنرال سهيلا)، عبدالحق علومي (چې د نظار شورا د لنډغرانو لخوا د ۱۹۹۲کال په ترڅ کې ووژل شو) او ځينې نورو ګډون درلود. وروسته له څو خبرو د مرحوم يعقوبي ورور وويل!! (فاروق جان را آزار ندهېد! من قبول دارم که ګويا خودکشي کرده!). له عدلي راپوره داسې څرګندېدله چې يعقوبي په کيڼه شقيقه ويشتل شوی دی، خو که څوک سم فکر وکي، نو مرحوم فاروق يعقوبي کيڼلاسی نه ؤ او د ځان وژلو لپاره يې ښيۍ شقيقه هم نيژدې وه او هم آسانه، نو زه نه پوهېږم، چې هغه د خپل ژوند په وروستيو شېبو کې ولې ځان په کيڼه شقيقه وويشت!کېدی شي، د يعقوبي د مړينې سبب د هغه د مېز د روک يو ميليون ډالره وي، چې نورو ته يې له خپل مرګه مخکې ښودلې وې او يا هم د يعقوبي سياسي تجرېدېل يا سياسي واک!</div><div dir="RTL"><div style="text-align: right;">وروسته له يعقوبي څخه نور خلک هم ووژل شول، چې د تورن جنرال باقي، چې د يعقوبي معاون او د خاد د ۵ادارې رئيس هم ؤ په ډېره مرموزه توګه ووژل شو. مرحوم باقي په خټه ځدران پښتون ؤ او د پولتخنيک ديپلوم انجينير ؤ. جنرال باقي د حمل په ۲۷نېټه د ۱۰او ۱۱بجو په ترڅ کې ووژل شو. د جنرال باقي په وژنه کې سيد اکبر نومی او جنرال بابه جان، چې د ۵۵ليوا قوماندان ؤ او د خاد په ۵ادارې پورې يې اړه لرله، ګرم ګڼل کېږي. درنو هېوادوالو د ډاکتر نجيب د واکمني له نسکورېدو سره سم په افغانستان کې د انسان وژنې او بربادي بله بړبوکۍ رامنځ ته شوه، چې لوبغاړي يې مجاهدين او که مجاهلين ول او پايله يې ملکولطوايفي او د افغانستان د ټوټې کېدلو ګواښ ؤ.</div><div dir="RTL"><div style="text-align: right;">د نجيب الله د واکمني له نسکورېدو سره سم کمونيستانو هم پښې سپکې کړې، څوک مسکو ته وتښ او څوک هم نورو ملکونو ته، خو په پای کې افغاني کمونيستان په امپرياليستي غرب او امريکا کې سره راټول شول او د سوسياليستي شوروي (روسيې) پر ځای يې خونخوار امپرياليست ښه وګاڼه او د سوسيال په خوړلو يې خپل سوسياليستي شخوند پيل کړ، خو لمر په دوو ګوتو نه پټېږي، ځکه چې په بهر کې هم دوی کرار و نه مونده او په بهر کې ظالم او مظلوم دواړه سره مخامخ شول، په چا چې ظلم شوی ؤ، نو په ظالم يې عرض وکړ او ګڼشمېر کمونيستان نن سبا په جېلونو کې شپې سبا کوي او خپلو اولادو ته مړسترګي دي، ځکه چې د دوی له کمونيستي ظلمونو په بهر کې روزل شوي ماشومان يې هم خبر شول او د زغم منطق ورته نه شي موندلی او خپل پلرونه ګرم ګڼي</div><div dir="RTL"><div style="text-align: right;"> داسې ويل کېږي، چې په يو بهرني ملک کې د افغانانو په يوه مظاهره کې يوه حامله داره مېرمن له يوه لوړ پوړي کمونيست سره مخامخ شوې وه، نو د هغه له لېدو سره يې له ويرې او يا هم له کرکې ډېر فشار پرې راغلی ؤ او په نس يې درد شوی ؤ، چې په نس اولاد يې د نقصان له ګواښ سره مخامخ شوی ؤ. مېرمن روغتون ته استول کېږي. د هغه ملک چارواکو وروسته له څېړنو له هغه مېرمنې اورېدلي ؤ، چې کله دا تنکۍ ځوانه وه، نو مېړه يې په جهاد کې وژل شوی ؤ او له مجبوريته کمونيستي دولت ته په پناه راغلې وه او د مزار شريف په ښار کې مېشته وه، چې کور يې د کمونيستانو لخوا څارل کېده او د تېښتې امکانات يې نه درلودل.</div><div dir="RTL"><div style="text-align: right;">په دغه مېرمن د اوږدې مودې په ترڅ کې د سيمې د کمونيستي چارواکو لخوا ګروپي جنسي تېری کېده او څو ځلې د مرګ تر پولې رسېدلې وه، چې وروسته له اوږدې مودې په تېښتې بريالۍ شوې وه، خو په اوروپا کې د مظاهرې په ترڅ کې له هغه چا سره مخامخ شوې وه، چې په دې يې جنسي تيری کړی ؤ. د دغه شخص په اړه څېړنې پيل شوي دي، خو دغه شخص وروسته له دغه پېښې له هغه مخکني ملکه تښتېدلی او اوسمهال په المان کې پټ دی. د يادونې وړ ده چې په اوروپا کې لږترلږه ۸۰۰۰افغانان په جنګي جرمونو تورن دي، چې نن يا سبا به خپله سزا وويني، خو پښتو متل دی، چې په اور کی هم وچ او هم لامده سوځي!.</div><div dir="RTL"><div style="text-align: right;"> يادونه: درنو هېوادوالو! په کمونيستي سازمانونو کې نورې دوآتشه سرې ډلې ماويستي ګروپونه دي، چې د ساما، شعلې جاوېد، سزا او داسې نورو نومونو لاندې د افغاني ارزښتونو ضد، ماودېدونګي کمونيستي فعاليتونه کوي او اوس هم د هېواد په منحرفولو کې د زړه له کومې هلې ځلې کوې او په خپلو برېښنا پاڼو کې د مارکسيزم، لېننيزم، ماوئيزم او کمونيزم سرو لمبو ته لمنه وهي، چې ګواکې اور يې مړ نه شي، ځکه چې مارکسيږم په اوروپا کې، لېننيزم په روسيه کې او ماوئيزم په چين کې د آزاد بازار له ګواښ او ودې سره مخامخ شول، چې په هره سيمه کې د خپلو نيمګړتياوو سره سم د کمونيزم په کنده کې نسکور شول</div><div dir="RTL"><div style="text-align: right;">په افغانستان کې ماويستان هم له افغانيت سره کرکه لري او په نړۍ کې د سوسيال-تروريستي ګروپونو په نامه يادېږي، ځکه چې افغاني ماويستانو په ګڼشمېر سياسي ترورونو کې لاس درلود او د سردار داود خان د واکمني د پلان رئيس علی احمد خرم او د کمونيستانو په واکمني کې د امريکا د سفير په وژنه کې ماويستان ګرم ګڼل کېږي او د کمونيستي خاد لخوا د مجيد کلکاني د وژلو په غچ اخيستنه يې لاس پورې کړ چې د ۱۳۶۰کال په پيل کې د کابل د حبيبيې لېسې مخې ته د کمونيستي خاد د يو شمېر لوړپوړو چارواکو په ترور پای ته ورسېد.دغو ډلو ته هم لکه خلکيانو او پرچميانو غوندې کومه آيډيالوژي هدف نه دی، بلکې واک ته د رسېدلو وسيله ده! پايله</div><div style="text-align: right;" dir="RTL"> د افغاني کيڼ اړخو واکمنيو په بهير کې افغانستان د سوسياليستي او کمونيستي ايديالوژي قرباني شو، خو له بده مرغه، چې افغاني کيڼ اړخي خپلې چپي ايديالوژی ته هم وفادار نه ول او افغانستان يې د خپلو خپلمنځيو شخړو وزلوبه وګرځاوه، چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې يې ټبريز، کولتوري او سياسي حساسيتونه رامنځ ته کړل او افغانستان يې د خلکيتوب او پرچميتوب په ژرنده کې اوړه کړ.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> د چپيانو په واکمني کې  د افغانستان وګړي په وينو کې ولمبول شول، هجرت ته اړ شول او په ميليونونو خلک ووژل شول، ښځې مو کونډې شوې، ماشومان مو يتيم شول او په لکهاوو څه چې په ميليونونو خلک مو معيوب شول او د انقلابي اخو ډب سره په پای کې ګڼشمېر افغاني کمونيستان او يا سوسياليستان هم لوېدېزې نړۍ ته مهاجر شول، چې هم خپله له بدمرغيو سره مخامخ شول او هم يې اولاده ترې پردۍ شوه، ځکه چې ماشومان يې په پردېسي کې په بېلابېلو ملکونو کې لوی شول او له افغاني هويته لرې پاتې شول، چې جبران يې افغاني کورنيو او افغاني ټولنې ته ناشونی دی.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> په درنښت</div> <div dir="RTL" align="center"><div style="text-align: right;">ستاسو د بري په تمه</div><div dir="RTL" align="center"><div style="text-align: right;">لومړۍ برخه</div><div dir="RTL"><div style="text-align: right;">ډاکتر لمر</div><div style="text-align: right;" dir="RTL"> د کمونيستي او اسلامي غوبل بهير دا دی له دېرشو کلونو واوښت، خو افغان ولس لا تر اوسه په وينو کې لمبېږي، افغانستان د بهرني ښکېلاک د سياليو ډګر دی او افغانان په يو او بل نوم وژل کېږي. درنو هېوادوالود دغه څو کرښو په ليکلو سره غواړم ستاسو پام ځينو هغو غير افغاني هلو ځلو ته راواړوم، چې په افغانستان کې د افغانستاني نومي وګړو، بې تفاوتوپښتنو او بهرنيو يرغلګرو لخوا تر سره کېږي، چې کمونيستيګوندونه،اسلامي تنظيمونه او امريکايي لاسپوڅيتکنوکراتان يې بنسټيز لوبغاړي ول او دي.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL">  که موږ د افغانستان وروستۍ نېمې پېړۍ ته ځير شو، نو په دغه هېواد کې د تش په نامه د ديموکراسي په دوره کې (وروسته له ۱۹۶۰کلونو څخه) ځيني ګوندونه جوړ شول، چې ځينو کمونيستي او ځينو يې اسلامي شعارونه درلودل، خو دغه ګوندونه نه کمونيستي ول او نه يې هم اسلامي څرک درلود، ځکه چې په دغه ګوندونو کې يو شمېر غړي له ايران سره د لېوالتيا پر بنسټ راټول شول، چې د پان-ايرانيزم ولولې يې ژوندۍ ساتلې دي ، چې موخه يې د خپلو جوبونه ډکول او د خلکو او ټولنې بربادول دي او يا هم تش په نامه پښتني ګوندونه را منځ ته شول، چې د پښتو او افغانيت هېڅ څرک هم پکې نه لېدل کېده او پښتانه يې د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ کړل.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> افغاني ديموکراسي په ۱۹۷۸کال کې خپل لوړ پوړ ته ورسېده، چې پايله يې د هېواد بربادي او د هېوادوالو بدمرغي شوه. په ۱۹۷۸م کال کې يو شمېر کمونيستي ګوندونو وکولی شوای، چې د يوې له وينو ډکې نظامي کودتا په ترڅ کې واک تر ﻻسه کړي، چې د شهيد سردار محمد داود خان او د هغه د کورنۍ لږ تر لږه اوياوو غړو په وژنه تر سره شوه او د افغاني ټولنيز ژوند د بربادۍ لومړۍ پېلامې يې رامنځ ته کړې، نو درنو لوستونکو موږ هم کولی شوچې د افغانستان د وروستيو دېرشو کلنو د ناخوالولاملونه د کمونيستيګوندونواو اسلامي تنظيمونو او امريکايي تکنوکراتانوپه فعاليت کې راوسپړو، د هغوی غير افغاني هلې ځلې وڅېړو او د واکمنو لېوالتيا يوه او بل اړخ ته څرګند کړو.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> کـمـونـيـســتـــي اوښـتــون</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> د ۱۳۵۷کال د غويي اوښتون کومهناڅاپي پېښهنه وه، د خلک ديموکراتيک ګوند د روسانو په سپارښت اوملاتړخپلې هلې ځلې د ۱۳۴۳لمريز لېږديز کال د جديې له ۱۱څخه پيل کړې وې، چې د رفيق ببرک کارمل او ملګري نورمحمد ترهکي د خپلمنځيو شخړو په ترڅ کې ديموکراتيک ګوند په دوو څانګو (خلقي او پرچمي) ووېشل شو او د غويي د غميزې په درشل کې رفيقان او ملګري په کمونيستي او انترنسيوناليستي دسيسو کې ښه پاخه شول، چې خپل مهارت يې وروسته له خلقي کودتا خلکو او نړۍ ته څرګند کړ.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> په دې اړه د ګڼشمېر ليکوالو لېکنې هم خپرې شوې دي، چې هر يو ليکوال د خپل ليد په ورېځ کې د افغانستان غميزې سپړي او يو شمېر کمونيست ډوله ليکوالد کمونيستانو په واکمني کې ډېرو پېښو ته يو ځانګړی تحليل ورکوي، چې لوستل يې زما په ګومان اړين برېښي، د يو شمېر ليکنو تحليلونه  ډېر د پام وړ دي، لکه چې يو ليکوال ليکي:(پرچميان او کارملي ډوله خلقيان د <span dir="LTR">KGB</span>اجنټان ول، خو بيا ليکي چې د ۱۳۵۶کال د جوزا په مياشت کې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سفارت د هڅو او ټينګار له امله نوموړې دوې ډلې«خلقيان او پرچميان»يو ځای شوې)، نو درنو لوستونکو له دغو کرښو څرګندېږي، چې خلقيانو او پرچميانو لا له سرې غميزې مخکې د روسيې ډول ته نڅېدل! د پښتو متل دی چی وايي: خړ سپی د لېوه ورور دی!</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> په يوه  ليکنه کې  د ديموکراتيک ګوند د جوړښت وړانديز په ځانګړي ډول کېږي، خو ما ته د ښاغلي ليکوال فکري بهير ډېر په زړه پورې دیاو دا لاندې کرښې مې ولوستې (يو سياسي ګوند سياسي موخو ته د رسېدلو وسيله ده. که ولس خپله دا وسيله ولري او په شاوخوا يې راټو ل شي، نو بيا کولای شي نه يواځې له واقعيتونونه خبر شي، بلکې واقعيتونو ته په خپله ګټه تغير ورکړي!). درنو هېوادوالو په دې اړه زه نور څه نه وايم، مګر تاسوته سپارښت کوم، چې د سورمخو يا سورلنډيو ليکنې تل ولولی، چې په څه ډول دغه بدمرغي سره ليکوال د سرې غميزې محرکه قوه د خلکو ذهنونه مغشوشوي او واقعيتونو ته په خپله ګټه سور شال وراغوندي.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> <span dir="LTR"><img src="file:///C:/Users/Pohyal/AppData/Local/Temp/msohtmlclip1/01/clip_image002.jpg" data-cke-saved-src="file:///C:/Users/Pohyal/AppData/Local/Temp/msohtmlclip1/01/clip_image002.jpg" width="576" height="107"></span></div> <div dir="RTL"><div style="text-align: right;"> مخکې له کودتا څخه د کمونيستانو يو مشر (مير اکبر خيبر) ووژل شو د هغه مړينه د سرې غمېزې د رامنځ ته کېدو پلمه وګرځېده. د مير اکبر خيبر مړينه ډېره مرموزه وه، خو قدوس غوربندي په خپل يو کتاب کې (نګاهې په تاريخ حزب ديموکرتيک خلق افغانستان) د هغه په مړينه کې د ببرک کارمل او د نور احمد نور د لاس لرلو يادون کړی، خو ځيني نور بيا د ګلبدين حکمتيار اسلامي ګوند د هغه په مړينه کې ښکېل ګڼي.</div><div style="text-align: right;" dir="RTL">  داسې څرګندونې هم کېږي، چې مخکې له سرې غميزې سردار محمد داود خان ځينو ټولنيزو نوښتونو ته ملا تړلې وه، چې د بهرنيو هېوادونو له سفر څخه د راستنېدو سره يې سم په دولتي چارو کې د بدلونونو ګواښ وکړ او ځينو لوړپوړو چارواکو ته يې دنده وروسپارله چې د دولت په پياوړولو کې خپلې هلې ځلې چمتو کړي. د دغه پروګرام يوه برخه له کمونيستي ځناورانو د ټولنې پاکول ول، نو د داود خان د دفاع وزير (غلام حيدر رسولي) په نوښت د مېر اکبر خيبر او نورو کمونيستانو د ورکولو پلان جوړ شو.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> يو ولي محمد نومی منصبدار، چې د ۸فرقې د ۳۲غونډ قوماندان ؤ او مخکې له دې دندې د سردار محمد داود خان د صدارت په موده کې د کابل د ګارنيزيون صاحب منصب ؤ، دغه ولي محمد هم د مير اکبر خيبر په مړينه کې تورن ګڼل کېږي. د ځينو نظامي چارواکو په نغوته داسې جوتېږي، چې ولي محمد ۱۵دقيقې مخکې له دې چې خيبر مړ شي له خپلو محافظينو سره يو ځای له ټولي وتلی ؤ او د مير اکبر خيبر د وژنې په سيمه کې ليدل شوی ؤ، چې وروسته د مير اکبر خيبر له مړينې بيرته ټولي ته راستون شوی ؤ. داسې ويل کېږي، چې ولي محمد د مېر اکبر خيبر په مړينه کې لاس درلود او داسې څرګندونې کېږي چې ولي محمد د رسولي (د سردار داود خان د دفاع وزير) ځانګړی نفر ؤ، چې د داود په واکمني کې يې د رسولي په ښوونه د ځينو اشخاصو په وژلو يا ترور کې لاس درلود.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> د مرحوم مير اکبر خيبر د مړينې پېښه لا نه ده څېړل شوې او د افغانستان د تاريخ د روښانېدلو لپاره يوه اړينه موضوع ده، ځکه چې کمونيستانو هم دغه پېښه د ۱۹۷۸کال له اوښتون څخه وروسته ونه څېړله او د هېرېدو کندې ته يې ورواچوله. داسې څرګندونې هم کېږي چې ګواکې د مير اکبر خيبر په مړينه کې روسانو او <span dir="LTR">KGB</span>لاس درلود، نو ځکه افغاني کمونيستانو دغه پېښه تر ننه پټه وساتله او هېچا او هېڅ کومې بلېډلې هم دغه پېښه ونه څېړله او ټولو غوږونه کاڼه پرې واچول، مګر د افغانستان د راتلونکي نسل لپاره دغه پېښه يو تاريخي ارزښت لري.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> د افغانستان د پېښووروستي دېرش کلونه د دغه پېژندل شوې سياسي څېرې له مړينې سره راپيل شول، خو زما په ګومان مرحوم مير اکبر خيبر د افغانستان يواځينۍ سياسي څېره ده، چې لاسونه يې د افغان ولس پر وينو نه دي لړل شوي او د دغه شخصيت د تلپاتي کېدو لپاره بايد افغاني چارواکي د دې هڅه وکړي چې د دغه افغاني شخصيت سياسي هويت وسپړل شي او د افغانستان د تاريخ پاڼو ته وروسپارل شي.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL">  ډېرو کمونيستانو هڅه کړې چې د ځان د سپيناوي لپاره يو څه وليکي، خو ټولې پېښې په منحرفه بڼه ليکل کېږي او دا څرګنده خبره ده چې د وروستيو دېرشو کلونو د غمېزې مسؤلين افغاني کمونيستان،افغاني اسلاميستان او افغاني تکنوکراتان د افغانستان په فکر کې نه دي، مګر د خپلو جنايتونو په پټولو او ورکولوبوخت دي او هڅه کوي د وروستيو ۳۰کلونوافغاني ناورين پړه په يو او بل واچوي، چې د افغانستان د وګړو ذهنيتونه مغشوش کړي.</div> <div dir="RTL"><div style="text-align: right;">ګڼشمېر ليکوال په خپلو ليکنوکې د غويي د اوښتون په اړه ډېرې په زړه پورې څرګندونې کوي، چې د غويي د غميزې په سياسي برخه کې يو ليکوال داسې ليکي: (په سياسي ډګر کې د ثور انقلاب د دولتي قدرت واګي له سلطنتي کورنۍ نه د ټولنی د عامو خلکو استازو، خلقيانو ته ولېږدېدې او د شهزادګانو ميراثي رژيم يې داسې دړې وړې کړ، چې بيا هېڅکله په پښو ونه درېد. دا چې اوس هم د شاهي نظام پر ځای جمهوري نظام دی دا هم د هغه ژور بدلون نتيجه ده، چې د ۱۳۵۷کال د ثور په ۷نېټه منځ ته راغی)، خو زه پوه نه شوم چې خلقيانو د سردار محمد داود خان جمهوري نظام له منځه يووړ او که د مرحوم اعليحضرت محمد ظاهر شاه پادشاهي يې ختمه کړه؟ درنو وروڼو څومره چې ما ته د افغانستان تاريخ مالوم دی، نو سردار محمد داود خان د افغانستان د لومړني جمهوريت بنسټ اېښودونکی دی، خو داسې ښکاري چې يو شمېر ليکوال خپل سياسي شعار ته (د سياسي ګوند په مرسته نه يواځې له واقعيتونونه خبر شی، بلکې واقعيتونو ته په خپله ګټه تغير ورکړی!) وفا دار پاتې شويدي، سترګو ته خاورې شنياو زه هم د قلم بری ورته له لويه خدايه تمه کوم، ځکه په ليکنو کې د ريښتيا څرک موندل کېدی شي.</div><div dir="RTL"><div style="text-align: right;"> د يادونې وړ ګڼم چې کمونيستانو د سردار محمد داود د کورنۍ لږ تر لږه اويا تنه غړي ووژل او د هغه د کورنۍ واړه ماشومان يې هم له تېغه تېر کړل.په دې اړه مې په برېښنا پاڼو کېيوه ليکنه ولوستله، چې ګواکی دستګير پنجشېري د هغه د مړينې امر ورکړی ؤ، خو بايد ياده شي چې دستګير پنجشېری هغه ګېدړ ؤ، چې د امين او تره کي د شخړو په وخت کې په مسکو کې ناست ؤ او په خپل فرکسيوني ګوند کې يې پرته له خپل زويه او ورور څخه بل څوک نه درلودل او لکه د ترؤمچ په هره کټوه کې به لاهو ؤ. کله چې د پنجشېري اپرتې واورې، نو يوه ټوکه دې په ياد شي: وايي چې يوه ورځ ګڼشمېر ماران په مزل تلل، خو د دوی په منځ کې يو چومجی (چنجی) هم ؤ، خو کله به چې ماران يو څو مترهوڅخېدل، نو چومجي به سر پورته کړ او ناره به يې کړه، چې موږ ماران چېرې ځو! نو درنو هېوادوالو دغه پنجشېري چومجی هم اوس د مارانو کانې کوي، خو دا هغه بدمرغه ليونغرتی ؤ، چې زور يې په بې وزله خلکو رسېدلی ؤ او ګڼشمېر معلمين او متعلمين يې د خپلې کمونيستي واکمني په موده کې له تېغه تېر کړل. شک هم نشته چې دغه ځناور د سردار محمد داود او د هغه د کورنۍ د وژلو امر هم ورکړی وي، چې خپلو بادارانو ته يې کمونيستي انترناسيوناليستي غوړه مالي کړې وې.</div><div dir="RTL"><div style="text-align: right;"> د شهيد داود خان د مړينې په برخه کې داسې ويل کېږي، چې د امام الدين نومي منصبدار لخوا وژل شوی دی او يو روسي جنرال په خپل يو کتاب کې ليکي، چې د مرحوم ډاکتر نجيب الله څخه يې اورېدلي ؤ، چې د سرې غمېزې د کودتا په ورځ د خلکو د ديموکراتيک ګوند مرکزي کومېټې لا پرېکړه نه وه کړې، چې امام الدين غونډې ته ننوت او وېې ويل چې د سردار محمد داود ټوله کورنۍ يې وژلې ده او د ګوند پرېکړې ته اړتيا پيدا نه شوه.</div><div style="text-align: right;" dir="RTL"> درنو هېوادوالو! له نېکه مرغه وروسته له دريو لسيزو د سردار محمد داود قبر هم وموندل شو، د سردار محمد داود سپېڅلی نوم بيا د افغانستان په تاريخ کې په نيکه ياد شو او خلکو خپل متدين، په هېواد مين واکمن او زړه سوانده لارښود په درنښت په کابل کې خاورو ته وسپاره او د افغانستان د تاريخ زرينې پاڼې يې بشپړې کړې، ځکه چې سردار داود په افغانانو د دې حق لري، چې په حرمت سره ياد شي او مقبره يې د هر افغان لپاره د تاريخ يادښت دی، راتلونکي نسل ته د مېړانېڅلی او د هېوادپالنې مشالدي.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> <span dir="LTR"><img src="file:///C:/Users/Pohyal/AppData/Local/Temp/msohtmlclip1/01/clip_image004.jpg" data-cke-saved-src="file:///C:/Users/Pohyal/AppData/Local/Temp/msohtmlclip1/01/clip_image004.jpg" width="576" height="115"></span></div> <div style="text-align: right;" dir="RTL">  خـلقــــي تــره کـــــي واکـمـنـــــي</div> <div dir="RTL"><div style="text-align: right;">داسې ويل کېږي، چې د دغه ګوند ګڼشمېر غړي او د کودتا لوبغاړي پښتانه ول، خو کله يې چې د غويي له غميزې سره سم واک تر ﻻسه کړ، نو د پښتو او پښتنو پر ځای يې سوسياليستي انترناسيوناليزم غوره وګاڼه، چې د دغه دريځ پايله د زرهاوو ملي خلکو وژنه وه، چې په ځينو خپرونو او د صديق فرهنګ په کتاب کې (افغانستان در پنج قرن اخير) کې داسې څرګندونې کېږي، چې د خلقيانو د لومړي کال د واکمني په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰۰۰۰انسانان وژل شوي او په زرهاوو خلک بنديان او تريتام شوي دي، خو کمونيستان بيا وايي، چې په افغانانو هېڅ ظلم نه دی شوی، نو ښه ويل شوي چې ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي!.</div><div dir="RTL"><div style="text-align: right;">د سرې غميزې د مسؤلينو د دغه غير انساني او غير افغاني دريځ په ترڅ کې د واکمنو او وګړو تر منځ واټن رامنځ ته شو او غير افغاني يانې افغانستانيانو ته يې ﻻره هواره کړه، چې خپل ګوندونه او غير افغاني هلې ځلې د بهرنيو يرغلګرو په سپارښتونو پياوړي کي، چې په افغانستان کې ټولنيز انارشيزم رامنځ ته کړي.</div><div style="text-align: right;" dir="RTL"> د خلقيانو د يوه کال د واکمني په بهير کی د هرات پاڅون، د ننګرهار او جلال آباد پاڅون، چې د جنرال سيد عبدالغني وردګ په لارښوونه تر سره شوی ؤ، د کونړ (کيرالي) پاڅون چې د هېوادپالو پښتنو لخوا سمبال شوی ؤ چې د سيمې ټول مشران لږترلږه ۴۰۰تنه يې په خلقي بمباري کې ووژل شول، د کابل د بالاحصار او ريشخور پاڅون چې د هېوادپالو منصبدارانو لخوا سمبال شوی ؤ، د دولت آباد پاڅون چې عظيم بېګ يې مشري کوله، د باميان پاڅون چې د خلقي والي سید احسان الله په وژنه پای ته ورسېد او په ټول هېواد کې د مجاهدينو پاڅون د افغانستان د تاريخ د آزادي پاڼې رنګينې کړې دي.</div> <div dir="RTL"><div style="text-align: right;"> د خلقيانو په واکمني کې، نه دا چې خلک له خلقيانو په عذاب ول، خو خلقيانو په خپل وار سره په خپلو کې هم شخړو ته مخه کړه، چې پښتو او پښتانه يې د خپلو سياسي هوسونو په سيلابونو کې ﻻهو کړل او افغانستانيانو د خپلو بهرنيو مشاورينو په مرسته خلقيان لکه چرګان وجنګول، چې پايله يې د مرحوم نورمحمد تره کي وژنه او د هغه د سيال مرحوم حفيظ الله امين واک ته رسېدل ول. د دغه (برادرکوشي) په ترڅ کې نور پېژندل شوي خلقيان لکه سيد محمد ګلاب زوی، اسلم وطنجار، سروري او داسې نور د روسيې سفارت ته وتښتېدل او دستيګر پنجشېری په مسکو کې مورچل شو، په روسي ښوروا او بورش روږدی شو او له روسانو سره يې د روسي يرغل لپاره د زړه له کومې چوپړ وکړ.</div><div style="text-align: right;" dir="RTL"> داسې ويل کېږي، چې د حفيظ الله امين د واکمني په موده کې ځيني خلقيان په تابوتونو کې روسيې ته لېږدول شوي ول، خو داسې څرګندونې هم کېږي، چې ګواکې سيد محمد ګلاب زوی ټينګار کوي، چې هغوی په افغانستان کې ول او دا خبره درواغ ګڼي، په هر ډول چې وي، که دوی د روسيې په سفارت کې ساتل شوي ول او يا مسکوکې بيا هم د روسانو په ولکه کې ول. بايد ياده شي چې د روسيې سفارت هم د روسانو د واکمني ټاټوبی ؤ، چې ګڼشمېر خلقي کمونيستان د حفيظ الله امين د واکمني په موده کې د روسيې په سفارت کې ساتل شوي ول.</div> <div dir="RTL"><div style="text-align: right;">خـلقـــــي امـيـنــــي واکـمـــنـي</div><div dir="RTL"><div style="text-align: right;"> مخکې له دې چې د مرحوم حفيظ الله امين د واک ته رسېدلو په اړه څه وليکل شي، نو اړين برېښي، چې ځينې پېښې يادې شي. د انقلاب په پيل کې د پرچميانو او خلقيانو دوښمني او سيالي د دې سبب وګرځېده، چې خلقيانو د لومړي کال په بهير کې خپل سيال پرچميان له افغانستانه په يو او بل نامه وشړل. مرحوم ډاکترنجيب الله پاکستان ته واواښت او بيا روسانو ته ورغی او ببرک کارمل، فدا محمد دهنشين، اناهيتا راتبزاد او داسې نور لومړی په چکوسلواکيا کې او بيا په مسکو کې مېشت شول او په افغانستان کې به خلقيانو داسې شعارونه ورکول (مرګ بر کارمل اجنت حلقه به ګوش امپرياليږم او د اناهيتا په اړه به يې ويل مرګ بر اناهيتا رقاصه غرب او داسې نور)، خو سلطانعلي ګوسفند د حفيظ الله امين په کام- کمېته امنيت ملي (کشتارګاه امين مر...) کې مېلمه پاتې شو او د سروري په هلو ځلو يې د کوکاکولا او فانتا بوتلونه نوشجان کول، په دې اړه يوه ټوکه هم جوړه شوې وه، وايي چې کله روسانو په افغانستان يرغل وکړ او د خلقيانو د دويم پړاو (د حفيظ الله امين) واکمني ته يې د پای ټکی کېښود، نو وروسته له دې کشتمند صيب د افغانستان صدراعظم شو، نو د کوکاکوﻻ فابرېکې (د کام شرکت) د ګوند مرکزي کومېټې ته يو بېړنی ليک ورواستاوه چې کشتمند يو کېرېټ د کوکاکوﻻ بوتل پوروړی دی او د بوتلونو بيرته وروړلو چارې دې وسنجول شي! طبيعي خبره ده چې سوسياليستي اېمالې ته اړتيا پيدا شوه.</div><div style="text-align: right;" dir="RTL">  وروسته د پرچميانو له ځپلو څخه د خلقيانو په منځ کې هم شخړې رامنځ ته شوې، ښه ويل شوي، چې کله د مېږي مرګ نيژدې شي، نو وزر وباسي! نو د خلقيانو د واکمنو پروازونه هم د ۱۹۷۹کال په بهير کې پيل شول. د ۱۹۷۹م کال د سپتامبر په مياشتې کې ملګري نور محمد تره کي د کيوبا هوانا ته سفر کړی ؤ، چې په کمونيستي دريمانترناسيونال کې ګډون وکړي، خو کله چې بيرته افغانستان ته راستنېدو، نو د بيرته راتګ په ترڅ کې يې د مسکو او د خپل پير (برنج لوک-بريژنف) زيارت يې وکړ او هلته يې د مسکو په ټينګار د کارمل بيرته راتګ او د حفيظ الله امين د شړلو، وژلو او يا هم ورکولو پلان جوړ کړ، خو کله چې کابل ته راستون شو، نو له نورو ګواښونو سره مخامخ شو.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL">  د امين د وژلو لومړی پلان دا ؤ چې له بهر څخه د ملګري نور محمد تره کي د بيرته راتګ په وخت کې د هوايي ډګر په ﻻره او يا هم په هوايي ډګر کې له منځه يووړل شي يانې ووژل شي، خو حفيظ الله امين مخکې له خپلو ملګرو مالومات تر ﻻسه کړی ؤ، چې په مسکو کې څه خبرې دي او څه پلانونه، خو د مرحوم نور محمد تره کي د ستنېدو په بهير کې حفيظ الله امين د تره کي مخې ته د درنښت لپاره ورنغی او نور خلقي لوړ پوړي چارواکي يې ورولېږل. په هوايي ډګر کې ۱۰دقيقې مخکې له دې چې ملګری نور محمد تره کی له الوتکې راښکته شي، نو د حفيظ الله امين په امر د هوايي ډګر ټولې نظامي برخې او امنيتي څانګېتبديلې شوې او نوي نظامي ځواکونه د هغوی پر ځای وګومارلشولاو ملګری نور محمد تره کی يې ډېر په درنښت ارګ ته راوست.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> بايد ياده شي، چې د نور محمد تره کي د سفر په الوتکه کې هم کراري نه وه، ځکه چې هغوی ته هم احوال ورکړ شوی ؤ، چې حفيظ الله امين د هغه يانې نور محمد تره کي د مرګ پلان جوړ کړی (چې غل نه وې له پاچا مه وېرېږه!)، خو د تره کي الوتکه يو وار را ښکته کېدله، نو چا ورته ويلي ؤ چې له ښکېيه مو په توغندي ولي!، نو الوتکه بيا بيرته والوتله او نيمه ګړۍ پر کابل تاوېدهراتاوېده، خو د تره کي مړينه په دې ډول په نړېوال کمونيستي سيستم کې ډېرې پوښتنې رامنځ ته کولې او د مسکو ﻻسوهنه په کې راڅرګندېدله، نو ځکه د مسکو په منځګړوي د نور محمد تره کي الوتکه په کابل کې راښکته شوه او تره کی د خپلې سياسي کودتا او روسي سپارښتونو قرباني شو او د ملګري حفيظ الله امين (شاګرد وفا دار) توپ ته لاس تړلی راولېږل شو.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> کله چې نور محمد تره کی ارګ (خانه خلق- د خلکو کور) ته راورسېد، نو حفيظ الله امين يې د خبرو اترو په پلمه ارګ ته وروغوښت، چې منځګړوي او ډاډګېرنه ېې پوزانوف (<span dir="LTR">Puzanof</span>) د روسيې سفير په افغانستان کې پر غاړه اخيستې وه، خو کله چې حفيظ الله امين ارګ ته راځي، نو لومړی له تړون سره خبرې کوي او هغه پوښتي چې دلته څوک دي او داود تړون حفيظ الله امين ته ډاډ ورکوي، چې خيريت دی، خو امين باور نه کوي. داود تړون له حفيظ الله امين څخه مخکې کېږي چې د ملاقات کوټې ته ننوځي، خو کله چې تړون ور پرانيزي، نو سملاسي ډزې پرې کېږي او په دې ترڅ کې داود تړون وژل کېږي او حفيظالله امين منډه کوي او په بنز موټر کې تښتي او له دغه پېښې سره سم د شادروان ملګري نور محمد تره کي د مرګ شېبې هم رانيژدې کېږي او حفيظ الله امين له ارګه لرې د نوې کودتا د پلان په پلی کولو لاس پورې کوي.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> وروسته له دغه پېښې کله چې ډاکتر زرغون چې د ۴۰۰کټيز روغتون (چهارصد بستر) ريس ؤ، خبرېږي، نو مخکې له دې چې ونيول شي، له وېرې ځان وژني. مرحوم نور محمد تره کی هم په ارګ کې نيول کېږي او بيا يې سا د وفادار شاګرد په امر د بالښت په مرسته ايستل کېږي او د نابعه شرق واکمني پای ته رسېږي او ستاره شرق ټولواک کېږي، خو د ستاره شرق واکمني له ۱۰۰ورځو شپو نه اوړي.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> د امين په کودتا کې ځينې پېښې په زړه پورې او د پام وړ دي. څو ورځي وروسته د نور محمد تره کي له مړينې څخه ملګری حفيظ الله امين د جلال آباد ښار د داود تړون په نامه کوي او تړون-ښار يې نوموي او په راډيو کې د تړون په نامه حماسي سندرې هم جوړېږي، چې ولې په دومره خلقيانو کې يواځې مرحوم داود تړون دغه مرتبې ته ورسېد، زه هم نه پوهيږم! خو داسې ويل کېږي، چې د کودتا په ورځ حفيظ الله امين داود تړون ته دنده سپارلې وه، چې ارګ ته د امين تر راتګه پورې بايد نورمحمد تره کی او د هغه نورچوکړه ګان له منځه يوسي، نو کله چې حفيظ الله امين ارګ ته راځي، چې ګوري تړون لا په ارګ کې هورې دورې ګرځي او امين داسې ګومان کوي،چې ګواکې تړون هم له نور محمد تره کي سره لاس يو کړی تو د ده په ضد ورسره يو ځای شویدی، نو په ارګ کې په داود تړون ډزې کوي چې خپلې کودتا ته لاره پرانيزي،له سيمې تښتي او په کودتا لاس پورې کوي، خو وروسته بيا هغه بله پورتنی کيسه رامنځ ته کېږي چې د داود تړون وفاداري حفيظ الله امين ته په ګوته کوي او د ټولو ستونزو عامل تره کی او د هغه ډله وښودل شي.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> د روسانو د حفيظ الله امين خپلسري نه خوښېدله، نو د مرحوم حفيظ الله امين د مړينې بل نوی پلان هم د روسانو لخوا جوړ شوی ؤ، ځکه چې مخکې له مخکې يې ټول امکانات ورته جوړ کړي ول. لومړی خو يې په دې پلمه چې ارګ د خلکو کور دی او د موزيم په څېر بايد ورنه ګټه واخيستل شي، نو حفيظ الله امين يې دې ته وهڅو چې د دارالامان ماڼۍ ته کډه وکړي او هلته مېشت شي، ځکه چې هغه ځای له مرکزه لرې دی او چاپېريال کې يې خلک هم نه اوسېدل او يا لږ کورونه ول (يانې کلابنده سيمه نه وه!)، خو ارګ د کابل په منځ کې ؤ، نو کېدای شوای چې په ارګ کې له روسانو سره ډېر مقاومت شوی وای او د ښار په منځ کې د ډېرو خلکو د وژلو ګواښ هم موجود ؤ، چې د روسانو د ژر بري د مخنيوي سبب ګرځيده، نو ځکه روسانو د خپل سوسياليستي او انترناسيوناليستي چلند لپاره د دارالامان ماڼۍ د يرغل لپاره يو مناسب ځای غوره کړی ؤ.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> په روسي خپرونو کې ليکل کېږي، چې د شوروي اتحاد رهبري د ۱۹۷۹ ميلادي کال د دېسامبر په ۱۲ نېټه پرېکړه وکړه، چې په افغانستان کې له کمونيستي واکمنو سره مرسته وشي، يانې د سروپوځونو يرغل تر سره شي، د شوروي اتحاد د کمونيستي ګوند د مرکزي کومېټې د کمېسيون «<span dir="LTR">комиссия Политбюро ЦК КПСС</span>»، چې غړي يې (يوري اندروپوف، اندريې ګروميکو، ديميتري اوستينوف او بوريس پاناموريوف «<span dir="LTR">Юрий Андропов, Андрей Громыко, Дмитрий Устинов и Борис Пономарев</span>») ول، چې د سياسي بيرو د مشر ليونيد ايليچ برژېنيف تر څارنې او لارښوونې لاندې يې د ۱۹۷۹ ميلادي کال د دېسامبر په ۲۵ نېټه د روسيې د سره پوځ څلوېښتمې قول اوردو په افغانستان نظامي تېری وکړ او د ۳۳۳ – تیري په نامه يانې د «<span dir="LTR">Шторм-333</span>» تر نامه لاندې يې د افغانستان واکمني نسکوره کړه، چې د افغانستان قانوني واکمن حفيظ الله امين يې په شهادت ورساوه او رفيق کارمل يې د واک په ګدۍ کېناوو.</div> <div dir="RTL"><div style="text-align: right;">د ۱۹۷۹ م کال د دېسامبر په مياشت کې روسانو پر افغانستان بربنډه يرغل وکړ او د افغانستان قانوني واکمني يې له منځه يووړه او خپل ګوډاګی دولت يې رامنځ ته کړ. د دېسامبر په ۲۷د روسانو د يرغل په بهير کې له حفيظ الله امين سره د اړيکو ټينګول نا ممکن ؤ او نظامي خلکو هغه ته د ستاره شرق لقب ورکړی ؤ، خو ټولو به په مخابرو کې ويل چې ستاره شرق يا د ختيز ستوری ورک دی، خو کله چې د دارالامان د ماڼۍ د اخو ډب ولولې پورته شوې، نو ځينو نظامي ځواکونو هم ځانونه چمتو کړل، چې يو څه وکړي، خو ستاره شرق نه موندل کېده، چې امر ترې واخلي.</div><div style="text-align: right;" dir="RTL"> په دې برخه کې د اتمې (۸) فرقې چارواکو هم لږو ډېرې هلې ځلې کړې وې، چې ما له يوه منصبداره واورېدل، چې قاسم خان د ۸فرقې د ۷۲غونډ قوماندان په قرغه کې، سيد محمد عارف د ميکانيزه کنډک قوماندان او عزيز خان د فرقې قوماندان ځانونه مقاومت ته تيار کړل، خو ستاره شرق ورک ؤ او دوښمن نا مالوم ؤ. کله چې دوی وليدل چې نا پېژندل شوي ټانکونه د فرقې په لوري ورروان ول، نو د راکټو د چمتو کولو امر يې ورکړ او راکټونه چمتو شول، خو عزيز خان د اوربل امر په برخه کې کاوړتيا وکړه او د سيد محمد عارف او قاسم خان مخه يې ونيوله چې په روسانو بريد وکړي، چې پايله يې د فرقې تسليمېدل شول او د هېواد مري توب. د مرحوم حفيظ الله امين د واکمني په ترڅ کې د (مرحله نوين انقلاب ثور) لپاره ﻻره هواره شوه او د خلقيانو د انتر ناسيوناليږم پايله دا وه، چې روسانو پر افغانستان تېری وکړاو د خلقيانو د واکمني د وروستۍ سټې حفيظ الله امين په وژلو يې خلقي واکمني پای ته ورسوله. د مرحوم حفيظ الله امين په وژنه کې د روسيې (<span dir="LTR">ά</span>) الفا ګروپ برخه اخيستې وه. داسې ويل کېږي چې روسانو د حفيظ الله امين له نسکورېدو وروسته يې سليمان لايق، نور احمد نور، دستګير پنجشېري او ببرک کارمل ته د ټولواکي ژمنه کړې وه، خو کله چې د روسانو يرغل تر سره شو، نو ببرک کارمل يې د واک په ګدۍ کېناوۀ، چې د دريو نور د کونجاړو خوبونه يې په اوبو کې لاهو کړل.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> پنجشېری د شمال سيمو د محافظت رئيس شو او د شمالي هېوادپاله افغانان يې وځپل. دستګير پنجشېری هغه اپورچونېست ؤ، چې ټولو استخباراتي سازمانونو ته يې شيطاني کوله، چې خپل موقف وساتي او خلک برباد کړي، چې په خلکو کې داسې پوښتنې کېدلې: هغه څه چې سپک او په اوبو کې نه ډوبېږي څه دي؟ نو خلکو به ويل چې پرېشنه دييا خوشايهاو که دا نه وي، نو هرومرودستګير پنجشېری، ځکه نه په ابو کې ډوبېږي او نه هم په سرو لمبو کې سوځېږي. دغه غوړه مال پنجشېری په ټولو واکمنيو کې خپل مضريت د يوې او بلې ډلې په ګټه تر سره کاوه او دغه دواتشه لنينيست او يا هم ستالينيست خلقی اوسمهال امپرياليږم ته پناه وړې او د (<span dir="LTR">Washington DC</span>)په ښار کې مېشت دی او د ستميانو جنده يې پورته نيولې. هغه نور دوه مارکسيستان يا لنينيستان هم هلته او دلته وګومارل شول، چې اوسمهال نوراحمد نور په هالند يا نيدرلند کې د نامطلوبه شخص(<span dir="LTR">Persona non grata</span>) په نامه يادېږي او نوريو شمېر په کمپونو کې شپې سبا کوياو سليمان لايق هم د اروپاييامپرياليستانو په سوسيال مرستو شخوند وهي.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL">  په پورته نومولشويو کې د روسانو لپاره تر ټولو وفادار ملګری دستګير پنجشېری ؤ، چې د دستګير پنجشېري رول د روسانو په يرغل او د حفيظ الله په مسمومولو کې ډېر غوره ګڼل کېږي. د روسيې يو نامتو ژورنالېست( <span dir="LTR">Y</span><span dir="LTR">evgeni Kiselev</span>) په خپل يو مستند فلم کې وايي چې د دېسامبر په ۲۷نېټه د حفيظ الله امين په کور کې مېلمستيا وه، چې په مېلمستيا کې ګڼشمېر لوړ پوړي چارواکي راټول شوي ول او پلمه يې د دستګير پنجشيري راستنېدل له مسکو څخه کابل ته ؤ، ځکه چې له مسکو به يې ډېرې د سوسياليستي چلولونو کيسې راوړې وي.</div> <div dir="RTL"><div style="text-align: right;"> کله چې ماښامنۍ ډوډۍ ته ټول د مېز تر شا کېناستل، نو لومړی ښوروا يا سوپ راوړل کېږي او حفيظ الله امين ټولو ته بلنه ورکوي چې ښوروا وڅښي، خو دستګير پنجشېری په دې پلمه چې د ګېډې تکليف لري، نو نه شي کولی چې ښوروا وڅښي او له ځينو شيانو څخه پرهېز دی! او حفيظ الله امين په ځواب کې ورته وايي چې په مسکو کې يې په خوندورو خوړو آمخته کړی يې او زموږ په سپوره ښوروا دې خيال نه راځي! او ټول ملګري خاندي. ملګری امين خبرې اوږدوي او له دستګير پنجشېري پوښتي، چې: په مسکو کې د افغانستان د بدلونونو «د تره کي وژنه»په اړه نظرونه څنګه ول؟ ملګری پنجشېري ورته وايي، چې «په مسکو کې ټول ډېر خوښ دي او د افغانستان د ديموکراتيک ګوند په ننګه به هرکله مرستې ته راودانګي». ملګری امين په ځواب کې وايي، چې «ما خو ويل چې مسکو موږ په مبارزه کې يواځي نه پرېږدي!!»، چې د دغه خبرو په پاې کی لومړی خرپله سيمې څخه پورته کېږي.</div><div style="text-align: right;" dir="RTL"> کله چې حفيظ الله امين او نور مېلمانه ښوروا څښي نو سمدلاسه يې په ګېډه کې خوږ راپيدا کېږي، خوبجن کېږي او حفيظ الله امين چې له ځايه پورته کېږي، نو بيرته لوېږي او وايي چې په ډوډۍ کې چا زهر اچولي دي او دا هم يادوي چې (دا کار چا کړی او هغه هم زما په کور کې!!) په دې وخت کې ۴۰۰کټيز روغتون ته او د روسيې سفارت ته تليفون کېږي، چې امين ته چا زهر ورکړي او بايد ژر د هغه روغتيايي چارې وسنجول شي. وروسته له دغه پېښې ټول تښتي او هر څوک خپل کور ته ځان رسوي، هماغه د پاړسو خبره ده چې وايي (موش از ترس پشک غار مېپاليد!). داسې ويل کېږي، چې د حفيظ الله امين ګېډه د روسيې د سفارت د ډاکتر او د چهارصد بستر روغتون د (ډاکترانو) لخوا پريول کېږي، چې وروسته له يو څو شېبو څخه د سيمې او د دارالامان د ماڼۍ بمباري پيل شوه او د امين د خوب پر کوټه بمونه ونښتل او امين ټپي شو او نور يا ووژل شول او يا هم وتښتېدل.</div> <div dir="RTL"><div style="text-align: right;">د الفا ګروپ يو غړی وايي چې ده ته دنده سپارل شوې وه چې حفيظ الله امين بايد مړ کړي. هغه وايي چې دی د مرحوم حفيظ الله امين کوټې ته ننوتلی ؤ او حفيظ الله امين په بمبارۍ کې وژل شوی ؤ او پړمخې پروت ؤ، نو ما يې مړی راواړوه، ورته مې وکتل او د امين انځور مې له جوبه راوايست او چې ومې ليدل چې دغه مړی د حفيظ الله امين دی، نو تومانچه مې راوايسته او څو ګولۍ مې نور هم وويشت، چې ډاډه شم، چې امين مړ دی.</div><div dir="RTL"><div style="text-align: right;"> د دغه ناورين په ترڅ کې ډېر خلک ووژل شول او په روسي خپرونو کې داسې څرګندونې کېږي، چې د حفيظ الله امين يو ۱۴کلن زوی، چې د روسانو د يرغل په ترڅ کې ژوندی پاتې شوی ؤ، په ډېرمرموز حالت کې ووژل شو او (<span dir="LTR">Y</span><span dir="LTR">evgeni</span><span dir="LTR">Kiselev</span>) هم په خپل يو فلم (<span dir="LTR">Tainai Afghanskai Wainai</span>- د افغاني جګړې پټ رازونه) کې داسې څرګندونې کوي، چې ګواکې د حفيظ الله امين د زوی په وژنه کې ګلاب زوی ﻻس درلود، خو زما په ګومان په دې اړه باید هر اړخيزه پلټنه تر سره شي، چې دغه پېښه روښانه شي. </div><div dir="RTL"><div style="text-align: right;">په زړه پورې خبره خو دا ده، چې له حفيظ الله امين سره هغه ماښام ډېر لوړ پوړي چارواکي ول او نن سبا ټول په غربي نړۍ کې ژوند کوي، مګر د افغانستان د پېښو په اړه څه نه ليکي او که يو څه ليکي هم، نو هڅه کوي چې خلقي رنګ ورکړي او واقعيتونو ته په خپله ګټه تغير ورکړي!!! راتلونکی نسل اوس هم غولوي او په سوسيساليستي درواغويې روږدي کوي.</div><div dir="RTL"><div style="text-align: right;"> د يادونې وړ ده چې د خلقي کمونيزم د مودې سوسياليستي انترناسيوناليزم هېواد او هېوادوال له ډېرو ناخوالو سره مخامخ کړل، چې د يوه خلقي فرمان په ترڅ کې په سلهاوو نجونې له کورونو څخه وتښتېدلې، چې په پټه يې ودونه وکړل او يا هم تریتام شوې او د بل فرمان په پلي کولو يې د خلکو ځمکې په وچ زور ترې واخيستي او هغوې يې غرونو ته وتښتول، چې پايله يې د مجاهيدينو رامنځ ته کېدل او په بهر کې د اسلامي ګوندونو پياوړي کېدل ول، مګر پوښتنه دا ده چې آيا د افغانستان نورې ځمکې د آبادولو او کرلو لپاره کمې وې، چې دوی د خلکو جوړې ځمکې په زور ووېشلې او د وخت په تېرېدو يې په شاړو ځمکو واړولې، چې په پای کې نه د دوی شوې او نه هم د مخکني څښتن!</div><div dir="RTL"><div style="text-align: right;">د خلقي بنسټپالي په ترڅ کې ټول هېواد په سره رنګ سمبال شوی ؤ، چې د وينو بوی ترې راته او پر دېوالونو او دوکانونو د شعارونو د ليکلو لړۍ هم پيل شوې وه او خلک يې دې ته اړ ايستل چې پر خپلو دوکانونو انقلابي شعارونه راوځړوي. زما د يو ملګري پر دوکان هم داسې يوه سرليکنه راځړېدلې وه (جاويدان باد صلح)، خو دوکان لوی ؤ او سرليکنه لنډه وه، نو هغه دې ته اړ ايستل شو، چې يوه بله سرليکنه هم وځړوي او دويمه سرليکنه باندې دا شعار ؤ (زنده باد افغانستان) او دا ډول سرليکنې د ښارونو په ټولو دوکانونو راځړېدلې وې او په سره (انقلابي) رنګ سينګار شوې وې او داسې ګنګوسې وې، چې د دوکانونو د مخې دړې او ورونه هم بايد په سره انقلابي رنګ رنګ شي، خو د نابغه شرق او ستاره شرق د خپلمنځيو شخړو په ترڅ کې خلقي واکمني له منځه ﻻړه او د (مرحله نوين انقلاب ثور) په ترڅ کې د خلکو دوکانونه سره نه شول اود دوکانونو انقلابي سر ليکنې هم ورو ورو ليرې شوې.</div><div dir="RTL"><div style="text-align: right;"> په کابل کې هم په ګڼشمېر دېوالونو شعارونه ليکل شوي ول او د حبيبيې لېسې په دېوالونو او په تشنابونو کې هم د (خلق) وراشه په هر ديوال ليکل شوې وه، خو خلکو له دغه کلمې سره دومره کرکه لرله، چې د (خلق) د کلمې (خ) يې په (ج) اړولې وه، نو دا وه د بېځايه خلقي کمونيستي-بنسټپالي پايله. بايد ياده شي، چې د خلقي نومي ګوند ډېر غړي به پښتانه ول، خو دغه ګوند پښتنو او پښتو ته ډېر تاوان ورورساوه او د افغاني واکمني بنسټ يې له منځه يووړ.</div><div style="text-align: right;" dir="RTL"> مرحلــــه نــويـن انقـــلاب ثـــور</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> پرچمي کارملي واکمني : پرچميانو د کمونيستي واکمني په پيل کې له خلقيانو سره ګډ واک ته ورسېدل او دولتي پوستونه يې سم له يو او بل سره نيم ووېشل. دغو ډلو د انقلاب له لومړۍ ورځې د هېوادوالو په وژنه او د هېواد په بربادي لاس پورې کړ، چې د انقلاب په لومړۍ ورځ يې سردار داود خان د افغانستان قانوني واکمن او د هغه د کورنۍ ټول غړي يې ووژل او د ثور په درېيمه يې مولوي عبدالرب د حبيبېې لېسې او بيا د شرعياتو د استاد په وژلو لاس پورې کړ، چې په دې ډول د انقلاب په لومړي کال لږ تر لږه ۲۰۰۰۰انسانان ووژل شول، په زرهاوو نور تريتام شول او په لکهاوو خلک بهر ته کډوال شول.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> د (۱۹۷۹) کال د دېسامبر مياشتې پر (۲۷) نېټه روسانو پر افغانستان تېری وکړ، په افغانستان کې يې بل قانوني دولت له منځه يووړ، مرحوم حفيظ الله امين د افغانستان قانوني واکمن يې وواژه او د خلقيانو واکمني ته يې د پای ټکی کېښود، خو ځينو خلقيانو لکه صالح محمد زېری، سيد محمد ګلابزوی، اسلم وطنجار، شانواز تڼی، سروري او داسې نورو د روسانو يرغل ته، لکه پرچميانو هرکلی ووېلاو له پرچميان او روسانو سره يې ګډ د هېواد په ښکېلاک ﻻس پورې کړ.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL">  <span dir="LTR"><img src="file:///C:/Users/Pohyal/AppData/Local/Temp/msohtmlclip1/01/clip_image006.jpg" data-cke-saved-src="file:///C:/Users/Pohyal/AppData/Local/Temp/msohtmlclip1/01/clip_image006.jpg" width="580" height="183"></span></div> <div style="text-align: right;" dir="RTL">  دا څرګنده خبره ده، چې رفيق ببرک کارمل د روسانو پر ټانګ سپور کابل ته راورسېد او خپله لومړنۍ وينا يې هم له تاشکند څخه وکړه او کله چې د افغانستان د راډيو تاﻻر ته راورسېد، نو رفيق سليمان ﻻيق يې هر کلي ته ورمخته شو، خو کارمل ورته ګواښ وکړ، چې ورنيژدې نشي او په خپل ځای ودرېږي، ځکه چې پرچمي سليمان ﻻيق له خلقي واکمنو سره همکاري کړې وه، نو کارمل هم ځان غچ اخيستنې ته تيار کړی ؤ، خو د روسانو له وېرې يې له سليمان ﻻيقه غچ وانشوای اخيستلی، د فارسيوانانو خبره (رفيق کارمل غوره به دل ماند!). کارمل غوښتل له سروري څخه هم غچ واخلي، ځکه چې هغه ډېر پرچميان بنديان کړي ول او ځورولې يې ول، خو ملګري سروري هم له روسانو سره نيژدې اړيکې درلودې او د روسانو په راتګ کې يې وفاداري ښودلې وه، چې وروسته د روسانو له يرغله په بهر کې سفير شو او د مرحوم نجيب الله د واکمني له نسکورېدو سره سم د احمد شاه مسعود لاس ته ورغی او نن سبا په پلچرخي کې شپې سبا کوي.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL">  د پرچميانو په ګوند کې هم ډېر پښتانه ول او ګڼشمېر يې لوړپوړي چارواکي هم ول.د پرچمي سياسي بېرو ډېرګړيغړي يې پښتانه ول او ډېر غړي يې هغه (انقلابي دو آتشه) پښتانه ول، چې تر ننه پورې د پرچميانو او روسانو ملاتړ کوي او خپل پښتانه ځپي. په زړه پورې خبره خو دا ده چې د پرچمي ګوند د سوسياليستي انترناسيوناليزم تر سيوري لاندې هم د پښتنو او پښتو بېخ وايستل شو. پرچميانو په رسمي ادارو کې د پښتو ليکلو د مخنيوي هلې ځلې پيل کړې، د دوکانونو، پوهنتونونو، ښوونځيو او رسمي ودانيو سر ليکنې يې په فارسي واړوې. په ښوونځيو کې له پښتو سره تربګني پيل شوه او نور ټبرونه يې د پښتنو پر ضد ولمسول، چې د مرحوم رفيق ډاکتر نجيب الله د واکمني په ترڅ کې د قومي ملېشوو د نظامي فرقو جوړولو ته يې ﻻره پرانيزه، چې د بېلګې په توګه کولی شو د دوستم پهلوان فرقه (جوزجان)، د غفار پهلوان فرقه (سرپل)، رسول پهلوان فرقه (فارياب)، د نادري پهلوان فرقه (بغلان) او داسې نورې، يادې کړو، خو د پرچميانو په واکمني کې يې هم پښتون په پښتون له منځه يووړ.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> د روسانو له راتګ سره پرچميانو ته خدای ورکړه او له پښتنو څخه يې د خلقيانو په نامه غچ اخيستنه پيل کړه او د بانديت او اميني په نامه يې ډېر بې ګناه پښتانه ووژل. د کارمل په واکمني کې د کابل په پولتخنيک کې يوه پرچمي ډله فعاله وه، چې پښتني ځوانان به يې په يوه او بله پلمه وهل، ډبول، بنديان کول او ځيني دې ته اړ ايستل شول، چې وروسته له ډېرې ځورېدنې انستيتوت پرېږدي او بهر ته وتښتي. په پولتخنيک کې يو وار يو پښتون هلک دومره وهل شوی و، چې سهار يې مخ دوبودو کړی وو او په پوهنځي کې چا نشوای پېژندلی چې څوک دی او هغه ځوان ويل چې زما کورنۍ ته احوال ورکړۍ، چې ما دلته وژني، وروسته له څه مودې څخه دغه ځوان تریتام شو، ځينې نور خاد بوتلل او چا چې واسطه نه لرله له ډېرو شکنجو سره مخامخ شول او يو شمېر ځوانان په روحي او رواني ناروغيو اخته شول او انستيتوت يې پرېښود، خو له نيکمرغه بايد ياده کړم، چې له هغه دورې څخه ګڼشمېر پوهنپالان او انجينيران اوس هم ژوندي دي، خو له بده مرغه د کارمليانو له هغوسياسي جنايتونو څخه پرده نه پورته کوي، نه پوهېږم چې ولې؟.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL">  په دې وروستيو کې د جليل پرشور په نامه يو پرچمی هم په آريايي يا نورو ملي ضد برېښنا پاڼوکې ليکنېکوي او د تش په نامه (روشنفکران مترقي-مترقي رونډ اندو) تر نامه لاندې يې مداريګري پيل کړې ده. درنو هېوادوالو رفيق جليل پر شور خپله سوسياليستي روزنه په بغلان کې د رفيق سليمان ﻻيق د پلار په ژرنده کې تر لاسه کړې، چې جليل پر شور ګومان کاوه چې ګواکې د دغه ژرندې د ګټې پيسې د نړيوال سوسياليزم او پرولتارياد ودې لپاره کارول کېږي، خو وروسته به پوه شوی وي، چې رفيق سليمان لايق هسې غولولی ؤ او سوسياليستي چلند يې ورسره کړی ؤ.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> رفيق جليل پرشور د روسانو له راتګ سره سم د سرپل ولايت په جبهه کې ګڼشمېر پښتانه د اشرار په نامه وځپل او يو څه موده د سمنګان والي هم ؤ، د ښاغلي جليل پر شور کړنې په سمنګان کې ټولو ته مالومې دي او پښتنو لا له هېره نه دي ايستلې. کله به چې ښاغلی جليل پرشور د خپل کاره راستنېدو، نو د ماښام لخوا به لومړی د سمنګان بنديخانې ته تلا او هلته به يې هغه بېچاره پښتانه چې د اشرار او يا بانديت په نامه نيول شوي ول، وهل او ډبول، خو کله به چې له مرکزه يانې کابله هم کوم پرچمي رفيق مېلمه ورغی، نو هغه به يې هرو مرو د پښتنو وهلو او ډبولو ته ورباله او ويل به يې (بريم که يک چند تا بانديت خلقي ره سبق بتېم!!).</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> وروسته له سمنګانه ښاغلی جليل پر شور د شمال زون رئيس شو او په همدغه کال يې له يوې ارغنديوالې پېغلې سره واده هم وکړ او ډېر په کش او فش کې ؤ، خو يو کال لا نه و تېر چې له دغه دندې لرې شو، چې په مزار شريف کې د يو بل کمونيست-ګوندي په وژلو تورن ګڼل شوی ؤ او يو شمېر نور د ولايت لوړپوړي چارواکي هم په دغه جرم کې شريک ول او وروسته له دغه پېښې له دندې لرې شول او په خاد کې په نورو کارونو وګومارل شول، چې له سترګو پناه شي.د هغه وژل شوي ګوندي په تور يو بل پرچمی ته د اعدام سزا ورکړل شوه. داسې ويل کېږي چې کله هغه پرچمی په پلچرخي کې اعدام کېده، نو نارې به يې وهلې چې دوی له مرکزه امر اخيستی ؤ چې هغه ګوندي بايد ووژل شي او د بېرويي سياسي د پلاني غړي په امر ووژل شو. وروسته له دغو پېښو ښاغلی جليل پر شور په صدارت کې د خاد په څانګه کې وګومارل شو او له سترګو پناه شو، خو په ګوند کې لا مقتدر پاتې شوی ؤ، ځکه چې ډېر خلک يې د سوسياليستي ارمانونو قرباني کړي ول او اوس يې غربي امپرياليزم ته پناه وړېاو په سوسياليستي انترناسيونال شخوند وهي.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> د خلقيانو په موده کې د کام په نامه يو استخباراتي اورګانؤ،چې د خلکو به يې دنامه په آورېدو پښې رېږدېدې، وهم به اخيستل او د زړه وېنې به يې وچېدلې، خو د رفيق کارمل په موه کې بيا خاد رامنځ ته شو، چې په هېواد کې يې د خلکو په ځپلو، بندي کولو او وژلو لاس پورې کړ. هغه څوک چې په افغانستان کې يا بندي شوي او يا هم د خاد لخوا پوښتل شوي، نو ټول په روحي او جسمي ناروغيو اخته دي. د خاد په اړه هم په افغانستان کې يوه ټوکه جوړه شوې وه: وايي چې يوه ورځ د <span dir="LTR">CIA, KGB</span>او د افغانستان د خاد استازيو له يو او بل سره خبرې کولې، نو هر يو به ټينګار کاوه، چې د هغوی استخباراتي موسسه تر نورو پياوړې ده، نو درېواړه د سيالي ډګر ته ورودانګل، چې نر او ښځه سره مالوم کي. د سيالي شرط دا و چې د استخباراتي هيئت لخوا يوه ګېدړه په يو ځنګل کې خوشې کېږي او د استخباراتي سازمان د غړي دنده دا وه چې ګېدړه ژر تر ژره ونيسي او د سيالي کومېټې ته يې راوړي.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> يوه برګه ګېدړه په ځنګل کې خوشې شوه او د <span dir="LTR">CIA</span>استازی د ګېدړې په موندلو او نيولو پيل وکړ، نو امريکايی وروسته له 24 ګړيو په دې وتوانېد، چې ګیدړه سلامته راولي. په دويم وار يې بيا ګيدړه په ځنګله کې خوشې کړه، نو دا وار د <span dir="LTR">KGB</span>استازي ورپسې ودانګل، خو د <span dir="LTR">KGB</span>غړي وکولای شوای چې وروسته له ۴۸ساعتونو ستړې ستومانه او له بښو لوېدلې ګېدړه راوړي او ګيدړه يې سمه شنه منه اړولې وه. وروسته له <span dir="LTR">CIA</span>او <span dir="LTR">KGB</span>د افغانستان د خاد استازي د سيالي ډګر ته ورودانګل، خوکله چې ګيدړه په ځنګله کې خوشې شوه، نو افغان خاديست هم ورپسې خې شو. سړی ورک شو، يوه ورځ تېره شوه، د افغان خاديست درک نشته، دويمه ورځ تېره شوه، بيا هم د خاديست احوال مالوم نه شو، خو همدا ډول پوره يوه اونۍ تېره شوه، خو خاديست ورک دی، نو هيئت دا پرېکړه وکړه، چې افغان خاديست راپيدا کړي، نو ټول د خاديست په لټه کې شول. وروسته له څه مودې ګوري چې افغان خاديست يو خر راڅملولی او سوټی يې ورته بند کړیاو ورته وايي: ووايه چې خر نه يي، مګر ګيدړه يې... نو درنو هېوادوالو دا هم ؤ د افغاني ټولنې غبرګون د خاديستانو د ظلم په اړه.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> د ببرک کارمل په موده کې د روسي ځواکونو په مرسته ټول مسلمان افغانان د اشرار په نامه او پښتانه مسلمانان د بانديت په نامه وځپل شول او د افغان ولس بېخ او بنياد يې وايست، خو بايد ياده شي، چې له کارمل سره ګڼشمېر پښتانه هم د افغانانو په ښکېلاک لاس پورې کړ او سوسياليستي انترناسيوناليږم يې پياوړی کړ او د هېواد په ويجاړولو کې يې د زړه له کومې برخه واخيسته او اوسمهال د غربي نړۍ په امپرياليستي-سوسيال شخوند وهي.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL">  مرحله تکاملـــي و نجــات بخــش انقـــلاب ثــور</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL">  په ۱۹۸۵م کال په روسيه کې ميخايل سرګېيويچ ګوربچوف واک ته ورسېد، چې په خپلو خبرو کې يې په زغرده څرګنده کړه، چې روسي ځواکونه به له افغانستانه وځي او لومړي شپږ غونډونه يې د ۱۹۸۶کال په بهير کې له افغانستانه وايستل او د ګورباچوف د واکمني له پيل سره د کارمل پر ځای د ډاکتر نجيب د ګومارلو ولولې هم رامنځ ته شوې او په ۱۹۸۶کال د مسکو په ټينګار مرحوم ډاکتر نجيب واک ته ورسېد او روسان د ۱۹۸۹ ميلادي کال د فبروري په ۱۵ نېټه پايپاکه له افغانستانه ووتل او افغانستان يې له خپلو پرهارونو سره له وينو ډک په ټولنيزه انارشي کې پرېښود.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> <span dir="LTR"><img src="file:///C:/Users/Pohyal/AppData/Local/Temp/msohtmlclip1/01/clip_image008.jpg" data-cke-saved-src="file:///C:/Users/Pohyal/AppData/Local/Temp/msohtmlclip1/01/clip_image008.jpg" width="576" height="115"></span></div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> هغه مهال په کابل کې د ډاکتر نجيب الله ملاتړ د هغه وخت واکمنو خلقيانو وکړ، که څه هم ډاکتر نجيب په خټه پښتون ؤ، مګر هغه هم ځان افغانستاني ستميانو ته سپارلی ؤ او خپل خلقي ملاتړي يې د وخت په تېرېدو سره يو په بل پسې وځپل او افغانستانيان يې ونازول او د دې امکانات يې رامنځ ته کړل، چې يو شمېر افغانستانيان نظامي او اقتصادي مرسته تر ﻻسه کړي او خپلې نظامي فرقې او ګوندونه جوړ کړي، په امن کې غونډې وکي او له يو او بل سره اتحاد وکي، چې د بېلنتوب (سيپاراتيزم) څپې يې وخوځولې او نن سبا هره ډله ټپله د فدراسيون او کونفدراسيون رمباړې وهي.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> مرحوم نجيب الله هم په خپلو پښتنو پسې رااخيستې وه، ځيني وايي چې شانواز تڼي په ډاکتر نجيب الله کودتا وکړه، خو د تڼي په کودتا کې يو شمېر پېښې ډېرې په زړه پورې دي. زه کوم نظامي څانګپوه نه يم، مګر کله چې د دفاع وزارت له مرکزي قول اوردو څخه د جمهوري رياست ګارد او مرکزي ګارنيزون بېل کړې، نو په دفاع وزارت کې څه پاتې شول؟ او بل دا چې د کورنيو چارو له وزارت څخه د کابل ښار قومانداني د ګارنيزون تر واکمني ﻻندې راولې، نو کورنيو چارو وزارت ته د هېواد په پلازمينه کابل کې څه پاتې شول؟ له بل پلوه د خاد رياست په وزارت واوښت او د پرسونل شمېر يې د دفاع وزارت او د کورنيو چارو وزارت په پرتله څو ځله ډېر او اقتصادي سټه يې د مرکز په مرسته او روسانو په سپارښت سمبالې ده، نو دا کودتا د چا وه؟ د مرحوم نجيب او که د ملګري شانوازتڼي! په پښتو کې ويل شوي، چې: په خپل سوري کې ګېدړه هم خوله اچوي! نو خلقيان داسې کونج ته شوي ول، چې بل څه نه ؤ ورته پاتې او دې ته اړ ايستل شول، چی د مرحوم ډاکتر نجيب پر ضد پر کودتا ﻻس پورې کړي، چې د خلقيانو په ناکامي سر ته ورسېده او پايله يې دا وه، چې د کابل يوه سيمه ړنګه شوه او د کودتا په نامه ګڼشمېر پښتني نظامي او غير نظامي کدرونه د پرچميانو لخوا له تېغه تېر شول، چې د دغه غچ اخيستنې په ترڅ کې ارکانحرب آصف شور او نور تکړه افغاني کدرونه هم ووژل شول. د دغه غميزې يو مسؤل کس، چې نبي عظيمي نومي او د ډاکتر نجيب الله په واکمني کې لويدرستيز ؤ، پخپل کتاب (اردوی افغانستان در سه دهه اخير) کې د دغه کودتا په ترڅ کې د انسان وژنې په اړه د جنرال بابه جان بنسټيز رول په ګوته کوي او ليکي چې بابه جان له سلو ډېر پښتانه نظامي کدرونه ووژل، چې د ملا کرزي په واکمني کې د شمال سيمې د ۳۰۳ فرقې قوماندان دی.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> د دغه کودتا په اړه د افغاني ټولنې غبرګون د يوې ټوکې په ترڅ کې داسې راڅرګند شوی دی: وايي چې د کودتا پر مهالځينو لوړپوړو افغاني چارواکو د چين له سفارته پناهندګي غوښتې وه، ځکه چې دغه سفارت د ارګ تر شاه وو او نيژدې هم وو، نو دغه سفارت ته وردانګل سخت نه ول. په پناه غوښتونکوکې نجيب الله، کارمل که کارغل او سلطانعلي ګوسفند هم ول، خو د چين سفارت له مقراراتو سره سم هر پناهنده بايد چينايي نوم ولري، نو ځکه اړ شول، چې دغه لوړپوړو چارواکو ته چينايي نومونه وټاکي، نو ځکه يې د هغوي له ځانګړتياوو سره سم نومونه غوره کړل. نو د لومړي په اړه وپوښتل شول، چې مشخصات يې څه دي، نو د کمونيستانو استازي ووېل، چې هغه په ونه جګ، غولپيکره او پلن کونی دی، نو چينايانو ورته د (کون چون ټانګ) نوم وټاکه، د دويم په اړه يې ووېل، چې مخ يې تور، پزه يې کږه او ټيټه ونه لري، نو د چين سفارت ورته (قد چون ک..) نوم غوره وګاڼه او د درېيم ځانګړتياوې يې په لاندې ډول په ګوته کړې: غټ سر، لنډه پېرړه غاړه، ګرد مخ او ځړېدلي غومبوريلري، نو چينايانو ورته د (روی چون کون) نوم وټاکه، خو د تڼي کودتا ناکامه شوه، دغه بګېل واکمن هم پر ځای پاتې شولاو بدمرغي يې پښتنو ته پرېښودله.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL">  درنو لوستونکو! پښتني ضد هلې ځلې وروسته د تڼي له کودتا څخه نورې هم پياوړې شوې او د ګلمجمانو (دوستـم پهلوان، رسول پهلوان، غفار پهلوان)، ياغيانو (عصمت مسلم، رسول بېخدا، سېد داود، سيد احمد)، باغيانو (علي مزاري، اکبري،نادري)او د نورو ډلو تپلولنډغران کابل ته راورسېدل او په کابل کې يې ټولنيز امنيت له منځه يووړ او ګلمجمانو په پښتني سيمو (کندهار، پکتيا، وردګ او داسې نورو...) د يرغل او بريدونو واک د ډاکترنجيب الله له ملاتړ سره تر ﻻسه کړ او دا يې شعار ؤ (مال يې ستا سر يې زما!) او د دغو لنډغرانو د برېدونو پايله د افغانانو تباهي وه او د هېواد بربادي، ګڼشمېر خلک د ټوپکسالارانو قرباني شول او د خلکو په مال او عزت تېری وشو.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> په ۱۹۹۰م کال په کابل کې د ګلمجمانو غوبل روان ؤ او د هزاره ګانو په موټرو د خميني انځورونه ځړېدل او په تکيه خانو کې د ايران په پلوي غونډې جوړېدې او د کابل ښار د بېلابېلو ډلو د سيالي او جګړو ډګر ګرځېدلی ؤ. خلکو داسې څرګندونې کولې، چې ګواکې د کابل په پوستو کې ګلمجمان خلک ځوروي او حتی دا چې د خلکو په ښځو تېری کوي، نو د کابل چاپېريال د پښتني سيمو ځيني خلک ډاکتر نجيب ته ورغلي ول، چې په دې اړه مرسته تر ﻻسه کړي، خو د مرحوم ډاکتر نجيب ځواب دا ؤ: ګلمجم (قومندان نجم الدين) او دوستم ما ساتي، تاسو پښتنو زما سره څه کړي! عسکر مو راکړي؟ نه!، له دولت سره مو مرسته کړې؟ نه! او کافر هم راته وايی، تڼي مو کودتا راباندې وکړه، مګر اوزبکان، هزاره ګان او تاجکان مې ساتي!، نو بيا تاسو څه را څخه غواړی! ځی په مخه مو ښه!، نو دا خبرې خلکو په کابل کې کولې او له ډاکتر نجيبه ډېر خواشيني ول.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> کارمليانوهم په خپل وار هڅه کوله چې د مرحوم ډاکتر نجيب پر ضد کودتا وکړي او په يوه غونډه کې ببرک کارمل ښاغلي مجيد سربلند ته ويلي ؤ، چې: مه ای بچی اختر آخر جزا مېتم!! دېګ کی برای ما جوش نيمخوره دراو ګوه بجوشد!!، نو درنو لوستونکو د قدرت خوند د دغو کمونيستانوسترګې لنډې او زړونه يې مردار کړي ول. ډاکتر نجيب هم د واک په خمار کی لاهو ؤ او د نجيب په واکمني کې په پښتني سيمو د سکاډ، اورګان او لونا راکټونو غوبل جوړ ؤ، خو دې ته يې پام نه ؤ چې خپل خلک بربادوي. د نجيب الله واکمني هم د ده د دوستانو لخوا نسکوره شوه، چې د نجيب الله د واکمني په نسکورېدو کې د دوستم ملیشو بنسټيز رول درلود او ګوندي کودتا بيا کارمليانو (نجم الدين کاوياني، وکيل، مزدک، عظيمي، دلاور خان او داسې نورو) پرې وکړه، چې له واکه د لرې کېدو زېری يې د رفيق سليمان ﻻيق له خولې په سپکو الفاظو واورېد، چې بيا ملګري اسلم وطنجار ورته ويلي ؤ چې: رفيق لايق در بحث تان از فيصله حزب کنار نروید!.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> وروسته له دې پېښې ډاکتر نجيب هم پښې سپکې کړې او د هوايي ډګر په لاره د تېښتې په ترڅ کې د ګلمجم لنډغرانو ونيو او له هوايي ډګره د بيرته راستنېدو پر مهال د ملل متحد دفتر ته ننوت او هلته يې پناه وغوښته. د ډاکتر نجيب د واکمني د نسکورېدو په بهير کې ځيني لوړ پوړي چارواکي هم په مرموز ډول ووژل شول، چې د خاد وزير يعقوبي هم د وري په ۲۷نېټه ووژل شو، چې د هغه په وژنه کې يار محمد مزدک او باقر فرئين ګرم ګڼل کېږي، ډېره په زړه پورې ده، چې يعقوبي په هغه شپه د شپې په ۱بجه له مرحوم ډاکتر نجيب الله سره د هېواد د ستونزو په اړه خبرې کړې وې، خو د وري په ۲۷نېټه د ورځې د ۷او ۸بجو په ترڅ کې په کيڼه شقيقه ويشتل شوی ؤ، د مرحوم يعقوبي مړی د عدلي طب د کمیسیون لخوا وليدل شو، چې په دغه کميسيون کې د يعقوبي ورور (د صحت عامې معين)، ډاکتر موسی وردګ، ډاکتر سهيلا (جنرال سهيلا)، عبدالحق علومي (چې د نظار شورا د لنډغرانو لخوا د ۱۹۹۲کال په ترڅ کې ووژل شو) او ځينې نورو ګډون درلود. وروسته له څو خبرو د مرحوم يعقوبي ورور وويل!! (فاروق جان را آزار ندهېد! من قبول دارم که ګويا خودکشي کرده!). له عدلي راپوره داسې څرګندېدله چې يعقوبي په کيڼه شقيقه ويشتل شوی دی، خو که څوک سم فکر وکي، نو مرحوم فاروق يعقوبي کيڼلاسی نه ؤ او د ځان وژلو لپاره يې ښيۍ شقيقه هم نيژدې وه او هم آسانه، نو زه نه پوهېږم، چې هغه د خپل ژوند په وروستيو شېبو کې ولې ځان په کيڼه شقيقه وويشت!کېدی شي، د يعقوبي د مړينې سبب د هغه د مېز د روک يو ميليون ډالره وي، چې نورو ته يې له خپل مرګه مخکې ښودلې وې او يا هم د يعقوبي سياسي تجرېدېل يا سياسي واک!</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> وروسته له يعقوبي څخه نور خلک هم ووژل شول، چې د تورن جنرال باقي، چې د يعقوبي معاون او د خاد د ۵ادارې رئيس هم ؤ په ډېره مرموزه توګه ووژل شو. مرحوم باقي په خټه ځدران پښتون ؤ او د پولتخنيک ديپلوم انجينير ؤ. جنرال باقي د حمل په ۲۷نېټه د ۱۰او ۱۱بجو په ترڅ کې ووژل شو. د جنرال باقي په وژنه کې سيد اکبر نومی او جنرال بابه جان، چې د ۵۵ليوا قوماندان ؤ او د خاد په ۵ادارې پورې يې اړه لرله، ګرم ګڼل کېږي. درنو هېوادوالو د ډاکتر نجيب د واکمني له نسکورېدو سره سم په افغانستان کې د انسان وژنې او بربادي بله بړبوکۍ رامنځ ته شوه، چې لوبغاړي يې مجاهدين او که مجاهلين ول او پايله يې ملکولطوايفي او د افغانستان د ټوټې کېدلو ګواښ ؤ.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> د نجيب الله د واکمني له نسکورېدو سره سم کمونيستانو هم پښې سپکې کړې، څوک مسکو ته وتښ او څوک هم نورو ملکونو ته، خو په پای کې افغاني کمونيستان په امپرياليستي غرب او امريکا کې سره راټول شول او د سوسياليستي شوروي (روسيې) پر ځای يې خونخوار امپرياليست ښه وګاڼه او د سوسيال په خوړلو يې خپل سوسياليستي شخوند پيل کړ، خو لمر په دوو ګوتو نه پټېږي، ځکه چې په بهر کې هم دوی کرار و نه مونده او په بهر کې ظالم او مظلوم دواړه سره مخامخ شول، په چا چې ظلم شوی ؤ، نو په ظالم يې عرض وکړ او ګڼشمېر کمونيستان نن سبا په جېلونو کې شپې سبا کوي او خپلو اولادو ته مړسترګي دي، ځکه چې د دوی له کمونيستي ظلمونو په بهر کې روزل شوي ماشومان يې هم خبر شول او د زغم منطق ورته نه شي موندلی او خپل پلرونه ګرم ګڼي.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL">  داسې ويل کېږي، چې په يو بهرني ملک کې د افغانانو په يوه مظاهره کې يوه حامله داره مېرمن له يوه لوړ پوړي کمونيست سره مخامخ شوې وه، نو د هغه له لېدو سره يې له ويرې او يا هم له کرکې ډېر فشار پرې راغلی ؤ او په نس يې درد شوی ؤ، چې په نس اولاد يې د نقصان له ګواښ سره مخامخ شوی ؤ. مېرمن روغتون ته استول کېږي. د هغه ملک چارواکو وروسته له څېړنو له هغه مېرمنې اورېدلي ؤ، چې کله دا تنکۍ ځوانه وه، نو مېړه يې په جهاد کې وژل شوی ؤ او له مجبوريته کمونيستي دولت ته په پناه راغلې وه او د مزار شريف په ښار کې مېشته وه، چې کور يې د کمونيستانو لخوا څارل کېده او د تېښتې امکانات يې نه درلودل.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> په دغه مېرمن د اوږدې مودې په ترڅ کې د سيمې د کمونيستي چارواکو لخوا ګروپي جنسي تېری کېده او څو ځلې د مرګ تر پولې رسېدلې وه، چې وروسته له اوږدې مودې په تېښتې بريالۍ شوې وه، خو په اوروپا کې د مظاهرې په ترڅ کې له هغه چا سره مخامخ شوې وه، چې په دې يې جنسي تيری کړی ؤ. د دغه شخص په اړه څېړنې پيل شوي دي، خو دغه شخص وروسته له دغه پېښې له هغه مخکني ملکه تښتېدلی او اوسمهال په المان کې پټ دی. د يادونې وړ ده چې په اوروپا کې لږترلږه ۸۰۰۰افغانان په جنګي جرمونو تورن دي، چې نن يا سبا به خپله سزا وويني، خو پښتو متل دی، چې په اور کی هم وچ او هم لامده سوځي!.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL">  يادونه: درنو هېوادوالو! په کمونيستي سازمانونو کې نورې دوآتشه سرې ډلې ماويستي ګروپونه دي، چې د ساما، شعلې جاوېد، سزا او داسې نورو نومونو لاندې د افغاني ارزښتونو ضد، ماودېدونګي کمونيستي فعاليتونه کوي او اوس هم د هېواد په منحرفولو کې د زړه له کومې هلې ځلې کوې او په خپلو برېښنا پاڼو کې د مارکسيزم، لېننيزم، ماوئيزم او کمونيزم سرو لمبو ته لمنه وهي، چې ګواکې اور يې مړ نه شي، ځکه چې مارکسيږم په اوروپا کې، لېننيزم په روسيه کې او ماوئيزم په چين کې د آزاد بازار له ګواښ او ودې سره مخامخ شول، چې په هره سيمه کې د خپلو نيمګړتياوو سره سم د کمونيزم په کنده کې نسکور شول.</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> په افغانستان کې ماويستان هم له افغانيت سره کرکه لري او په نړۍ کې د سوسيال-تروريستي ګروپونو په نامه يادېږي، ځکه چې افغاني ماويستانو په ګڼشمېر سياسي ترورونو کې لاس درلود او د سردار داود خان د واکمني د پلان رئيس علی احمد خرم او د کمونيستانو په واکمني کې د امريکا د سفير په وژنه کې ماويستان ګرم ګڼل کېږي او د کمونيستي خاد لخوا د مجيد کلکاني د وژلو په غچ اخيستنه يې لاس پورې کړ چې د ۱۳۶۰کال په پيل کې د کابل د حبيبيې لېسې مخې ته د کمونيستي خاد د يو شمېر لوړپوړو چارواکو په ترور پای ته ورسېد.دغو ډلو ته هم لکه خلکيانو او پرچميانو غوندې کومه آيډيالوژي هدف نه دی، بلکې واک ته د رسېدلو وسيله ده!</div> <div style="text-align: right;" dir="RTL">  </div> <div style="text-align: right;" dir="RTL"> پايله</div> <div dir="RTL"><div style="text-align: right;">د افغاني کيڼ اړخو واکمنيو په بهير کې افغانستان د سوسياليستي او کمونيستي ايديالوژي قرباني شو، خو له بده مرغه، چې افغاني کيڼ اړخي خپلې چپي ايديالوژی ته هم وفادار نه ول او افغانستان يې د خپلو خپلمنځيو شخړو وزلوبه وګرځاوه، چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې يې ټبريز، کولتوري او سياسي حساسيتونه رامنځ ته کړل او افغانستان يې د خلکيتوب او پرچميتوب په ژرنده کې اوړه کړ.</div><div style="text-align: right;" dir="RTL"> د چپيانو په واکمني کې  د افغانستان وګړي په وينو کې ولمبول شول، هجرت ته اړ شول او په ميليونونو خلک ووژل شول، ښځې مو کونډې شوې، ماشومان مو يتيم شول او په لکهاوو څه چې په ميليونونو خلک مو معيوب شول او د انقلابي اخو ډب سره په پای کې ګڼشمېر افغاني کمونيستان او يا سوسياليستان هم لوېدېزې نړۍ ته مهاجر شول، چې هم خپله له بدمرغيو سره مخامخ شول او هم يې اولاده ترې پردۍ شوه، ځکه چې ماشومان يې په پردېسي کې په بېلابېلو ملکونو کې لوی شول او له افغاني هويته لرې پاتې شول، چې جبران يې افغاني کورنيو او افغاني ټولنې ته ناشونی دی.</div> <div dir="RTL" align="center"><div style="text-align: right;">په درنښت</div><div style="text-align: right;" dir="RTL"> ستاسو د بري په تمه </div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></div></span></div></div></div></div></div> <div style="text-align: right;"></div> <div style="text-align: right;"></div></body></html>

- بېرته شاته