(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

‫بلخ او جوزجان ته پخواني راغلي عربان لاهم په عربي غږيږي

د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې مېشتو پخوانيو راغليو عربانو که څه هم خپل عربي رواجونه له لاسه وركړي ، خو لاهم په خپل منځ كې په مورنۍ ژبه( عربي) خبرې كوي.

څه د پاسه ۷۰۰كورنۍ ، چې د خوشحال اباد او يخدان په نومونودعربانو پخوانيو دوو كليوکې مېشت دي وايي ، کله چې افغانستان د حضرت عثمان رضى الله عنه د خلافت په وخت کې فتحه کېده، له خپلو کورنيو سره له عربستان څخه د اسلام د تبليغ په موخه راغلي او تراوسه دلته پاتې دي.

د خوشحال اباد كلي مشر په مورنۍ ژبه ځان داسې را وپېژاند: (اسمي ضياد الله بن عبدالروف من قرية خوشحال اباد و هكذا قريه دار خوشحال اباد.)، ((نوم مې ضياد الله د عبدالروف زوى يم. د خوشحال اباد له كلي څخه يم او همدا رنګه د دغه كلي مشر يم.))
هغه وويل چې د دوى ماشوم لومړى عربي ژبه زده كوي او وروسته بيا د هېواد له نورو ژبو شره اشنا كېږي.
ضياد وايي چې اوس يې هم په كلي كې داسې ښځې شته، چې پرته له عربي په نورو ژبو نه پوهېږي، هغه د خپلې ۹۲كلنې انا يادونه وكړه ، چې پرته له عربي په بله ژبه خبرې نشي كولى.
خو نوموړي اندېښنه وښوده، چې ژبه يې د وركېدو په حال كې ده، د هغه په وينا،دوى د خپلې ژبې د ودې لپاره هېڅ ډول اسانتياوې نه لري.
هغه څرګنده كړه ، چې ماشومان يې په ښوونځيو كې په دري ژبه لوست كوي او همدا ده چې د دري او نورو ژبو تر تاثير لاندې راځي او د وخت په تېرېدو يې خپله ژبه هېرېږي.
د خوشحال اباد كلي مشر هيله څرګنده كړه چې كه دولت ورته په مورنۍ ژبه دلوست اسانتياوې برابرې كړي نو ممكن ژبه يې ژوندۍ پاتې شي.

د بلخ د پوهنې رييس محمد ظاهر پنهان وايي، چې اړوند وزارت په پام كې لري ، چې په پښتو او دري ژبو د كتابونو د چاپ او خپرواي د لړۍ څخه وروسته د هېواد په نورو سيمه ييزو ژبو هم د لوست كتابونه چاپ او ښوونځيو ته ووېشي.
خو نوموړي اندېښنه وښوده ، چې د سيمه ييزو ژبو په كتار كې د عربي ژبې يادونه، نه ده شوې.
دغو عربانو كه څه هم خپله ژبه يو څه ساتلې ده، خو خپل رواجونه يې په پوره توګه هېر كړي اوافغاني رواجونه يې خپل كړي دي.
د يخدان كلي يو تن اوسېدونكي ۶۳كلن حاجي محمد صديق وويل چې دوى اوس افغانان دي او په افغانستان كې د عربانو نه ، بلكې د افغانانو رواجونه ترسره كوي.
نوموړي زياته كړه چې د ده لا هم په ياد دي، چې په ودونو كې به يې ځانګړي مراسم ترسره كول.
هغه د بېلګې په توګه وويل : (( موږ چې به كله ناوې د پلار له كوره را روانه كړه نو مخكې له دې چې د خسر كره ننوځي، ناوې به پر آس سپره وه اومېړه به يې له اورڅخه اوه ځله تاووله او بيا به يې په غېږ كې واخيسته او خپلې كوټې ته به يې يوړه.))
حاجي صديق د خپل ماشومتوب د وخت د درملنې يوه بېلګه وړاندې كړه، ويې ويل چې په كلي كې به يې پر يوه ونه زانګو تړل شوې وه چې ناروغ ماشومان به يې د درملنې لپاره ورته راوستل.
د هغه په وينا، ناروغ ماشوم به يې په زانګو كې واچاوه او لګېدلې شمه به يې ترې تاووله.
محمد صديق وويل چې خلكو عقيده درلوده، چې په دې يې ماشومان رغېږي.
نوموړي زياته كړه چې دې ته ورته ډېر دودونه يې له لاسه وركړي دي، هغه وويل ( اوس افغانان يو او په افغاني دودونو ژوند پر مخ بيايو.))
د دغو دواړو كليو اوسېدونكي د كرنې تر څنګ د غاليو اوبدلو له لارې خپلې ورځنۍ اقتصادي ستونزې اواروى.
د يخدان كلي مشر ۴۲كلن محمد نادر وويل چې دوى خپلې ډېرې ورځنۍ ستونزې د ځمكو په حاصلاتو حلوي، خو د ځمكې اود اوبو د كمښت له امله د كلي اقتصادي حالت د اندېښنې وړ دى.
هغه له چارواکيو څخه غوښتنه وکړه، چې د سيمې خلکو ته د ښو حاصلاتو په خاطر دغه ستونزه هواره کړي.
نوموړي وايي چې په ډېرو کورونو کې د غالۍ اوبدلو يوه کارګاه ولاړه وي، چې له همدې لارې خپلې اقتصادي ستونزي حلوي.

د خوشحال اباد كلي د جامع جومات خطيب ۳۸كلن محمد مختار د خپل راتګ په اړه وويل چې دوى ته كره معلومات نشته ، چې له كوم وخته افغانستان ته راغلي، خو وايي چې د عربانو له قريش قبيلې سره تړاو لري.
نوموړي زياته كړه چې دغه معلومات ورته هم له خپلو مشرانو څخه خوله په خوله ورپاتې دي.

د بلخ د اطلاعات اوكولتور رييس صالح محمد خليق د دغو عربانو په هكله وويل چې دوى ممكن د حضرت عثمان رضى الله عنه پر وخت افغانستان ته راغلي وي.
نوموړي زياته كړه چې د عربانو له لوري د افغانستان د فتحې پر وخت چې عربي لښكرې د جګړې لپاره راتللې نو ورسره به ځينې عربي كورنۍ هم د اسلام د تبليغ په موخه راتلې.
د هغه په وينا ، ممكن دا هم د هماغه كورنيو له ډلې څخه وي چې تر دې دمه پاتې شوې دي.
خليق وويل چې د دوى ژبه اوس د سمې عربي په شان سوچه نه ده پاتې، هغه زياته كړه چې دوى په نيمه عربي ژبه ګړېږي.
نوموړي زياته كړه چې دغه عرب د افغاني كولتور او ژبو تر تاثير لاندې راغلي دي او د هغه په وينا، همدا لامل دى، چې ژبه يې سوچه نه ده پاتې.

په بلخ سربېره په جوزجان كې هم د عربانو ځينې كورنۍ استوګن دي چې لا هم په مورنۍ ژبه ګړېږي.
د خوشحال اباد كلي مشر ضياد وويل چې د شبرغان د حسن اباد او داقچې د سلطان اريغ كليو ټول اوسېدونكي عربان دي.
نوموړي زياته كړه چې په دغو دواړو كليو كې هم نږدې ۷۰۰كورنۍ اوسېږي، چې په عربي ژبه خبرې كوي.
دهغه په وينا، دوى له هغو سره تګ راتګ لري او د دغو څلور واړو كليو ځينو كورنيو پخپلو كې خپلوۍ هم كړې دي.
Feroz Afridi
- بېرته شاته