(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سياسي پوهنه

لیک: ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری
په اوسني وخت كې د سياست او ساپوهنې (نفسياتو، روحياتو) په اړيكو (تعلقاتو) ډېر ټينګار كېږي؛ ځكه چې سياسي پېښې بې د هغوى د ساوالو (نفسي يا روحي) علتونو او وجوهاتو څخه تشرېح او روښانه كېدلى نه شي؛ خو مخكې له دې څخه چې د سياست او ساپوهنې په اړيكو وګړېږو پكار ده، چې خپله د سياست او ساپوهنې بنسټونو (بنيادونو) ته ځغلنده كتنه وشي، تر څو چې لوستونكي ددغو دواړو پوهنو د بڼو (شكلونو، څېرو) او ډډ (ماهيت) څخه خبر او په اسانۍ سره يې په اړيكو او خپلوۍ پوه شي.
سياسي پوهنه : د سياست اصطلاح لكه د نورو اصطلاحاګانو په شان د عوامو په ژبه كې يو مانا (معنا) او په پوهنيزه (علمي) ژبه كې بله مانا لري. پخپله په پوهنيزه (علمي) ژپه كې هم مختلف پوهان او ليكوالان د سياست د اصطلاح د لاندې مختلفو څيزو نه پوهېږي.
سياسي پوهنه يوه لرغونې او پخوانۍ پوهنه ده. دغه نوم د يوناني كلمې پولېس (Polis) څخه راوتلى دى، چې د ښاري هېواد(City-State) مانا وركوي كوم، چې پخوا په يونان كې و. يوناني فيلسوف ارستو(Aristo)، چې د 322 څخه تر 384 ق . م (قبل الميلاد) كلونو كې تېر شوى دى يو كتاب وليكه. ددغه كتاب نوم سياست، يعنې پولټيك(Politics) و، كوم چې د يونان د ښاري هېواد City-State،چې د پوليس(Polis) په نامه يادېده باقاعده څېړنه وه.
د همدې ځاى نه دا نظر راوتلى دى، چې سياسي پوهنه د هېواد(State) پوهنه ده او د هېواد سره سر و كار لري؛ خو دلته دا ويل هم پكار دي، چې په نړۍ كې د نورو څيزونو په شان هېواد(State) هم په ټول وخت كې په يوه بڼه (شكل) كې نه دى پاتې شوى او وخت په وخت يې خپله بڼه بدله كړې ده. د انساني ټولنې د تاريخ په لومړنيو پړاوونو كې هېواد(State) نه و؛ خو كله چې انساني ټولنې وده وكړه او زياته منظمه بڼه يې ونيوله؛ نو هېواد(State) منځته راغى. ځينې ليكوالان داسې فكر كوي، چې د انساني تاريخ په لومړنيو پړاوونو كې خصوصي ملكيت نه و او هر شى ګډ او شريك و؛ خو بيا وروسته خصوصي ملكيت منځته راغى او خصوصي ملكيت د منځته راتګ سره سم اتثمار (استحصال) هم منځته راغى او انساني ټولنه په دوو ډلو (طبقو) يعنې استثمار كوونكيو (استحصال كوونكيو) او استثمار كېدونكيو (استحصال كېدونكيو) باندې ووېشله شوه او هېواد(State) بيا د استثمار كوونكيو د حاكميت د يوې وسيلې په توګه (حيث) منځته راغى. دا ليكوالان په دې عقيده دي، چې ټولنه د ودې او پرمختګ په لور روانه ده، چې په اخرني پړاو كې به د توليد (پيداوارو) په وسايلو قبضه، يعنې خصوصي ملكيت د منځه لاړ شي او بېرته به ټولنيز او ګډ شكل غوره كړي. دا به استثمار (استحصال) او په دې توګه استثمار كوونكې (استحصال كوونكې) ډله د منځه يوسي او بې ډلو (طبقو) ټولنه به منځته راشي. څنګه، چې هېواد(State) د استثمار كوونكې (استحصال كوونكې) ډلې د حاكميت يوه وسله وه؛ نو چې استثمار (استحصال) او استثمار كوونكي (استحصال كوونكي) ختم شو؛ نو د هېواد(State) د موجوديت ضرورت نه پاتې كېږي او دا به هم د منځه ځي
- بېرته شاته