(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کاکړو غاړې

لیک: محمد زمان اڅکزی له ګلستان څخه
د کسې غر په لمن کښې  ژوب ، خپل په شاؤ خوا ځلاند او د وياړوړ تاريخ لري. د هم دې تاريخ د يو ادبي اړخ په لړ کښې نن ژغېدل غواړم. تاسو به ضرور هک پک پاته شوي ياست. چه سړئ نن بيا څنګه د کلونو پس په سندرو پيل اوکړ. نو ورونړو! خبره دا ده چه نن سحار د زردوالو د يوې غوړېدلي ونې لاندې ناست، د کوئټې د بې سياله پسرلي نه د خوند په اخستو اړم وم، چه ناساپه مې د ګران هېواد د يوې ترلې دا غاړه
تر ساړه شمال دې جار سم
له پئ پورته شه خراسانه
را پياده سوه... او بيا سمدستي خيال د کسې پراخو لمنو ته هڅه اوکړه او هسکو څوکو ته ئې تر غاړه وتو. د خيال د عالم په دې سېل کښې مې د ماخئ، زاغونې، باوته، شين خالئ، سار ساندئ، رابيعه، او سور ساندې ترلې د غاړو نه مې خوند واخيست او روح مې په نڅا سو. په دې حقيقت باندې حېران شوم چه د زمانې د تندي او د ترقي د تېزنګ سر بېره د اولي نن مونږ د کلونو پس دا غاړي زنګوي. تخنوي، او په خندا مو راولي؟ په دې حال کښې مې د ګران هېواد د ګران اياز ګران استاز، ګران حمزه دا شعر را پياد شو:
لا کېف پکښې سېوا شي چه شراب شي پخوانې
ځلمې شو چه ادب په زړېدو راغلې دې

خېر محمد خندان و ملګرو نعرې و غاړې
هو! ځنې داسې ستر کسان په قامونو کښې کله نه کله ژوند مومي، چه د هغوئي د زيار علامتونه د زمانې او د وخت نه بې پرواه د ټول انسانانو د پاره خپل وجود کښې د مينې، محبت او ښکلا زيرئ لري:
خېر ما دا ليکل غوښتو چه زه چه کله هم د چرت په غېږ کښې ولوېږم نو دا حقيقت مې ډېر حېران کړي چه د ځنې نورو ژبو برعکس پښتو شاعري کښې د بنياد خښتي خو مېرمنو ايښې دې. او نن دوئي څه نه کوي او نران مخکښې دي، خو بيا هم دا حقيقت د لمر په شان څلېږي چه پښتو ادب د کاکري غاړو په مرسته ځانله يو جلا علامت لري. لکه مونږ کلي والې سندرې د پښتو شاعري سرچينه اوګنړو نو دا حقيقت به راته څرګند شي چه د پښتو شاعري زيږېدل ځائ هم د مېرمنو د احساس او جزباتو نه ډک زړونه دي. غرض چه پښتنې مېرمنې او بيا په زياته کاکرې ترلې پښتو شعري ادب ته امتيازي حيثيت ور بخښلې دې. نن زه غواړم چه د کوئټې د پسرلي او د دې غوړېدلي ګلانو په مرسته خپل خيالات بيا رايوځائ کړم او تاسو ته د کاکری غاړی څه لږ تاريخ واوروم.
ګورئ! سترګې هر څوک توروي خو په دې نيت نه چه:
جانانه مرې که پاتې کېږې
دا مې عادت دئ نرې سترګې ترومه
لوئ څښتن مو دې د ترلو د بدې نه اوساتي. د دوئي وس که په بل چم او نه رسېږي نو بيا داسې کوي:
نور خو مې وس نه در رسېږي
له ډېره زوره دې پر نوم باندې توکمه
زما يو ګران او په زړه پورې اشنا ښاغلې ډاکټر نور الحق تارڼ يو ځل د کاکړو ترلو څو صفات را بيان کړي وو. ډېر مې خوښ سو. تاسو ئې هم واورئ.
کاکړو ترلو کښې اول صفت خو دا دئ چه د خپل وطن سره بې کچه مينه لري. د دې مينې يو مثال دې. له اپوزي څخه په 25 ميله يو لوئ شين زرغون غر دې. د دې غر د نندارې د پاره د لرې لرې ځايونو نه خلق راځي. خو په خوند ئې نه مړېږي که پسرلئ وي که منئ، که ژمئ وي که دوبئ، نو دولس مياشتو دا غر تک شين خلقو ته د سېل بلنه ورکوي. د هم دې شين والي په وجه د شين غر په نامه يادېږي. دا غر په سور سانده ډېر ګران وو. او ګران به ولې نه وائ؟ د دې غرۀ پرشو تر سوري لاندې سنځر نيکه ويدۀ سوئ وو. د ده په چينو مندو نيکۀ اودس کړئ دې او د دې په سړو اوبو غونډک نيکۀ روژې ماتې کړي دي. د ده په شيلو کښې د سنځر نيکۀ نمسيانو و نمسيو پټ پټاڼې کړې دي. د ده پر هسکو څوکو باندې د مندو نيکۀ نمسيانو شپېلئي رباب و سرندې ژغولي دي. د ده ښکلي ګلان د سومر نيکۀ نمسيانو و نمسيو په پيکو و پګړئ کښې ټومبلي دي. د ده په لمنو کښې د زرغونې انا قبر دې ولاړ سوې دې. د ده په رغو کښې د سومر نيکۀ رمې څرېدلي و چاغې سوې دي. او په زياته لا دا چه دا غر د سور ساندې ترلې د نيکه او د پلار ميراث وو. نو ځکه د دې له دې غرۀ سره ډېره مينه ده. کله چې انګرېزانانو د شنه غره په سر کښې بنګلې جوړې کړې نو سور ساندې ترلې ته دا خبره د يو ځوان ورور له مرګه کمه نه سوه ښکاره ځکه خو دې غېرت منې ترلې په ډېر افسوس دا غاړه ووئېله:
شين غر وو د نيکانو
اوس بنګلې کئ انګرېزانو
د سنځر نيکه پر بارو
ناچ ګر جوړ سو د مېمانو
وطن زما نور په ښادېږي

په ډېر غم به مې هېرېږي

د نعرو يوه وډيو
د دې ترلو دوېم صفت دا دئ چه دوئ د خپل تربور په غېرت ډېرې خوشحاله کېږي. ګرانو لوستونکو ته به دا معلومه وي چه پخوانو يا اوسنو ترلو چه څه د غېرت منو تربور نه په ډېرو لويو او درنو الفاظو کښې ستائېنه کړې ده.د شېر جان نوم چا نه دې اورېدلې؟ شېر جان د اپوزي يو انګرېز پولټيکل ئې په رونړه رونړا ورځ، د هغه په بنګله کښې د سپاهيانو په مخکښې په توپنچه مړ کئ او بيا ئې خپل ځان پخپله د اپوزي مجسټرېټ ته وسپارئ. څو ورځې پس شېر جان په بندي خانه کښې په دار سو. د سرکار د هېبت نه ټول توريالي ځوانان او پوهيتان چپ ناست وو. مګر د بريالي شېر جان يوه غېرت منه او احساسه ترله د دې غېرت من تربور داسې صفت بيان کړې:
د کاکړو رنګ ئې ښه کئ
شېر جان خوئ د غازي وکئ
په دفتر کښې ټکهار دئ
د سرو ښکار کوي شېر جان دئ
مېمه ګوري تر کړکئ
شېر جان تېرې وهي ګولئ
مېمې ټول کړه خپل هلکان
درېم کارتوس ورکړ شېر جان
ترله دې نه کوي ارمان
پرنګ کونډه کړه شېر جان
بيا هم دغه غېرت منه ترله په مچه کښې د شېر چان د داد راسي حال بيانوي:
د شېر جان تورې څونړکئ
پهانسئ پورته کړې له مځکې
چه پهانسي ته ئې خېژاوه
شېر جان سګرېت ولګاوو
زمونږ د دې غېرت منو ترلو درېم صفت دا دې چه دوئي تربورانو ته د پښتنې غېرت ورکوي په دې ترڅ کښې په ډول ډول کنايو او رنګ رنګ اشارو کښې خپل مطلب ښکاره کوي. او له خوږو ترکيبونو، غاړو، او مثالونو څخه پرته کله له کله طنز هم کوي. له دې څخه علاوه د پلار نيکۀ د ننګ ناموس او د هېواد د مينې حوالې هم ورکوي. غرض ئې دا دې چه تربوران څه نه څه د غېرت کار اوکړي او بې غېرتي ته شا کړي.
کوم وخت چه د شېر جان اخيري فېصله لا نه وه سوې، نو دا خبر ډېره مشهوره سوه چه انګرېزان شېر جان مچه ته بيائي او هلته ئې په دار کوي. په دې اورېدو باندې د شېر جان په تربورانو پاندې هيڅ اثر نه اوشو. د تربورانو دا چپتيا غېرتمندي رابيعه ته ډېره بده ښکاره سوه نو ځکه هکه بکه پاتې سوه او د طنز نه ډکه دا غاړه ئې اووئېله:
شېر جان يو دې خو د بې يو سي
سرداري دې تربرو سي
شېر جان د پانسئ له وړي
د تربرو بې غورئ
او بيا دغه ترله د يو چا د بې غېرتي ته داس اشاره کوي:
نه پالې شو نه شېر جان
سپې دې تنخواه خوري د بل قام
نه شېر جان سو نه پالې
زغلي اردل کښې خړې پښې
پالې د شېر جان په شان يو توريالې تربور تېر سوئ وو. هغه خلق لا ژوندي دي چه د پالې خان (پالےشاه) د لاسه د انګرېزانو په باچهي کښې د څه ناراضتيا پر بنا، غېر علاقې ته فرار سو او څو ورځې لپو ئې دګوال حېدرزئ سره نزدې د فوځ په لاريو باندې بريد وکړ. فوځيان څه خو مړه سوه او څه ټپيان. کومو لاريانو کښې چه ټپيان سپارۀ وو، ځنې وينې څڅېدلې و سړک په وينو سور وو. په دې باندې د پالې خان(palay shah) يوې ترلې په طنز داسې اووئيل:
د سړک غاړې په سرې
دلته خېرات کړئ پالے
د کاکړو ترلو څلرم صفت دا دې چه تربور خپل دښمنه نه ګنړي او له خپل تربور سره بې سياله مينه لري. يوه درنه ترله خپل تربور شېر جان سره مينه په دې خوږو ټکو کښې څرګندوي:
زه دې جار سم تر مزغي
پراوډه تل تربوران مرئ
په مرګي تربوران تل مري
ځوان تربور دې د چا نه مري
ستا پهانسي پر مچه ولاړه
زه دې لار ګورم شېر جانه
د دې درنو ترلو تر ټولو لوئ صفت دا دې چه دوئي بېخي د چا نه کرکه نه کوي دا د هر هغه سړي سره مينه ښکاره کوي چه مېړنئ و مېړنتوب خوښوي. دا لاندني غاړې زمونږ يوې ترلې په هغه وخت کښې وئېلي دي چه د ګران قائد په لاس د پاکستان بېرغ شين په اسمان ته داوچتېدو د پاره هسه کوله:
د قائد احسان منو
ازادئ مونږ له کفره کړو
اوس به ځي خود پرنګيان
چه قائد جوړ کئي پاکستان
اوس دې زغلي سره ګورکيان
چه قائد جوړ کئي پاکستان
تورخام يوه ډېره هېبت ناکه دره ده. له هرنائي چه کوم سړک پر سنځاوي د زيارت په سړک ګډېږي په دغه دره تېرېږي. ډېر پېچؤنه او درڅکي لري. له ډېرو جګو غرو او خطرناکو پرښو سره تللئې دئ. په دې کښې يو ځائ دې چه د لوئ چکر په نامه يادېږي. دغه چکر د ګل باران د بريد ځائ وو. هو، هغه ګل باران چه د انګرېزانو د باچهي په وخت کښې د ژوب مليشې د کاکړو صوبېدار وو. ګل باران خل انګرېز کماندار سره په څه خبره خوابدئ سو. او خپلو ټولو ملګرو سره غېر علاقې ته ورستون سو. په واردار ئې د تور خام سړک د پرنګيانو په وېنه سور کړو. يو ځل په لوئ چکر باندې ګل باران يو انګرېز افسر په خپل توپک يخ کړو نو ځکه د دۀ يوه ترله وائي:
مړ ئې کړو په لوئ چکر کښې
مېمه ژاړي په موټر کښې
او بيا مېمو ته داسې پېغور ورکوي:
مېمې ياد کړه لوئ چکر
هلته چا کړئ دې اختر
يو بل ځل د ګل باران ډله په سره غرمه د ژوب پرشنکئي تانړه باندې حمله اوکړه. دلته هغه انګرېز کماندار هم وو چه ورسره ګل باران خوابدئ وو. ګل باران په دې انګرېز باندې ژغ اوکئ چه اول ټک ئې او کۀ چه ارمان په زړه کښې پاتې نه سي. خو انګرېز افسر دومره وار خطا سوئ وو چه اول ټک ئې خطا سو. ګل باران خپل مچکي توپک سم کړ. او په اولنئي ټک ئې د انګرېز کماندار نه تندې ګولئي اويستله. له دې پس عام جنګ شروع سو. ګورکه او سيکه يو طرف ته او د  ګل باران ډله بلې خوا ته اولږ. د سکهانو رساله ماته سوه. او ګورکه پلټن اوتښتېد. دا واقعه يوه ترله داسې بيانوي:
چه شنکئ تانړه ئې کښه
ګل بارو کړکي د ساده
په ټوپو تښتي سکهان
داسې غړوبې د ګل باران
بېخي ټيک ولي ګورګيان
ګل بارو وژني ګورکيان
کند او غونډ د ژوب د پلو ښکلي و ښائسته ځايونه دي. د رومان نه ډکې قيصې د دې دوه ځايونو سره ډېر تړون لري. ماخئ ترله د دې ځايونو سره ډېره مينه درلوده. دې خپله مينه په دې توګه څرګنده کړې ده:
زه د کند پر سر مېسته وائ
وزې مې وائ مرغومي مه وائ
دا حقيقت د لمر په شان ځيږي چه د کاکړي غاړو په مرسته د تاريخ لويه برخه د غنادباد نه په امان سوه. کڼې نن به مونږ د تېر تاريخ لوئ لوئ مشرانو او د هغوئي د وياړ وړچو پړونونه بې خبر وائ. د ننګ علامت و ستر مشر بنګل خان، لوړ شخصيت، غېرت، و غېرت کارنامې مونږ ته د نواب بنګل خان د ترلو د غاړو په وجه په ياد دي. يوه ترله وائي:
بنګل مه مينځي پر دړو
بنګل پير دئ د کاکړو
بله ترله بيا داسې وېنا کوي چه:
کمپنئ بنګل اسيله که
ژوب تر پايه جرمانه که
له دې غاړې نه معلومېږي چه بنګل خان د کمپنئ د سيکار په وخت ژوندې وو. او د کمپنئ حکومت په بند کښې بندي وو. خير!
په ژوب کښې چه انګرېزانو اول ځل ګاډئ بوتله نو سور ساندې ترلې چه د خپل پلار راد سنځر نيکه په هېواد کښې د انګريز د ګاډئ دا خبره واورېده نو يقين ئې نه راتلۀ. يو ورځ چه دا ګرانه ترله له خپلو وريو سره د کږې د غونډئي په سر اوخته نو د ګاډئ شنه دودونه ئې اوليدۀ. ګاډئ له هندو باغ څخه اپوزئ ته روان وو. نو سمدستي له غونډئ سره ئې په تربورانو په ډېر افسوس ژغ اوکړ:
څه سول تربوران
پر ژوب ګاډئ وهي ګورکيان
د سنځر نيکه پر مځکه
ګاډئ نه وينې لالکه
په دې غاړو کښې چه د وطن دوستئ و سامراج دښمنئ کوم راز پټ دې، په هغه باندې څه وئيل نه غواړم خو سړې ترې په ښه توګه د کاکړو ترلو د وطن دوستئ و سامراج دښمني اندازه لګولائ سی.
په قلعه سېف الله کښې جانان نومي يو ځوان اوسېده. دې لا ماشوم وو. چه پلار ئې قتل سو. د جانان اکاګانو د څه کمزورئ له کبله خپل د ورور بدله وانه خسته او د بدلې پر ځائ ئې نيک واخيست. کله چه جانان ښه پلستې و ښائسته ځوان سو نو په ليوېز(levies) کښې نوکر سو. د نوکرئ نه څه موده پس په رخصت کور ته راغئ. د جانان د اکا لور رابيعه هم پېغله سوې وه. دې غېرت منې ترلې ته دا خبره پېغور ښکارېده چه د جانان پلار بې بدله لا تر اوسه پروت دئ. نو ځکه دې غېرت منې ترلې د سبق ورکولو د پاره په دې الفاظو کښې خپل تربور ته ګويا سوه:
پلار دې سو د کاډ مرداره
تا ئې نيک واخيست جانانه
جانان د رابعئې په غاړه ډېر غمجن سو او په جواب کښئ ئې اووئيل:
که مې مړ نه کړ صبا
بيا مې ډيډ بولي رابعيا
رابيعه د جانان پر دې جواب باندې ډېره خوشحاله سوه او د ده جواب ئې بيا په دې ټکو وکئ:
زما يقين دې پر لالا
چه موټ به واخلي د کاکا
دوېمه ورځ جانان د خپل پلار د قاتلانو د ډلې نه دوه کسان يخ کړه. و غير علاقې ته فرار سو. څو ورځې پس ئې د نسې و قلعه سيف الله تر ميانځ په چلانده ګاډئ بريد وکړه. او له ګاډئ څخه ئې سرکاري حزانه يووړه. د دې علاقې مجسټرېټ وډېره ابراهيم خان سره له فوجه د جانان پسې روان سو و تورئ سخوبي باندې وډېره صاحب جانان سره مخامخ سو. وډېره ابراهيم خان له ويری اوچ سواوله. څو ډزو پس بېرته په ماته راغئ. رابيعه چه په دې حال خبره شوه نو وډېره ابراهيم خان ته داسې پېغام ورکړه:
اوچ ئې کړې پر سپين مېدان
بوړئې په لاس وو د جانان
يوې ترلې ته په مينه کښې خوب نه ورځي. د باندې پرېوځي خو دلته ئې هم باد تنګوي. نو ځکه باد سره ژغېږي:
سالو په ورو ورو شوروه د سحر باده له خوبه يمه
پر ګران مئينه د شپې نه راځي خوبونه تازه تر چنبېلي دده ګايونه
بله ترله د يو تربور د سور دسمال پر شو رولو داسې جواب کوي:
سور دسمال دې پر وږو دې
کور دې لوړ پر کارېزو دې
سور دسمال دې شپو راوې
پر ما دې اور اولګاوې
يو بله ترله له پردېسه داسې ژاړي:
پردېسي د اور لمبه ده
پر اور چا کړي توخته ده
زه پر سمه جانان پر غرۀ
تر منځ مو خوپ د بېلتانه
په هم دې څو غاړو باندې قناعت کوم و د درنو ترلو ته د يو ورور په حيث سلام کوم و د دې وېنا سره قلم ايږدم چه:
ستا د ښائست ګلونه ډېر دي
ځولئ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه
Source:khyber.org
- بېرته شاته