(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

منګوړ

دا مخلوق د غریبانو خلکو په بړستو او بسترو کښې لیدلی شۍ-په ځنګړې توګه په هغه بسترو کښې ډیر وي کومو چې کوچنیان تشې متیازې کوي-منګوړ ډیر صفتونه لري او پيژندګلو يې داده چې خوراک يې د بنیادم وینه ده-او د نیولو نه وروسته که برې زور وکړې نو ګوتې به دې په وینو سخا شي-دا وینه څښونکی مخلوق ډیر چالاکه وي-په رڼا کښې د بسترې په کوتونو یا د پوستین په غاړو کښې پټ ناست وي خو چې کله تیره شي نو دوي خپله کارواي پيل کړي-د یخنۍ په موسم کښې خوب او دمه کوي او په ګرمۍ کښې به ترې خوب ونه کړې-زما یو ملګری له دې کبله سپينې جامې ناغوندي چې په سپین رنګ منګوړ له ورایه ښکاري-او د سړي حیا ګیاه کوي-چرته چې یو ځل ښکاره شي نو بیا دغه تخم خوریږي-که په بده کښې دې له ځانه سره یو منګوړ د چا استوګن ځاي ته یوړو نو کار دې ورله وکړ-بیا په داروګانو نه ځي-خو کور به ورته پریګدې-
چې مونګړ ته مې وکتل نو خپل قامي مشران مې مخې ته شول-چې د خپل کاکونکو او افسرانو په لاسونو د غریبانو وینې څښي-په رڼا ورځ او رڼا کښې خو ډیر بزرګان هم د اولس د ښیګړې چغې اوباسي-خو په تیره یا بل رنګ کښې د اولس وینې څښي-په نامه جمهوریتونه هم د دنیا په هر ګټ کښې څو کورنو قبضه کړي دي-بیا وړې وچې/برصغیر/او افغانستان کښې خو د شمار یو څو کورنو په حزب اختلاف او حکومت دواړو قبضه کړي وي-په لوړو چوکو ناست افسران-د بنکونو مشران-فوځي افسران-د پټو ایجنسیانو مشران-او قاضیان/ججان/ددې غټو کورنو خپل کسان وي اربونه روپۍ له بنکونو رااوباسي او بیا يې ځانونو ته معاف کوي/ښه مثال يې په پاکستان کښې لیدی شۍ/په بهر نه راعلې سرمایه کښې ددوي خبله برخه وي-د اي ایم ایف او ورلډبنک نه په سود پیسې اخلي او په عیاشیانو يې خرچ کوي-او زور يې له اولسه د ګرانۍ په شکل کښې اوباسي---اوس له څو میاشتو نه مې غوږونو کښې انګازې کیږي-چې په تیونس او مصر کښې ددې منګوړ نما مخلوق مخنیوی وشو او دغه د مخنیوي دارو د نورو سیمو خلکو هم وپيژندل---
خو یقین مې نه راځي چې دغه دارو به زمونږ د سیمې په څربو منګوړو کار وکړي-ولې چې دلته بړستن-تولايي-او کټ درې واړه بیخي د منګوړو خپل دي--نو دغه دارو شیندي څوک؟؟-
-
عندلیب---دیر پښتونخوا
بېرته شاته