(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دَ بغاوت پېغور

ټوله شپه دې غم ؤخوړم چې پښتون قام را لره خلقو دَ عقيدو اؤ نظرئيو په نوم تالا کړو ـــــــ ټوله شپه مې دا درون پېټے په زړۀ پروت وۀ چې زما دَ باغى قوم سْرو سترګو دَ خپل غرور په قيمت دَ غلامۍ رانجۀ څنګه دَ مفاهمتونو په نوم ځاے کړل ـــــــ ټوله شپه دې اندېښنو سکونډلم چې زما دَ پښتو دَ مينې اؤ پت سندرې ځان دَ “دهمال” سره څنګه بلد کړو ـــــــ ټوله شپه دَ دې احساس تاؤ ويلې ويلې کړم چې زمونږه غوندې ماضى پرست اؤ په تېرو وختونو وياړ کوونکى دَ راتلونکې ورځ دَ پاره نن دَ حالاتو په نبض ولې ځان نۀ پوهوى؟ ـــــــــ ټوله شپه مې خپل ځان دَ دې شکست خورده احساس کمترۍ په درشل غوڅ غوڅ کړو چې ژبه مو ګونګۍ کړې شوې ده اؤ دَ نورو دَ جنګونو خشاک شُوـ زما دَ ځان سره دې خانه جنګۍ کښې پوهه نۀ شوم اؤ هلته دَ نمر سترګه راؤختله ـ يؤ نا پېژندلى اواز راباندې غږ ؤکړو، “اے دَ اشنغر دَ خاؤرې زويه! “ غږ راباندې غونى ځيږ کړۀ، خو ځان مې ورته زړۀ ور کړو، ما وې “څوک ئې؟” وې، “جبرئيل يم “ ـ ما خپلو اوترو سترګو کښې ګاګير شوے نظر يؤ ځل بيا برند کړو، خو ژبې مې هېڅ ؤ نۀ وې، “جبرئيل يم ـــــــ اے دَ اشنغر دَ خاؤرې زويه! نۀ په ګيله کولو پوهېږې اؤ نۀ په پېغور ورکولو ـــــــ تۀ کۀ دَ ګيلې اؤ دَ پېغور چل زده هم کړې، نو چا نه به ګيله کوې؟ ـــــــــ چا له به پېغور ورکوې؟ نۀ دې دَ محمود غرور خپل کړو اؤ نۀ دې دَ اياز ادا ژوندۍ ؤساتلې شوه ــــــــ ستر احمد شاه دې دَ تاريخ دَ پاڼو نه ؤشوکولے شو ـــــــــ دَ خوشحال خان څلے دې دَ خېبر اؤ اټک منځ کښې ورک شولو ـــــــ عبدالرحمان چې ديوان ئې دَ قراان سره يؤ ځاے تاخ کښې ږدې، درنه په قبر کښې ژوبل کړے شو ـــــــــ دَ ملالۍ لوپټه درنه تماشه شوه ـــــــــ ستا قام دَ پاره دَ اشنغر خانۍ نه ځان ملنګ کړے باچاخان دَ هغۀ په ژوند دَ پېغورونو اؤ تورونو په کاڼو “رجم” کړے شو ـــــــــ ستا دَ رڼا دَ صف سر لښکر لوى نجيب په لوي بازار کښې دَ تيارو په لمسه ؤوژلے شو ـــــــــ ستا مؤقف وړاندې کوونکے، ستا پښتو ګويا کوونکے نورالبشرنويد ته دَ قدر په سترګه کتلے کيږى ـــــــــ خو خپلو کښې پردے ګڼلے شى ـــــــــ ستا سندرې دَ خپل سرور سره دَ خاموشۍ قبر کښې ښخې کړې شوې ـــــــــ ستا په اذان دَ کليمې وئېلو په ځاے فتوې ورکړې شوې ـــــــــ ستا دَ ازادۍ اؤ سوکالۍ غازيان غداران ؤګرځولے شول ـــــــــ ستا دَ شهيدانو دَ قبرونو نه په شُعلو پورته کېدو هم دَ هغوى شهادت رد کړے شولو ـــــــــ ستا دَ حوصلې سترګو کښې دَ اميد يؤ بڅرے ؤځلېدلو ، نو لکه دَ بې وسو په ګيلو اؤ پېغورونو سر شوې”ـ بيا دغه خبرې ؤدرېدلې ـــــــــ ما خپل مخ ته له شرمه لاس ؤنيول، خو څوک ځان له خپله ځانه نۀ شى پټولے ــــــــــ ما پسې نمر خاندل ـــــــــ هوا را ته ګُورېدله ـــــــــ مرغيو را پسې ملنډې کولې ـــــــــ موسم را ته سپک کتل ـــــــــ پښتنې خاؤرې را نه مخ اړولے وۀ ـــــــــ اؤ زۀ خپل مخ له خپله ځانه نۀ شم پټولے ، هنْ! دا ده، چې دغه پېغور را کښې يؤ نوے بغاوت ؤپُوکلو ـــــــــ!!!
Hayat Roghaani
- بېرته شاته