(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دPkMAP برطانیی څانګی بلنلیک

[09.Jul.2009 - 07:13] ن لر او بر افغان وطن د آمو تر اباسینه او د چتراله تر بولانه د یو ډیر خطرناک ناورین سره مخامخ دی.په ټول وطن کې د تر هګرۍ او بنیاد ګرۍ لمبې بلې دي. د باجوړ نه تر وزیرستانه اود سوات نه تر کراچۍ پوری ټول پښتون اولس ترهګرو او اورپکو یرغمل کړی دی په زرګونود بیګناه انسانان مرې غوڅیږي. څلور ملیونه بیګناه پښتانه په خپل وطن کې بی کوره شوي دي. خلکو ته د ارباو روپو تاوانونه اوښتلي دي. جهانی ترهګرو د عربی القایدی په مشرۍ کې په پښتون وطن ناروا جنګ راتپلی دی. چې په نتیجه کې یی د پښتنو افغانانو سرونه مالونه اوناموس د خطر سره مخامخ شوي دي او پښتون وطن په کنډوالو بدل شوی دی په د ی لاره کې ۱.د پښتون افغان خاوره د هر ډول ترهګرۍ بنیاد ګرۍ او فرقه پرستۍ څخه د ژغورلو لپاره ۲. په سوات، دیر،باجوړ، وزیرستان ، خیبر، کرمه، بنو، ډیره اسماعیل خان او نورو سیمو کې د اورپکو پر ضد د عملیاتو د تیزولو او په موخه کولو لپاره ۳. په ګران او تاریخي افغانستان کې د پنجابي استعمارګرانو او نورو ارتجاعی قوتونو د لاس وهنې د بندولو لپاره ۴. د پښتون افغان وطن نه د القایدی او نورو ترهګرو سازمانونو د ایستلو لپاره. ۵. په کراچۍ او د پاکستان په نورو ښارونو کې د پښتنو د سر او مال د ساتنی لپاره ۶. په میلینونو په خپل وطن کې د بیکوره شوو پښتنو په درناوی سره په ځاﺉ کولو لپاره ۷. د چتراله تر بولانه د اټک او میانوالي په ګډون د پښتونخوا، پښتونستان یا افغانیه په نوم د یوی متحده او خپلواکه صوبی د جوړولو لپاره ۸.په ګران او تاریخي افغانستان کې د روانی پروسی د ملاتړ لپاره پښتونخوا ملي عوامي ګوند برتانیی له خوا د لر او بر افغان یوه لویه نمایینده جرګه جوړه کړی ده. په دی جرګه کې ټولو سیاسي، فرهنګي او د وطن مینه والو پښتنو افغانانو ته په ډیر درناوي د ګډون بلنه ده. پښتونخوا ملي عوامي ګوند برتانیه څانګه نیټه: ۱۹م د جولاﺉ ۲۰۰۹ د یکشنبی (اتوار ورځ) وخت: مازدیګر څلور بجې ځاﺉ : بابورچي ۱۴۹-۱۵۳ ګرین سټریټ لندن ای ۷ ۸ ایل ای DATE and Time: 19th July 2009 at 1600 Hours (4.00 pm) Venue: Baburchi 149-153 Green Street London Post Code: E7 8LE Nearest Tube station: Upton Park (District Line) تماس: ۱. فلک نیاز خان یوسفزﺉ : ۰۷۹۰۳۸۷۲۵۹۷ ۲. اشرف خان هوتي : ۰۷۹۴۰۷۵۵۱۸۰ ۳. فایق خان یوسفزﺉ : ۰۷۹۴۹۵۴۵۴۵۲ ۴. ولی افغان : ۰۷۸۱۸۴۹۴۲۷۷ ۵. اکبرخان :۰۷۹۶۰۹۸۸۶۸۸ ۶.عبدالحسیب یوسفزﺉ : ۰۷۹۵۱۲۴۷۹۶۶ - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته