(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

"پښتو: پرون نن او سبا" چاپ شو.

[09.Mar.2006 - 13:26] د پښتو ادبي چمن ټل لخوا تېر کال د دويم نړيوال کنوينشن ٢� � ٥ء په موقعه اورول شوې مقالې د "پښتو: پرون، نن او سبا" په نوم په يو دروند کتاب کې چاپ شوې. دا کتاب چې په 425 مخونو کې په سپين معياري کاغذ او رنګه پښتۍ چاپ شوى ټول دري څلوېښت سرليکونه لري چې پکې برسېره د کنوينشن پر مقالو ځينې نورې ارزښتمنې مقالې هم چاپ شوې دي. د کتاب د ترتيب کار اسير منګل او سليم بنګښ کړى دى، د کمپوزنګ، ډيزاين او پروف ريډنګ چارې يې عبدالهادي حيران ترسره کړې دي، تړون يې د کمپيوټري نړۍ د يوې پېژندل شوې څېرې "لېوال" په نوم شوى دى او بيعه يې ٣� � کالدارۍ ده. په دې ارزښتمند اثر کې د شاملو ليکنو او ليکوالو ترتيب په دې ډ ول دى: سريزه: اسير منګل د کنونشن پرانسته: اجمل خټک صدارتي وېنا: پروفېسر پرېشان خټک د مشر مېلمه تقرير: وزير اعلى اکرم خان دراني وېنا: ډاکټر کبير ستورى جادوګر او لېوني: فاروق سرور د درې ورځني کنونشن روداد: ملک مقبول د پښتو ادبي چمن ټل پېژندګلو: رئيس کوثر مقيد، د حُسن و عشق شاعر: همېش خليل د پښتنو د اصل نسل په باره کې : سر محقق عبدالله بختانى د پښتو ليکدود او املاء: ډاکټر شېرزمان طائزى ترقي پسندي، پښتو او پښتونخوا: سليم راز پښتون او يويشتمه پېړۍ: سعد الدين شپون کمپيوټري نومونې: محمد اصف صميم د پښتو پرون، نن او سبا : ډاکټر ميا سهېل انشاء پښتو ژبه او صحافت: ډاکټر شاه جهان کاکاخيل په بدلېدونکې دنيا کې د ادب کردار: ډاکټر اقبال نسيم خټک د پښتو ادب زرين دور: ډاکټر راج ولي شاه خټک په پښتو کې د افسانې د ارتقا جاج: ط اهر اپريدى د پښتو په درس او تدريس کې شوې تجربې: پروفېسر داور خان داود کره کتنه او د هغې زغمل: دروېش درانى د ازادۍ تحريک او پښتو شاعري: ډاکټر يار محمد مغموم پښتو ادب او تصوف: عمرګل عسکر عالمي رجحانات او پښتو ادبيات: افضل شوق مورنۍ ژبه او درس و تدريس: خواجه محمد سائيل پښتو ادب کې اسلامي اثار: حاجي قمر زمان قمر طائزى پښتو موسيقي او سندره: غازي سيال پښتو ناول: ډاکټر سيد چراغ حُسين شاه په پښتو کې تاريخ نويسي: رحيم شاه رحيم اُسلوب پوهنه: پروفيسر محمود اياز يويشتمه پېړۍ او د نويو موضوعاتو ضرورت: عارف تبسم په کاکړۍ غاړو کې د پښتو سُوچه توري: صادق ژړک په جنوبي پښتونخوا کې د پښتو ادب : ډاکټر ميا سهېل انشاء پښتو ادب کې نوي رُجحانات: حنيف خليل پښتو کې د ماشومانو دپا ره ادب: روښان يوسفزى په اماراتو کې د پښتنو اديبانو هلې ځلې: تاج انور اعجاز خټک پښتو او تعليم: فيض الوهاب فيض پښتو، پښتانۀ او د نن تقاضې: لياقت امين د مروتو کسرونه: پروېز مروت کراچۍ کې پښتو ادب: محب وزير د هزارې د پښتنو تشخص: قمر صحرائي د مارګلې په لمن کې د پښتنو ادبي، سياسي او کلتورې هلې ځلې: اقبال حسين افکار خوشحال خټک او کرلاڼي توري: اسير منګل بابوجان او د هغه يوه قلمي نسخه: سليم بنګښ د ادبي کره کتونکو په فکر دا په ٢� � ٦ء کال کې د پښتو لومړى مهم اثر دى چې د پښتو مينه وال به ترې زياته علمي او ادبي ګټه واخيستلاى شي. - عبدالهادي حيران
بېرته شاته