(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ناروې کې پر پښتو ژبې سيمه ييزې راډيو خپرونې پيل کړې

[27.Jan.2009 - 22:44] 27.01.2009:پرون سهارپوره لس بجې د ناروې هېواد په پلازمېنې اوسلو کې يو شمېر مېشتو ، فرهنګيانو او فرهنګپالو په (107,7 FM)څپو کې د يوې سيميزې راډيو پرانسته وکړه� که څه هم نوموړې راډيو د FM د لنډو څپو له امله سيميزه ده ، خو له ښه بخته او د تخنيک له برکته يې ټول درانه افغانان د نړۍ په هر ګوټ کې په ژوندۍ(www.afghanghag.net) بڼه له غږ او تصوير سره يو ځای اورېدلې او لېدلې شي� د افغان غږ راډيو پرانيستوونکې غونډې ته پر يو شمېر مېشتو فرهنګيانو برسېره يو ګڼ شمېر پوهان او د پښتو ادب او کولتور مينه وال هم راغلي ول . غونډې ته راغليو ښاغليو په بې صبرۍ سره د انتظار شېبې لنډولې څنګه چې په سيميز وخت د سهار لس بجې شوې ټولو په ګډه د سټډيو پر دروازې لګول شوې پټۍ پرې کړه� ورپسې د افغان غږ راډيو نه د لوی څښتن په سپېڅلې نامه پښتو خپرونې پيل شوې. د خپرونې په پيل کې د افغان غږ راډيو خوږ ژبي وياند داکتر مصطفی امن د خپلې پرانيستوونکې وينا په ترڅ کې د ناروې له حکومت اوپه ځانګړي توګه د خارجي خپرونو د کمېسيون مشر ښاغلي دووګان نه مننه وکړه چې افغانانو ته يې هم پخپله ژبه کې د خدمت حق ورکړ � ښاغلي امن د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغان غږ راډيو په ټولو درنو اورېدونکو غږ وکړ چې افغان غږ راډيو پخپلو رغنده نيوکو او وړانديزونو ونازوي� د ښاغلي امن تر وينا وروسته د افغان غږ راډيو د خپرونو مسوول ښاغلي اجمل اټک يوسفزي افغانانو ته د مبارکۍ ويلو تر څنګ د ښاغلي داکتر نذير نعيمي او ښاغلي اجمل مومند نه د زړه له تله مننه وکړه ، ښاغلي اټک د خپلې وينا په ترڅ کې زياته کړه د همدغو ښاغليو د مالي او ځاني سرښندنو اود نه ستړې کېدونکو منډو ترړو برکت دی چې نن دا دی موږ هم دلته د سيالۍ وړ شولو� د اټک تر وينا او د يو څو پښتو سندرو او ملي نغمو تر خپرېدا وروسته ، نوموتي افغان سياستوال او فرهنګي سټې ښاغلي استاد قريب الرحمن سعيد د خپلې عالمانه وينا په ترڅ کې په ټولو افغانانو د يووالي غږ وکړ� د استاد تر وينا وروسته په ناروې کې د افغانانو د کولتوري ټولنې مشر ښاغلي حاجي نظيف الرحمن سرشار د خپلې ارزښتناکې وينا په منځ کې د افغان غږ راډيو د مسوولينو سره د هره ډول کولتوري او علمي مرستو ژمنه وکړه� د ښاغلي سرشار تر وينا وروسته د افغان غږ راډيو د کولتوري برخې مشر خوږ ژبي شاعر ښاغلي رياض نانيخل خپل د مبارکۍ پيغام او يوڅو خواږه شعرونه د افغان غږ راډيو درنو اورېدونکيو ته واورول� همدا ډول يو شمېر اورېدونکيو خويندو او وروڼو د ټيليفون له ليکې خپل د خوښيو ډګ پيغامونه د افغان غږ راډيو درنو اورېدونکيو ته واورول � د جرمني د فرانګفورټ نه خوږ غږي بلبل ځوان سندرغاړي نجيب حقپرست، د انګلستان نه ياد او خوږ ژورنالسټ ولي عبدالله او همدا ډول د ګران افغانستان ملي او په ټولو ګران هنرمند ښاغلي ډاکتر ناشناس د افغان غږ راډيو له مسوولينو سره ژمنه وکړه چې په راتلوونکي وخت کې به خپل راتلوونکی نوی سندريز البم د لومړي ځل له پاره د افغان غږ د څپو له ليارې خپور کړي� تر مبارکيو ، ويناوو، خبرونو ،شعرونو،نغمو او خبرو اترو ورسته د پروګرام په پای کې د افغان غږ راډيو تخنيکي مشر ښاغلي انجنير شکران الدين يوسفزي د نوموړې راډيو درنو اورېدونکو ته د مبارکۍ په ويلو اود خدای پامانۍ په اخيستلو سره د افغان غږ راډيو خپرونې تر بلې خپرونې پای ته ورسولې� د يادولو وړ ده چې د افغان غږ راډيو درانه اورېدونکي او ليدونکي هره يکشنبه په سيميز وخت د سهار له لسو بجو د غرمې تر دوولسو بجو دغه خپرونې په لاندې نښه ژوندۍ اورېدلای او ليدلای شي� www.afghanghag.net او يا FM 107,7 - ډ پښتونخوا خبریال
بېرته شاته