(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سپین غر مجله له چاپه راووته

[24.Jan.2009 - 19:40] د سپین غر مجلې پرله پسې نولسمه او شلمه ګڼه له چاپه راووته او مینه والو ته د لېږلو لړۍ پیل شوې ده. سپین غر مجله د ناروې د تروندهایم په ښارکې د افغانانو د کلتوري ټولنې درې میاشتنۍ خپرونه ده چې په پښتو، ناروېژي او انګېسي ژبو په زړه پورې ټولنیز، سیاسي، ادبي، دیني او کلتوري مطالب خپروي. مینه وال کولای شي د مجلې د ترلاسه کولو لپاره په لاندینیو برېښنالیکونو له مونږ سره اړیکې ټینګې کړي: [email protected] [email protected] د یادولو وړ ده چې د سپین غر نولسمه او شمله ګڼه به ډیر ژر پر لاندې پته پر لیکه شي: www.spinghar.org همدرا راز هغه لیکوالان، ادیبان او شاعران چې غواړي لیکنې او نظریات یې بې له لاسوهنې او په پوره امانت دارۍ سره خپاره شي کولای شي مونږ ته خپلې لیکنې راواستوي تر څو د ګرانو هېوادوالو د ګټلې اخیستلو لپاره خپرې شي. - لطیف الرحمن سرشار
بېرته شاته