(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اې اېن پی ځایي مشر ووژل شو او په تاڼه راکټي برید شوی

[04.Dec.2008 - 22:56] وی او ای خبر : په سوات کې دډزو اؤ ګډوډي پيښو کې دعوامي نيشنل ګوند دير ضلعې دمرستيال صدر ثمين خان اؤ يو پوځي په ګډون ٦ کسان وژل شوي دي. ثمين خان مينګوره کې نامالومو کسانو په ډزو سره وژلى دى اؤ دخوازه خيلې ګاشکور سيمې څخه ددوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي دي. دسرچينو له مخې دسوات مټه کې جنګيالو تيره شپه دپوليسو په څوکۍ په وړو وسلو سره بريد وکړو چې له دې وروسته شاوخوا يو ساعت دجنګيالو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ دډزو تبادله روانه وه خو دکومې ځاني مرګ ژوبلې خبر نۀ دى ترلاسه شوى. دسوات په کبل سيمه کې هم نامعلومو کسانو دپوځيانو په يو کاروان بريد وکړو چې له امله يې يو پوځي مړ اؤ دوه نور ژوبل شول هم په دغه سيمه کې دنامالومو وسله والو په ډزو سره دوه کسان وژلي دي. جنګيالو دمټې څخه ارکوټ لوري ته تلونکې دامنيتي ځواکونو په کاروان، دمټې پوليس څوکۍ اؤ نظراباد کې په امنيتي ځواکونو بريدونه کړي دي. مينګوره ښار کې امنيتي ځواکونو په ګزمو کې زياتوالى راوستى دى اؤ په لمړي ځل دمينګورې سره شاوخوا سيمو طاهر اباد، بنډ اؤنورو سيمو کې يې بيرغونو په لاس ګزمې وکړې. دپښتونخواپه بنوسیمه کې جنګيالو دپوليسو په حويدنومې تاڼه دراکټونو بريد کړى دى چې له امله يې يو پوليس وژل شوى اؤ١٢ نور ژوبل دي. امنيتي ځواکونو په حويد تاڼې دراکټي بريدونو وروسته دبنو چاوڼۍ څخه دجنګيالو په سنګرونو ګوله باري وکړه. پوليس وايي دډزو لړۍ اوس ولاړه ده اؤ سيمې ته پوليس اؤ امنيتي ځواکونه رسيدلي دي. بل لوري دسوات سره پيوست د باجوړ په بيلا بيلو ځائيونو کې امنيتي ځواکونو بيګاه ټوله شپه دجنګيالو پر پټ ځائيونو ګوله باري کړې ده. دسرچينو له مخې امنيتي ځواکونو دباجوړ بيلا بيلو سيمو چارمنګ،چينار اؤ تنګي کې دجنګيالو پټن ځائيونه په نخښه کړي دي خو دکومې ځاني مرګ ژوبلې خبر نۀ دى ترلاسه شوى. ددغه ګوله بارۍ له امله دجنګيالو ګڼ شمير سنګرونه تباه شوي دي. دانتظاميې وينا ده دپوځيانو لخوا په ناواګۍ دکنټرول ترلاسه کولو وروسته زوربند،ټاؤن، باګوړى اؤ نورو سيمو څخه تلليو خلکو يو ځل بيا دغو سيمو ته کډې راوړل پيل کړي دي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته