(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کراچۍ دډزو پيښو کې ۲۳ کسان وژل شوي

[01.Dec.2008 - 13:13] خبری رسنئ، وی او ای:01.12.2008د کراچۍ په بيلا بيلو سيمو کې داړي ګړي اؤ ډزو پيښې رامينځته شوي دي چې پکې تراوسه لږ ترلږه ۲۳ کسان وژل شوي اؤ د۱۰۰ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي. نامعلومو کسانو دښار بيلا بيلو سيمو کې ١٨ؤ ګاډو، دريوؤ موټر سائيکلونو ،٦ؤ دوکانونو اؤ يو ګودام ته اور اچولى دى. دپوليسو له مخې داړي ګړي پيښې دبنارس سيمې څخه پيل شوي چرته چې نامالومو کسانو ډزې پيل کړې اؤ کاڼي يې وورول چې له امله يې درې کسان مختار، محمدعلي اؤ مطيع الله مړۀ اؤ ديوې ښځې په ګډون ٥٤ کسان ژوبل شول. مړۀ اؤ ژوبل کسان داورنګي ټاؤن قطر روغتون ته رسول شوي دي. ددغه روغتون مشر وايي ژوبل شوؤ کې ١٥ کسان په ګولو لګيدلي وؤ اؤ نور کسان په کاڼو ژوبل شوي وؤ. بنارس چوک کې داړي ګړي وروسته دښار بيلا بيلو سيمو کې حالات تاؤژن شول اؤ دډزو لړۍ پيل شوه اؤ نامالومو کسانو اورنګي ټاؤن، قصبه کالوني، سهراب ګوټهـ، ابوالحسن اصفهاني روډ، ناګن چورنګي، شادمان ټاؤن، واټرپمپ، پاک کالوني،داؤدچورنګي اؤ کورنګي کې دهوايي ډزو کولو په ترڅ کې دوکانونه اؤ کاروباري مرکزونه تړلي دي. په شاهراه نورجهان کې دپهاړګنج سيمې سره نزدې په ډزو ٣٥ کلن بابرشاه ووژل شو اؤ بلديه ټاؤن، قصبه موړ، پيراباد اؤ اورنګي ټاؤن کې هم دنامالومو کسانو په ډزو ١٥ کسان ژوبل شول. وسله والو کسانو په ابوالحسن اصفهاني روډ ټائرونه وسوځل اؤ په شادمان ټاؤن کې هم ٥ؤ ګاډو ته اور واچول شو. ناظم اباد سره نزدې نامالومو کسانو داورګاډي پاټلو سره نزدې په کټ کې اودو کسانو باندې ډزې پيل کړې چې له امله يې دوه کسان ووژل شول اؤ دچاړو په وارونو ١� کسان ژوبل شول. سرجاني ټاؤن اؤ نشترپارک سيمو کې هم وسله والو کسانو دوه تنه وژلي دي. درساله تاڼې سره نزدې پر ايم اى جناح روډ اؤ بولټن مارکيټ کې داقبال کلاتهـ مارکيټ څوکيدار اؤ يو بل تن نامالومو کسانو ووژل. دپوليسو له مخې وسله والو په ډزو سره ګلشن اقبال سيمه کې ٤٥ کلن رسول خان ووژلو. پوليسو ګڼ شمير کسان داړي ګړي په پيښو کې دلاس لرنې په تور نيولي دي. همدغه راز دسندهـ حکومت کراچۍ کې د شرخوښو ليدلو سره سم دهغوي دويشتلو امر کړى دى خو تراوسه داسې کوم اطلاعات نۀ دي ترلاسه شوي چې ګنې کوم شرخوښى دامنيتي ځواکونو په ډزو وژل شوى وي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته