(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امريکا طالبانو سره نيغ په نيغه خبرو باندې غور کوي

[28.Oct.2008 - 21:21] وی او ای: دامريکا ورځپاڼې وال سټريټ جورنل ادعا کړې ده چې امريکا افغانستان کې خپله تګلاره کې دښکاره بدلون کولو په ترڅ کې دځنو طالبانو سره په خبرو غور کوي. ورځپاڼه پخپل راپور کې وايي دسپينې ماڼۍ اؤ پوځ لوړپوړي چارواکي باور لري چې دطالبانو داعلى قيادت دشاملولو څخه بغيربه دځينو طالبانو سره خبرې افغانستان اؤ ګاونډي هيواد پاکستان کې دوضعې ښۀ کولو کې لاس امداد وکړي. دامريکايي چارواکو له مخې دسپينې ماڼۍ دپټ جاج اخستنې راپور کې خواست شوى دى چې افغان حکومت ته دامريکا دفعاله برخې لرلو ترڅنګ طالبانو سره دخبرو اترو کولو مشري په غاړه اخستل پکار دي. طالبانو سره دخبرو اترو وړانديز ته دامريکايي پوځ دنومول شوي مشر جنرال ډيوډ پيټراس ملاتړ ترلاسه دى. جنرال پيټراس هم په دې طرز عراق کې کار کړى دى چرته چې امريکا سني قبائيل دالقاعده په ضد جنګ باندې رضا کړل اؤ ورسره عراق کې دګډوډۍ پيښو باندې قابو وموندل شوه. دراپور له مخې دسپينې ماڼۍ لوړپوړي چارواکي اؤ پوځي مشران دطالبانو دلوړې کچې پځايې دلاندې کچې قيادت سره خبرې کول غواړي. راپور ليکي دغه خبرې به افغان حکومت کوي خوامريکا به پکې هم برخه اخلي. دورځپاڼې له مخې دغه وړانديز افغانستان کې دامريکا دنوې تګلارې په هکله جوړو کړل شوؤ خواستونو کې هم ورکړل شوى دى بلخوا په باجوړ ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو لخوا دجنګيالو په ضد عملياتو کې 5 تندرويان وژل شوي دي. دباجوړ په ماموند، چارمنګ اؤ نورو نورو سيمو کې دجنګيالو په ضد عمليات روان دي اؤ دهغوي پر سنګرونو سخته ګوله باري دوام لري، له مړينې پرته ګڼ شمير جنګيالي ژوبل شوي هم دي. همدا راز د سوات په سرسينئ، توتانو بانډه ، کوټلئ، هزاره، علي ګرما ، وينئ پوستې اؤ بريم پل سيمو کې دنامعلومو مودې پورې کرفيوپځايې کړل شوې ده اؤ دکبل تحصيل په سرسينئ سيمه کې نن په دويمه ورځ هم دجنګيالو په ضد دامنيتي ځواکونو دلټونې عمليات دوام لري. په دغه عملياتو کې جنګي الوتکې هم برخه اخلي. دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانګې( ايي ايس پي ار) له مخې پرون دسرسينئ سيمه کې دجنګيالو پټن ځائيونه په نخښه کړل شول چې پکې ١� جنګيالي وژل شوي وؤ. بل لوري ته امنيتي ځواکونو دکانجو ايف سي پوستې څخه دجنګيالوپر شکمنو سنګرونو ګوله بارې پيل کړې ده خو دمرګ ژوبلې په هکله تر دې مهاله کوم معلومات نۀ دي ترلاسه شوي. همدغه راز دمينګورې شاوخوا اوډي ګرام سيمه کې نن جنګيالو دنجونو يو سکول په بمونو الوځولى دى. نن په اسلام اباد کې پاک افغان ګډې جرګه ګې کی پریکړه شوې ده چې دواړه هیوادونه به مخالفینو سره خبرې کوي. د پاکستان د پلاوي مشر او د پښتونخوا ګورنر اویس احمد غنی او د افغانستان پلاوي د جرګې په پایې کې مطبوعاتی کانفرنس ته وویل دواړه خواوې به کمیټۍ او د رابطې ډلې جوړوي چې مخالفینو سره به تماس نیسي. دوي وویل دوه میاشتې وروسته به په کابل کې بله جرګه کیږي. د مطبوعاتی کانفرنس په وخت دوي د طالبانو یا ګلبدین حکمتیار او یا هم د پاکستاني طالبانو نامه وانخسته خو وې ویل چې ټولو مخالفینو سره به د سولې لپاره خبرې کوي. په دغه جرګه کې په دې خبره هم ټينګار کيږي چې دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ سعودي عرب کې کومې خبرې شوې وې بايد هغه پرمخ بوتلل شي. دافغانستان اؤ پاکستان ترمينځ په ګډه پوله دترهه ګرۍ دستونزې مخنيوی ، او اړيکو ته دودې ورکولو په لړ کې ددواړو هيوادونو دامن دګډې جرګې غونډه نن په دوهمه ورځ دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې پایې ته ورسیده. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته