(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمشروزیر محمدګل خان مومندټولنه جوړه شوه

[26.Aug.2008 - 07:45] هغه شانداره غونډه چې دسنبلې په اوله دسترمشروزيرمحمدګل خان مومند د وفات د۴۴تلین ددرنښت په يادجوړه شوې وه په دې غونډه كې دولسى جرګې اومشرانوجرګې استازيودځينووزارتونومرستيالانو،ملى اوقومى شخصيتونو، علماى كرامو، يوزيات شميرژورناليستانواودقلم خاوندانو ګډون كړى و.غونډه دقرآن پاك دخوآيتونوپه تلاوت پيل اوورپسى ددغې فرهنګى ټولنې مشرډګروال ګلبټ خان مومندپرانيستونكى ويناوكړه اود دګډون كوونكوڅخه یې مننه وكړه اوويې ويل چې ستاسې داپه مينې راتګ ماته ډاډراكړ چې سبابه په دې برخه كې نوراغيزمن ګامونه هم پورته كړاى شو. ورپسې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت ادارى اود توريزم مرستيال غلام نبى فراهى په خپلې ويناكې وويل چې ارواښاد محمدګل خان مومنددتاريخ يوه پيژندل شوې څيره ده چې تعارف ته یې اړتيانه شته. هغه په خپل لوى زړه كې دوطن دخدمت ستره ارزولرله اوترهرڅه يې زيات دملي وحدت دټينګښت اودقومونودنږدې والى اويووالي لپاره كاركاوه. زموږ دغه ستراوپه هېواداوافغان ولس مين مشرپه خپله يوتاريخ دى اود صداقت، مينې اوشجاعت يوه ځلانده نمونه وه. له هغه وروسته داطلاعاتواوفرهنګوزارت نشراتي مرستيال ښاغلى محمدمبارزراشدى ويناوكړه هغه وزيرمحمدګل خان مومند و دهغوميړنيو شخصيتونوپه ډله كې يادكړچې دخلكو، هيواداوانسانيت لپاره يې سترى كارنامې ترسره كړي دي. په دې پرتمينه غونډه كې تاند اوهڅاندشاعرهارون حكيمى شعرووايه ورپسى استادعاشق غريب اوږده ويناوكړه. دغه رازدهيواد سترمحقق اوفرهنګى شخصيت حبيب الله رفيع، دعالى تحصيلاتو وزارت مرستيال ښاغلى خويشكى، مشهورشاعراو اديب عصمت قانع، ښاغلى وحيدالله، مولوى صاحب قیام الدین كشاف، ډاكتربشرهم ويناوى وكړي. غونډه دمولوى صاحب كشاف لخواددعايې په ویلوسره پاى ته ورسيده . De Wazir Mohammad Gul Khan Momand Tolana Jora shwa Zafar Ehtimam- سمسورظـفـرزی « اهتمام »
بېرته شاته