(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

واکمن ائتلاف د پرویز مشرف پرضد په تورونو غور کوي

[10.Aug.2008 - 20:51] 10.08.2008- ډیوه، وی او ای :دپاکستان دجمهوررئيس پرويز مشرف دمواخذې کولو دپاره د واکمن ائتلاف قانوني کميټۍ په نننۍ غونډه کې دجمهوررئيس په ضد د تورونو لگولو په اتۀ نکته ايزه پاڼه(چارج شيټ) غور وکړل شو. له غونډې ختميدو وروسته دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزيرې شيري رحمان خبريالانو ته وويل د جمهوررئيس دمواخذې دپاره دتورونو پاڼه جوړول کوم عادي کاغذ نۀ دى. هغې وويل د جمهوررئيس دمواخذې واک پارليمان ته ترلاسه دى اؤ دغه واک هيڅ يوه اداره نۀ شي چيلنج کولى. دنوموړې وينا وه پرويز مشرف دوه ځله اساسي قانون مات کړى دى چې دا دامريت د لړۍ کړۍ وه. شيري رحمان وويل د پرويز مشرف دپلوي گوند مسلم ليگ(ق) لخوا د اسمبليو دماتولودواک58(2)B سره دمخالفت ښودل کيدو وروسته دجمهوررئيس پرويز مشرف ملاتړنور هم کم شوى دى. همدغه راز دمسلم ليگ(ن) مشر احسن اقبال خبريالانو ته وويل هغوي دجمهوررئيس دمواخذې دپاره د ٣٢٥ غړو ملاتړ په لاس کې لري.نوموړي وويل د مواخذې څخه وروسته به دجمهوري رياست دماڼۍ اؤ پارليمان ترمينځه يو والى رامينځته شي. بل لوري ته دپاکستان ددريواړو پوځونو متقاعد يا ريټائرډ جنرالانو اؤ نورو لوړ پوړو افسرانودجمهوررئيس پرويز مشرف دمواخذې دپاره دکوټلو ثبوتونو اؤ وړانديزونو دورکولو داعلان کولو په ترڅ کې ويلي دي چې پرويز مشرف غير ائيني جمهوررئيس دى اؤ پوځ بايد دهغه کوم غير ائيني گام ته دتحفظ ورکولو څخه ډډه وکړي. د سرچينو له مخې دتورونو په دغه پاڼه کې دجمهوررئيس پرويز مشرف له اړخه د ١٢م اکتوبر ١٩٩٩ء گام ، په دوهم ځل اساسي قانون ځنډول، جزوي مارشل لاء لگول، دلال جومات عمليات، دعدليې له کاره غورځول اؤ دوفاق دکمزوري کولو غوندې مهم تورونه شامل دي، ددې ترڅنگ بهرنيو قوتونو ته په هيواد کې دمداخلت داجازې ورکولو، پاکستاني وگړي دډالرو په مقابل کې غير ملکيانو ته دسپارلو اؤ دډاکټرقدير دستونزې اؤ دبې نظير بوټو دوژنې تورونه هم په دغه پاڼه کې ورکړل شوي دي. همدغه راز دقامي اسمبلۍ قبائيلي غړو قبائيلي سيمو کې د عملياتو، بلوڅ ملت پالو بلوچستان کې دعملياتو اؤ اقليتي غړو دغير مسلمو نيغ په نيغه ټولټاکنو کې دبرخې اخستلو ختمول هم په پاڼه کې دشاملولوغوښتنه کړې ده همدا راز دپاکستان ددريواړو پوځونو متقاعد يا ريټائرډ جنرالانو اؤ نورو لوړ پوړو افسرانودجمهوررئيس پرويز مشرف دمواخذې دپاره دکوټلو ثبوتونو اؤ وړانديزونو دورکولو داعلان کولو په ترڅ کې ويلي دي چې پرويز مشرف غير ائيني جمهوررئيس دى اؤ پوځ بايد دهغه کوم غير ائيني گام ته دتحفظ ورکولو څخه ډډه وکړي. دريټائرډ پوځي افسرانو دټولنې غونډه نن داتوار په ورځ ترسره شوه چې له دغه غونډې وروسته يوبيړني مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا کولو په مهال ليفټننټ جنرال(ر) سليم حيدرترمذي ، دپينډۍ پخواني کورکمانډر جنرال(ر) جمشيد گلزار، جنرال(ر) نعيم اکبر اؤ بريگيډئير(ر)محمودالاسلام وويل دپرويز مشرف دلرې کولو دپاره بايد ټول سياسي گوندونه په يوه ليکه اودريږي. اؤ هغه ته دخوندي لارې دورکولوپځايې دسزا ورکولو غږ پورته کړي. اخوا دپښتونخوا داسمبلۍ غونډه په ١٢م اگست راغوښتل شوې ده، په دغه غونډه کې به دجمهوررئيس څخه غوښتنه کيږي چې هغه بايد دپارليمان څخه دباور رايې ترلاسه کړي. نن داتوار په ورځ دبلوچستان اسمبلۍ دپارليماني غړو غونډه هم په کوئټه کې کيږي اؤ احتمال دى چې په ١٥م اگست کيدونکې دبلوچستان داسمبلۍ غونډه کې به هم دجمهوررئيس څخه د باور درايې اخستو غوښتنه وشي. همدغه راز دپنجاب وزيراعلي شهبازشريف دگل په ورځ ټول حکومتي غړي لاهور ته راغوښتي دي ترڅو دجمهوررئيس دمواخذې دپاره په تياريدونکي پريکړه ليک ورسره صلاح مشوره وکړي. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته