(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جرمني دقبايلي خبريالانو لپاره گډ روزنيز مرکزونه جوړوي

[31.Jul.2008 - 12:46] جرمني دقبايلي خبريالانو لپاره گډ روزنيز مرکزونه جوړوي.31.08.2008 اسلام اباد : په اسلام اباد کښې دجرمني سفير گينترمولاک يوې غونډې ته دوينا په وخت ويلي دي ،چې جرمني تکل لري ،چې په قبايلي سيمو کښې د خبريالانو د صلاحيتونو د لوړولو لپاره روزنيز مرکزونه جوړ کړي ، ددې مرکزونه لپاره به د جرمني هېواد يو کروړ او اتيا لکه روپۍ ورکوي او بله دا ، چې د پښتو رسنيولپاره به په پېښور او ننگرهار کښې يو يو مرکز جوړوي ، چې له دې څخه لومړى به دافغانستان او پاکستان ترمنځ پښتو ميډيا نېټ ورک جوړ شي . په دې اړه په لوظنامه د پېښور پوهنتون او په ننگرهار کښې ميډوټيک مشر حميدالله جان ځاځي او دجرمني لخوا انشيټوفري پريس(آى ايف پي) مشرې بريټا پېټرسن لاسليک کړى. په دې وخت خبريالانو ته د جرمني سفير وويل ، چې پاکستان او افغانستان د سيمې ارزښتمن او مهم هېوادونه دي او په دواړو هېوادونو کښې تلپاتې امنيت د سيمې دامنيت لپاره گټور دى . جرمني غواړي ، چې دپاکستان په قبايلي سيمو کښې دامنيت د ودې او پرمختگ لپاره دپاکستان او افغانستان ترمنځ د پښتنو په قبايلي سيمو کښې امنيت ټينگ شي او ستونزې حل شي ، ددې دپاره جرمني تيار دى ، چې اتيا لکه روپۍ ورکړي او په دې سره به دقبايلي سيمو د خبريالانو صلاحيتونه پورته شي او دافغانستان او پاکستان ترمنځ به پښتو ميډيا نېټ ورک جوړېږي ، چې په کښې به پښتو ژبي خبريالانو ته روزنه ورکول کېږي SCPRD.COM- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته