(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سنګين ولی خان په حق ورسید

[26.Jun.2008 - 12:26] پیښور: په ډیره خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چی د عوامي نېشنل ګوندANP د مشر اسفنديارولي خان ورور ، دارواښاد خان عبدالولي خان زوى اودباچا خان نمسى سنګين ولی خان په لاهور کې د کينسر(سرطان) د ناروغۍ له لامله لدی فانی نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی. انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد سنګين ولی خان څو ورځې مخکې د لاهور شوکت خانم روغتون کې بستر شوى و ، چې په۲۵ جون ۲۰۰۸ نیټه دزیارت (پنجشنبی ) په شپه د ۵۱ کالو په عمر په حق ورسېد ، د نوموړي د جنازې مونځ به نن په 26.june 2008 نیټه دزیارت (پنجشنبی )په مازيګرشپږ بجې د چارسدې په ولي باغ کښې ادا کېږي او په پلرنۍ هديره کښې به خاورو ته سپارل کېږي. ارواښاد سنګین ولی خان دچارسدی د ولسوالئ د عوامی نشنل ګوند مشر او د مرکزی جرګی غړی پاتی شوی دی . د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP ، دده مړينه پښتون قام ته لويه ضايعه بولی، میرمن نسیم ولی خان ،اسفندیارولی خان ، خپلوانو،دوستانو او سیاسی ملګرو ته یی د زړه صبر غواړی اوپه دی غم کۍ ورسره ځان شریک ګڼۍ ۰ اروا دی ښاده او جنت فردوس دۍ په نصېب شی. دپښتـنـو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د مشرتابه دفتر Sangeen Khan Wali Khan, brother of Central President Asfandyar Wali Khan and son of Begum Naseem wali Khan died after long ailment in Shaukat Khanam Memorial Hospital Lahore on Thursday. The departed soul suffered from cancer and had been admitted to hospital few days ago in a critical condition. 51 years old Sangeen was the member of Central Council and ex-president of ANP Charsadda district. He left a son Lawangeen Khan (elder) and two daughters, Meher and Mariam. Funeral prayers will be offered today at 6 pm at Wali Bagh, Charsadda. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته