(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ټولټاکنو کې برخه مه اخلۍ

[30.Jan.2008 - 09:22] ( ټول افغان): :30Jan.2008د پښتونخوا ملي عوامي ګوند رهبر او په پاکستان کې د ټولو دیموکراتو ګوندونو د غورځنګ (APDM) مشر محمود خان اچکزي په خلکو غږ وکړ چې په راتلونکو ټولټاکنو کې برخه وانخلي. نوموړي دا غوښتنه د دوه نۍ په ورځ (۲۸جنورۍ۲۰۰۸) د مردان د تخت بايي سیمه کې د ټولو دیموکراتو ګوندونو د غورځنګ یوې سترې غونډې ته د وینا په مهال وکړه. محمود خان وویل چې راتلونکي ټولټاکنې غیر اییني (د اساسي قانون خلاف) دي او په ازاد چاپیریال کې نه ترسره کېږي. محمود خان د شهید عبدالصمد خان زوی دی. د شلمې پېړۍ په اویایمې لسېزي کې د خپل پلار د شهادت څخه وروسته د ګوند مشر شویدی او لا تر اوسه د خپل پلار په څېر د خپل ولس د واک، اختیار، او حقوقو لاس ته راوړلو دپاره هڅې کوي.
له بله پلوه په پاکستان کې د پښتنو بل لوی ګوند (عوامي ملي ګوند یا عوامي نشنل پارټي) په راتلونکو ټولټاکنو کې د ګډون فیصله کړېده. د خدای بښلي خان عبدالغفار خان د لمسي اسفندیار ولي خان په مشرۍ دا ګوند هېله مند دی چې که چېرته ازادې ټولټاکنې وشي نو د پښتونخوا په بیلا بېلو سیمو کې به ډېرې څوکۍ وګټي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته