(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خان لالا محمد افضل خان د کورنۍ په غړو د نا اسلامي او نا انساني عمل غندنه

[25.Jan.2008 - 19:26] په ډیره خواشینۍ سره مو د رسنیو څخه خبر تر لاسه کړ چې د پښتون قام د قامي یووالي سوګندخوړلو دښمنانو د پښتنو د قامي وحدت د غوښتنې د مخکښ ښاغلي خان لالا محمد افضل خان د کورنۍ په غړیو یو غلچکی نا انساني برید کړی دی او په دې غمجنه پېښه کې د خان لالا د کورنۍ درې تنه غړي په شهادت رسېدلي اودوه تنه نور ټپیان شوي دي. انالله و انا الیه راجعون. مونږ د خان لالا د کورنۍ په غړیو دغه نا اسلامي او وحشي برید په کلکه غندو. همداراز د خان لالا د کورنۍ سره په دغه لوی غم کې ځانونه شریک ګڼو او خپله غمرازي او تسلیت ورته وړاندې کوو. شهیدانو ته د اللهج څخه د فردوس جنت او ټپیانو ته بېړنۍ شفا غواړو. قدرمن خان لالا او درنې کورنۍ ته یې د رب العلمین څخه جمیل صبراو زغم غواړوو.
دالحاج محمد نادر سرشار او کورنۍ له خوا اوسلو/ناروې
- الحاج محمد نادر سرشار
بېرته شاته