(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دامن جرګه ګۍ به دوه اونۍ وروسته اسلام اباد کی غونډه وکړي

[25.Oct.2007 - 22:24] 25.10.2007اسلام اباد: د امن جرګې د افغاني کميسيون د دارالانشاء ريس ډاکټر فاروق وردګ د خپل کميسيون له پنځو تنو غړيو سره یو ځای د امن جرګې ددويمې غونډې ددايرولو په موخه دپاکستاني کميسيون له مشرانو او پاکستاني هم سيالو سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته تللى دى . ډاکټر وردګ وويل چې په راتلونکيو دوو اونيوکې به ددواړو هېوادونو ٥� کسيزه جرګه ګۍ لومړۍ غونډه وکړي. هغه په تېرو دوو ورځو کې د پاکستاني کميسيون دمشر دپاکستان د کورنی چارو وزیر افتاب احمد خان شېرپاو په ګډون له نورو چارواکيو سره دجرګې ددويمې غونډې په اړه خبرې کړې دي او د پنځوس کسيزې جرګه ګۍ لپاره یی پاکستاني پلاوي ته له خپله اړخه ٢٥ نومونه ورکړل اوپاکستاني کميسيون به هم راتلونکيو دوو ورځو کې د خپل لوري د ٢٥ کسانو نومونه دوى ته وسپاري - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته