(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اېران او اسراېل شخړه

[23.Apr.2024 - 08:04]

 

ایران او اسرائیل جنګ د نړۍ درېم نړیوال جنګ دې  

لیک! یاسر علي باچا 

 

تېرو ورځو کښې اسرائیل په سوریا شام کښې د ایران په یو قونصلېټ باندې حمله وکړه چې د هغې په نتیجه کښې د ایران دیارلس تنه مړه شول، چې دغه کسانو کښې د ایران د پاسداران انقلاب ډېر لوې فوځي افسران هم شامل وو، د دغه حملې نه پس د ایران سپریم لیډر آيت الله خامنه په اسرائیل د نېغ په نېغ حمله کولو بیان جاري کړو او د انتقام اخېستلو وعده وکړه

 

بېګاه ایران هم په دغه لړ کښې په اسرائیل باندې په مکمله توګه پرله پسې ډروڼ یعني خودکاره مېزائیلونه داغلې دي، چې د یو ازاد زرايع تر مخه خوا وشا دوه سوه مېزائیلونه د اسرائیل په سر ښار تل ابیب بشمول نور ښارونو راغورځېدلې دي، چې په نتیجه کښې اسرائیل ته ډېر لوې نقصان او زیان رسېدلې دې

 

د امریکې د یو زمه وار ریاست د سنجیدګې نه تاسو د دې خبرې اندازه ولګوې چې د صدر جوبائډن نه په یو خبري پرېس کانفرانس کښې تپوس وشو چې ایران که په اسرائیل حمله وکړي نو امریکه به په دې لړ کښې څه حکمت عملي پکار راولي نو جوبائډن د دغه سوال په جواب کښې خبریال ته فقط د انګرېزې ژبې دوه ټکي وکارول چې Don’t 

 

دا جنګ ولې او چا شروع کړو او د دې به په سیمه او په خاصه توګه په کلهمه نړۍ څه اثرات راځي؟ داسې نور ډېر سوالونه چې زما او ستاسو په زهنونو کښې نقش دي، د دې ځوابونه به راروان نېزدې وخت کښې پخپله راووځي

 

دا وخت نړۍ د یوکرائن او فلسطین د دوو اهم جنګونو سره مخ ده چې ټوله نړۍ د کروناء د وباء نه پس د جنګونو په وباء اموخته ښکاري او د امن ډیوه مړه ښکاري

 

د ایران او اسرائیل د یو بل خلاف سازشونه او پراکسي جنګونه په تېر تاریخ کښې د چا نه هم پټ نه دي، مګر دا ځل د ایران د اسرائیل خلاف دومره لوې قدم اخېستل چې ګني ایران دې په اسرائیل نېغ په نېغ ورباندې حمله اوار شي، نو داسې قسم قدم په لومړي ځل مونږ ته په نظر راځي

 

مونږ ته دې دا هم پته وي که چرته اسرائیل د دغه حملو جواب وائي او زما په خیال اسرائیل به د ایران دغه حملې فقط د جنګ خاتمه ونګړي بلکه دغه جنګ له به لا هم دوام ورکوي، که څه هم امریکایان بېګاه داسې دې ډېر پرېشانه پرېشانه ښکاري او اسرائیل ته خبردارې ورکوي چې مه کوه ایراینیانو سره ډغره مه وهه او دا جنګ راغونډ کړه خو د تېر وخت پشان اوس هم اسرائیل د امریکایانو خبرې په یوه غوږ وواري او په بل وباسي، اسرائیلیان هم هغه څه کوي، چې دوي ته ښه ښکاري یعني د امریکایانو خبرې ته بیخي اهمیت نه ورکوي، د دې خبرې اظهار پخپله یو نجي یعني یو پرائیوټ محفل کښې کړې دې چې د اسرائیل وزیر اعظم نیتن یاهو غواړي، امریکایانو ته په لوې کچ جنګونه جوړ کړي چې ترڅو امریکایانو ته د دغه جنګونو حل راباسل ممکن نه بلکه ناممکن شي نو هم دغه وجه ده چې امریکایان ورباندې پوهه دي چې دا اوس دې کوم جنګ د ایران سره په مخه کړې دې نو دا زر تر زره ختم کړه، که چېرته دغه جنګ شروع شو او زما په شروع دې او د ختمېدو نوم نه اخلي نو په نتیجه کښې به ټوله سیمه د اور لمبو ته ځي او په دې دنګل کښې د نړۍ نور طاقت ور هېوادونه لکه روسیا(سوېت یونین) او چینیان هم برخه اخلي او د ایران پشا به ودریږي

 

که چېرته دا جنګ دوام نیسي او ختم نشي نو د اسرائیل سره په ګاؤنډ کښې ګېر چاپېره د ایران لوې پراکسي تنظیمونه لکه لبنان کښې حزب الله، فلسطین کښې حماس، په یمن کښې حوثیان، او په سوریا شام کښې د بشارالاسد حکومت او دغسې نور تنظیمونه چې په یوه نامه او بله نامه کار کوي، دا ټول به د ایران سره ودریږي او دې جنګ کښې به برخه اخلي، پام مو وي چې خود په سوریا شام کښې د روسیانو فوځونه د اسرائیل په ګاؤنډ کښې د ګولان په غرونو سره د خپل ټول فوځي سازوسامان ناست دي او که څه هم دغه فوځیان دا وخت په تعداد کښې مونږ ته کم ښکاریږي خو د نورو روسانو فوځیانو دغه سیمې ته راوستل ورته د ګس لاس کار ښکاري

 

هم دغه رنګه که دچین په اهمیت رڼا واچوو نو چین دا وخت د نړۍ یو غټه اقتصادي منډهې ده چې د چین د اهمیت نه انکار کول داسې دي لکه یو سړې چې لمر په ګوته پټوي، دا وخت تر ټولو مهمه او کامیابه پالیسي په دغه ټوله منطقه کښې واحد یو د چین په نظر راځي، د مثال په توګه د ټول عرب هېوادونو د چین سره راشه درشه جوړول او تجارت ته دوام ورکول او دغه شان د چین په خله د ایرانیانو سره تعلقات معمول ته راوستل او ایران د یو دشمن نه بلکه د یو دوست په بڼه پېژندل، دا ټولې د چین هاغه پالیسایانې دي چې عرب هېوادونه دا وخت چې د امریکې په بدل کښې چین او روس دواړه خپل نجات دهندګان بولي

 

چینیان ډېر سخت خلق دي دوي ته د امریکي سامراج ټول ظلمونو یاد دي چې په کومه طریقه امریکایان د دوي د هېواد د پرمختګ لاره نیسي او هم دغه وجه ده چې چینیانو خپل نوې نسل د دې ټولو ظلمونو نه ښه په پوره ډول خبر ساتلې دې او د امریکې هر یو پلان ته په پوره ډول پلانونه لري

 

ترکیان هم د ایران سره په ګاؤنډ کښې پراته دي، که سبا په ایران جنګ جوړیږي نو ترکیه به هم خرابیږي او خلق به ترکيې ته په مهاجرت مجبوره کیږي او دغه شان د ترکیه  سلګې وهونکې اقتصاد به د مرګ سره مخامخ کیږي، نو هم دغه وجه ده چې ترکیه به د ایران په جنګ کښې اول د ثالثې کوششونه کوي او که امریکه او اسرائیل نه قلاریږي نو مجبوره دې چې د ایران سره ودری

March 2024

- یاسرعلي باچا
بېرته شاته