(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امنا لور

[23.Apr.2024 - 06:39]

آمنا لور 

لیک: انورعلي انور

زما د خورکۍ رشته د نن نه لس دولس کاله وړاندی په داسی وخت کښی شوی وه چی زما د خور عمر دغه وخت ډیر کم وو او دغه پریکړه زما پلار کړی وه. د چاسره چی دغه رشته شوی وه د هغوۍ سره  زمونږ بله خپلوی هم وه او زما پلار ورته وییل چی دا جینۍ لا وړوکی ده او روسته مسلی وی خو هغوۍ ډیر زد کوولو او زما د خور رشته دغه شان اوشوه.

زه هغه وخت په پوهنتون کښی نه ووم او نه می د پلار په فیصلو کښی ډیر عمل دخل کوولو او خور می هم وخت ده "او" یا "نا" څه خبره نه وه کړی او زما په خیال هغه وخت د هغی عمر هم دومره نه وو چی د خپل ژوند په اړه څه فیصله اوکړی.

زه پوهنتون ته لاړم وخت تیریدلو او ما چی څومره مثبت بدلون راوستلے شو په کور کښی ، هغه می راوستو چی په کور کښی ماحول دومره سازګار وی چی هر څوک بلا تفریق خپله رائے وړاندی کړی هغه که ښځه وی او که سړے.

د نن نه دوه کاله مښکی می خور راته اووئیل چی زه یو خبره کوول غواړم خو.. ما وییل خبره اوکړه د خو سره به ګورو خو خبره ضروری ده.

هغی وییل چی زما رشته کم چا سره شوی نو زه دغلته واده نه کوول غواړم دغه خلک زما د نفسیاتو او زه د هغوۍ د نفسیاتو سره سمون نه خورو او ماته داسی ښکاری چی زه دغلته ژوند نشم کولے.

مور او پلار می په دی خبره باندی ډیر پریشانه هم شو خو هغوۍ ته هم د دی خبری د سنجیدګۍ اندازه وه نو زما جواب ته یی انتظار اوکړو.

ما اووئیل چی ټیک ده بس چی ته نه غواړی نو مښکی به مونږ خبره اوکړو ته فکر مکوه.

مونږ په کور کښی په دی خبره خپلو کښی مشوره اوکړه او ټولو ته می اوئیل چی دا مسله ټوله زما په سر پریګدۍ زه به یی لاره اوګورم.

لګی ورځی روسته د هغوۍ د کور د طرفه خلک مو را اوبلل او ما ورته ډیر په طریقه خبره مښکی کړه خو ماته پته وه چی زمونږ د ټولنی نفسیات د دی قسمه خبرو سره بلد نه دی او رئیکشن به یی خامخا تیز وی. هم داسی اوشوه او هغوۍ په اولنی ځل بیخی راسره وران شو خو ما هڅ قسمه جذباتی ردعمل ظاهر نه کړو.

دویمه جرګه راغله او د کلی قاری صیب یی هم زان سره راوستو  . ما بیا خبره مښکی کړه او قاری صیب ورته اووئیل چی اسلام هم دغه وائ او دا خبره په دی ځای ختمه کړۍ.

د هغوۍ ردعمل دومره تیز وو چی مختلف الزامونه یی اولګول او ماته یی وئیل چی ته خو بے غیرته یی تا کښی پښتو نشته او نه ده عزت نه خبر یی د پښتنو روایاتو نه خبر یی زکه چی زمونږ په ټولنه کښی داسی کار تر اوسه چا نه دے کړے چی ښځه ورکړی او بیا یی واپس کړی.

ما ورته اوئیل چی تاسو زما مشران یی ماته ډیر درانه یی خو خبره دا ده چی د زما د خور د خاوند سره به  زما غیرت، زما پښتو یا زما عزت نه بلکه زما خور ژوند تیروي او هغی ته د خپل ژوند تیرولو اختیار حاصل دے چی د چاسره یی تیرول غواړی. ما ورته اوئیل چی ستاسو د هلک په بل واده کمه خرچه وغیره راځی په هغه کښی هم درسره لاس اړوم ، رشته به هم درله اوګورو او دا خبره به په پر امن طریقه ختمه کړو خو خوند یی نه کوو.

خیر هر څه چی وو خو هغوۍ خبره په دی اودروله چی د پښتنو روایات دا دی چی بیا به دغه جینۍ بل ځای هم واده نه کوی او په کور به ناسته وی ټول عمر

ما ورته اوئیل چی قربان مو شم زه د خپلی خور د ژوند د فیصلی اختیار په خپله خپل زان ته نه ورکوم نو تاسو څوک یی چی دغه اختیار به درکوم؟ وئيل مونږ به تا مړ کړو او داسی او داسی ما وئیل ټیک ده هغه به روسته کتل کیږی او خبره می د باجوړ په عدالت کښی کیښودله.

وکیل مو اونیولو او  جج چی هر څوک وو خو فیصله یی بیخی سمه واوروله او په فیصله کښی یی اولیکل چی که دا فیصله دغه دویم فریق نه منله تو بیا به "غږ ایکټ" لاګو کیږی کم چی عوامی نشنل پارټی په ٢٠١٠ کښی پاس کړے وو او د "غږ" یو ډیر استحصال کونکے روایت یی ختم کړو.

 

خبره می دا کوله چی ضروری نده چی مونږ دی بیخی په تادۍ سره بدلون راولو او د ښځو د حقوقو خبره او کوشش دی په هغه شکل اوکړو کم چی په ترقی یافته ملکونو کښی شتون لری بلکه چرته چی هم د بدلون موقع په لاس درځی نو بیا شاته تلل نه دی پکار او څومره چی کیدے شی د مثبت بدلون او په قلاره قلاره نتائج راوړلو کوشش پکار دے خو د ښځی د حقوقو خبره کونکو مخالفت په یو صورت کښی هم جواز نه لری هغه که په په هر ځای کښی وی او په هر شکل کښی وی.

 

کله چی به چا ته چا د خپلی خور ، لور رشته نه ورکوله او مخالف کس به د جینۍ د کور مښکی یا په خپل کلی کښی ډزی اوکړی او وییل به چی دغه جینۍ زما ده .خلکو به وییل چی "غږ" ی پی کړے دے. بیا به که هغه جینۍ دغه کس له ورنکړه نو بل چاله به یی هم نشوه ورکولے یا به یی ټول عمر په کور تیر شو او یا به دشمنی اوشوه .

دغه روایت په مختلفو سیمو کښی په مختلفه طریقه شتون لرلو .

دغه غږ د بلها جینکو ژوند په داو کړے وو.

انور علی انور

Anwar Ali Anwar 

- انورعلي
بېرته شاته