(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د هزاره بابا

[23.Apr.2024 - 06:09]

د یوه هزاره بابا ارمان خاطره

لیک: باز محمد عابد

په ۲۰۰۶ کال کې چې ما له بي بي سي تعلیمي پروژو دفتر سره کابل کې دنده لرله، زموږ یو تخنیکي همکار هزاره و. هغه ته معلومه وه چې د نوي کور، نوي ژوند د مجلې د پښتو برخې پروف زما په غاړه دي او فکر یې کولو چې زه به د پښتو معلم یم.

یوه ورځ یې راته کړه چې کاکا یې غواړي چې اولادونه او لمسي یې پښتو ژبه زده کړي، که کوم معلم درته معلوم وي چې بعد له وخته کورته ورشي او پښتو ور زده کړي.

ما ورته وویل:

ولې، زه درته معلم نه ښکارم؟

ویل یې زه هم غواړم چې په اوونۍ پینځه ورځې د دفتر نه د وتو پر وخت ما سره موټر کې لاړ شې. د یو ساعت لپاره زده کړه ورکړې، بیا به دې زه خپل ځای ته رسوم.

په هماغه ورځ ورسره بعد له وخت نه موټر کې سپور شوم او د تایمني په لسمه کوڅه کې یې یوه مفشن کور ته ور ننه ایستم.

لږه شېبه وروسته یو سپینږیری چې کابو اتیا کلن به و، له کوره حجرې ته راغی، په ډیر ښه شان یې روغبړ راسره وکړ. بیا یې په فارسي راته وویل:

بچیه، زه غواړم چې نر او ښځې، لوی او واړه ټول پښتو ژبه زده کړي.

ما ویل بابا جانه زه په خدمت کې یم او ژمنه کوم چې په دې برخه کې ټوله انرژي صرف کړم.

بابا ویل چې د معلم لپاره ما له زړه نه د میاشتې دوه سوه ډالر معاش ایستلی خو که کمې وي ستا په خوښه معاش درکوم، خو شرط یې دا دی چې زما اولادونه باید پښتو زده کړي.

ما ویل دوه سوه هم ډېرې دي، که یوه روپۍ هم رانه کړې، زه مې د خپلې ژبې پښتو او ورسره ستا د وراره چې زما همکار دی؛ په خاطر هم دې کار ته غاړه ږدم. نه یوازې دا چې ژبه به ور زده کوم، بلکې لیکدود به هم ور زده کوم.

بابا خوشحاله شو. راولاړ شو د ورېښمو غوندې پاسته لاسونه یې زما پر سر تېر کړل.

زه او همکار مې انصاري څلور لارې ته راووتو، یوه تخته، یو درجن مارکر قلمونه او ۳۰ عدده د نوټ کتابچې مو واخیستې.

په سبا مازیګر چې بیا همکار د کاکا کور ته راوستم، په یوه دالېز کې یې تر دېرش پورې څوکې ایښې وې، مخامخ دېوال باندې یې تخته ځړولې وه، لږه شېبه کې ځوانان، پېغلې، ماشومان او د پاخه عمر ښځې چې شمېر یې اته ویشت تنو ته رسېده، راغلل او په څوکیو کېناستل. موږ بي بي سي کې د سواد د زده کړې یو کتاب" چېرته چې ښوونځی نشته" خپور کړی  و. همدا کتاب زما لپاره د درس ورکولو ښه ذریعه وه. راته ناست ښځې او نر ټول باسواده وو خو بیا هم دغه کتاب هغوی ته د پښتو د زده کړې تر څنګ د پښتو د لیک د تورو په پېژندلو کې ښه مرسته کولای شوه.

شاګردان مې هم ډېر هوښیار او مهربانه وو.

کله کله به دوه درې تنو د ټکسي لپاره پیسې راکولې. ما به ورته ویل چې د ټکسي پیسې دې ورور جواد راکړي، مګر خور به یې ویل چې سمه ده خو په دې پیسو مېوه ځانته واخله. هر ماښام به یې په ډسپازل لوښي کې راته د دوه درې نفرو کتغ چې اکثر وخت به د پسه غوښه وه، اچوله. تر یوه کال پورې چې زه هلته د معلم په توګه ګمارل شوی اوم، موږ به په خپله کوټه کې د شپې لخوا پینځه ورځې دیګ نه کولو، یوازې وچې ډوډۍ به مو له نانوای راوړلې.

د یوه کال په دوران کې زه په دې وتواونېدم چې د کورنۍ ټولو غړو ته نه یوازې دا چې پښتو ژبه ور زده کړم، بلکې پښتو املا او حتی د پینځو یاګانو.پر ځای کارونه یې هم زده کړې.

د زده کړې طریقه دا وه چې دوی به فارسي جمله ویله، ما به په تخته لیکله او ورسره څنګ کې به مې پښتو جمله لیکله او تر شلو ځلو زیات به یې راسره په لوړ غږ تکراروله.

هره ورځ به د درس په جریان کې سپین ږیری بابا راته مخامخ په چوکۍ ناست وو او له دې به یې خوند اخیسته چې اولادونه یې پښتو زده کوي.

یوه ورځ یې راته وویل چې هره شپه دوه ساعته ټول په دې مکلف دي چې ستا ورکړی درس یو له بل سره تمرین کړي. هغه که ښځه خاوند دي، که خور او ورور دی او که ماشومان دي.

ما ویل همدا یې د زده کړې یوه ښه طریقه ده چې زما پښتو کړې جملې خپلو کې سره تمرین کړي.

کله چې زه پوه شوم چې نور نو نر او ښځو ښه سمه پښتو او ورسره تر یوه حده د پښتو املا هم زده کړې، نو بابا ته مې وویل چې نور زما ضرورت نشته. اولادونه دې روانه پښتو باندې پوه شول، خپله هم هر یو پښتو ویلی شي، خو یوه پوښتنه درنه کوم چې ولې دې وغوښتل چې اولادونه دې پښتو ژبه زده کړي؟

بابا موسک شو، زما سترګو ته یې په رندانه انداز راوکتل او ویې ویل:

- بچیه! بې له شکه چې زه به مړ یم. خو پښتو د دې هیواد د ستر اکثریت ژبه ده او زه غواړم چې په راتلونکي کې زما په اولادونو او حتی لمسیانو کې یو د هیواد مشر شي

په دې وخت کې زما غونی زیګ شو. ذهن ته مې  زموږ  د کلي سپینږیري مخته ودرېدل چې د جومات دېوالونو ته پیتاوې ته غځېدلي وي او لپه لپه شنه د پوليمټک نسوار اچوي.

- باز عابد
بېرته شاته