(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اپېنو جګړې

[12.Jan.2024 - 16:03]

 

د ا پینو ( تر یاکو ) جګړې

-لیک: ډاکتر لطیف یاد

په تاریخ کې موږ دچین سره داپینو یا ا فیومو ددوو مشهورو جګړو شاهدان یو .د اپینو لومړۍ جګړه دانګریزانو او چینایانو ترمینځ وشوه او دویمه جګړه یې دفرانس او چین تر مینځ وشوه .زه په دغه لنډه لیکنه کې داپینو( افیومو) یا تریاکو دغه دوه جګړې په لنډه توګه درپیژنمه :

۱- داپینو لومړۍ جګړه :

دغه جګړه دانګریزانو او چینایانو تر مینځ د۱۸۴۰ او ۱۸۴۲ زیږدیزو /میلادی کلونو تر مینځ وشوه . تر دې وړاندې انګریزانو له چین نه خپل هیواد ته چای صا دراوه او د انګلستان دخلکو دچین چای ډیر خوښیده او دانګلستان حکومت به چین ته دچایو په مقابل کې سپین زر تبا دله کول . .په پای کې دانګریزانو دسپینو زرو زیرمې مخ په کمیدو شوې اود برتانوي هند انګریزي مشرانو چې په هغه وخت کې یې دهند پر نیمې وچې ولکه او واک درلود چین ته دچایو په مقابل کې دسپینو زرو مبا دله ودروله او بنده یې کړه . انګریزي سوداګرچې دحکومت ممتازه طبقه وه د چین سره یې د سو داګرۍ لارې چارې بدلې کړې . دوی په هند کې خاشخاش او دکتانودبوټي کښت ته زور ورکړ او دسپینو زرو پر ځای یې چین ته د کتانو او اپین ( تریاک) لیږل پیل کړل . دتریاکو دلیږلو په پایله کې دچین خلک داپینو ( تریاکو) پر استعمال او کارونې روږدي او معتاد شول . وروسته دچین حکومت وپتییله چې چین ته داپینو لیږل بند کړي او په ۱۹۳۰ زیږدیز کال یې امر وکړ چې دکانتون په سوداګریز بندر کې دې دانګریزانو داپینو صندوقونو او پیټیو ته اور واچول شي چې همداسې وشول او انګریزي سوداګر دچین دحکومت په دې کار سره سخت خواشیني شول .همدا وجه وه چې انګریزانوپه ۱۸۴۰ زیږدیز کا ل کې د چین دکانتون سود اګریز بندر ته خپل پو ځونه ولیږل او په دې توګه دانګریزانو او چین تر مینځ داپینو پر سر جګړه پیل شوه . وروسته انګریزانو دچین نه د یانګ تسه کیانګ او شانګهای ښارونه ونیول او نانکینګ ښار ته ورنږدې شول او چین مجبور شوچې دانګریزانو سره دنانکینګ تړون لاسلیک کړي چې ددغه تړون په پایله کې چین له انګریزانو سرهپه ۱۸۴۲ زیږدیز کا ل کې دغه لاندینی تړون لاسلیک کړ :

۱- هانګ کانګ یې چې دچین دخاورې یوه مهمه برخه وه انګریزانو ته وسپارله 

۲- چین د پنځوسمند ري سوداګریز بندرونو دروازې انګریزانو ته پرانیستلې

۳- هغو شمیر انګریزانو به چې په دغو چینایی بندرونواوښارونو کې کوم جرمونه کول نو فیصلې به یې په انګریزی محکمو کې کیدلې نه په چیینایی محکمو کې .

۴- دنانکینګ دتړون له مخې امریکې ، فرانس او روس هم له چینه دورته امتیازونو غوښتونکی شول

د اپینو ( تریاکو) دویمه جګړه :

دابینو یا تریاکو دویمه جګړه چې دغشو دجګړې په نامه هم یادیږی دفرانس او چین ترمینځ د۱۸۵۶ او ۱۸۶۰ زیږدیزو کلونو تر مینځ وشوه .په دغې جګړې کې هم انګریزان او امریکا دفرانس ملګری وو.ظاهرا ددې جګړې علتونه داوو چې په چین کې دکوینګ دکورنۍ واکمن فرانسویانو ته ویلي و چې دوی ته به په چین کې دانګریزانو په شان ورته امتیازونه ورنکړی او بل علت یې داوچې چین دفرانس دحکومت یو تن استازی مجازات کړی ا وهم یې یوه کښتۍ او دهغه عمله او کسان زندانیان کړي وو .وروسته فرانسویانو او انګریزانو چې ډیر لږ پوځونه یې درلودل په ګډه سره په جګړه کې چین ته ماتې ورکړه اوچینایان یې دیته مجبوره کړل چې دپیکینګ تړون ورسره لاسلیک کړي چې فرانسې ته به امتیازونه ورکوی او په چین کې به داپینو سوداګري قانونی بڼه نیسي .

( لطیف یاد)

____________

 

 

 

 

بخارا:بخارای شریف

-----------------------

اگر آن ترک شیرازی به دست آرد دل ما را

به خال هندویش بخشم سمرقند و بخارا را

( حافظ شیرازي )

 لیکنه / ډآکټر لطیف یاد  

بخاراچې عام خلک ورته بخارای شریف هم وایي داوزبکستان دهیواد یو لرغونی او تاریخي ښار دی چې دزر افشان دسیند په ښکتنۍ برخه کې پروت دی . بخارا هم دسمر قند په څیر  دتاجیکستان دهیواد پورې تړلی ښار  و ، خو روسانو په۱۹۲۴ زیږدیز /میلادي کال کې  دغه ښار له تا جکستانه بیل کړ اوپه اوزبکستان پورې یې وتاړه .

بخارا دما ورا ء النهر له لرغونو ښارونو نه ګنل کیږي چې لر غونوالی یې (۲۵۰۰) کلونو ته رسیږي . بخارا هم په پخوانیو  زمانو کې دوریښمو دلارې یو مهم مرکز و او ډیرې تاریخي ودانۍ ، مدرسې او جوماتونه پکې شته. همداراز دامیر اسما عیل ساماني مزار هم دلته دی

دبخارا دنامه دریښې  په اړوند بیلابیل نظریات شته ، ځیني یې دلمانځنتون  په معنا را اخیستی دی  اودفارسی ژبې دادیب او تاریخپوه عطا ملک جویني  په قول بخارا دهر دین ځای بولي . دچیني زایر هیوان تسینګ ( شین ژوان ) په لیکنو کې هم دبخارا یادونه شوې ده  او هغه په ۶۲۹ زیږدیز/ میلادي کال کې  دې ځایه لیدنه کړې وه.

دتاریخي کره او مو ثقو روایتونو پر بنسټ دعیسی مسیح علیه السلام تر زیږیدو وړاندې په بخاراکې  کرکیلې اوکرنې زیات پر مختګ کړی وچې دزرافشان له سینده یې دخپلو ځمکو دخړوبولو لپاره ګټه اخیستله

دهخامنشیانو دواکمنۍ په وخت کې بخارا  دسغد یا سغدیانې یوه برخه وه

دعیسی مسیح له میلاده ۳۳۰ کلونه وړاندې دلوی سکندر ( سکندر اعظم ) پوځي ځواکونوپر بخا را ولکه وکړه اووروسته بیا دیونانيباخترې حکومت دواکمنۍ یوه برخه وګرځیدلهپه شپږمې میلادي پیړۍ کې دصحرا یي ترکانو لاسته ورغله . په اوومې میلادي پیړۍ کې اشکانیانو اوسامانیانو هم پر بخارا حکومت وکړ

داسلامي خلافت په وخت کې کله چې په ۵۳ هجري کال کې  د خراسان والي عبیدالله بن زیاد وتاکل شونو  یوکال وروسته یې په ۵۴ هجري کال کې  د بخارا دنیولو ّهڅه وکړه . په دغه وخت کې بخارا یوه ښځینه واکمنه درلودله او هغې دعربوپه وړاندې دترکانو نه مرسته وغوښتله ،خو داعرابو په وړاندې یې مقاومت ونه شو کولی اوپه پای کې یې  له عربو  سره په دې شرط سوله وکړه چې هر کال به هغوی ته یو ملیون درهمه ورکوي.

داسلام ددین تر خپریدو وروسته بخارا دادب ، پوهې او اسلامي مرکز په توګه پاتې شواو له ۸۹۲ زیږدیز کال نه تر ۹۹۹ زیږدیز کاله پورې دسامانیانو دواکمنۍ پلازمیینه وه. بیا وروسته بخاراپه ۱۰۲۷ زیږدیز کال کې  دسلجوقیانو لاسته ورغله .په ۱۲۱۹ زیږدیزکال چنګیزیانو پرې برید وکړ او هغه یې له خاورو سره خاورې کړ. په ۱۳۸۳ زیږدیزکال کې بخارا  دګوډ تیمور  لاس ته ورغله او تر هعه وروسته بیاپه ۱۵۰۵ زیږدیز کال کې  دګوډ تیمور اولادې ته چې ازبکان ول پردې ځای واک وموند.په ۱۷۴۰ زیږ دیز کال ایراني نادرشاه افشار برې برید وکړ او پخپله ولکه کې راووست،خو کله چې هغه مړ شو شیباني ازبکو پرې ولکه وکړه او دنولسمې پیړۍ په نیمایي کې دروسیي دامپراتورۍ برخه شوه

په ۱۹۱۷ زیږدیز کال کې چې په روسیه کې دبلشویکانو په لارښودنې ا نقلاب وشو نو دهغوی دهغه خای دبلشویکانو په مرسته روسانو  دبخارا دخلکو دجمهوریت په نامه ونوماوه او دهغه ځای امیر شاه عالم خان کابل ته پناه یووړه او په افغانستان کې مړشو او دکابل دشهدای صالحین په هدیره کې خاوروته وسپارل شو.بخارا  بیا وروسته په ۱۹۲۴ دروسانو لخوا دتاجکستانه جلا او په اوزبکستان  پورې وتړل شو چې تر اوسه پورې سمر قند او بخارا داوزبکستانه پورې تړلي دي ،خو خلک یې له  اوزبکستانه سره خوشاله نه دي ځکه د بخارا او سمر قند او سیدونکي په خټه تا جیکان دي.

باید زیاته کړم چې دروسانو دمخه دلته ډیرې ورځپانې چابيدلې  چې دهغو نه کولای شو دلاندنیو ورځپاڼو نومونه واخلو : بخارای شریف ، سمر قند ، آئینه ، صدای فرغانه او صدای ترکستان چې داټولې په تاجیکي  فارسي ژبه خپریدلې .

باید زیاته کړو چې بخارا په دویمه او دریمه لیږدیز/ هجري پیړۍ  یا اوومې او اتمې زیږدیزې / میلادي پیړۍ کې کې داسلامي عالمانو ، محد ثینو، صوفیانو ، دطریقت دخاوندانو ،  او مفسرینواو فقهاوو ، ادیبانو او تاریخپوهانو ستر مرکز و چې لاندیني سترعالمان پکې تیرشوي دي .

 ۱-دبخارا ستر فقهي عالم ابوعبدالله ابن ابی‌حفص

۲- ابوعبدالله احمد بن محمد جیهانی

۳- دفارسي ادب مشهور شاعر رودکي 

 ۴- فقهي عالم ابوبکر بن احمد بن حامد

۵عبدالعزیز بن احمد بن صالح حلوانی

 ۶قاضی عبدالرزاق ترکی                                       

 ۷- عمعق بخارایی                                                 

۸- حسن بن علی قطان مروزی                                      

۹- محمد بن جعفر نرشخی                                         

۱۰- ابونصر احمد بن محمد نصر قباوی                                         

۱۱- محمد بن محمد عوفی                                  

۱۲دحدیثو دعلم ستر عالم محمد بن احمد حسینی مورخ اخباری 

۱۳- امام احمد  بخاری 

۱۴- ابوالطیب محمد بن علی بخاری

۱۵- عبدالله بن محمد مُسندی جُعفی

۱۶- ابوزکریا عبدالرحیم ابن احمد تمیمی بخاری

۱۷- محمد بن احمد بن سلیمان الغنجار بخاری

۱۸- احمد بن علی بن عمرو سلیمانی بیکندی

۱۹- عبدالرحمان بن محمد بن حمدون

۲۰- عزیزالدین نسفی

۲۱- سیف‌الدین باخرزی 

۲۲- بهاءالدین محمد نقشبندی

۲۳- علاء منجم بخاری

۲۴- عبدالرحمان مشفقی ملک الشعرا

۲۵- محمدبن اسماعیل حافظ بخاری

۲۶- حمویه 

۲۷سیفی بخاری

 همداراز دبخارامشهور تاریخي ځایونه دادي :

---------------------------------------

•  دبخارا ارګ

بالاحوض 

داسماعیل ساماني مزار

•  دچشمه ایوب هدیره  

دعبدالله‌خان مدرسه 

د مادر خان مدرسه 

مسجد بلند 

 • دزین‌الدین‌خواجه  خانقاه               

د کاکل‌داش  مدرسه 

•  د نادر دیوا ن بیگی خانقاه

دالغ‌بیگ مدرسه  

د عبدالعزیزخان مدرسه 

د بالاحوض جومات 

دسیف‌الدین باخرزی مقبره  

د بیانقلی‌خان مقبره 

د نمازگاه جومات

د فیض‌آباد خانقاه 

دچهارمنار مدرسه 

دبخارا دامیر کور 

چهاربکر 

------------------------------------

سرچینې :

۱- بریتانیکا دایرة المعارف په انګریزي ژبه ( بخارا)

۲-شهر بخارا در ازبکستان Bukharahttps://www.eligasht.com/Blog/travelguide

۳- ویکیپیډیا  په فارسي او اردو ژبو

- یاد
بېرته شاته