(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کُنړ، کُنړونه

[10.Nov.2023 - 10:46]

کُنړ، کُنړونه = کُنرهاکُهنر، کُهنریلا

 لیک: احمد جان ماڼو

په دې لیکنه کښی دلرغونې آریایې پشایې / آریک ژبې له اړخه ،په پښتو ، دری/فارسې او پشایې ژبو کښی د (کنړ، کنر، کونر/کهنر ) نومونه یې مفرد اود (کنړونه ،کنرها ، کونریلا/کهنریلا ) یې دجمع شکلونه دي د لرغوني تاریخي نامه په اړوند، ښایې ،چې دسیمې اوسېدونکو ، ادب پوهانو،ژب څیړونکو،شاعرانواو دخپل وخت متجاوزینو دلیکوالانولخوا ،به هم ځنې ورته ځانګړې معناوې او مفاهیم په کار وړل شوي وي او ښاغلو لوستونکو به ورڅخه خپل مفاهیم تر لاسه کړي وي ،چې زه هم په خپل وار دیوه کنړي اصلي اوسېدونکي د پشایې ژبي په توګه ،د پورتنیوو ملحوظاتو له مخې ،په دې څیړنیزه لیکنه کښی ،غواړم د (کنړ ،کنر، کوهنر/کونر) نوم دلویدیز ختیځ ژب پوهانو دنظریاتود رڼا لاندې ،چې هغوې (آریک) ژبه دهند و اروپایې ژبو موراونیا ګڼي ،چې زه لیکونکی د (آریک ) ژبه د مرحوم عبدالحي حبیبي صاحب د(پښتو ادبیاتو دتاریخ د لومړي جلد) دهغې پرتلنې په رڼا کښی ،چې د پښتو ژبې لغات یې ،دپښتو ژبې د آریائیتوب په خاطرد(ویدا ،ریګ ویدا ،سنسیکریت ، اوستا) د لرغونو آریایې کتابونو دلغاتو سره ،په پرتله کښیې څیړلي دي پوره دپام وړ دي .

ورپسې ما لیکونکي هم دپشایې ژبې نني مروج لغات دهغو لرغونو آریایې لغاتونوسره ،چې په پورتنیوو کتابونوایښودل شوي دي او نور هغه زاړه آریایې لغات ،چې دپښتو ادبیاتو په تاریخ کښې ورسره په پرتله کښې څیړل شوي لکه ،دهغه وخت زاړه د ارباب الانواعونومونه او نورډیرد آریک ژبې لرغونې آریایې مبهم او ناپیژاندي لغاتونه ،چې په ننۍ پشایې ژبې کښې په ځانګړو ترکېبونو کښی شتون لري ،په پرتله کړي او دا مې ثابته کړېده ،چې ننۍ مروجه (پشایې) ژبه هماغه لرغونې د (آریک) دهند و اروپایې ژبو مور اونیا ژبه ده !!!؟؟؟.

زما د پورتنۍ ادعا پر بنیاد غواړم ،چې د (کنړ/کنر/ کهنر) نوم یو لرغونې آریایې نوم د پشایې ژبې له اړخه وڅیړم ، په معنی او مفهوم یې ،چې په نامه کښی نغښتي لري وغږیږم ،ترڅو د سیمې د لرغونواوسیدونکو کنړیانو، ژب څېړونکو ،لیکوالانو اود قلم خاوندانو لپاره  دپام وړ وګرځي او هیله لرم ،چې خپل علمي ،ادبي ،ارزښتناک نظریات اوشننې ولیکي ،تر څومونږ وکولای شو، د ګران هیواد افغانستان دجغرافیې د یوې ښکلې ښایست لرونکې زرغونې ،زړه وړونکې غریزې ،دڅلورو فصلونو لرونکې سیمې (کنړ) د نامه په اړوند ،خپل اړین معلومات شریک اودهمدې لیکنې سره یې غوټه کاندي ،ترڅویو پوره جامع ،رښتینی معلومات ،چې د سیمې د ژبني ادبي تاریخ ،جغرافیوي پوښښ ، تاریخي ،جغرافیوي ، اقتصادي ،سیاسي ،نظامي ، کلتوري ،فرهنګي بشري ......اړخ سره ښه او مناسب اړخ ولري ولیکو،په علمي او ادبي بنسټ یې سینګار،هیوادوالو او نړیوالوته یې د قناعت وړبڼې سره یې، نووراتلونکو نسلونو ته په میراث پریږدو!؟

مخکښی له هرڅه ، د یوه کنړي او دکنړ د اصلي اوسېدونکو په توګه ،چې ورکښې زږیدلی په خاپوړو شوی ،په خبرو راغلی ،دسیمې دښکلي چاپیریال تراغېزلاندې ،د ماحول په ژبو (پشایې ، پښتو) غږیدلی او تر دې دمه ،چې په هکله یې ،یو څو نیمګړې ،ناقصې او نا تمامې کرښې لیکم ،دا باید په ډاګه ووایم او اعتراف وکړم ،چې زه دخپل نا توان قلم په رنګ ،جوبۍ او نوکه ، د ښکلو تاریخي کنړونو د ښکلا او ورکښې د نړۍ پر مخ د نایابو(مندلیف ) جدول د قېمتي عناصرونغښتي ارزښتونه یې را وڅپړم توان یې په ځان کښی نه وینم !

همدا شانته زه دخپل ناتوان قلم د نوکې په لیکنه نه شم کولای ،چی د کنړ ، کنړونو دسیمې د میشتو قومونو ،قبایلود اوسیدونکو وګړو پر خدای ورکړې طبعي شاعرانه طبعیت ،پوهه ، ذهني قوت ،لیاقت اوپه ظاهري او باطني ځانګړنو ،ښکلاوو ، هیوادپالنې ،میړانو ،سرښند نو، میلمه پالنې او پرخدای ورکړل شوو ښکلاوواو ځانګړنویې یو لنډ ځغلند نظر واچوم او څه ناڅه یې حق ادا کړای شم !

 بیا هم که هرڅه دخپل ناقص قلم په نوکه ، دسیمې او دخلکو یې په ښکاره او باطنه ښکلا او په خیټه کښی یې د  دننه نغښتو پرتو پټو کاني ارزښتونو په اړوند څه ولیکم دا به هم نیګړي وي

 

دسیمې د ښکلې ښکلا څخه باید ووایم ،چې د (کونړ- کونړونه) نوم یې د پښتو په تلفظ اوپه دری/ فارسی ژبه کښی د (کنړ، کنړونه ؛ کنر ـ کنرها) او په پشایې /آریک ژبه کښې یې تلفظ (کوهنرـ کونریلا، کن اړیلا ) ،

چی په دری ګونو ژبو کښی یې لومړنی نوم مفرد او دوهم نوم یې دجمع په شکل سره لیکل او تلفظ کېږي !؟

مخکښی له هر څه ،که د(کنړ) په جغرافیایې چاپیریال ،یو لنډی بحث ولرو، ښاغلو لوستونکو او دسیمې اوسیدونکولپاره به ،په ذهن او خیال کښی یو څه رښتیني معنی او مفهوم را وټوکیږي ،ترڅود څېړني حقیقي پایله ،نتیجه ورته پوره دقناعت وړاو زړه پورې ګرزيدلې وي .

مخکښې له هرڅه دا باید ووایم ،چې په ټوله کښې د (کنړونو واورین کونډونه) پوره دپام وړاو دژوند سرچینې دي ، کنړونه د طبعي چاپیریال له مخې غریزه ،په شنو رنګارګوځنګلونو ، ونو ،بوټو پوښل شوې ،درې ، سردرې ، طبعي ښکلي د اوبو ډک خوړونه یې ،په واورو سپین غرونه او سرچینې یې د اوبو خوږې چینې  ،ښایسته ښکلي یو دبل څخه په پوره توپیر رنګینې وړاندې پرتې بانډې ،دهرې سیمې خپله آب او هوا ،خاصه ځانګړې مالداري ، کلتور او رواج ،شامدام په خوږو ،رڼواوبو ډک روان سرمست خوړونه ،ابشارونه  ......یې پوره دپام وړ دي !

باید یادونه وکړم ،چې ننی د (کنړ، کنر ،کهن اړ/ کونر) ولایت ، دهیواد په ولایتي تشکیلاتو کښې ، د کنړ د نامه یومفرد شکل دی ،چې په اصل کښې ( کونړ- کنرـ کونر ،کهنر ) ولایت ،له دریوو کنړونو څخه جوړ دی :

-برکنړ .

-خاص کنړ.

-کوز کنړ .

په دې لیکنه کښی ،زه غواړم د (کنړ، کنر ،کونر) د تاریخي لرغونې جغرافیې نامه دمعنی ،مفهوم په اړوند ، د لرغونې آریایې (آریک / پشایې) د ژبې له پلوه ،خپل یو څېړنیز او زړه پورې معلومات د ښاغلو ژب پوهانو او وطندارانو سره شریک کړم او همداشان ،دښاغلو ژب پوهانو ،لیکوالانو ،شاعرانو ،قلم خاوندانو او د سیمې اوسېدونکو ، سپین ږیروپام دې ټکي ته را واړوم ،چې د (کنړ) د نامه د معنی په اړوند که هرڅوک کوم معلومات لري د ګرانو هیوادوالو دمعلوماتو دکره کولو په خاطر ،خپل معلومات د زمونږ سره، دهمدې لیکنې د بډاینې او رښتینې کولو په خاطر شریک کاندي .

تر دې دمه ،خو دومره پوه شولو ،چې د (کنړ ) دپښتو نوم په دری/فارسي او پشایې ژبو کښې د شکل او تلفظ له مخې سره ورته دي او د هر محترم لوستونکي لپاره د شکل له مخې دپیژندګلوئ وړ !

اوس که مونږ د (کونړ ،کنړ -کنر- کهنر) نوم ،په پشایې او هره بله ژبه کښی دحروفو د اواز پیژندلو (فیلالوژۍ، پینالوجۍ ،فینونیمونو ،پینونومۍ ) له مخې ولیکو داسې یوه معادله لاس ته راځي :

تر کومه ځایه ،چې ښکاره ده  کله ، چې مونږ یو نوم یا کلمه تلفظ وو ،د دووساکنواو بې غږو تورو ترمینځ ، تل مدام د یوه غږیز توري د اواز شتون احساس کېږي لکه : د (کنړ) دنامه د تلفظ په وخت کښې ،مونږ د( کن) د دوو ساکنوبې غږو تورو په مینځ کښی د(و،ه) غږیزو تورو احساس کوو یعنې ۰کن = کهن ، کون ) او همدا شان د(کنړ) دنامه (ن) او (ړ) ساکنو تورو ترمینځ د تلفظ په وخت کښی مونږ د(ا،آ ) د غږیز توري اوازپه خپلو غوږونوکښی احساسوو او اورو لکه : (ناړ) یعنې د نني مروج ( کنړ) نوم مونږ په اصلي (پینالوژیک ، پینالوزيک ، پینالوجیک ، پینالوچيک= پینا = وپیژنه ؛ وچیک = ونوموه = ونوموه وپیژنه ، وپېزنه = (وپیژنه، وپیجنه او ونوموه ) کیږي

اوس که مونږ پورتني په لاس راغلي د (کنړ) د نامه ،د غږیزو تورو سره مل نومونه یو دبل سره څنګ پر څنګ ولیکو دا لاندې درست شکل په لاس راځي :

کهن ،کان + اړ = کهن اړ، کان اړ؛ چې په دې صورت کښی به یې دا ډول لیکنه درسته اسانه او په ښه ډول سره د تلفظ او پوهاوي وړ وي !؟

اوس که مونږ د (کنړ) دنامه نني مروج لیک دود ،د لرغوني او اصلي پشایې/ آریک لیک دود سره په پرتله کښې وګورو دا لاندې انځورونه په لاس راځي : ( کنړ= کهن اړ) ،چې ( کنړ) یې معاصراو نوی شکل دی ،خو پخوانی او پینالوژیکي شکل یې د غږیزو تورو په ملتیا ( کان اړ، کهن اړ) کېږي !

داچې مونږ اوس د پشایې /آریک ژبې له پلوه درست او لرغونې آریایې انځورونه (کان آړ ، کهن آړ) مو په مشابهه او ورته شکلونو په لاس راوړل ، اوس که مونږ د دغو دواړو مشابهه نومونو څخه د ( کهن ) او د(آړ) دوې کلیمې یا دوه نومونه قبول او ومنو ،په دې صورت کښې د (کهن ) کلیمه په پشایې ژبه کښې یو فعل دی ،چې د پشایې ژبې د( کهنیک، کنیک  = ویستل = کشیدن ) مصدر دګردان څخه د مفرد مخاطب ( کهن ،کن = وباسه = بکش ) فعل په لاس راځي او د (آړ) کلمه په پشایې ژبه کښی یو نوم دی ،چی په پښتو او دري / فارسي او عربي کښې ( آړ = زړه = دل ، قلب ) معنی لري ،چې په پای کښی مونږ د دواړو په لاس راغلو کلمو په ګډه اوشریک ډول سره داسې شکل اومعنی په لاس راوړو :

( کهن ، کن = وباسه = بکش + آړ = زړه =دل، قلب = کهن آړ / کن آړ (زړه وباسه ) = کنړ ،کنر= زړه وړونکی = دلبر ،دلکش) معنی په لاس راوړله .

( کهن ، کن + آړ = کهن آړ ، کان آړ= زړه یې وباسه = زړه ویستونکی ، زړه وړونکی) ،چې دا شکل یې پخوانی او دغږیزو تورو په شتون کښی په اصلي آریایې دود په لاس راغی

 همدا شانته اوس ،که مونږ د (کان آړ ) او (کهن آړ ) په اصلي آریایې شکل کښې ،غږیز توري ( ه ، آ) حذف کړو ،نو مونږ د کنړ) ننی مروج انځور په لاس راوړو! چې د فیلالوژي ،پینالوجۍ = حروفو ، کلماتو پیژندګلوئ دپوهې له مخې د (کان آړ، کهن آړ ) اود ( کنړ ) نومونه د زمانې په تیریدو سره بدلونونه مومې او نومونه دیوه شکل څخه په بل شکل اوړي او داچې مونږ د (کنړ) دنامه اصلي او لرغونې زمان ته سفر وکړ د(کنړ ) دنامه اصلي اوغوره معنی ،چی د زمونږ قناعت یې حاصل کړاو پردې وپوهیدو،چې د(کنړ) دنامه اصلي معنی او انځور یې په پشایې /آریک ژبه کښې ( زړه وړونکی ، زړه پورې اوهر اړخیز ښکلې ) معنی لري ، چې دکنړ په سیمه ایزه جغرافیه کښی یې ،په ډاګه احساس اولیدل کیږي

برسیره پر لوړې توضیح او تشریح که، مونږ همدا د (کنړ، کنر) نوم یواځې د کن + آر= کن آر= کنر ) په ډول ولیکو ، دلته مونږ یو بل ډیر ښکلی شکل او مفهوم د (اریک = اوریدل = شنیدن) دمصدر دفعل څخه د ( آر = واوره = بشنو) څخه په لاس راوړو ،چې معنی یې داسې ده

(کن = وباسه = بکش ،بیرون کن + آر = واوره = بشنو ؛ په پشایې /آریک ژبه کښی مونږ د ( کن ) او د (آر) د افعالو دیو ځای کیدلو څخه د (کن آر = کنر، کنړ) شکل په لاس راوړ اود(آر = واوره = بشنو ) فعل مولاس ته راوړ ،اوس دواړه په قوسونو کښې لیکل شوي ، په لاس راغلي نومونه سره د جمع په حالت کښی ولیکوورڅخه (کن = وباسه = بکش) اود (آر= واوره = بشنو) د اشکالو ،معناوو اومفاهیمو څخه دا لاند ینی شکل او معنی لاس ته راوړو

(کن +آر = کن آر = کنر) اود( واوره + بشنو) افعال لاس ته راغلل دجمع کولو څخه یې ( کن آر = کنر= کنړ = واوره = بشنو ؛ کن آر= کنر = وباسه واوره = غوږ وباسه ، غوږ ونیسه = ګوش کن = بکش ګوش را =(ګوش بګیر و بشنو ) معنی په لاس راځي ، اوس که مونږ په د غه په لاس راغلي ترکیبي نامه په حروفو کښی اندک تغیر راولو ، مونږ نوي اشکال او نوي زړه پورې معنا ګانې په لاس راوړو ،چې دا پخپله د پشایې /آریک د ژبې په ادبي ستروالي اوپراخوالي دلالت کوي :

لکه : کن آړ = د (آ) توري په حذف سره د، کنړ = زړه ویستونکی ،زړه وړونکی = دل برنده ، دلبر ، سیمه کیږي !

که یې : کن آر = کنر = غوږ نیسه واوره = ګوش بګیر ، بشنو ،ګوش بکش !

په دی عملیه کښی مونږ د ( کونړ) دنامه د (ړ) توري د (ر) په توري واړاوه ،چې د ( کن آړ، کنړ = زړه ویستونکی ) څخه ( کن آر ، کنر = غوږ ونیسه = بشنو،ګوش بګیر) شکلونه او نوې معناوي موتر لاسه کړل ،چې دا پخپله دننۍ پشایې او د پرونۍ آریک ژبې په ادبي ښکلا دلالت کوي .

 

اوس نو دا په دی معنی اومفهوم ده کله ،چې د یوه نوم یا د یو فعل مصدري ریښه، دیوې ژبې په ادبیاتو او ګرامر کښې رابرسېره ، ښکاره ، وځلیږي او ثابت شي ، دا په دې معنی اومفهوم ،چې هغه نوم دهماغي ژبې ملکیت دی اودهماغو لرغونو اوسیدونکو لخوا ورباندې ایښودل شوی دی !؟

یادونه : اوس ،چې مونږد (کنړ) دنامه اوسنی مروج شکل د پشایې/آریک ژبې په لرغوني انځور( کنیک ، کهنیک = ویستل = کشیدن ، بیرون کردن ) په مصدر کښې د (کن ، کهن = وباسه = بکش ،بیرون کن) په فعل او د (آړ = زړه = دل = قلب ) نامه په شتون کښی په لاس راوړ، له دې څخه دا ثابت او ښکاره شوه،چې نوموړې د (کنړ) نوم ،په ټولو نخښو او نخښانو په شتون سره یو له ترکیبي نومونو دلرغونې آریایې ژبې آریک/ پشایې څخه دي !

دا چې، د (کنړ) لرغونی تاریخي د پشایې ژبې یو ترکیبي نوم او د دوو برخو څخه جوړ شوی دی، لکه (کن + اړ= کن اړ = کنړ) چې، معنی یې ده (زړه ویستونکی ، زړه وړونکی ، زړه بایلونکی ،دلبر جذاب ،عاشقانه ، بې مثاله ...) ،چې ټول یاد صفتونه د (کونړ ، کنړونو = کنر = کن اړ ) زړه وړونکی ،زړه بایلونکی ،جذاب ،دلبر...) په معنی اومفهوم د کنړونو دښکلي سیمي په شان اوشوکت کښې له ورایه ښکاره او بربنډ دي !

همدا شان د جمع شکل یې (کن  = وباسه) +(اړیلا = زړونه) = کن +اړیلا = کن اړیلا = کنریلا) = بکش + دل = بکش دل (قلب) = دلکش ، دلبر = کن اړ ، کنړ ،کنر ) د جمع په حالت کښې: کن = بکش + دل ها ،قلب ها + دلکش = برنده یې دلها ،قلب ها =آړیلا = دلها = قلب ها = دلبر ،زیبا یعنی ( دزړونو وړونکې ، دښکلو ښکلې ، زړه بایلونکي کنړونه = کونر ،کونریلا = کنړ ،کنړونه ) .

پاتې دی نه وي،چې د پشایې /آریک په ژبه کښی (یلا) دجمع علامه ده ،چې په پښتو او دری/ فارسي ژبو کښی (وونه = ها ) لکه ( کنر = کنریلا ؛ کنړ =کنړیلا په پښتو او دری/فارسی کښی = کنر = کنرها، او په پښتو کښی ( کنړ + ونه = کنړونه ، مالونه ،غرونه ...= کنر + ها = کنرها ،مال ها ،کوها ....) دجمعی علایم دي.

د پورتنیوو توضیحاتو ،تشریحاتو څخه دا په ډاګه او جوته شوه چې، د( کنړ = کنر ) لرغونی آریایې نوم او هراړخیز ښکلې شکل ،معنی او مفهوم یې (کنړ ،کونړ، کونر، کنرپه لرغوني آریایې آریک/ پشایې ژبې کښې یو ترکیبي نوم دی ،چې کټ مټ په پشایې /آریک لرغوني آریایې ژبه کښی لا تر اوسه ،په خپل پخواني شکل اوبڼې په قوت سره شتون لري .

له دې څخه دا په ډاګه کیږي ،چې د (کونړ، کونړونه= کن آړ ، کن آړیلا ،کونر ،کونریلا = زړه وړونکي) جغرافیه اوسیمه د اصیلو لرغونو آریایانو، آریکیانو ، پشایانو ، داردیکانو ټا ټوبی وو او دی او دنامه دمعنی او مفاهیمو څخه هم دا ښکاره کیږي ،چې دانوم لا د ډیرې وړاندي او لرغونې زماني د ځایې اوسیدونکو آریا ئیانو په خپله ژبه په همدې جغرافیه او سیمه ایښودی دی

مننه .

 

 احمد جان « ماڼو» دنمارک 

- احمدجان ماڼو
بېرته شاته