(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګران ملکزی او د کږلېچونو

[10.Nov.2023 - 10:41]

ګران ملکزی او د تصوف او كږليچونو اثر

لیک: محمد اکبر کرګر

 

اى په ځان كې وركه ! پوه نه شوې چې تن دې قبر شوې، خپل نفس دې ونه پيژانده؛ نو ځكه ستا نفس ستا قبر كن شود اليف شافاك د (ملت عشق) له کتاب څخه.

له نيكه مرغه د يو منلي ليكوال او فاضل شخصيت، ولي الله ملكزي صيب كتاب را ورسيد. د دې كتاب اهميت د څو اړخونو له کبله زيات دى. يو خو دا چې د تصوف په باب يو تيوريك اثر دی او يو فكري سيستم موږ ته په علمي ډول را پيژني. داسې سيستم چې زموږ په لرغوني فرهنگ كي ژورې ريښې لري او ملكزي صيب پرې شننه كړیده. څه پيښه ده چې ملكزي صيب د تصوف او عرفان په باب غنيمت كتاب كښلي دی؟ زما په نظر خو د نښې منځ  يې ويشتي دي. واقعيت خو دا دى چې تصوف او عرفان د پښتنو په فرهنگ كې ژورې ريښي لري خو په دې اړوند علمي اواكاډميكه پوهه نشته. د ملكزي صيب دا اثر، همدې خبري ته تر يو حده ځواب وايي

ښه مې په ياد دي چې معاصر افغان فيلسوف، شهيد ډاكټر مجروح وايي: ”شرقي صوفي او غربي انسان دواړه د پرومته  پسې تللي دي او په دوه ټكو كې گډ نظر لري. لومړي دا چې دواړه برخليك ته نه تسليميږي، بلكې ډغره ورسره وهي او هيڅ بيرونی اقتدار نه مني. د لاسبرو سياسي او مذهبي ځواكونو په وړاندي عصيان كوي. په يوازې سر او په خپل قوت باندې په اتكا سره، هڅه كوي چې پخپله د ژوند او هستۍ معنا پيدا او يا ايجاد كړي. دواړه د مانا ايجادوونكي دي او په دې هڅې کې د مانا د پيدا كولو او د مانا په هستولو كې ځان مومي او خپل ځان هستوي. دوهم دا چې دواړه يوې لوړې مرتبي او مقام ته د رسيدو په هيله دي او دا هماغه په كمال كې د خودۍ د شعور تحقق دى. دا تحقق څه دى؟ دا تحقق په انساني موجود كې د رباني طبيعت چاودنه او انفلاق دى. دا چاودون په ژورو كى هستي لړزوي او د وجود جوړښت بدلوي.“ (څو فلسفي او ادبي ليكنې) د پوهاند بهاء الدين مجروح د ليكنو ټولگه ١١٨ مخ

دلته د تصوفي فكري سيستم په اهميت خبره ده چې انسان بدلوي او په هغه كې يو شور پيدا كوي. بیا د دې شور له لارې يا د هغه په واسطه هرهغه څه چې د انسان سره دښمني لري، ورسره ډغره وهي. مرحوم استاد په دې خبرې ټينگار كاوه چې په ختيزه نړۍ كي د لويديځ په څېر فلسفه او فلسفي تفكر وده نه ده كړي خو تصوف په كې ژورې ريښي لري. هغه د پرومتوس بيلگه يادوله هغه به ويل: د شرق او غرب انسانان دواړه د پروميتوس په لار تللي دي؛ خو توپير يې په دې كې دى چې د لويديځ انسان په مادي دنيا كي غرق دى او د ماديت په وزرو تر انسندنتال لاره نيسي. خو د شرق انسان د معنويت لاره نيولې او د معنويت له لارې تعالي ته ځان رسوي

د (تصوف، روحانیت او کږلیچونو) په دې اثر كې د تصوف او عرفان په مهمو او كليدي مسائلو بحث شوي دى. هغه يې را سپړلي دي او د ځوان نسل تنده پري خړوبيدلاې شي. په دې اثر كې د تصوف مهم اصطلاحات، له فلسفي سره يې توپير، د نفس مسئله/ تزکیه، په اسلامي تمدن كې د تصوف ظهور او نورو باندې خبرې شوي دي. دلته دا په ډاگه شوې چې اسلامي دنيا كې تصوف د ظلم، وحشت او بربريت او چور او تالان په وړاندې د يوعصيان په توگه را پورته شوېدی. د رابعه عدويه، ابراهيم ادهم او نورو ظهور د زهد، ورع او عبادت له لارې تصوف ته مخه كړیده. دليل يې دا وو چې كله عربي قوماندانانو او فاتحينو شرقي ملكونو ته د فتحې په خاطر مخه وكړه، اسلام يې خپور كړ. خو ډير مال او ثروت يې هم جمع كړ، صوفيانو او عارفانو د هغو په وړاندې غبرگون وښود او نوی معنوي جريان د تصوف په نامه رامنځ ته شو

موږ په افغانستان كې په تاريخي لحاظ هم له دې مسائلو سره وينو چې دلته او په هرځاى كې تصوفي فكري جريان د خپلې ټولني نه رنگ اخلي او د ټولنې او انسان اړتيا په كې انعكاس كوي. د بيلگي په توگه، خواجه عبدالله انصاري او ابن سينا په اشارات او تنبيهات او نورو اثارو كې د مذهبي تحجر او دوگماتيزم په وړاندې مبارزه كړیده. بايزيد روښان د مغلي ظلم او استبداد په وړاندې تصوفي او عرفاني جريان په متن كې مبارزه پيل كړه. د هغه سرفروشو پيروانو په كلكه مبارزه وكړه؛ نه يوازې وسله واله بلكې فرهنگي او قلمي مبارزه يې وكړهمشهور صوفي او عارف، فقير ايپي چې كله د انگریزانو پرضد د غزا غږ وشو نو خپله لنگرگاه او خانقاه یې وتړله او د انگريز پرضد يې مبارزه وكړه. آيا پاچا خاني او د خدايي خدمتگارو غورځنگ همدا رنگ نه درلود؟ چې درلود يې. ولې حمزه د مركز غږ كوي: چې څو راغونډ په يو مركز يې نه كړم - هرې تپې ته له جرگو سره ځم. په دې اساس د اصلاح او ځاني خبرتيا اصلي جريان همدا تصوف وو چې د فرهنگ او ادبياتو د زيږون پيلامه شو

خبره د ملكزي صيب په اثر ده. دا اثر په لازم وخت كې رامنځ ته شوى دې. تصوف د رواني او نفسياتي تمركز غوره او په زړه پورې وسيله ده. زه د دې اثر په ژبه او سلاست باندې څه نه وايم، ځكه ډاکټر صیب ياد ښه شننه ورباندې كړېده. خو كله چې د كتاب محتوا ته گورم نو په يو كوچني اثر كي چې نږدي دوه سوو مخونو ته رسيږي؛ د تصوف او عرفان ډيرې عمده گړنې او اصطلاحات را ټول شوي دي. دا ځكه چې تصوف او عرفان خپله ځانگړي ژبه لري او دا ژبه له نورو هغو جلا ده

ملكزی صيب د تصوف پنځوس بنسټيز اصطلاحات راپيژني چې د هرچا له پاره د يو ريفرنس په توگه په كار راځي، لكه: اخلاص، نيت، خلوت، شريعت، طريقت، نفس، ذوق، قلب او نور. همدارنگه ليكوال د تصوف څلور فلسفي اصطلاحات لكه ناسوت، لاهوت، جبروت، ملكوت په ښه او روانه ژبه شرح كوي. همدارنگه په اسلامي فرهنگ كي په لنډه توگه ټولې تصوفي طريقې او مكتبونه راپيژني. لكه نقشبنديه، چشتيه، مولويه، قادريه، سهرورديه او نور.. په اسلامي تمدن كې د مشهورو عارفانو او صوفي شخصيتونو راپيژندل هم ور زيات شوي دي

لنډه دا چي دا اثر ډيرې زياتې ښيگڼې او گټور مسائل لري، په تيره هغه كسان  چې نوي د تصوف انگړ ته د ننوتو هيله لري ورسره ډيره مرسته كوي. خو پاتې دې نه وي ما ترمخه هم وويل  چې تصوف او عرفان زموږ د آسيايي او افغاني فرهنگ محراق دی. ځكه خو په يوه اسلامي محافظه كاره ټولنه كې بيا هم د تصوف ليوالان دومره زيات وو چې آخوند درويزه يې په خپل وخت كي په خپل اثر، تذكرة الابرار والاشرار كې يوازې په پښتنو سيمو كې  شمير درې سوه ښيي، خو د دې ټولو سالار بايزيد انصاري (پير روښان) وو چې هم يې د دستگاه او استبداد سره ډغره وهلې او هم يې علمي او  فرهنگي اثار هست كړي دي

زه ملكزي صيب ته د دې اثر مباركي وايم او هڅه يې ستايم. څرنگه چې هغه په اكاډميكه عربي ژبه هم پوهيږي، نو د نورو فلسفي او عرفاني اثارو د هستولو هيله ترې لرم

- اکبر کرګر
بېرته شاته