(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپاني پت درې ګونې تاریخي جګړې

[21.Oct.2023 - 13:21]

دپاني پت درې ګونې تاریخي جګړې

او په دغودرې ګونو جګړو کې دپښتنوونډه او ګډون:

لیک: ډاکتر لطیف یاد

آغلو او ښاغلو لوستونکو!

دپاني پت نوم به مو ضرور په تاريخونوکې لوستلی وي اوتاسو به یې دنامه سره ضرور آشنایی لرئ . دپاني پت ښار د هند دپلازمیینې

( پایتخت )ډهلي نه شمال خواته په ۱۶۰کيلو مټرۍ کې د هاريانا په ايالت کې پروت دی٠ د هند دپنجاب دايالت له مر کزچنديګر نه په جنوب کې ١٦٩ کيلو مټره واټن لري٠ددغه تاریخي ځای نوم دهند په لرغونو تاریخي کتابونو کې (پاداواپراشتاو ) و چې دمها بها رت په عصر کې دپانډوانو له خوا جوړشوی دی.

د پاني پت تاريخي ډګر کې دتاريخ په بيلا بيلو پړاوونو کې د رې سترې جګړې شوي دي چې په دغو درې واړه جګړو کې دتصادف له مخې پښتانه شا مل ول.دغه جګړې دافغانستان او دهند دتاریخ سره نه شلیدونکي اړیکي لري . زه به په دې کوچنۍ لیکنه کې تاسو ته دپاني پت په دري ګونو جګړولنډه شانته رڼا واچومه .

۱- دپاني پت لو مړۍ جګړه ١٥٢٦ زيږديز کال:

( داپریل دمیاشتې ۲۱ نیټه)

----------------------

دپاني پت لو مړۍ جګړه دهند د دریم او وروستي پښتون لودي ټولواک سلطان ابر اهيم او مغولي بابر تر مينځ د١٥٢٦ زيږديز کال داپريل دمياشتې په ٢١ نېټه وشوه٠ په دغه جګړه کې که څه هم د سلطان ابر اهيم لودي د پو ځو نو شمېر ډېر وو،خو دده ديو شمېر نا سياله او بې پښتو پښتنو پو ځي جنرالانو دغدارۍ په وجه سلطان ابر اهيم لودي دپاني پت په ډګر کې ما ته وخوړه او هماغلته شهيد شو.دده سر دمغولي بابر په امر له تنې پرې شو چې دده په مړ ينې سره په هند کې دلودي پښتني کورنۍ واکمني پای ته ورسيدله او مغولي بابر دهندوستان پا چا شو٠

۲-دپاني پت دويمه جګړه١٥٥٦ زيږ ديز کال :

( دنوامبر ۵ نیټه)

---------------------

دغه جګړه دسوري پښتنو د واکمن ا سلا م شاه ديوه جنرال هيم چندرا ويکرم اديتيا چې په تار يخو نو کې دهيمو په نا مه سره شهرت لري او مغولي واکمن جلا ل الد ین محمد اکبر تر مينځ د١٥٥٦ زيږديز کال د نوامبر په ۵ نيټه وشوه چې په دې جګړه کې هيمو په داسې حال کې چې دجګړې پّ ډګر کې پر خپل آس سپور و پر ستر ګه باندې پر غشي ولګید او رانسکور شو او ونيول شو او سر يې داکبر پا چا په امر له تنې نه غوڅ کړل شو٠ په دې جګړه کې هم پښتانه او هم هندوان په ګډه سره د مغولي اکبر په وړاندې جنګيدل .

۳-: دپاني پت دريمه جګړه ١٧٦١ زيږديز کال:

( دجنوري ۱۴ نیټه )

--------------------------------

دپاني پت دريمه جګړه داحمد شاه بابا او مر هټه وو تر مينځ د١٧٦١ زيږديز کال د جنورۍ دمياشتې په ١٤ نيټه په پاني پت کې وشوه چې مر هټه وو ما تې وخوړله.په دې ائتلاف کې روهیله پښتانه اوددوی مشران نواب نجیب ا لدوله او حافظالملک حافظ رحمت خان دابدالي احمدشاه بابا په پلوۍ دخپلو څلویښت زرو جنګیالیو سره دهغه ملاتړ کاوه .په دغه جګړه کې دمرهټه وو نامتو جنګي کمانډران

( قوماندانان) سداشیو راو بهاو ، ملهاوراو هولکر، رګونات راواوبالاجی باجي راو و.

دپاني پت دريمه جګړه په شمالي هندوستان کې داحمد شاه بابا او مرهټه تر مینځ یوه لویه جګړه وه. په دي جګړې کې احمد شاه بابا هندوستاني مرهټه پوځ ته چې سکهان او جاټان یې هم په ائتلاف کې ملګري ول ماته ورکړه او تقریبًا ۰۰۰، ۵۰ هندوستاني سرتیري ووژل شول. دغه جګړه د پانی پت د مخکنیو دوو جګړو څخه ځکه ډیره مهمه ده چی د دواړو هېوادونو ( افغانستان او هندوستان ) معاصر تاریخ ته یې بدلونیز لوری ورکړ .

Dr. Latif Yad

21.10.2023

_________________

 

 

دکابل دپيسو او اسعارو د راکړې ورکړې  او دپیسو دبدلولو  مرکز (شهزاده سرای)

-------------------------------------------------------------

په  افغا نستان کې دپیسو دتبادلې او صرافۍ کار وبار له نن ورځې (۱۵۸) کلونه وړاندې دافغانستان دواکمن امیر شیرعلي خان  دواکمنۍ په وخت کې په کندهار کې پیل شو خو ډیره لو مړنۍ (ابتدایي ) بڼه یې درلودله.

دکابل داسعارو دتبا دلې اودپیسو دراکړې ورکړې او بدلولومرکز دشهزاده سرای چې ځیني خلک یې  دشازده سرای هم بولي له نن (۶۶) کلونه وړاندې داحمد شاه بابا دلمسیانو  نه یو تن شهزاده عبد العزیز خان له خوا چې دکابل  داندرابیو په ګذر کې اوسیده جوړ شو، نو ځکه دغه سرای دهغه دنامه له کبله دشهزاده دسرای په نامه یادیږي . نوموړي په هماغه وخت کې دافغانستان دحکومت نه د( ۷۰۰ ) زره افغانیو په بدل کې یوه ځمکه چې دکابل پل خشتي جومات ته څېرمه   دکابل دسیند پر غاړه پرته  وه رانیوله اودلته یې یو سرای پکې جوړ کړ چې نن دشهزاده دسرای په نامه یادیږي او داسعارو دبدلولو یومشهور مرکز ګڼل کیږي.

دشهزاده سرای د افغانستان دپخواني پاچامحمدظاهرشاه ، شهید محمد داودخان  او په نورو رژیمونوکې هم دښه رونق نه برخمن واو داسعارو دتبادلې یو پیاوړی او اعتباري مرکز شمیرل کیده. په پیل کې دافغانستان دپلازمیینې کابل او نورو ولایتونو دصرافانو تر څنګ یوشمیر هغه یهودیان ، هندوان او سیکهان چې په کابل کې اوسیدل دلته په دغه سرای کې هم د صرافۍ دوکانونه درلودل.

دجګړو په کلونو کې په تیره بیا دمجا هدینو دحکومت او ترهغه وروسته  تر ننه پورې ددغه سرای (۲۰ )تنه صرافان وژل شوي دي ،ځینې صرافان تښتول شوي دي،  د( ۲۰۰ ) صرافی دوکانونو نه پیسې غلا شوي دي ، درې ځلې دغه سرای چور او لوټ شوی دی او یو ځل  ورته اور وراچول شوی دی

په دغه سرای کې دنړۍ دبیلابیلو هیوادونو اسعار تبادله کیږي . که څه هم په پخوا وختونو کې نوي ټکنالوژي او له هغو نه انټرنیټ نه و، خو اوس دپیسو او حوالو راکړې ورکړې  دنوې ټکنالوجۍ په برکت آسانه او بریښنا یي  شوي دي

په اوسني وخت کې دشهزاده په سرای کې دپیسو تبادله په څلورو برخو کې تر سره کیږي . چې هغه دپیسو تبادله ( صرافي ) ، دحوالو ترسره کول ( پولي خدمتونه ) ، بهرنۍ حوالې او کورنۍ حوالې دي .

په اوسني وخت کې دشهزاده په سرای کې دصرافانو( ۴۰۰ ) دوکانونه شته او (۲۰۰۰ ) تنه خلک  دصرافۍ او دپیسو دتبادلې په کاروبار  بوخت دي . هغه کسان چې په دغه سرای کې  دصرافۍ کار کوي باید دافغانستان بینک دصرافۍ دجوازسند ولري . (ډاکتر لطیف یاد)Dr. Latif yad. 

- یاد
بېرته شاته