(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پهټانز

[23.Sep.2023 - 13:59]

 

د پټهانز ( پښتا نه ) دکتاب انګریز لیکوال او تار یخپوه  سر اولف کیرو(Sir Olaf Caroe )

لیک: ډاکتر لطیف یاد

سر اولف کرک پټریک کروس کیرو چې به سر اولف کیرو سره شهرت لري د(۱۸۹۲ زیږدیز /میلادي ) کال دنومبر په ۱۵ نیټه زیږیدلی دی او د ۱۹۹۱ زیږدیز کال دنومبر په ۲۳ نېټه مړ شوی دی.

دسر اولف کیرو پلار ویلیم دوګلاس کیروی نو میده . اولف کیروی د Hampshire او Magdalene په کالجونو اووروسته بیا ادآکسفورډ په پوهنتون کې شامل شواو هلته یې خپلې زده کړې سرته ورسولې

اولف کیرو وروسته خپله دسرتیرۍ پوځی دنده دبر تانوي هند په پنجاب کې تیره کړه . دی وروسته په برتانوی هند کې په سیاسي دندو وګومارل شو او په هند کې دانګریزانو دبهرنيوچارو سیکر ټرې و. ده د۱۹۴۶ کال نه تر ۱۹۴۷ کاله پورې په North-West Frontier Province (NWFP) کې چې اوس ورته خیبر پښتونخوا ویل کیږي دګورنر په توګه وټاکل شو. هغه دپاکستان د مسلم لیګ دګوند سره ډیرې ښې او دوستانه اړیکې درلودل ،له همدې کبله له نوموړی سره تل دآل انډیا کانګرس ګوند دغړو له خوا مخالفت کیده

سر اولف کیرو په انګریزی ژبې زیات کتابونه کښلي دي چې دهغو نومونه په لاندې ډول دي

۱-د پټها نز The Pathans چې دا کتاب یې په ۱۹۵۷ زیږدیز کال لیکلی دی

۲- دنیل نه تر اباسینه چې په ۱۹۶۰ زیږدیز کال کې چاپ شوی دی. .

۳- Wells of power

په۱۹۵۱ زیږدیز کال کې چاپ شوی دی.

۴- دشوروي امپراتوري ، دمنځني ایشیا ترکان او ستا لینیزم د ۱۹۶۷ زیږدیز کال چاپ 

بایدزیاته کړم چې دپټهانز یا( پښتانه ) په نامه کتاب دافغانستان دعلومو اکاډمۍ په سپارښتنه دیوه پوځي صاحب منصب له خوا چې جګړن محمد علم علمي نومید او داردو په مطبعه کې یې دنده درلودله په پښتو ژبه وژباړل شو او ژباړه یې دپښتو څیړنو نړیوال مرکز ته وسپارله شوه او دچا پ انتظاریې یوست ، خو کله چې ټوپک والا پر کابل راننوتل دپښتو دډیرو نوروژباړل شوو آثارو سره دا ژباړل شوی کتاب هم تري تم شو. چې له نیکه مرغه بیا ددویم ځل لپاره دافغانستان دپخواني لوی درستیزستر جنرال ښا غلي شیر محمد کریمي له خوا وژباړل شو اودخپلواکې داتیایمې کالیزې په ویاړ چا پ شو. په پښتونخوا کې یې اردو ژباړه دپیښور دپښتو اکاډمۍ له خوا سید محبوب علي کړې ده او په ۲۰۰۱ زیږدیز کا ل کې چاپ شوی دی

تاسو په لاندینۍ برخه کې د پټهانز دکتاب دلیکوال سر اولف کیرو او دددغه کتاب د پښتو ژباړل شوی اثر انځورونه لیدلی شئ !

ډاکتر لطیف یاد

- سر تولف کیرو
بېرته شاته