(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وزیر بابا

[21.Sep.2023 - 20:15]

وزير محمد ګل خان مومند د پښتنو لوی بابا

 ليک: امان الله نصرت

 

چې پيدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه

داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي

 

  زه له اوږدو خبرو او مقدمې تېرېږم او ستاسې پام د فخر پښتونخوا وزير محمد ګل خان مومند بابا لڼد ژوند ليک ته را اړوم۰

د پښتنو لوی بابا وزير محمد ګل خان مومند د محمد خورشيد خان زوی،  د مومن خان لمسی،  د عبدالکريم خان کړوسی او د عبدالرحيم خان کودی وو او په ۱۲۶۳ لمريز کال ېې د کابل ښار د اندرابيو په کوڅه کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې او د خپل ژوند ستړی سفر ېې پيل کړ۰

د محمد ګل خان مومند اصلي پلرنی ټاټوبی د ننګرهار ولايت د   غني خېلو ولسوالي د ګولايي کلی دی چې د جلال اباد ښار ختيځ لور ته پروت دی او ټول اوسېدونکي ېې پښتانه دی۰ 

محمد ګل خان مومند په خټه حسن خيل دوېزی مومند دی او مومند د پښتنو د سړبن يوه ستره او مشهوره قبيله ده چې د غورياخېلو  پښتنو له ښاخونو څخه شمېرل کېږي او د پښتنو د لويو قبيلو په ډله کې راځي۰ ددغه پښتون ټبر ډېره برخه د ننګرهار، کونړ ، لغمان، بلخ، سمنګان، لوګر، کندوز، هرات، زابل، غزني او د کابل په شاوخوا سيمو کې او همدغه راز د خيبر پښتونخوا په مومندو ايجنسۍ، باجوړ ايجنسۍ، خيبر ايجنسۍ او د پېښور په بېلابېلو سيمو کې هستوګن دي۰ 

د مومند بابا پلار محمد خورشيد خان يو پوه مدبر او ځيرک انسان و او په نظامي برخه کې ېې زده کړې کړې وې او د يوه پوځي افسر په توګه ېې د هېواد په ډېرو سيمو کې دندې ترسره کړې وې۰ محمد خورشيد خان څو کاله د بريکوټ، اسمار او سرکاڼو حاکم و او همدغه راز د شينوارو د کهي چاوڼۍ د غونډ مشر په توګه ېې څه موده  د خپلې خاورې خدمت وکړ  او بيا  په بلخ کې د توپخاتې د عسکري فرقې د مشر په توګه وټاکل شو۰

محمد خورشيد خان د خپلې وروستۍ دولتي دندې په پای کې  د ورپېښې ناروغۍ له امله له خپل کار نه استعفا ورکړه او تقاعد ېې واخيست او پر ځای ېې محمد ګل خان مومند د مزار شريف د ده دادي فرقې د مشر په توګه په دنده وګمارل شو۰   

د مومتد بابا  نيکه مومن خان له ننګرهار څخه بلخ ته کوچ وکړ او د امير دوست محمد خان د واکمنۍ په وخت کې د نوموړي د مشاور په توګه په دربار کې ځانګړی او د پام وړ ځای درلود چې بيا د امير عبدالرحمن خان او د هغه د مخالفينو تر منځ په يوه جګړه کې په سمنګانو کې په شهادت ورسيد او د شيخ حسن بابا په هديره کې خاورو ته وسپارل شو۰

مومند بابا لومړنۍ زده کړي په خصوصي ډول له استادانو څخه وکړي او د يوه بل روايت په اساس ېې د کابل په حبيبيه لېسه کې ترسره کړې وې او بيا وروسته په ۱۳۲۷ هه ش کال ېې د حربي ښوونځي په دوهم ټولګي کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه او په پنځو کلونو کې ېې په ياد ښوونځي کې خپلې زده کړې بشپړې او پای ته ورسولې۰

 مومند بابا د حربي ښووونځي څخه له فراغت وروسته د اردلياتو د غونډ د قومندان په توګه وټاکل شو په همدې مهال ېې شاهي ټولګي ته درس هم ورکاوه او د حربي ښوونځي د سرښوونکي په توګه ېې دنده هم تر سره کوله ۰ مومند بابا چې يو تکړه، مدبر او نوښتګر انسان و د خپلو ارزښتمنو خدمتونو او کارونو په تتيجه کې ېې د سپه سالار صالح محمد خان ځانګړې پاملرنه ځان ته راواړوله او مومند بابا ېې د خپل ياور په توګه په دنده و ګماره او بيا ورته د شاهي ځانګړي ګارد د قومندانۍ دروند مسوليت وسپارل شو۰

مومند بابا د يو څه وخت لپاره په ترکيه کې د افغانستان نظامي اتشه شو او د خپل ماموريت په مهال ېې د افغان ترکېې نظامي اړيکې پراخه غښتلې او پياوړې وساتلې او له سړېدو ېې وژغورلې۰

 مومند بابا په ۱۳۰۰ ه ش کال د مجموعه عسکري  د مجلې چې د دفاع وزارت خپروله د مديريت چارې هم سنبالولې او په خپلو هلوځلو ېې دا مجله نوره هم معياري او لاپسې وځلوله۰ دا ستر پښتون په ۱۳۰۲ ه ش کال د پکتيا د عسکري قومندان او اعلی حاکم په توګه وټاکل شو او په ياد ولايت کې ېې په ملکي او نظامي برخه کې د پام وړ بدلونونه او اصلاحات راوستل او پکتيا ېې د پرمختګ او نېکمرغۍ د ګلاليو او رنګينو پړاوونو په لور روانه کړه۰ وزير محمد ګل خان مومند په ۱۳۰۶ ه ش کال د مزار شريف د ملکي پلټنې رئيس شو  او بيا د ننګرهار د عسکري چارو د قومندانۍ  دروند مسوليت وروسپارل شو۰

مومند بابا د سقويانو د اړو دوړ او اغتشاش په وخت کې د خپل ملي احساس له مخې چوپ او غلی پاتې نه شو او له ټولو خطراتو او ګواښونو سره سره ېې په پيل کې له سردار محمد هاشم خان او بيا ېې په پکتيا کې له سردار محمد نادرشاه سره ملا وتړله او د هيواد د خلاصون، ارامۍ او ازادۍ ميدان ته راووت۰ 

د سقويانو د تورې دورې د پای ته رسيدو او د اړو دوړ کوونکو له منګولو د هيواد له خلاصون وروسته د سردار محمد هاشم خان په کابينه کې د کورنيو چارو د وزارت مسوليت وروسپارل شو او ورسره ېې په پيل کې  د ننګرهار او بيا د پروان ولايت د تنظيمه رئيس په توګه هم د خپلو خلکو او خاوري خدمتونه پر مخ يوړل او شپه او ورځ ېې د خپل وطن د ابادۍ سوکالۍ او پرمختګ لپاره نه ستړي کېدونکي کارونه او خدمتونه وکړل۰

مومند بابا ته په ۱۳۱۱ ه ش کال  د لوی کندهار او فراه د ولايتونو د تنظيم اړونده چارې وروسپارل شوې او بيا وروسته ېې په ۱۳۱۳ کال کې د کتغن، بدخشان، مزار او ميمنې ولايتونو د تنظيمه رياست  چارې سنبال او پر مخ يوړلې او په يادو ولايتونو کې ېې د ترقۍ او پرمختګ تلپاتې او نه هيرېدونکي هڅې او هلې ځلې وکړې۰

مومند بابا د خپلو ښو او بې ساري خدمتونو او نوښتونو له امله د افغان حکومت له خوا د لمر په لوړ نښان ونازول شو او په دې ډول ېې د نوموړي د ايماندارۍ، وطنپالنې او ځلانده خدمتونو ستاينه يادونه او نمانځنه وکړه۰ 

د پښتنو دغه ستر بابا د خپلو سرکاري مسوليتونو او وظايفو  په پای کې په ۱۳۱۹ ه ش کال د ودلت د وزير په توګه وټاکل شو او له هغې وروسته ېې ځان  له دولتي دندو ګوښه کړ او خپل پاتي عمر يي لکه د تير په څير د پښتو د ادبي او علمي خدمتونو لپاره ځانګړی کړ۰ مومند بابا تر ۱۳۲۷ ه ش کال پورې په سمنګانو کې اوسېده او بيا په همدغه کال د سردار شاه محمود خان د صدارت په وخت کې دوباره کابل ته راستون شو او قلعه ی خواجه ها کې اوسېده ۰ مومند بابا به په اوړي کې په کابل کې ژوند کاوه او په ژمې کې به ننګرهار ته راته او په ګولايي کي به له خپلو خلکو سره اوسېده۰  د پښتنو دغه لوی بابا څو ژمي د کونړ په نرنګ کې هم تير کړل خو 

هر اوړی به کابل ته راته او د خپل کوچاني ژوند دود او پلرني سنت ېې ژوندي او خوندي ساتل۰

مومند بابا د پښتو پنځه ادبي ستوري وروزل او د هغوی پالنه او لارښوونه ېې وکړه علامه رښتين د مومند بابا د ځلانده کارنامو او خدماتو په باره کې ليکي چې:

په افغانستان کې ادبي پښتو ما، حبيبي، الفت، بېنوا او خادم راوستې ده او سياسي پښتو محمد ګل خان مومند راوستې ده د هغه کار زمونږ نه ډېر دروند دی هغه زمونږ د سر سيوری وکه د هغه زور نه وای مونږ هيڅکله دومره کار نه شو کولای زمونږ به چې څه ته ضرورت شو هغه ته مو مراجعه کوله هغه زمونږ مسلې حل کولې د هغه پښتو زمونږ نه لوړه وه هم د هغه په کوښښ په ۱۹۶۴ م کال کې د لوېې جرګې په يوه غونډه کې پښتو د افغانستان ملي ژبه و ګمارل شوه او د افغانستان د اساسي قانون ۳۵ ماده پښتو ته وقف شوه۰

مومند بابا د پښتنو سيمو اوسېدونکي د افغانستان شمال ته ولېږدول د افغانستان د تجزېې مخه ېې ونيوله او بېلابېل افغان قومونه ېې يو له بل سره وتړل نوموړي  په خپل سياسي بصيرت  د افغانستان جغرافيه يو موټی وساتله،  له ويشلو ېې وژغورله او د ګران هېواد د ټوټه کېدو مخه ېې ډب کړه۰

مومند بابا په کندهار کې د  محمديه په نوم يوه  مدرسه تاسيس کړه او پښتانه ېې د علم او پوهې په ارزښت او اړتيا وپوهول او د هيواد په ګوډ کوډ کې ېې د علم او پوهې رڼاګانې ووېشلې۰

بابا د ملي مشر ميرويس نيکه د مزار ودانۍ جوړه کړه او د لارو او سرکونو په جوړولو کې ېې د پام وړ کارونه سرته ورسول۰

د پښتو ادبي انجمن ېې تاسيس کړ او د طلوع افغان ورځپاڼه ېې په پښتو ژبه واړوله۰

مومند بابا په فارسي، ترکي، روسي او ازبکي ژبو هم پوهيده او ليک لوست ېې پرې کولای شو

د کابل لوحي ېې په پشتو کړې

مومند بابا په ۱۳۳۴ ه ش کال د لوېې جرګی د رئيس د مرستيال په توګه غوره شو او په دې برخه کې ېې

 خپله دنده په ډېره ايماندارۍ او لوړه ملي روحيه پر مخ يوړله۰

د پښتنو دغه دروند وياړلی او ټولمنلی بابا بالاخره د ۱۳۴۳ کال د زمري په ۲۷ مه د سې شنبې په ورځ د سهار په اتو بجو د اتيا کالو په عمر د کابل د بريکوټ په يوه کرايي کور کې له دې فاني دنيا څخه د تل لپاره سترګې پټې کړي او خپل روح ېې د نړۍ د کائيناتو ستر څښتن تعالی ته وسپاره۰

د پښتنو ددغه ستر ملي مشر او خواخوږی بابا  مړی د شاندارو مراسمو په ترڅ کې  د کابل د شهدای صالحين په اديره کې خاورو ته وسپارل شو او په دې توګه د  پښتو د مينې د يوه سرشار ملنګ،  د خپلو خلکو په درد د يوه دردمن پښتون او د پښتنو د پرمختګ او يووالي د ارمانجن سالار  د ژوند باب ته د تل لپاره د پای ټکی کېښودل شو۰ د بابا په جنازه کې پر سردار محمد داود خان او سردار محمد نعيم خان سربېره يو زيات شمير دولتي چارواکو، قومي مشرانو، سياستوالو، فرهنګيانو، ولسي وګړو او د بابا د سياسي او ملي فکر پلويانو او لارويانو برخه واخيسه او په اوښکو اوښکو سترګو ېې د پښتون قام ددغه خواخوږی خدمتګار او زهير او مهربان ملي مشر  پر تابوت د ګور تورې خاورې ورواړولې۰

 

سحرګه وه د نرګس لېمه لانده

څاڅکی څاکی ېې له سترګو څڅېده

 

ما ويل څه دي ښکليه ګله ولې ژاړې

ده وی ژوند مې دی يوه خوله خندېده

 

د پښتنو ددغه دروند، مېړني،  پتيال، پتپال او ننګيال بابا فاتحه د افغانستان د پوهنې وزارت له خوا د کابل د شيرپور په لوی جومات کې واخيستل شوه چې د افغانستان د ټولواک محمد ظاهرشاه په ګډون په زرګونو افغانانوپکې ګډون وکړ او له خپل ګران بابا سره ېې د مينې او عقيدت څرګندونه وکړه۰

پر ګور ېې نور شه  او د فردوس جنت ېې ځای۰

د مومند بابا علمي او ادبي اثار:

۱ - د پښتو سيند ( پښتو قاموس)

۲ - لنډګۍ پښتو ( د نظرياتو ټولګه )

۳ - د پښتو ژبې لياره ( د پښتو صرف او نحوه )

۴ - پښتنې روزنه ( تعليم او تربيه )

۵ - پښتو او پښتونواله ( پښتنې فرهنګ )

۶ - د پښتو لويه نحوه ( معاني او بيان )

۷ - د پخلي ډولونه ( د پخلي ښوونه )

سر چينې

۱ - محمد ګل خان مومند  هميش خليل

۲د مومند بابا ياد ( د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز )

۳پښتنې قبېلې  ډاکټر ياد

۴محمد ګل بابا  محمد اسميل يون

5 - زما خواره واره يادښتونه

Ehtisham MOmand

- امان الله نصرت
بېرته شاته