(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وحدت ورځپاڼه

[05.Aug.2023 - 11:14]

 

 

دپېښور دوحدت ورځپاڼه او پښتو

ژبې او پښتو ژورنالېزم ته ددغې ورځپانې چوپړ

لیک: ډاکتر لطیف یاد

دپښتونخوا دمرکز پېښور نه خپرېدونکې پښتو ورځپاڼه وحدت هغه ورځپاڼه ده چې دپښتو ژبې ټول لیکوالان ، ژورنالیستان ( صحافیان ) او شاعران یې له نا مه سره پوره آشنا دي .دغه ورځپاڼه چې له نن نه څه کم نېمه پیړۍ یا (۴۶ ) کلونه دمخه یعنې په ۱۹۷۶ زیږدیز / میلا دي کال دارواښاد پیرسید سفید شاه همدرد په زیار او کوښښونو سره تا سیس شوه د ژورنالیزم په ډګر کې ډېر زر د خپل شهرت لوړو پوړیو ته ورسېدله او په لراوبرو پښتنوکې مشهوره او منل شوې ورځپاڼه شوه .ارواښاد پير سيد سفيد شاه همدرد يو مدبر، پياوړی، د لوړ فکراو پوهې او خاوند او يو روحاني فرهنگي او ملي شخصيت و . له همدې کبله و چې دوحدت ورځپانې بنسټ ایښودونکي ارواښاد پیر سید سفید شاه همدرد ته ټولو خلکوپه درنه سترګه کتل اودیوه پیاوړي صحافي په توګه دهغه ځای حکومت ورته دامتیازتمغه ( مډال) ورکړه او دافغانستان حکومت هم په مډال ونازاوه.

دوحد ت ورځپاڼه په داسې شرایطو کې تاسیس شوه چې دوه کلونه وروسته یعنې په ۱۹۷۸ زیږدیز کال کې په افغانستان کې سیاسی حالات بدل شول اوپه سېمه کې حالات ترینګلي او یوډول وېره او تشنج رامینځ ته شو. که څه هم دغې ورځپاڼې دخپلو مجبوریتونو پر بنسټ دپاکستان دحکومت دمطبوعاتي پالیسۍ تر اغیزې لاندې خپرونې کولې، خو سره له دې یې هم تل هڅه کوله چې دافغانستان دحالاتو په اړوند کره، بېطرفه او موثق معلومات خلکو ته وړاندې کړي .

دوحدت ورځپاڼې په تېرو ۴۶ کلونوکې خلکو ته دتازه خبرونودرسولوسربېره دپښتو ادب دغوړېدو لپاره هم په زړه پورې ګامونه اوچت کړي دي اوداټول د پښتو دهغو لیکوالانو او شاعرانو برکت و چې دوحدت دورځپانې سره تړلي پا تې شوي ووچې په دغو شاعرانو او لیکوالانو کې د ارواښاد قلندر مومند، ارواښاد اجمل خټګ ، ارواښاد ايوب صابر، ارواښاد مراد شينواري، ارواښاد پوهاند رشتين بابا ، ښاغلی اباسين يوسفزي، ښا غلی نورالبشر نوید، ښاغلی سليم راز، ښا غلی سعد الله جان برق، اغلې سلمی شاهين ، ښاغلی امان الله نصرت، ارواښاد عبدالله غمخور، ارواښاد ببرک ځاځی، ښاغلی حبيب لله رفيع، ښاغلي زلمی هيواد مل، ښاغلی محب الله شوق، ښاغلی حنيف خليل، ښاغلی هميش خليل،ښاغلي حیران خټک ،ښاغلی صابر شاه صابر، ارواښاد راج وليشاه خټګ ، ارواښاد پريشان خټګ، ارواښاد شمس الهدی شمس. ښاغلی اکبر سیال ، ښاغلی اقبال حسین افکار ،ښاغلی سردار یوسفزی او نورو پښتنوشاعرانو نومو نه دیادولو وړدی اوپه دغو لېکوالانو کې چې ځیني یې لا ژوندي دي لا هم په وحدت ورځپاڼه خپلو لیکنو ته پکې دوام ورکوي .

ددې ورځپانې بله ستره لاسته راوړنه دا ده چې پخپلې ورځپا نې کې یې دپښتو دسترولیکوالانو اوشاعرانو لمانځنه هم کړې ده .

وحدت اخبار په سېمه کې د پښتنو د شخړو داوارولو،دافغان کډوالو او ځايي اولس ترمنځه د ښو اړيکود جوړولو اونړۍ ته دپښتون کلتور په ښودلو کې دخپل تاسیس له پیله مهم رول لوبولی دی .

دوحدت ورځپاڼې بله ګټه داده جې په پښتونخوا کې یې دپښتنو تر منځ دا روحیه پیاوړې کړه چې خلک دخپلې ژبې پښتو سره مینه وکړي او پښتو خبرونه ولولي .

ما په افغانستان کې په اتیا یمو او نوي یمو لسېزو کې دوحدت ورځپانې ډیرې ګڼې درلودلې چې بیادکابل په جګړو کې له مينځه ولاړې .

دارواښاد پیر صاحب سفید شاه همدرد ترمړینې وروسته چې دده زوی سید هارون شاه همدرد ددغې ورځپانې اډیټر دی د وحدت ورځپاڼه نوره هم په زړه پورې شوې ده.دی دخپل ارواښاد پلارپر ژورنا لیستیکه لاره روان دی اواوس دانترنیټ او فیسبوک له لارې دغې درنې ورځپانې ته ډېرخلک لاسرسی لري. .

لنډه داچې وحدت ورځپاڼې د ژورنالیزم داصولو په پیروۍ دپښتوژ بې دپیاوړتیالپاره په زړه پورې ګامونه اوچت کړي دي .

زه ددغې ورځپانې ايډیټر ښاغلي سید هارون شاه همدرد صیب او ددې ورځپانې نوروآغلو او ښاغلو کارکوونکو او همکارانو ته مبارکي وایم اودپښتو ژبې په چوپړ کې ددوی ژورنا لستیکې هڅې او هلې ځلې ستا یم او له لویه خدایه ورته د ډېرو بریاوو هېله کوم .

زما دالیکنه  ددسمبر په ۲ یمه نېټه د۲.۲۳ کال 

دپیښور دوحدت په ورځپاڼه کې خپره شوې ده .

 

ډاکټر لطیف یاد

- ډاکتر ېاد
بېرته شاته