(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عابد​ ښکلا او مینه

[09.Jun.2023 - 16:08]

عابد، ښکلا او مينه

لیک : شرر ساپی

 ژوند شېبې دی او شېبې ژر تېريږي، له نن څخه پوره اتلس کاله وړاندې مې بازمحمد عابد سره په لومړي وار پېښور کې  افغان ادبي بهير کې وليدل، هغه وخت ښاغلی عابد د افغان ادبي بهیر وياندوي کوله، دا نو داسې وخت و چې په افغانستان طالبان واکمن وو، ټول لیکوالان او شاعران پېښور ته راکډه شوي وو، په هره مشاعره کې په لسګونو شاعرانو ونډه اخيسته، زه هم د شعرونو تږی وم، د جلوزو له کمپ نه به پېښور ته په هغه مشاعره پسې راتلم چې وياندوی يې باز کوله، ډېری وخت به د شعر ويلو نوبت هم راونه رسېد، بېرته به لاړو، خو د يو کیف او سرور سر به ستانه شوي وو، د ښاغلي عابد يوې بخښنې او د مشاعرې خوند به د ګيلې فرصت نه راکاوه، بازمحمد عابد د مشاعرې تر څنګ د روزۍ ګټلو لپاره په صدر بازار کې يوه وړه ګاډۍ لګولې وه، تر څنګ به يې ناست و، يوه ورځ ورغلم راته يې وویل شرره ډېر خوندور شعر لیکې که دې څه ليکلي وي نو ډېر خوند به وکړي،په خبرو کې يې د شعر او ادب سره لیوالتيا او مينه له ورايه ښکارېده، ما هم بسم الله کړه، يو بيت ته ورسېدم:

يوه پېرزو راباندې شوې ده ښه سمه پېرزو

پيژنم څو متره د وړاندې له مزله ښکلي

ده راباندې غږ کړې چې وا ښکلی بیت دی، خو زه وړانديز لرم، که يې داسې کړې چې

پېژنم څو ګامه د وړاندې له مزله ښکلي

زه هم هغه شېبه ورسره همغږی شوم.

پوه شوم چې عابد نه يوازې د شعر لیکلو استعداد لري بلکې کره کتنیزذوق يې هم غښتلی دی، او د هغه چا ادبي او کرکتنيز ذوق به ولې غښتلي نه وي چې د ارواښاد پسرلي د وږمو په بهير سرشاره وي:

سيورى مې پر سر د پسرلي ګرځي

شكر د وږمو د بهير غړى يم

زمانه واوښته، کلونه مياشتې، مياشتې ورځې، ورځې ساعتونه او ساعتونه شېبې شول، زمانې دا هر څه په خپل پلو کې په ډېره بيړه راونغښتل، د بهيروالو بهیر هم د زمانې سره په منډه و،طالبان له واکه وغورځېدل، ليکوالانو او شاعرانو افغانستان ته مخه کړه، ورسره په پېښور کې مشاعرې هم ورځې تر بلې سړېدې، بهيروالو په خپلو هڅو د هیواد په پلازمینه کابل کې خپلې ادبي غونډې پېل کړې، زه هم د ژوند ناخوالو او خپل نصيب کابل ته راوستم، بهير ته لاړم، ګورم چې ښاغلی عابد بیا هم د دريځ تر شا ولاړ دی، او غږ يې کړ:

عبدالله پيکار دې راشي او مجید قرار دې تیار اوسي

د زړه په ګړنګونو کې مې دغه اواز څو ځلې راورګرځېد، پېښور، بهيروال، ملګري، دا هر څه مې په يوه شېبه کې د سترګو په وړاندې د سینما د پردې په څېر تېر شول، دولتزی مې وليد چې د کتاب مخکتنه يې وه، يوه ملګري وویل ښکلی کتاب دی، خو ډېر لګښت پرې شوی دی، پرويش شاهين د خپل طبيعت سره سم ورغبرګه کړه چې دولتزی پرې لګښت نه کوي نو څوک به يې پرې کوي، د بهير له کاروانه دولتزی وکوچېد او له دې سره مې په زړه کې د نبي د غږ په څېر خوږ او پوست غږ راوګرځېد: "چې بهير وي عابد به هم وي."

زمانه ډېره چټکه روانه ده، عابد يې بيا له موږ نه جلا کړ، دا ځل يې په نارنجي ګلونو معطرې سيمې ته راووست، هميشه بهار يې پرې ولوراوه، خو بيا هم عابد د ادب سره خپله مينه جوته کړه او په دغه خاوره يې د ادب ناوې ته لونګين ورپه غاړه کړ، په ډېر هنر يې د زمانې له جېب نه خپلې خاطرې راوويستې، د لفظونو په ګاڼه يې سينګار کړې او ترموږ يې راورسولې، د ده په راتلو سره سم د ختيځ بهير راوټوکېد، ساه يې واخيسته او تر دې راورسېد چې دغسې غونډې يې نمونې دي، ښاغلي عابد د دغه دوه کتابونو سربېره درې ټولګې شعرونه، د نکریزو پاڼه، لو دې د لونګو، جانانه کله خو راپيښه وکړه هم په خپل ولس لورولي دي، د نثر په برخه کې يې د لنډو کيسو مجموعه نامرئي ځواک د يادولو دی چې ډېرو ټولنيزو ناخوالو ته يې په کې ګوته نيولې ده، 

ښاغلی عابد د افغان ادبي بهير له وياندۍ د بهیر ګوزارشونه لیکل، خپل غوره ګوزارشونه يې راټول کړي او د کتاب بڼه يې ورکړې ده، يو بل کتاب يې د کاروان خبرې کوي تر سر لیک لاندې هم چاپ شوی دی، په دغه کتاب کې د هيواد د نامتو شاعر پيرمحمد کاروان شاعرانه ليکنې چاپ شوي دي، له دې سر بېره يې په سلګونو ادبي غونډو کې برخه اخیستې او د پښتو ژبې او ادب سره يې خپله مينه په عمل کې په ډاګه کړې ده.

همدا ادبيات دي چې ټولنې روزي په ټولنو کې د ښکلا حس پياوړی کوي او چې کله هم د ښکلا حس پياوړی شي، نو د بدرنګيو پر وړاندې کرکه راپاريږي، د عابد په وجود کې د ښکلا حس ډېر پياوړی دی، چې د ده په وینا او عمل کې د لمر په څېر روښانه دی، د ښکلا رياضت يې کړی دی، او په ښکلا مين شاعر دی:

تل مې د ښکلا په نوم رياضت کړی

ما خو ژوند کې دغه عبادت کړی

او چې کله يې هم رياضت د عبادت تر کچې رسېدلی دی، نو بيا يې خپل زړه په ښکلا او ښکلو ويشلی دی:

هر سهار يې د ښار ښکلو باندې ويشم

هر ماښام راټولوم شيندلى زړه

د ښاغلي عابد زړه له مينې ډک دی او دغه مينه يې په خبرو کې ډېره روښانه ده، د کرکې او نفرت په وړاندې يې هم د مينې له وسلې نه کار اخلي، او د (ادفع با التي هی احسن) مصداق يې پر ځان پلی کړی دی:

دې پسې نه يم چې چا څرنګه نظر کړى دى

ما خو په زړه کې هميشه د مينې کر کړى دى 

د ښاغلي عابد په شعرونو کې د ښکلا پنځونې مفکوره په ډېره هنري بڼه راغلی ده چې هم خوند لري او هم شرنګ لري، خزانونه په پسرلو بدلوي او د ټولنې پام دې ته راګرځوي چې د جمود له حالته راووځي:

مه مې غور ځوه دغورځېدو نه يم

ومې کره شين به شمه زړى يم

ښاغلی عابد که په خپله له مينې او ښکلا نه ډک دی، نو له مخاطب نه هم غواړي چې دغه دوه څېزونه چې انسانيت پرې ولاړ دی په ځان کې پيدا او په عمل کې يې پلي کړي:

مينه غواړم زړه غواړم له ښکلو نه

سوال يمه لا هغسې نيمګړى يم

بازمحمد عابد د وینا تر برېده نه دی پاتې شوی، د خپل ملت او اولس په درد درېدلی دی او په دې لاره کې يې عملي ګامونه اخيستي دي.

پېښې انسان روزي، پېښې دي چې د ژوندانه د تجربو پانګه زياتوي او پېښې دي چې د ذاتونو توپير په ډاګه کوي:

توپير د ذات په کار دی باران یو شان راوريږي

هندارې پاکې مينځي خو ډبرې لمدوي

زه هم له يوې داسې پېښې سره مخ شوم چې زما ډېر مينه وال او ملګري يې ودردول، ټول په يوه غږ او او یو اواز زما ترڅنګه ودرېدل، په دعاګانو کې يې یاد کړم، د دوی دعاګانې او هڅې وې چې ستاسې په مخ کې ولاړ یم، د ښاغلي عابد د لمانځغونډې په بهانه له ټولو ملګرو او هيوادواولو نه مننه کوم چې د دعا کړکۍ يې زما په لور پرانستې، او د مرستې لاسونه يې راوغځول، يو د هغو ملګرو له جملې څخه چې په دې اړه يې مرکزي رول ولوباوه، ښاغلی بازمحمد عابد و چې د ټولنيزې رسنۍ فيسبوک د ليارې يې پر هيوادوالو غږ وکړ او ټولو هيوادوالو د ښاغلي عابد غږ ته لبیک ووايه، د ده ایمان، صداقت او ريښتونولی وه چې د خلکو اعتماد او باور يې راجلب کړ، ځينې غږونه په وجدان کې د غرنۍ مڼې په څېر تازه پاتي کيږي، يو له هغو غږونو څخه چې لا زما په وجدان او زړه کې شرنګيږي د عابد غږ دی ، لا مې ساه تنګه وه، د مرګ او ژوند ترمنځ مې ساه اخيسته چې ټليفون مې غوږ ته راوړاندې شو، ډېر خوږ غږ مې واورېده:

- شرره عابد یم

سترګې مې له اوښکو ډکې شوې، په دغه سخت درد کې يې په بهير وګرځولم، د زړه په زور مې وويل:

- عابد صیب ستړی مه شئ

د عابد په خبرو کې سکون، ډاډ، مينه او هيلې پرته وه، خو غږ يې ډېر دردېدلی ښکارېده راته يې وويل:

- شرره ډېر خواخوږې لرې، ډېر معصوم لاسونه د خپل رب په دربار کې ستا د روغتيا لپاره پورته شوي دي، ملګرو د ټولې نړۍ نه د مرستې لاسونه راغځولي دي، ته يوازې نه یې.

- الله پاک دې اجر ورکړي

- هو رښتیا د ريحان په نامه يوه ملګري ستا د روغتيا په خاطر په کعبه لاسونه ايښي او دعا يې درته کړې ده.

ريحان، دعا، کعبه او د خاطر کليمې مې په زړه کې وکنېدل شوې، دا وروستۍ کليمې وي د دې کليمو مفاهيم مې هم زړه کې راتازه شول اوس مې هم دغه کليمې په زړه کې تازه دي او پرېږدئ چې همداسې تازه پاتې شي، دغه خواږه غږونه زمانه نه شي غلي کولی او تل به تازه وي.

کله چې هم د ښاغلي عابد اخلاص، مينه، صداقت، ريښتونولي او عاطفه مينه ناکو او زړه سواندو افغانانو وليده، نو معيبيونو او معذورانو لپاره يې د مرستو بهير ته دوام ورکړ، هر شېبه چې د فيسبوک پاڼې ته لاړ شم، نو ښاغلی عابد وينم چې د هيواد کومه، معيوبه خور، مور ورور او مشر يې په ويلچير کې کينولی وي او ده ته لاس پر دعا وي، تر دې مهال يې څه باندې شپيتو معيبيونو ته د هغو زړه سواندو افغانانو مرستې رسولي دي چې پر ده يې باور کړی دی او ده هم دغه پروسه په شفاف او روڼ ډول پرمخ روانه کړې ده، نه يوازې دا چې ښاغلي عابد د څه پاسه شپيتو کورنيو زړونه راخپل کړل، بلکې د ټولو بااحساسه انسانانو په زړونو کې يې يو ځانګړی کور جوړ کړ، داسې کور چې پر مادي ډبره نه دی ولاړ، بلکې د ده د شخصيت په زرینو خښتو درېدلی دی، داسې کور چې د زمانې هيڅ ډول طوفان يې نه شي ړنګولی او ورځ تر بلې يې تهدابونه غښتلي کيږي، عابد په ډېر لږ وخت کې په يوه سر په پوره عزم دومره ستر کار وکړ چې يوه لويه ټولنه يې نه شي کولی، نو د اسلامي او انساني اصولو او ارزښتونو له مخې ترې بايد مننه وشي، ځکه چې د ستر لارښود وينا ده څوک چې د بنده شکر ادا نه کړي هغه د بنده د رب شکر هم نه شي کولی، په ادبي، فرهنګي او ټولنيزو برخو کې د عابد د خدمتونو قدر او درناوی کوو او ورته د نورو برياوو غوښتنه کوو، له ختيځ ادبي بهير نه هم مننه کوو چې د يوه داسې ستر خدمتګار د خدمتونو په وياړ يې دغه لويه لمانغونډه جوړه کړې ده چې په ليدو يې زړه ته د خوښۍ او سرور خوږې ويالې راماتېږي، په پای کې له ټولو ښاغلو نه مننه کوو چې په دغه غونډه کې يې ګډون کړی.

Baz Mohammad Abid Khkula au Mena

By: Sharar Sapai

09.06.2023

- شرر ساپی
بېرته شاته