(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په خان لالا محمد افضل خان باندې د ناځوانمردانه عمل غندنه (الحاج نادر سرشار )

[21.Sep.2007 - 16:16] د خبري رسنیو په وسیله په ډیره خواشینۍ سره خبر شو چې د روژې په نهمه ورځ (۲۱ د اګست ۲۰۰۷) د سیمې او نړۍ د پښتون قام د وحدت ضد سوګندخوړلو دښمنانو د پښتنو د قامي وحدت لارښود او مبارز خان لا لا محمد افضل خان باندې د ترهګرۍ ناوړه حمله وکړه چې په دې غمناکه پیښه کې د خان لالا دوه تنه ملګري شهیدان او د خان لالا په شمول څلور تنه ټپیان شوي دي. زه دغه نا اسلامي او د بې غیرتۍ نه ډک عمل په کلکه غندم. د خان لالا شهیدانو ملګرو ته د فردوس جنت او کورنیو ته یې جمیل زغم او همدارنګه د خان لالا سره په دغه دردناکه پیښه کې ځان شریک ګڼم. خان لالا او ملګرو ته یې د لوی اللهج څخه د شفا او روغتیا هیله کوم. مړه او ورک دې وي د پښتنو کورني او بهرني دښمنان! الحاج محمد نادر سرشار اوسلو- ناروې Alhaaj Mohammad Nadir Sarshar Oslo Norway- الحاج محمد نادر سرشار
بېرته شاته