(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوب

[02.May.2022 - 12:35]

خوب

لیک: نوربادشاه یوسفزی

خوب مې لیده چې زمونږ په وطن کې د طالبانو نظام نافذ شوی دے، ټولې مخکمې او وزاراتونه ، اسکولونه، کالجونه، یونیورسټیانې او هسپتالونه، کارخانې او نور نظام چې په شرعی شرایطو برار نه و سم د ټسه بند کړل شوي دي

 

په اسکولونو، کالجونو کې په فزیکس، بیالوجی او نور ساینسی مضامین بندیز لګول شوے ځکه چې د طالبانو په نظر کې دا د الله په کارونو کې ګوتې وهل دي

 

په هسپتالونو او میډیکل اسټورونو کې په انګریزی دوایانو او ګولو بندیز لګیدلی ځکه چې په دې ګولو دوایانو کې په یو ه مقدار '' الکوحل '' استعمالیږي. او د دې دوایانو استعمال سنت نه دے. بس حکیمی ګولۍ دوایانې یواځې استعمالیدای شي

 

ګاډي ، موټرې، لارئ، اسکوټر، سایکل، جهاز، هیلکپټرو کې ګرځیدل حرام ګرځول شوي ځکه چې دا شیان  څوارلس سوه کاله مخکې په اسلامی نظام کې نه وو، بس هر چا '' خر او آس '' راروان کړے او د پاسه پرې داسې ناست دے لکه د مار!

 

په جامه او پیزار اچولو کې هم تبدیلی راغلې ده، خلکو د پاڼو، بروځو او وښو کالی او پیزار اچولی دے. موبایل، انټرنیټ او نور مشینان سیځل شوي دي ځکه چې دا د بې خیايۍ او فحاشۍ خپرولو سبب وو

 

زما یو ملګري د غاښونو د برشونو په کارخانه کې کار کولو هلته وس د برشونو پرځای  '' مسواکونه '' جوړیږي

 

د اوښانو په یوه قافله کې د پیښور نه کابل ته لاړم،  په ښار کې ګرځم او ګورم چې د هر دویم پښتون ځوان لاس طالبانو د شرعی نظام له مخې ور پرې کړی دے. په هره دوهمه کوڅه کې وینم چې غټو څڼو او پټکو والا طالبانو '' تنکۍ پیغلې  '' رانیولي او د مینې په تور یې په ګټو سنګساروي یا هم پرې دیوالونه راغورځوي

 

د کرکټ ، فټ بال او نورو لوبو په میدانونو کې پاکستاني او افغاني مولایان په غټو غټو کرسو ناست دي، غوړ لاسونه په ږیرو رکاږي او په وړه وړو جرمونو د انسانانو سرونه پریکوي

 

د ښار په لارو کوڅو، نهرونو او نالو کې د انسانانو سرې وینې بهیږي. هغه خلک چې په جمهوری محکمو، بینکونو کې یې کار کولو ، ورته سزاګانې ورکول کیږي

 

خلک د ویرې او ډاره د بانګ نه مخکې جمات ته لمانځه ته روان دي، که څوک لمونځ ونکړي د پیښور او دیر د مدرسو طالبان یې په میدانانو کې ورته د '' دورو '' سزاګانې ورکوي

 

په لاوډ اسپیکر کې هر وخت نعتونه او خلکو ته د سزاګانو ورکولو اعلانونه دي، یو قیامت دے چې په دې خاوره او په دې خلکو راغلی دے

 

د '' توجو '' غوندې ملا، د سوات، دیر ، کرک او اکوړي د مدرسو طالبانو ټول وطن قبضه کړې ده، د هر چا په لاس کې توره ده، په وړه خبره سر غوڅوي

 

ښځې او جینکۍ ټولې په کورونو کې ناستې دي، اسکول، ډاکټر یا بهر ته د تګ اجازه نلري. په ښار کې به تور سرې نه وینی

 

د کابل روسته د اوښانو په یوه قافله کې جلال اباد ته په لاره یم چې د ننګرهار د پوهنتون هغه سټوډنټ ملګرے مې ولیده چې د خپل جمهوری حکومت، خپل فوج سره به یې مخالفت کولو او د طالبانو ملګرتیا به یې کوله. طالبانو ورته یو لاس غوڅ کړے و او په لاره کې خیر ټولو ته ناست وو

 

مخلوق د طالبانو د نظام نه سخت تنګ شوے خو د ویرې نه هیڅ نه شي وئیلے او ځان ته کنځل کوي چې د خپل جمهوری حکومت او فوج قدر راسره نه وو او طالبان مو غوښتل، دا هر څه مو خپله د ځان سره کړي

 

انټرنیشنل میډیا هم زمونږ په اړه هیڅ خبر او رپورټ نه جوړي، چ امریکه او یورپ هم رانه لاس اخیستی وايي چې دا مخلوق هم داسې ښه دے، طالبان پوهه شه او دوي پوهه شه

 

یو دم مې سترګې وغړیدې، شکر دے چې خوب وو.

 

Noor Badshah Yousafzai نوربادشاه یوسفزی

- نوربادشاه
بېرته شاته