(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جنګ دې ورک شي

[02.May.2022 - 12:34]

جنګ دې ورک شي

لیک: قانونپوه همایون کاسي

چې جديده او درنې وسلې ورسره وې نو يې د وطن دفاع و نه کړه اوس وايي موږ به جنګېږو.

سمه خبره ده.

خو د ګوريلا او لا مخامخ جنګ ځينې لوازمات وي.

د بېلګې په توګه د جنګ له پاره د ډېر زيات دولت اړتیا وي.

جديده وسله پکار وي.

پټځايونه غواړي.

د ټپيانو له پاره هسپتالونه غواړي.

خېر د جنګ له پاره خلق خو کم نه دي هغه به پېدا کړي.

خو سوال دا دى چې دا نور شيان به دوى ته کم قوتونه ورکوي او د هغو موخې به په افغانستان کشې څه وي?

ټاليبان که شل کاله و جنګېدل، نو انساني وسايل د پاکستان له مدرسو څخه ورته برابرېدل.

ډالر د امریکا او پاکستان او د تيارياکو څخه ورته راتلل.

پټځايونه يې په پاکستان کشې درلودل، چې جنګيالي به يې دلته وسا کېدل او دمه به يې کوله او ورسره يې په افغانستان کشې هم ځايونه درلودل.

د هسپتالونو او علاج معالجې بندوبست له کوټې او پېښور راواخلې د کراچي تر آغاخان هسپتال پورې ورسره مل وو.

د مرسته کوونکو قوتونو مخه او حدف مالوم وو، په افغانستان کشې جنګ ته دوام ورکول، چې دولت پر کراره نه شي او د خلقو ستونځې نه شي هوارې او د اولس بشپړه مشروعیت او ملاتړ نه کړي ترلاسه، او په اخيره کشې د افغانستان دولت او ټول نظام له منځه يو شي او افغانستان اشغال شي او د نوي خطرناکه جنګ زمينه برابره شي.

 

خو اوس مهم سوالونه لکه ما چې د ليک په اول سر کشې وو ويل اوس يې بيا تکراروم.

هغه دا چې له جنرال سادات او مقاومت له ډلې سره کم ملکونه او قوتونه مل دي?

دوى سره به مالي مرسته څوک کوي?

وسلې به له کمه ورته راځي?

د دوى جنګيالي به په کمو ملکونو کشې دمه کوي او پټځايونه به و لري?

د ټپيانو له پاره به د هسپتالونو او دوايانو او ډاکټرانو انتظام په کمو ملکونو کشې کېږي?

 

که موږ په دا سيمه کشې و ګورو، نو د چين له خوا د مرستې امکان نه شته، ځکه چې دلته جنګ د چين بېخي په تاوان دى، او دغه خبره د روس په هکله هم صادقه ده. روس ځکه هغه بله ورځ د افغانستان سفارتخانه ټاليبانو ته په رسمي توګه سپارلې ده.

 

اوس به را شو د پاکستان لورې ته، نو د ټاليب په شکل کشې د پاکستان بشپړه واکداري ده، پر افغانستان، نو پاکستان به لېونى وي چې د مقاومت له ډلې سره به مرسته کوي.

 

اوس پاته شو ايران او هيندوستان داسې دوه قوتونه دي، چې مقاومت له ډلې سره مرسته کولى شي، خو له ايران سره هم ټاليبان خورا جوړ دي، هغه اوبه چې د اشرف غني جمهوري حکومت مهار کړي او له ايران څخه راګرځولي وې، هغه ټاليبانو بيرته ايران ته ور و سپارلې

او داسې بله کمه ستونځه هم له ايران سره نه شته.

بلکې ايران هغه افغانان نور هم زليله کړي کوم، چې د ټاليبانو د ظلم او جبر او بې روزګاري څخه تنګ وو او ايران ته يې د ژوند او روزګار په خاطر پناه وړې ده.

 

نو پاته هيندوستان شو، اوس سوال دا دى چې هيندوستان په يوازې سر دا کار کولى شي?

او که هيندوستان مرسته ورسره کوي، هم نو بيرته به هيندوستان ته هم د ايران د مرستې اړتیا وي، ځکه چې لاره به د ايران کارول کېږي.

 

له دا خبرو موږ ته دا حقيقت څرګنده کېږي، چې دا علاقايي لوبغاړې د مقاومت اصل لوبغاړي نه شي کېدلى.

 

نو بيا سوال دا دى چې اصل لوبغاړي کم قوتونه کېدلى شي او د هغو موخه څه کېدلى شي?

 

زه چې څومره فکر ورته و کړم، ما ته يو قوت راڅرګنده شي او هغه دى د امریکا په مشرۍ کشې نېټو.

 

په دا سيمه کشې دوامداره جنګ د دوى په ګټه دى، بل دوى دا کار يو ځل لمخه د نيوي په لسيزه کشې په کامیابه توګه کړى هم دى، چې دوى شمالي ټلوالې ته د مسعود په مشري کشې مالي او د وسلې مرسته هم ورسره کوله او د علاج له پاره يې په منځنۍ آسیا يعنې تاجکستان او خوا شا کشې زمينه هم ورته برابره کړې وه.

 

امريکا هغه وخت هم له دواړو ډلو سره مرسته کړې ده، د پاکستان له لارې له ټاليبانو سره، او د تاجکستان له لارې له شمالي ټلوالې سره.

 

دا خبرې خو اوس پخپله د امريکايي ليکوالانو د کتابونو برخه دي، چې دوى له شمالي ټلوالې سره له کمو کمو لارو مرسته کوله.

 

نو ما ته داسې ښکاري چې هغه د نيوي د لسيزې طريقه واردات به وي او هم هغه لوبغاړي به وي.

 

زموږ د افغانانو ستونځه دا ده چې په يوه طريقه واردات څو څو ځله غولول کېدلى شو.

 

نجيب ته يې ويل که سوله غواړې حکومت به هتمن پرېږدې. نجيب حکومت قرباني کړى، خو سوله نه راغله.

 

بيا يې اشرف غني ته ويل چې حکومت او نظام قرباني کړه که سوله غواړې.

افغانانو د نظام او حکومت ملاتړ هغه رنګه نه کړى څرګنده، لکه څه رنګه چې پکار وو، په نتیجه کشې حکومت او نظام دواړه ولاړل، خو د سولې ناوې لا په ډولۍ کشې نه کشېنستله.

 

او د سولې ارمان يو ځل بيا نيمګړى پاته شو.

 

اوس د يو بل مقاومت خبرې روانې دي، خو له تاريخه ثابته ده، چې افغانانو کله هم د جرګو له لارې بدلون راوستلى دى، هغه سوله او ثوبات له ځانه سره راوړى دى.

او هر بدلون چې د تورې او لا ټوپک په زور راغلى، هغه د وينو سېلابونه تويي کړي خو نتیجه يې نه څه.

 

اوس هم وخت دى، که افغانان له ملي بېرغ سره سوله ايز مقاومت پېل کړي، او د اولسي فشار له لارې ټاليبان دا ته اړ باسي چې لويه جرګه را و بلي او واک افغانانو ته په سمه و سپاري، نو له دا نوي جنګ څخه وطن او ملت ژغورلى شي.

 

د اولس زور د خداى زور دى، د اولس سوله ايز مقاؤمت به نړيوال فشار هم جوړ کړي، او دغه نړيوال فشار به ټاليبان او د دوى بادار دا ته مجبوره کړي، چې مېدان خالي کړي.

 

او که اولس هغسې بې غرضه پاته شو، لکه پخوا چې هر ځل پاته شوى دى، نو بله خونړۍ جهګړه را روانه ده، او داسې تباهي به جوړه کړي، چې زاړه وختونه به مو هم ورباندې هېر شي.

- همایون کاسي
بېرته شاته