(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتوژبې لیکواله

[25.Apr.2022 - 14:18]

 

دپښتوژبې لیکواله ، محققه او تاریخپوهه میرمن  صفیه حلیم

لیک: ډاکتر لطیف یاد

آغلې صفيه حليم د پښتو ژبې ليکواله، څېړونکې او ژباړونکې ده . په پښتو او انگرېزي ژبو کې د لیکوالۍ تر څنگ د بي بي سي پښتو څانگې راډيو ژورناليسټه پاتې شوې .د بي بي سي پښتو راډيو څانگې کې د خبرواترو په نوم خپرونې کوربنه وه او د بي بي سي د پښتو څانگې نه وړاندې ښوونکې وه . اوسمهال تقاعد ده او برسېره پر کورناستۍ د خپلې انټرنېټي وېبپاڼې له لارې پښتو ژبې ته چوپړ کوي او يو شمېر څېړنیز، تاریخي، ادبي او ټولنیزه مالومات خپروي.

صفيه حليم په خټه د مومنده په مومندو کې خلیل ټبر پورې اړه لري . دا په کال ۱۹۵۱م زېږدیز کې په پېښور کې زيږېدلې ده. د دې پلار عبدالحليم نومېږي .د آغلې صفیه حلیم پلار هم د پښتو ژبې ليکوال و.د دې مشرې خور ذکيه حليم علي د پېښور راډيو لپاره پښتو ډرامې ليکلې او اوسمهال د پوهنتون استاده ده.

آغلې صفیه حلیم خپلې لومړنۍ او منځينۍ زده کړې په خپلې سیمې پېښور کې ترسره کړي همدارنگه یې لوړې زده کړې هم د پېښور له پوهنتون څخه د روزنپوهنې(ښوونې او روزنې)څانگې کې د لسانس تر کچې بشپړې کړي.د روزنپوهنې بریلیک برسېره یې دانگرېزي ژبې ادبياتو څانگې کې خپله ماسټري ترسره کړې او د سکاټلینډ د اېډنبرا پوهنتون څخه يې د ژبپوهنې په برخه کې لا نورې لوړې زدکړې هم تر سره کړي دي.

د پوهنتون د سبق پر مهال صفيه حليم د پېښور راډيو سره اشنا وه او په پښتو څانگه کې يې د ميرمنو او ماشومانو لپاره خپرونې وړاندې کولې. ورسره يې د پېښور راډيو په ډرامو کې هم برخه اخيسته .په ۱۹۷۷م ز.کال کې دا د ښوونکې په توگه د پېښور پوهنتون په سیمې يوه ښوونځي کې چې نوم یې يونيورسټي پبلک سکول و په درس ورکولو بوخته شوه.په ۱۹۸۴م.ز کې د انگلستان د ناټينگهم په ښار کې د ښوونکو د روزنې په تکل يوه کورس ته واستول شوه، ورپسې يې هم مهاله په اسلام اباد، کراچۍاو پېښور کې يې د استادانو د روزنې کوروسونه دايرول. دوه کاله وروسته يې د برټش کونسل لخوا يو بورس (سکالرشپ) تر لاسه کړ چې په اېډنبرا کې يې پوست گرېجويټ زده کړې(نورې لامخکې زده کړې) تر سره کړې.له سبق څخه وروسته دا بيرته پېښور ته ولاړه او د زدکړې کار ته يې دوام ورکړ. هماغه مهال د مېرمن حلیم لومړی کتاب په انگلستان کې په انگرېزي ژبې چاپ شو چې د انگرېزي ژبې د ښوونکو لپاره د لار ښود درسونه ول. په ۱۹۸۷م.ز کال کې د لنډ وخت لپاره په لندناو پېښور کې د بي بي سي لپاره ځينې پروگرامونه جوړ کړل او دوه کاله وروسته يې د پروډيوسرې په توگه لندن کې دنده پېل کړه. څو کاله وروسته یې د بي بي سي پښتو څانگې مشره وټاکل شوه .

لیکوالي، رسمي او څېړنیزې دندې

د ماشومتوب راهيسې صفيه حليم د خپلې کورنۍ سره د ليرې سفرونو کيسې پخپل قلم ليکلې چې څو يې د هغه وخت په مجلو کې هم چاپ شوي. کابل او هند ته په ۱۹۹۱م . زېږديز کال کې د سفرونو حال او پېښې يې په راډيوي پروگرامونو کې خپرې کړي. د دې په پښتو ژبې لومړی کتاب د " سند باد اووه سفرونه " نومېږي چې په ۱۹۹۳م.زکال کې پېښور کې چاپ شو.د آغلې حلیم د رسمي سفرونو په لړ کې د اروپايي هېوادونو د تورکيې ،د آسيايي او افريقايي هېوادونو څخه د ايران، چين، مصر، سوېلي افريقا همدارنگه د عربو هيوادونو ځينې يون ليکونه په بېلا بېلو مجلو کې هم خپاره کړي.

په پښتو ژبه لنډې کيسې او ناولونه کښلي چې په لړ کې يې د نړېوالو ادبياتو څخه هم څو کلاسيک ناولونه ژباړلي دي.د نړېوالو ولسي کيسو ټولگه يې هم خپره شوې ده. د ښکلي کتاب په نامۀ يې د نثرونو يوه ټولگه هم خپره شوې چې د لیکوالې پخپل لاس جوړ شوي انځورونه هم لري.

څېړنيز او تاریخي اثار

په ۲۰۰۳ م.ز کال کې مېرمن حلیم د هند د پښتنو په اړه د څېړنو او پلټنو لپاره نوموړي هېواد ته ولاړه. د آغلې د مالوماتو پر بنسټ د بي بي سي پښتو راډيويي خپرونو څخه وروسته هغې راټول کړي او دغه اثار يې د کتاب په بڼه وپسولل چې اوس د پينځو کتابونو په شاوخوا بازار ته راووتل.د ۲۰۰۴ م.ز څخه تر ۲۰۰۵ م.ز.کال پورې دا د ژورناليسټانو د يوې روزنيزې پروژې لپاره په افغانستان کې پاتې شوې.په يو کال کې د دې بيلا بيلو ولايتونو ته د سفر په لړ کې د افغانستان د هرې سیمې نوموتي او لرغونې ودانۍ وليدې او په ځانگړي توگه يې د نوموړو د تاريخ په اړه يې پلټنې پېل او وې لیکلې . دا هم د راډيويي خپرونو په بڼه خپاره شوي اثار دي چې د تاريخ او ژوند په نوم خپرونې په لړ کې خپرېدې . برسېره پر دې هغې په سوونو علمي او څېړنيز مقالې ليکلي دي چې په بيلا بېلو مجلو او ويبپاڼو کې خپرې شوي دي.

شخصي ژوند

صفيه حليم واده ده او خاوند يې ډاکټر عدلي الهواري نومېږي چې د اردن اوسيدونکی دی.

ټول چاپ شوي اثار

د سندباد اووه سفرونه (د ماشومانو ادبيات)ـ ۱۹۹۳م.زېږديز

نیمگړی انځور (لنډې کیسې)ـ ۱۹۹۹م. زېږديز

ښکلی کتاب (نثر)ـ ۲۰۰۱ م.زېږديز

زبېښاک (ناول)ـ ۲۰۰۲ م.زېږديز

د ډيوې په غېږ کې (لنډې کیسې)ـ۲۰۰۳ م زېږديز

د نړۍ ولسي کیسې (نړېوال ادبيات)ـ ۲۰۰۵ م.زېږديز

د نړۍ ولسي کیسې (نړېوال ادبيات)ـ ۲۰۰۵ م.زېږديز

دنيا (ناول)ـ ۲۰۰۵م.زېږديز

ښايست (لنډې کیسې) ـ ۲۰۰۷م.زېږديز

بهوپال د هندوستان پښتانه (څېړنیز)۲۰۰۸ م.زېږديز

د هندوستان پښتانه (مالير کوټله) (څېړنيز) ـ ۲۰۰۹م.زېږديز

هندوستان پښتانه (بهوپال) (څېړنیز)۲۰۰۸ م.زېږديز

د هندوستان پښتانه (مالير کوټله) (څېړنيز) ـ ۲۰۰۹م.زېږديز

د هندوستان پښتانه (بهار) (څېړنيز) ـ ۲۰۱۰ م.زېږديز

د هندوستان پښتانه (بهار) (څېړنيز) ـ ۲۰۱۰ م.زېږديز

د هندوستان پښتانه (باره بستي) (څېړنیز) ـ ۲۰۱۱م.زېږديز

ژورنالیزم (پوهنیز)ـ چاپکال ـ ۲۰۱۳م.زېږديز

سواستو (ناول) ـ ۲۰۱۳ م.زېږديز

د هندوستان پښتانه ( روهېلکهنډ) ( څېړنيز) ۲۰۱۴ م.زېږديز

ناچاپ اثار

دوه کتابونه ( لنډې کيسې)

ټېپو سلطان او شاه زمان (تاريخ)

عجب خان اپريدی (تاريخ)

دويم زبېښاک ( ناول)

د افغانستان لرغونی تاريخ (څېړنه)

صفيه حليم واده ده او خاوند يې ډاکټر عدلي الهواري نومېږي چې د اردن اوسيدونکی دی.

----------------------------------------------------------------------------

ماخذونه 

۱- ویکیپیډیا 

۲- د صفیه حلیم ویبپاڼه

- صفېه حلېم
بېرته شاته