(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د غوایي اوښتون

[25.Apr.2022 - 14:10]

افغان غوایي ( ثور) انقلاب / اوښتون ..!

لیک: زاهدالله زاهد

د منځنۍ اسيا زړه افغانستان کي په ۶۰ لسيزه کي يو ستر مترقي د آزادۍ غورځنګ د خلق ډيموکراټيک ګوند / PDPA په نوم را څرګند سو او يو پراخ بنسټه خوځښت يې پيل کړ او د شاهي کورنۍ ظاهرشاه د غير معمولي مخالفت وروسته د هغه وراره سردار داود په نوم جمهوري حکومت په ۲۷م اپرېل د کال ۱۹۷۸ء کي نسکور کړ. د ياد ځانګړي پيښې په هکله نيويارک ټايمز ليکي چي زموږ د چا سره هم خبري اتري وسوې نو هغه به ډېړ خوشاله ؤ او بې ساري ولوله به يې درلوده چي شاوخوا يو نيم لک افغان ولس د نوي انقلابي دولت په ملاتړ لاريون ته راووتل او دا يې يه يو ستر انقلاب وبلل.

دې پراګميټيک مترقي دولت چي څنګه د نظام واګي په خپلو لاسو کي واخيستې نو سم دستي يې د انقلابي اصلاحاتو يو ځانګړی پروګرام وړاندي کړ چي پکښې د جاګيردارانو او فيوډالانو اختيارات ختمول ٬ مذهبي آزادي ٬ د ښځو او نارينوو طبقاتي توپير له منځه وړل ٬ د اقليتونو د حقوق خونديتوب ٬ د ۱۳لس زره زنديانانو خلاسون او د پوليسي چارواکو فايلونه د ولس له مخې سوځول شامل وو.

د اووښتون په وخت کي په افغانستان کي بې سوادي ۹۰سلنه وه. نوي مترقي دولت د سواد کچه زياتوالي په موخه يې ستره تګلاره وټاکله او په پراخه پيمانه يې هلي ځلي يې پيل کړې او د همدغو هلو ځلو په پايله کي تر ۸۰يم لسيزي پوري په کابل پوهنتون کي د ښځينه شمېر سم نيم په نيمه سو ٬ په دوکتورا کي د ښځينوو شمېر ۴۰سلنه ته ورسېدل ٬ د ښوونکو شمېر ۷۰سلنه ته ورسېد او ورسره د ملکي مامورينو سلنه ۳۰ ته ورسېده. دا د تاريخ هغه بې ساري انقلابي قدمونه ول چي اوس مهال هم د تاريخ څخه د الهام اخيستونکي په ذهنو کي خوندي دي.

د دې تنکي انقلاب لويه کشاله او د نړۍ د استعماري پانګوال اسلامي او غير اسلامي دولتونو مخالفت اصل علت هم دا ؤ چي ګواکې د خلق ډيموکراټيک دولت سره د سويت يونين / USSR ملاتړ او ملګرتيا ده ٬ که څه هم حقيقت د پانګوالانو د دروغجنو رسنيو د چټياتو تر لومي لاندي سول خو پټ نه سول٬ لکه د پاکستاني دولت سره چي د نړۍ د سامراجي هيوادونو کومک او ملاتړ حاصل وي او د هيواد د جوړښت په خمير کي يې ځانګړی لاس لري. زه هيڅکله دا نه ګڼم چي يو رښتونی نقاد ٬ ليکوال ٬ سياسي شنونکی او يا يو مصنف به د خلق ډيموکراټيک انقلابي رژيم د سويت يونين د لاسپوڅي په توګه په تعبيرولو او ويلو ګناه وکړي ځکه د هغه وخت امريکي ولسمشر جمي کارټر بهرنی وزير سائرس واسن هم دا اعتراف کړی ؤ چي موږ دثور انقلابتر شا د سويت يونين د پټ لاس او کومک هيڅ ډول ثبوت ترلاسه نکړو او ورسره په خپله د سويت يونين استخباراتي ادارې KJB سلاکار الګسانډر مازوروف په مياشتنۍ مجله کي د ثور انقلاب په اړوند ليکي او وايي چي KJB وروسته دې پايلي ته ورسېده چي د ثور اووښتون په کړنلاره کي دغه ټکۍ هم ځای پر ځای ؤ چي د انقلاب اړوند هره موضوع دي د سويت يونين څخه پټه وساتل شي. بل اړخ ته د امريکې ولسمشر جمي کارټر د دفاع سلاکار برزنسکي Brezezinski په وينا چي په ويتنام کي امريکا د کوم ذلت او رسوايي سره مخ سوه د هغې د بدلې او انتقام په موخه په ۱۳ جون کال ۱۹۷۹ء کي جمي کارټر د ۵۰۰مليارده ډالرو په وسيله د تاريخ تر ټولو ستر پټ جنګي عمليات داپرېشن سايکلونپه نوم پيل کړ او د دې عملياتو په اړه د امريکې ولس او کانګرس بې خبره وو چي د ياد عملياتو شوم موخه دا وه چي د افغانستان لومړنۍ مترقي دولت له منځه يوسي او ياد دي وي چي دا هر څه په افغانستان د سويت يونين پوځونو د راتګ څخه مخکي ترسره کېدل. ( افغانستان ته د سويت يونين پوځونو راتګ په دسمبر کال ۱۹۷۹ء کي پيل سو)

برزنسکي په کال ۱۹۹۸ء کي دا اعتراف هم په يوه مرکه کي وکړ چي امريکا په افغانستان کي د خپلو کړنو په هکله درواغ ويلي ؤ چي مجاهدينو ته د امريکې د څارګري ادارې CIA اقتصادي مرستي د سويت يونين د راتګ څخه وروسته پيل سوې که څه هم دا هر څه له مخي پيل سوي وو. امريکا د ګلبدين غوندي خلکو خذمتونه ترلاسه کړل او په کال ۱۹۸۶ء کي يې ګلبدين حکمتيار ميلمه کړو او برطانوي وزيراعظم مارګريټ تهيچر يې د اسلام په نوم ترسري کړي خذمتونه وستايل.

د برزنسکي تګلاره او موخه نړيوال مذهبي بنسټ پالنه خپرول او سويت يونين ريښو ته صدمه او ضربه ورکول وو چي په عين حال کي د دې ناوړي لار لوی پلوي د پاکستان پوځي ځناور صفته واکمن جنرال ضياءالحق د غوښتنو سره سمون خوړل. د دې نه ختمېدونکي ترحه لپاره يې د نړۍ څخه ترهګر او مذهبي افراطيان يې له ۱۹۸۲ء څخه نيولي بيا تر ۱۹۹۲ء پورې په پاکستان کي سره يو ځای کړل او بيا يې د پاکستان د پوځي تمرين ورکولو چي CIA يې ملګري وه ٬ وروسته په طالبان او القاعده په نوم ونومول.( په دې هکله د پاکستان اوسنی بې واکه وزيراعظم عمران خان ٬ د پاکستان څارګري ادارې ISI پخوانی مشر جنرال حميد ګل ٬ کرنل امام ٬ پروېز مشرف او نور ډېرو لوړپوري ملکي ماموړينو د دې خبرو پخلی کړی چي موږ ISI او CIA په افغانستان کي د مجاهدينو او القاعده غړي تربيت کول) هم دغه مجاهدين او القاعده غړو ته يې په بروک لين او نيويارک مدرسو کي بم ٬ بارود او د هر ډول وسلو زدکړي او تمرين ورکول کېدل او دا هر څه د غرب نازولي ګلبدين حکمتيار او نورو ټولو هفتګانه او هشتګانه مجاهدينو د فساد له کبله د خلق ډيموکراټيک انقلابي رژيم له منځه ولاړ او د ثور انقلاب د پرمختګ په وړاندي د پل اخيستو تر مخه يې د مقدسو وينو په ډنډ کي نسکور کړ.

کله چي سويت يونين پوځيان له افغانستان څخه ووتل نو همدغه افراطيان په خپل منځ کي لکه د ګور چينجي سره اخته سول او د استعماري ورکړل سوي وسلو په کارولو سره د يو بل سره ښکر په ښکر سول چي په نتيجه کابل او ټول افغانستان د سياسي ٬ کلتوري ٬ مادي او د ټولنيز بربادۍ علت وګرځېدل. وروسته يې د خلق ډيموکراټيک انقلابي دولت وروستی ولسمشر ډاکټر نجيب الله د نصير الله بابر ځامنو په ډېره بې دردۍ سره له مللي متحده دوتره څخه ونيول او په ۲۶ ستمبر کال ۱۹۹۶ء د آريانا په چارسو په دار وځړول. دغه ډول يې د ثور مترقي انقلابي څراغ په عارضي او مادي توګه له منځه يووړ خو کله سي دا انقلابي څراغ له منځه تللی نو تر اوسه د تورو تيارو جنګي اقتصاد او جهاد د مسلمانانو او کفارو لخوا په پښتون افغان وطن لا دوام لري.

زاهد الله زاهد 

#ثور_انقلاب_٢٧_اپريل_١٩٧٨ﺀ

افغان ثور انقلاب يا اوښتون ..!

- زاهد
بېرته شاته