(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ژبې ته د

[25.Apr.2022 - 13:59]

دپښتو ژبې لیکوال ارواښاد سرمحقق ډاکټر دولت محمد لودين

او پښتو ژبې ته دده خدمتونه

ښاغلي ارواښاد ډاکټر دولت محمد لودین په ١٣١٠ لمريز هجری کال د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ د انگرو په کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

ده خپلې لومړنۍ زده کړه د آخوند کلي په ښونځي کې بشپړې کړې او وروسته کابل ته لاړ او دکابل په عالي دارا لمعلمین کې شامل شو . دکابل دعالي دارالمعلمین تر بشپړولو وروسته یې د شپږو کلونو لپاره د ښوونکي په توگه دنده تر سره کړه. وروسته بیا ارواښاد لودين په ١٣٣٧ کې د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې شامل شواو کله یې چې دغه پوهنځی بشپړ کړ په پښتو ټولنه کې دمسلکي غړي په توګه وټاکل شواو ددې دندې تر څنګ يې د ادبياتو په پوهنځي کې د تدريس چارې هم په غاړه درلودلې. نوموړي په ١٣٤٤ کال کې د پښتو د تدريساتو د لوی مديريت سرپرست او د دې دندې تر څنګ د زيري د جريدې مسئول چلونکى هم و.

وروسته بيا هغه د پوهنې وزارت له خوا د هغه وخت شوروي اتحاد ته د لوړو زدکړو لپاره واستول شو او په ژبپوهنه کې يې "پي اچ ډي" تر لاسه کړه.

مرحوم لودين د پښتو ټولنې په تاليف او ترجمې په څانګې کې او وروسته دټولنیزو پوهنو د لوی مدير په توګه دنده تر سره کړې ده. په ١٣٥٧ کال کې نوموړی د افغانستان علومو د اکاډمۍ د ژبپوهنې د څانګې مدير او وروسته د پښتو څيړنو د مرکز رئيس وټاکل شو.

ارواښاد ډاکتر دولت محمد لودين د افغانستان يو ژبپوه، ادبپوه او تاریخپوه و.

نوموړی په پښتو، روسی او انګليسي ژبو کې ډیر زيات آثار او مقالې ليکلي او د روسي او انګریزي ژبو نه يې ډيرې علمي ژباړې کړي دي.

ښاغلی لودین زما نږدې ملګری او همکار پاتې شوی دی. ښاغلی لودین یو حلیم ، دښو کړو وړو څشتن او زړه سوانده انسان او پر پښتو او پښتنوالې مین و.

دده چاپ شوي اثار دادي :

۱- د نننۍ پښتو ژبې احصايوې قاموس: په ١٣٥٣ لیږدیز کال کې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی.

۲- لغت پوهنه: په ١٣٥٥ لیږدیز کال کې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی ده.

د پښتو ژبې عمومي احصا ئيوې قاموس: په ١٣٦٩زیږدیز کال کې په لنېنګراد کې چاپ شوی دی.

۳- ټام سايرTom Sawyer: له انګریزۍ نه يې پښتو ته اړولی او په ١٣٤٣ لیږدیز کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی.

۴- شيرشاهي تاريخ: له پارسي نه يې پښتو ته اړولی او په ١٣٥٤لیږدیز کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی.

۵- په کلتوري انقلاب کې د عام او خاص ځانګړتياوي: له روسی ژبې نه ژباړل شوی او په ١٣٦٧زیږدیز کال د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له خوا چاپ شوی دی.

۶- دغوره نثرونو ژباړه په روسی ژبه : د ارواښاد ګل پاچا الفت نثري اثر دی چې په روسي ژبه ژباړل شوی او د علومو د اکاډمۍ له خوا چاپ شوی دی.

۷- دپټې خزانې زپاړه په روسي ژبه : د محمد هوتک نثري اثر دی او ارواښاد لودين په روسي ژبه ژباړلی او د علومو د اکاډمۍ له خوا چاپ شوی دی.

ددې کتابونو نه یې سربیره دکابل په مجلې ، دزیري په اووه نیزې ، پښتو مجلې اونورو علمي مجلو کې ډیرې مقالې خپرې شوي او چاپ شوی دي .

ارواښاد ډاکټر دولت محمد لودين د ١٣٧٨ د ليندۍ د مياشتي په ١٣ له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د ننگرهار ولايت د کامې د ولسوالۍ د انګرو کلي په هديره کې خاوروته وسپارل شو.

اروادې یې ښاده وي !

- لودین چوپړ
بېرته شاته