(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هغه کتاب

[25.Apr.2022 - 13:36]

هــغــه کتــاب لـــيکي/لنډه کیسه

ليــک ، روزي خـان ايـثار

                سهار وختي ټکان وشو ، تر ځنګل تر لوړ کلي آوازونه راورسېدل 

غټ يږ را وېښ شوی ؤ پر ژېره يې لاس تېرولو 

بېزو يې و ژغوله هغې د اعودا سه اوبه ورکړلې 

څه وخت ورسته نمر ښه پورته راغلو ، د کلي د ميان په چوپاتره کشې و مسجد ته مخامخ 

يږ، لويه، مچ خور ما او زړه توره بېزو ګډ سره ناست ؤ 

سا تکای ورسته کيدړه راغله په خوله کشې يې کاغز را وړلو  ليکلي ؤ 

له خوا ستا سو لاس پوڅي لړم 

قدرمنه مشره يږ صاحبه تر دا غټ مغزي دي جار سم هيله لرم چي زما له کاره به خوشحاله يې 

تاسو به سهار وختي ټکان اورېدلي وي زما يقين دی چي ته به ټوله شپه وېښ وې ولي ته خو عبادت کوې 

دلته زمونږ په های کلي کشې سهار وختي د سپيني آسپي کره يو ماشوم آس پيدا شوی دی 

هسي خو ډېر ماشومان پيدا کيږي خو دا نن ماشوم په يوه خاص ورځ پيدا شوی دی ولي چي نن 22 اپرېل دی تاته خو به معلومه وي دغه ورځ څله خاص ده؟

او دويمه خبره مي دا هم درته کوله چي هغه کم سوي چي تا زمونږ له کلي وشړلو هغه ته دلته په های کلي کشې پنا ملاؤ شوې ده او هغه کتاب لا ورسره دي هغه سي يې په څنګ کشې نيولی دی ليکل کوي 

نو جناب عالیٰ عرض دا دی چې د کلي والو دلته سم شور دی او خوشحالي ده دوي ته سوي سهار وختي د انګورو د جوس دچشلو په مهال ؤ ويل چي دغه ماشوم په ډېره ښه ورځ دنيا ته راغلو دغه ماشوم به دلته ډېر ښه کتاب وليکي 

نو دا چي مونږ دکتاب ليکلو والا يوه سوي دوني ستړي کړي يو اوس چي دوه شي بيا خو به په ځنګل کشې ستا و باد شاهت او بزرګۍ ته خطره شي 

وسلام 

له خط لوستلو سره دتور يږ مخ نور هم تور شو 

دګيډړي ته يې ؤ ويل چي دستي اجلاس را وغواړه 

څو ساعته پس د اجلاس ځای تيار شو 

هر يوه خپله څوکۍ ونيوله مار تلاوت وکړ 

يږ ايجنډه کشې ښودله چي په لاندي کلي کشې نن ماشوم پيدا شوی دی او لړم ليکلي چي نن يوه ورځ ده پدغه ورځ چي ماشوم پيدا شي هغه بيا خا مخا کتاب ليکي 

نو تاسو ته خو پته ده چي دکتاب ليکل ځوني خطرناک او ګنهګاره عمل دی هغه بل زاړه ژيرور سوي مو په ياد دی هغه کتاب چي بې څنګ کشې ؤ هره ورځ به دلته څه حالت ؤ 

هغه هم هلته پنا وړې ده 

ساعت ورسته خر هم را ننه وتلو خپله څوکۍ يې ونيوله 

د ټولو رايه راتلې او اکثرو دغه خبره کوله چي بايد داسي ګروپ تيار کړو چي کم څوک هم چي کتاب ليکي يا يې لولي هغه به وژنو 

چار موشکۍ ويلې چي راشی چي دوني کتابونه وليکو چي له هغو سره د دوي اصلي کتابونه ورک شي 

خره وخندل ، ههه ههه ههه 

په مونږ کشې دليکلو والا کله ؤ ، مونږ خو هغه پخواني څو کتابو نه لا هم تر اوسه سم نه دي ويلي نه مو سر په خلاص دی 

يږ په غڅه شو ، چپ شه خره ته هم ډېر عقل مند شوې 

په اجلاس کشې ګرم بحث شروع ؤ ټول پدې حېران ؤ چي دغه بد بخته ماشوم له کمي خوا پيدا شو چي کتاب به ليکي او ګوره څنګه کتاب به وليکي؟

زمري ويل تاسو راشی داسي ماحول جوړ کړو چي دغه ماشوم داسي کتاب وليکي چي زمونږ په ګټه وي ، معنا په وطن کشې به داسي خبري خورې کړو چې د هغه ماشوم زهن له هغو خبرو ډک شي نو به هغه نوګي خبري نه شې ليکلای 

لېوه سوکه پرته وکتل له غروره يې له سترګو عاينکي پرته کړلې او له ډېره فکره ورسته يې ؤ ويل 

دغه منصوبه هم ناکامه ده ، ولي چي هغه بل انقلابي ، قام فرسته او مارکسسټه دانشور هلته تللی دی او هغه هر وخت په هر کلي کشې و حيوانانو ته دقوميت، برابري او انسانيت خبري کولې 

نو که هغه ژوندای ؤ بيا دا کار ممکن نه دی 

له مايوسۍ ورسته خاموشي جوړه شوله 

يو دم د لوړ کونج له طرفه د زړې بيزو ژغ را پورته شولو 

زه يو تجويز لرم چي د دغه ماشوم مخ نيوای په کولای شو 

هغه دا چي زمونږ د رسوماتو د ټولو لويو عالمانو او پوهانو به يو جمات تيار کړو او د ځنګل پر ټولو علاقو بې ولېږو هغه به هلته په هر کلي کشې وخلګو د زړو ريواياتو پر ارځښت خبري وکړي او خلګو ته به پو کړي چي دلته څه خلګ شته چي دنويو کتابونو په ليکلو سره له مونږ نه زاړه کتابونه هېروي 

تاسو بايد د دغو خلګو پر خبرو غوږ ونه نيسئ 

داسي به مونږ تر هغو چي دا ماشوم لويږي او کتاب ليکي مونږ به ټول خلګ په خپل عتماد کشې اخيستي وي او دخلګو زهنونه به نه بد ليږي 

پر دغه خبره يږ چکچکي وکړې او ټول مجلس خوشحاله سو په عتفاق رايه سره مجلس ختم شو

 

- لیکي
بېرته شاته